17/05/2022
په ژویو کې یوازې انسان ته د خندا چل ورځي. په اوسنۍ زمانه کې چې د خندا صحي ګټې معلومې شوې دي، خلک په مختلفو طریقو خندلو ته هڅول کېږي. یوه لاره یې دا ښودل شوې ده چې که څه خبره هم نه وي، وخاندئ او په کټ کټ
وخاندئ، ځکه خندا زړه سپکوي، غم غلطوي او ذهن اراموي.