
25/03/2025
ذهني یا رواني ناروغۍ د هاضمې سیستم کوم ډول ګډوډي رامنځته کوي؟
رواني ناروغۍ، لکه خپګان، اضطراب( بې علته ډار او اندیښنه)، او ذهني فشار، د هاضمې په سیستم کې مختلف ډوله ګډوډۍ رامنځته کولی شي. ذهن او هاضمه نږدې اړیکه لري چې دې اړیکې ته "Gut-Brain Axis" ویل کېږي چې رواني ناروغۍ دغه اړیکه خرابوي.
لاندې هغه ګډوډۍ یا ستونزې دي چې رواني ناروغۍ یی په هاضمې سیستم کې رامنځته کوي
1. د معدې درد او تیزابیت: رواني فشار او اضطراب د معدې تیزابو د زیاتوالی سبب کېږي، چې د معدې سوخت او درد رامنځته کوي.
۲: رواني ناروغۍ کولی شي د IBS په نامه ناروغي رامنځته کړي
3. اشتها کې بدلون: رواني ناروغۍ اشتها زیاتوي او یا یی کموي، چې د معدې د ګډوډۍ سبب کېږي.
4. هضم کې ستونزې: رواني فشار د هاضمې انزایمونو تولید اغېزمنوي او د خواړو د پروسس ستونزه پیدا کوي.
5. کولمو د میکروبونو عدم توازن: خپګان او اضطراب د کولمو په میکروبیوم اغېز کوي، چې د هاضمې ګډوډۍ سبب کېږي.
6. قبضیت یا نس ناستی: د ذهني فشار له امله د کولمو حرکت یا ډېر ورو کېږي (قبصیت) یا ډېر تېز (نس ناستی) کېږي.
که رواني ناروغۍ شتون ولري او د هاضمې ګډوډۍ رامنځته شوې وي، ښه ده چې د ډاکټر سره مشوره وشي. همدارنګه، د ذهني فشار کنترول، صحي غذا، او فزیکي فعالیت د دې ستونزو په کمولو کې مرسته کولی شي.