Dr-shahidullah Amin

Dr-shahidullah Amin MEDICAL INFORMATION � ALL MEDICAL INFORMATION�

25/02/2024
22/02/2024
  infection
25/01/2024

infection

25/01/2024

/G Tube

Lactear
25/01/2024

Lactear

  signs
25/01/2024

signs

01/09/2023

*نبض*
نبض د شریان دننه د وینې جریان څپې دی، چې د کیڼ ویینټریکل د انقباض له امله رامینځته کیږي.

¤ د عمر له مخې د نبض نورمال حد:
عمر. په یوه دقیقه کې شمیره
¤ لوبه له 80 څخه تر 180 پورې
¤ یو کلن. له 80 څخه تر 140 پورې
¤ دوه کلن. له 80 څخه تر 130 پورې
¤ شپږ کلن. له 75 څخه تر 120 پورې
¤ لس کلن. له 70 څخه تر 110 پورې
¤ کهلان له 60 څخه تر 100 پورې

¤ د نبض اندازه کولو ځایونه:
1- عارضي سيمه
2- د ثبات ساحه (د غاړې برخه) یا Carotid
3- د برخی ساحه
4-د ریډیل لاس بند ساحه
۵- فیمورال ساحه
۶- د زنګون شاته ساحه یا Popliteal
7- پوستر تیبیال
۸- Dorsalis p***s
9- اپيکل

¤ هغه عوامل چې د نبض په نرخ اغیزه کوي:
۱- عمر
۲- جنس
۳- فزیکي تمرین
۴- مصالحې
۵- خونریزي
۶- رواني فشارونه
۷- د حالت بدلون

*

27/08/2023

⭕️ د نهه 9 ډوله سیرومانو په هکله پوره اوبشپړ معلومات !

🩺 1 - سیریوم رینګر Ringer :

ترکیب : سودیم کلوراید ، کلسیم کلوراید ، پوتاشیم کلوراید . ایزوتونیک محلول دی .

استعمال : اسهال ، استفراق ، زړه بدوالی ، د مایعاتو د لاسه ورکول ، د پوټاشیم کموالی ، تغذیه .

🔍 اختیاط او پاملرنه : که چېرته د محلول رنګ بدل شوی وه نه استعمالیږي . د سوډیم بای کاربونیت هایپرتونیک محلول اضافه کول ورته منع دي . د 2 څخه 25 سانتی ګرید کې باید وساتل شې .
مستحضرات : 500 - 1000 ML , IV .

🩺 2 - سیریوم رینګر لاکتیت Ringer Lactate :

ترکیب : کلسیم کلوراید ، پوتاشیم کلوراید ، سودیم لاکتیت ، سودیم کلوراید .

استعمال : د مایعاتو کموالی ، مخکې او وروسته د عملیات څخه ، اسهال ، استفراق ، زړه بدوالی ، اسیدوز او سوخته ګۍ ، د ګلوکوز د سویې د لوړوالې له کبله شاک ، کوشنګ سنډروم او د کورتیکوستیراید د ډوز په لوړوالې کې استعمالیږي .

🔍 نه استعمال : لوړ فشار ، پښتورګو ، جګر او د زړه د وظیفو خرابوالی .
مستحضرات : 500 - 1000 ML , IV .

🩺 3 سیریوم نارمل سالاین Normal saline :

ترکیب : سودیم کلوراید 9 % .
استعمال : د زخمونو وینځل او سوختګی ، ټیټ فشار ، خونریزی .
نه استعمال . لوړ فشار .
مستحضرات : 100 - 500 - 1000 ML , IV .

🩺 4 : دکستروز یا ګلوکوز % 5 .
استعمال : د انرژي برابرولو لپاره هغه وخت چې د خولې له لاري خوراک نشې کولی ، هایپرتونیک ډیهایدریشن ، هایپوګلایسیمیا ، ملا درد او لوړ فشار .
مستحضرات : 100 - 500 - 1000 ML , IV .

🩺 5 - د کستروز یا ګلوکوز % 10 .
استعمال : انرژی برابرول ، هایپو ګلایسیمیا ، د پښتورګو عدم کفایه ، د پوتاشیم او انسولین مسمومیت .
مستحضرات : 500 - 1000 ML , IV .

🩺 6 - دکستروز یا ګلوکوز % 20 .
استعمال : هایپوګلایسیمیک شاک ، د اوبو مسمومیت ، عمومی عدم کفایه ، زیړی .
نه استعمال : ټیټ فشار او د اوبو او الکترولایتونو په اختلالاتو کې ځانته نه استعمالیږی .

🩺 7 - دکستروز سالین یا میکس :

ترکیب : دکستروز % 5 + سالین 0.9 % .
استعمال : ډیهایدریشن ، مسمومیت او ګاستروانتریت .
مستحضرات : 500 - 1000 ML , IV .

🩺 8 - دکستران 40 :
ترکیب : دوینې پلازما .
استعمال : د پلازما کموالی ، د خونریزی له امله شاک ، سوختګی او عملیات .
نه استعمال : د سږو عدم کفایه او پښتورګو ناروغان .
مستحضرات : 500 - 1000 ML , IV .

🩺 9 - مانیتول 20 % :
استعمال : ګلوکوما یا د سترګې داخلې فشار ، فشار ، داخل د کوپړۍ فشار ، ادرار راوړونکی .
نه استعمال : ډیهایدریشن ، داخل جمجه خونریزی ، هایپو ویلومیک شاک ، CHF ، هایپوټینشن ، هایپو کلیمیا ، هایپونایتریمیا .

Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr-shahidullah Amin posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share