13/02/2024
میرګي ( Epilepsy )څه ډول ناروغي ده ( احتیاط او سپارښتنې)
لېکنه: ډاکټر مجاهد جبران
(فیبروری دولسمه د اپیلیپسي نړیواله ورځ )
میرګي یا اپیلیپسی (Epilepsy) یوه دماغي ستونزه ده چې برقي سیالې په کې د دماغ ځینې برخې متاثره کوي او جټکې منځ ته رواړي.
د میرګيو ناروغي نسبت ددې ډولونو چې د دماغ کومه برخه یې تر تاثیر لاندې راوستې ده مختلف اعراض ورکولای شي، چې ځینې کم او ځینې یې بیا سخت تېریدونکي حالاتونه وي.
میرګي په مازغو کې د عصبي حجرو تر منځ په زیګنالونو کې د ستونزو په نتېجه کې رامنځته کیږي. کله چې د جنټیکي او یا فزیکي تاوانونو له امله مازغه زیانمن شي دغه زیګنالونه مختله کیږي، په بله معنا دغه بريښنایي زیګنالونه د برېښنا په شان له یو بل سره شارټ کیږي په نتیجه کې ېې میرګي رامنځته کیږي. دا چې دغه ستونزه د مازغو په کومه برخه کې وي د مازغو همغه برخه اغیزمنوي او په نتیجه کې همغه دندې مختله کیږي چې همدغه برخه ېې ترسره کوي.
ډولونه
که په یوې وړې برخې کې زېګنالونه مختل شي موضعي یا فوکل حمله رامنځته کیږي که ټول مازغه اغیزمن کړي نو جنرل یا عمومی حمله رامنځته کوي.
په دې ناروغۍ کې په دماغو کې برقي سیالې درهم امیزه کیږي چې د دماغو د مربوطه برخې فعالیت په موقتي ډول متاثره کوي.
میرګي په هر عمر کې واقع کیدای شي، خو ماشومان او له شپیته کلنۍ وروسته عمر کې زیات منځ ته راځي.
که څه هم ددې ناروغۍ علت په واضح ډول مالوم نه دی خو جینیتیکي حالت په کې زیات رول لري او دماغي حملې (سټروک)، دماغي تومورونو، دسر دزخمونو، د ځینو درملو استعمال، الکول څښل، د دماغو د منتن کیدو ناروغیو او دزېږون په وخت دماغو ته دکم اکسیجن د رسیدو له امله پیدا کیدای شي.
دا ناروغان لیونیان یا بې سوره نه وي کولای شي د ژوند عادي فعالیتونه په ښه ډول سره تر سره کړي خو د ځینو فعالیتونو ودرول پرې د میرګیو په ډول پورې اړه لري چې یو مثال یې د ډریورۍ نه کول دي.
پوهیږئ چې ژوند هیڅکله بې خطره نه دی خو مثبت فکر، ځان ساتل او احتیاط د هر انسان مسولیت دی.
شاید په دې ناروغۍ ککړ کسان ولویږي، زخمي شي یا اوبو کې ډوب شي نو ددې تکلیف په اړه ځینې لازمې عامه سپارښتنې او پوهاوی د ناروغ ، د ناروغ د خپلوانو ملګرو او ټولو لپاره ضروری دی.
لکه مخکې مو چې ذکر کړل چې د ناروغۍ خطرونه د مرګیو په ډول او دناروغ کس د ژوند د تېرولو په طرز پورې اړه لري، که تاسو د جټکې په حالت کې دداسې یو چا سره مخامخ شوی مهرباني وکړئ لاندې سپارښتنې عملي کړئ.
۱: په ناروغ د حملې پر وخت کې شور مه جوړوئ ورخطایي مه کوئ او له ناروغ سره پاتې شئ.
۲: (که موجود و) یو نرم بالښت چې ډېر (پنډ) نه وي په ډېر احتیاط دناروغ سر ته کیږدئ، که جامې یې تنګې وي او یانیکټايي او په غاړه کې څادر ولري هغه سسته کړئ.
۳: د جټکې له تېریدو سره سم ناروغ په اړخ واړوئ( که احتمالا خواړه یا مایع یې په خوله کې وي یا له معدې راوتلي وي تر څو بهر ووځي. )
۴: ناروغ ته د پوره ښه کېدو تر وخت پورې ډاډ ورکړئ.
۵: متوجه اوسئ د جټکې وخت قید کړئ او وګورئ چې څو دقیقې یې دوام وکړ.
۶: هیڅکله د ناروغ په خوله کې کوم څه مه اچوئ (اوبه، بوره یا نور .)
۷ :تینګ یې مه نیسئ ، حرکت هم مه ورکوئ خو په هغه صورت کې چې په خطر کې وي.
۸: که ناروغ په ویلچیر یا چوکی کې وې د ویل چیر پښې بندې کړئ بیلټ یې وتړئ او دناروغ سر ونیسئ.
۹: که ناروغ په اوبو کې وي سر یې د اوبو څخه بهر وباسئ او کوشش وکړئ چې ناروغ په ډېر احتیاط چې اوبه یې تېرې نه شي له اوبو (ډنډ) څخه اوباسئ .
په هر صورت که د جټکو له تېرویدو وروسته د ناروغ تنفس سخت او تېز و یا یې تنفس نه شو کولای یا یې د پوزې سر او شونډې شنې شوې وې نو ( سی پي ار) چې یوه (طبی کړنه ده) اجرا کړئ خو پام کوئ چې (سي پي ار) کول په غټانو او ماشو مانو کې فرق کوي.
که نه پوهیدئ په ګاونډ کې له نیږدې روغتیاپال، درملتون، کلینک یا بل هر چا مرسته وغواړئ او د لاندې ذکر شویو حالاتو په موجودیت کې د ناروغ د انتقال (امبولانس) په اړه کړنه تر سره کړئ.
الف: که په (سي پي ار ) نه پوهیدئ.
ب : جټکو تر پنځو دقیقو زیات وخت نیولی وي .
ج : د جټکو تر تېریدو وروسته ناروغ خبرو ته جواب نه شي ورکولی.
د : که د جټکو وروسته یې تنفس تېز یا دریدلای وي.
ه : ناروغ د غورځیدو له امله زخمي شوی وي.
ز : که د ناروغ په روغتیا ډاډمن نه یاست.
د میرګیو د ډولونو له مخې ناروغ ته د فعالیتونو اجرا لکه په حوض یا روانو اوبو کې لمبل یا موټر چلول فرق کوي چې معالج ډاکټر یې ناروغ ته سپارښتنه کوي، ځکه چې ځینې ډولونه یې دومره پټ وي چې یواځې ناروغ پوهیږي چې حمله یې تېره کړه .
د احتیاطي تدابیرو لپاره د ناروغ د حمام (تشناب) دروازه باید ددواړو خواوو څخه د خلاصیدو وړ وي او د خوب کوټه یې له بیرونه کیلي ولري، دبخارۍ خوا کې خوب پر مهال، د اوسیدو په ځای کې د تېرو پنجرو او وسایلو شتون چې ناروغ ته ضرر پیښولای شي.
له داسې ناروغانو سره د درملو د اخستو الارم او بیدار د کورنۍ غړي ورسره د ژوند په ستړې لار کې زیاته مرسته کولای شي.
د میرګیو ناروغان اویا سلنه د درملو په واسطه کنټرول کیدای شي پاتې نور یې دوامدارې درملنې او یا ځینو خاصو عملیاتو ته ضرورت لري چې په اړه یې باید ددې برخې له متخصص ډاکټر سره مشوره وشي.
ستاسو ټولو د اوږد عمر او روغتیا په هیله.
Dr Mujahid Jebran ډاکټر مجاهد جبران
Mujahid Jebran
Mujahid Jebran
لېکنه: ډاکټر مجاهد جبران (فبرورۍ دوولسمه د اپیلیپسي نړیواله ورځ) میرګي یا اپیلیپسی (Epilepsy) یوه دماغي ستونزه ده چې برقي سیالي په کې د دماغ ځینې برخې متاثره کوي او جټکې من...