دوکتور وحدت الکوزی

دوکتور وحدت الکوزی A Doctor, Internal pediatric specialist, Master of public health and Director of Sheikh zayed super

روژه: د روح او بدن دواړو علاجروژه یوازې د نه خوړلو او نه څښلو نوم نه دی، بلکې دا د ځان کنټرول، صبر، عبادت او روحاني پاکو...
28/02/2025

روژه: د روح او بدن دواړو علاج

روژه یوازې د نه خوړلو او نه څښلو نوم نه دی، بلکې دا د ځان کنټرول، صبر، عبادت او روحاني پاکوالي یو فرصت دی. دا میاشت موږ ته زده کوي چې څنګه د خپلو نفساني خواهشاتو مخه ونیسو، د صبر لوړې درجې ته ورسیږو او د مسکینانو حال احساس کړو.
په طبعي لحاظ، روژه بدن ته هم ډېرې ګټې لري خو د روژې تر ټولو ستره ګټه د الله ج رضا ده.
راځئ، دا روژه یوازې د لوږې او تندې نه، بلکې د ګناهونو نه د لرېوالي روژه وګرځوو. د دعا، ذکر او نېکو عملونو له لارې خپل روحانیت لا پیاوړی کړو.

#روژه #برکت #صبر #عبادت

12/08/2024
همشهریان محترم کابل!در صورت یافتن مریض عاجل به شماره رایگان ۱۰۲ تماس بگیرید. کابل آمبولانس که با وسایل طبی مجهز است، مری...
20/07/2024

همشهریان محترم کابل!
در صورت یافتن مریض عاجل به شماره رایگان ۱۰۲ تماس بگیرید. کابل آمبولانس که با وسایل طبی مجهز است، مریض شما را از خانه تا شفاخانه به صورت رایگان انتقال می‌دهد.
خدمات آمبولانس کابل در چوکات وزارت صحت عامه، ۲۴ ساعته در خدمت هموطنان عزیز می‌باشد.

ځینې وختونه کوچنیان د خاورې، تباشیر، د چای شمه، پلاستر او نورو موادو خوراک ته چې غذایي ارزش نلري تمایل پیدا کوي چې له ام...
21/01/2024

ځینې وختونه کوچنیان د خاورې، تباشیر، د چای شمه، پلاستر او نورو موادو خوراک ته چې غذایي ارزش نلري تمایل پیدا کوي چې له امله یې کوچنې په اسهالاتو، کمخونۍ، د ګیډې په چینجیو او ځینې تسمماتو مصاب کیدلای شي.
د اسبابو له نظره عصبي او رواني ناروغۍ ، د کوچنیانو سره د والدینو د مینې او شفقت کموالې، د کوچني وهل او تحقیر او ددې ترڅنګ کمخوني او سؤتغذي یی مهم اسباب شمیرل کیږي.
د وقایې او تداوۍ په منظور یې والدینو ته پکار ده چې مینه او خاص شفقت پرې وکړي، تهدید او تحقیر یې نکړي، د خاورې او نورو غیر غذایی موادو یې د امکان ترحده لیرې وساتي او د کمخونۍ د حل په منظور یې له ډاکتر سره مشهوره وکړي.

د کوچنیانو وهل او تحقیر ناوړه پایلې لري!د څیړنو په اساس کوم کوچنیان چې له تاوتریخوالي سره مخامخ وي او بيځایه تحقیر او ټک...
28/12/2023

د کوچنیانو وهل او تحقیر ناوړه پایلې لري!

د څیړنو په اساس کوم کوچنیان چې له تاوتریخوالي سره مخامخ وي او بيځایه تحقیر او ټکول کیږي د ځیرکتیا کچه «IQ» یې تر نورو پنځه په سلو کې کمه وي، همدارنګه د هرې مسلې حل یوازې په خشونت کې ګوري او ورو ورو د منقطي استدلال توان له لاسه ورکوي.
د ارواه پوهنې نظره د ماشومتوب حالت په لویوالي کې د ماشوم په شخصیت اغیزه لري او د ماشوم شخصیت په ماشومتوب کې بڼه خپلوي نو هغه ماشوم چې تل رټل کیږي او یا سپکې سپورې ورته ویل کیږي یا وهل کیږي شخصیت یې ناسمه وده کوي، له ډاره دروغ وايي او ورو ورو ېې دروغ په عادت بدلیږي پر دې سربیره ماشوم له والدینو فاصله پيدا کوي او د دې پر ځاي چې پر والدینو باور وکړي پر نورو باور کوي، چې دغه چاره د انحراف او بې لارۍ لپاره زمینه برابروي.

درس: کوچنیان مه وهئ، د خبرو له لیارې یې سمې لارې ته سوق کړئ، وهل کوچنیانو ته د فزیکي ستونزو ترڅنګ داسې رواني ستونزی پیدا کوي چې د ژوند تر اخره به ورڅخه کړیږي. لکه د ودې خرابوالې، د ذکاوت ښکته والی، د جرآت کموالی او داسې نوری ډیری ستونزی.

محترمو هیوادوالو! ګرانو هیوادوالو خبر ورکول کیږي چې: د جمهوریت ملي تخصصي روغتون د اصلاح او بیارغونې په موخه له ښار څخه پ...
25/10/2023

محترمو هیوادوالو!
ګرانو هیوادوالو خبر ورکول کیږي چې: د جمهوریت ملي تخصصي روغتون د اصلاح او بیارغونې په موخه له ښار څخه په دشت برچي کې د محمد علي جناح روغتون ته انتقال شو.
د یادولو وړ ده چې د سرطان ناروغۍ څانګه د صدري ابن سینا روغتون ته او د عصبي جراحي څانګه د شیخ زاید روغتون ته لیږدول شوې ده.
او پاتې څانګې لکه: عمومي داخله طب، عمومي جراحي، یورولوژي، نیفرولوژي، هیماتولوژي، غوږ او ستوني او داسې نور د محمد علي جناح روغتون ته انتقال شوي او د ګرانو هیوادوالو په خدمت کې دي.

Address

Kabul
1001

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when دوکتور وحدت الکوزی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category