Psychology روان شناسی ارواپوهنه

Psychology روان شناسی ارواپوهنه ژوند-مرګ-مینه-کرکه-دوکه-انسان-رښتیا-دروغ-مات زړونه-ناکامي-بریا-هڅه-ناهیلي-عصري علوم-دیني علوم" وپیژنئ

Here You Find And Learn Phsycology Facts about Human, Human's charaters and Human's Life&Death

15/11/2023

"که تاسو غواړئ خپل خوبونه مو ریښتیا کړئ، نو لومړی کار چې تاسو یې باید وکړئ ویښ شئ."

"هره ورځ یو څه ځانګړي ستاسو په تمه دي.
د سهار په پیل کې مثبت چلند ولرئ، بیا به وګورئ چې نن ورځ به ستاسو د ژوند غوره ورځ وي!...

تشویشونه پرېږدئ!په دې تمه ویده شئ چې ستاسې رب ستاسو د سبا لپاره یو غوره پلان لري!!!ټولو ته آرامه شپه، او خوندور خوبونه غ...
14/11/2023

تشویشونه پرېږدئ!
په دې تمه ویده شئ چې ستاسې رب ستاسو د سبا لپاره یو غوره پلان لري!!!
ټولو ته آرامه شپه، او خوندور خوبونه غواړم🤲

دوستانو یو څه مشکل لرم، نو ستاسو د دعاګانو درکار یم!!!

2543_786ډاډه یم چې په لوستلو یې نه پښیمانه کېږئ!!!په مينه کې ناکامه شوی یې؟زړه يې درته مات کړی؟دوکې يې درسره کړیدي؟باور ...
08/11/2023

2543_786
ډاډه یم چې په لوستلو یې نه پښیمانه کېږئ!!!

په مينه کې ناکامه شوی یې؟
زړه يې درته مات کړی؟
دوکې يې درسره کړیدي؟
باور يې درته وژلی دی؟
بېوفايي يې درسره کړیده؟
دروغ يې درته ويلي دي؟
غواړې غچ واخلې؟

نو سمه ده تر ټولو غوره غچ"
داسې يې پرېږده لکه تا چې چېرته په ټول عمر کې هم لیدلي نه وي!
خاموشي او لرۍ والی اختیار کړه!
ته دغې نړۍ فقت ددې لپاره نه یې راغلی چې مينه وکړه، او بیا چې ناکامه شې نو یا هم له ځانه ژوندۍ مړۍ جوړ کړه،
او یا هم ځان وژنه وکړه، ته نور هم ډېر مسؤلیتونه لرې.

لومړۍ دې خپل رب درڅخه د خپلې ساه، ښایسته وجود، علم، مال، او د درکړي ژوند په اړه درڅخه پوښتي!
ځواب يې لرې؟
دوهم خپل فامیل بالخصوص مور او پلار ددې پر حق کې څه وايې؟
هغې لپاره هم یو څه کړې او که بس همدغسې يې ددې لپاره رالوی کړی يې چې راشه او بس خپل هغه ښکلۍ او باارزښته وجود دې چې دوی د رب په مهربانۍ او د خپلو وينو، غوښو، او خوالو په تویه ولو سره يې درکړی دی ورته يې داسې بې ځایه او بې ارزښته مصرف کړه؟

دریم هر انسانان چې ستا مینوال دی، ستا په رقم ژوند له خدايه غواړي، ستا په رقم استعداد له خدايه غواړي، ستا پر هر قدم باندې قدم ږدي، او داسې ډېر څه...
هغوی هم پر خپله لاره روانه وې؟

او هغه څوک چې ته یې پرېښودې، او ستا لپاره دومره اړین انسان هم دی چې دې حد ته يې رسولی یې،
نه غواړې هغې ته ځان سابت کړې؟
دا چې هغې ته له لاسه ورکړې هغې نقصان وکړ، ستا په رقم به بل هيڅکله پیدا نکړي،
اما که ته تسلیم شوې نو هم به دې وړاندې ذکر شويو👆🏻 ټولو ته بې ځوابه شې، او هم به هغه ستا ګلابو مولابو درپسې ووايي ښه ده چې مې پرېښودو، نو دې به ماته څه ژوند راکړی وای.

او هو یو څوک بل هم شته هغه چې له تا سره رښتيني مينه لري، د خدای د مینې په رقم، اما تاته يې څه نه دي ویلي،
درته په تمه دی! هغه ولټوه پیدا يې کړه!
درد دې د تسلیمیدو وجه مه جوړوه!
درد دې د لا قوي کیدو وجه جوړه کړه!

"محبت د چا وروستی انتخاب نه دی!
ډېرې نورې لارې شته د ژوند کولو!

نوټ:زما هدف دهغو پوهول، او تر سمې لارې بیول ؤ څوک چې په پدې اوسنۍ بازاري مينه کې ناکام شوي دي او اوس نو لاره ورڅخه ورکه ده...
البته که کومه معنوي او یا هم املايي غلطي راڅخه شوي وي نو ډېره ډېره بښنه راته کوئ!!!🙏🏻

هغه څه دي چې که دې خوراک ورکړ ژوندۍ پاتې کیږي، او که دې اوبه ورکړې مړ کیږي؟                 زهن مو پراخه کړئ او ویې ازما...
06/11/2023

هغه څه دي چې که دې خوراک ورکړ ژوندۍ پاتې کیږي، او که دې اوبه ورکړې مړ کیږي؟

زهن مو پراخه کړئ او ویې ازمايئ!!!

هغه سمندرګی چې هیڅ اوبه نلري چېرته دی؟وہ سمندر جس میں پانی نہیں ہے، کہا ہے؟سمندر که هیچ آب ندارد کجا است؟Where is that O...
06/11/2023

هغه سمندرګی چې هیڅ اوبه نلري چېرته دی؟

وہ سمندر جس میں پانی نہیں ہے، کہا ہے؟

سمندر که هیچ آب ندارد کجا است؟

Where is that Ocean, which has no water?

خپل زهن مو وازمايئ!

2543_786هر سهار آئینې ته ودریږئ او ځان ته دا 5 خبرې وکړئ!1: زه ډېر غوره یم2: زه مې هره هیله پوره کولی شم3: رحمان رب له م...
06/11/2023

2543_786
هر سهار آئینې ته ودریږئ او ځان ته دا 5 خبرې وکړئ!
1: زه ډېر غوره یم
2: زه مې هره هیله پوره کولی شم
3: رحمان رب له ما سره دی
4: که مې له زړه هڅه وکړه زه 100% ګټونکی یم
5: همدا نن زما ورځ ده، همدا نن باید چې پیل وکړم

2543_786پیل به هم يوازې کړې!وړاندې تګ به هم يوازې کړې!دردونه او تکلیفونه به هم په يوازې ځان تېروې!ناکامي به هم پر خپلو ا...
06/11/2023

2543_786
پیل به هم يوازې کړې!
وړاندې تګ به هم يوازې کړې!
دردونه او تکلیفونه به هم په يوازې ځان تېروې!
ناکامي به هم پر خپلو اوږو وړې!
لېکن د کمیابۍ پر وزرو به هم یوازې ته الوتلی شې، او هم به پر نورو د قائناتو سفر کولی شې!
#هڅه #هیلې

04/11/2023

د نورو پر خبرو پسې مه ګرځه!!!
ځان دې د خپل ضمير په آئينه کې وګوره،
له غباره ډک د انسانانو په زهنونو کې یې مه ګوره!
#صادقان

2543_786 خدای جل جلاله فرمايي"تشویشونه کول پرېږده زه به تا هیڅ کله هم ناکامه نه کړم...پر خدای جل جلاله باور ولرئ هیڅکله ...
04/11/2023

2543_786
خدای جل جلاله فرمايي"
تشویشونه کول پرېږده زه به تا هیڅ کله هم ناکامه نه کړم...

پر خدای جل جلاله باور ولرئ هیڅکله هم ځان مه خفه کوئ!!!
څه چې وشول هغه د رب رضا وه،
څه چې کیږي هغه به هم د رب پر رضا کیږي،
تېر نه راګرځیدونکي دي، او راتلونکي ستا پر خوښه نه کیږي،
البته په دعاګانو او پر له پسې هڅو نا ممکن هم ممکن کیږي.

نو ته ولې دومره وارخطا يې؟

ته فقت او فقت خپل غوره کوښښ دې وکړه هم د دین او هم د دنیا په کارونو کې!!!
نور پر خپل رب دې توکل وکړه او هر څه پر هغې پریږده!

ددې نړۍ دې راتلونکي په اړه غور او فکر کول ښه خبره ده، اما دومره هم نا چې د آخرت هغه رښتيني او سخترینه ورځ هم درڅخه له یاده وباسي...
په ياد ولرئ چې ستاسې رب له تاسو غوره پلان جوړؤنکی دی، او ستاسې د سبا پر اړه هغه له تا غوره پلان لري!

ګورئ هیڅ انسان تر هغې ناکامه نه دی تر څو چې د هغه په زړه کې مقدس ایمان موجود واؤسي،
او پر خپل رب او خپل ځان باور ولرئ!

ستا رب درته وايي ته حرکت کړه او زه برکت کړم"

نوټ: د 2023 کال" د څیړنو له مخې د خپګان نښې په ټوله نړۍ کې د شاوخوا 193 ملیون خلکو له اساس څخه (246ملیون) ته وده کړې چې شاوخوا (28٪) ده. د اضطراب اختلالات د (298ملیون) خلکو څخه (374ملیون) اغیزمن شوي چې شاوخوا 25٪ زیاتوالی دی.

Address

Shahrak E Mirwaies 8th District
Kabul

Telephone

+93777025285

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Psychology روان شناسی ارواپوهنه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Psychology روان شناسی ارواپوهنه:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category