
23/12/2022
له یوې لنډمهالې دمې وروسته بېرته راګرځو، تاسو سره زموږ همکاري دوامداره ده
نن د سلامت پروژې دویېمه مرحله په بریالیتوب سره پای ته رسوو. په تېرو ۵ میاشتو کې موږ د دې ویاړ درلود، چې د سلامت د فېسبوک پاڼې له لارې تاسو ته ۶۵ مطالب، ۶ ویډیوګانې او د ټولنیزو رواني ستونزو په اړه دوه ژوندۍ
خپرونې وړاندې کړو.
موږ ویاړو چې په دې موده کې په ټول افغانستان کې دوه میلیونه کسان د فېسبوک له لارې زموږ د مطالبو لیدونکي وو، چې له دې ډلې ۲۰سلنه یې ښځینه وې. ویاړمن یو چې په تېرو ۵ میاشتو کې زموږ ۱۳۴۰ تنه هېوادوال زموږ د ټیلفون د وړیا ټولنیزو رواني مشورو خدمتونو څخه برخمن شوي دي، چې ۳۷سلنه یې ښځې جوړوي.
په پای کې له تاسو ټولو قدرمنو څخه مننه کوو، چې په یاده موده کې موږ سره وئ او د خپلو نېکو نظرونو په څرګندولو سره مو زموږ د خدمتونو په ښه والي کې فعاله ونډه لرله. هیله من یو، چې وکړای شو یو ځل بیا د سلامت پروژې درېیمه مرحله کې ستاسو خدمت ته حاضر شو.