Dr Madina Tanha Zadran ډاکټره مدينه تنها ځدراڼ

  • Home
  • Dr Madina Tanha Zadran ډاکټره مدينه تنها ځدراڼ

Dr Madina Tanha Zadran  ډاکټره مدينه تنها ځدراڼ ایډیانې باندې باور نشته دغه زما رسمي پاڼه ده دغه لایک ف?
(1)

ځوانکې/ځوانې دانې!ځوانکې، چې د (acne vulgaris) پۀ نوم هم یادېږي د پوستکي اوږد مهاله ناروغي ده او هغه وخت رامنځته کېږي چې...
07/01/2026

ځوانکې/ځوانې دانې!

ځوانکې، چې د (acne vulgaris) پۀ نوم هم یادېږي د پوستکي اوږد مهاله ناروغي ده او هغه وخت رامنځته کېږي چې د وېښتانو فولیکولونه (hair follicles) د پوستکي د غواړو او یا هم د پوستکي د مړو حجرو لخوا مسدود یا بلاک شوي وي.
ځانګړنه یې د تور سر یا سپین سر لرونکې دانې او غوړ پوستکی دی مګر ځینې وخت ټپ هم پکې رامنځته کېدای شي. پۀ بنسټیزه توګه په پوستکي کې، د سینې په پاسنۍ برخه کې، په مخ او په ملا کې د غواړو مرغېړي تولیدېږي. هر کله چې ناروغ په خپل پوستکي ځوانکۍ وګوري نو د لوړې کچې اندېښنه، خپل ځان ته کم احترام، ډېپرېشن او حتی د خودکشۍ کولو فکرونه پکې پیدا کېږي.

تقریبا ۸۰ % د ځوانۍ د دانو لامل/سبب جنټیکي ګڼل شوی. تر اوسه مالومه نۀ ده چې د خواړو رژیم، لمر ته د پوستکي څرګندتیا، د سګرېټو څکول او د نظافت پاملرنه نه کول د ځوانکو د پیدا کېدو لامل ګرځي او که نه. د بلوغ په لومړیو کې په دواړو نر او ښځه کې د ځوانې دانې د هورمون کچه کې لوړوالی رامنځته کوي لکه د (testosterone) جنسي هورمون. په پوستکي باندې د (Propionibacterium acnes) باکتریا پیدا کېدو لامل ګرځي.

درملنه یې:
د درملنې لپاره یې زیاتې طریقې موجودې دي لکه د ژوند کولو په طریقه کې بدلون، درمل او نور طبي بهیرونه. لکه د بورې په څېر ساده کاربوهایډرېټ خواړل ممکن ګټه وکړي. د پوستکي پر مخ کارېدونکي یې (azelaic acid, benzoyl peroxide, and salicylic acid) دي. له دې پرته انټي بیوتیک او ریټینوایډ (retinoids) هم شته چې په پوستکي کارېږي او یا د خولې له لارې خوړل کېږي. خو انتي بیوتیک کارونه ممکن له انتي بیوتیک سره د مکروب مقاومت زیات کړي. په ښځو کې ځینې د اومیدوارۍ د مخنیوي درمل هم د ځوانکو مخنیوی کولی شي. که چرته ځوانکې خورا زیاتې وي نو د (Isotretinoin pills) ګولۍ یې د درملنې لپاره اغېزمنې دي مګر په هغه وخت کې باید ناروغ ته ورکړل شي چې نور درمل یې مخنیوی نۀ شي کولی او یا هم د ځوانۍ دانې یې خورا زېاتې وي ځکه چې دا درمل خورا زیات بد اغېز (side effect) لري.
ځوانې دانې معمولا په کم عمر کې پیدا کېږي خو کم شمېر د زیات عمر کسانو کې هم پیدا کېږي.

زما پاڼه لايک او شېر کــړئ تر سو زما نوى پوسټونه تاسو ته زر ورسېږى....
نورو ملګرو سره شریک کړئ!
یوه غوښتنه:
که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي؛ نو لطفاً کمنټ کې ولیکئ چې، پوره ولوستل شوه.

Cream: Hyderquin Plus                                                یوه درملنه ده چې د پوستکي د توروالی او داغونو له من...
28/12/2025

Cream: Hyderquin Plus یوه درملنه ده چې د پوستکي د توروالی او داغونو له منځه وړلو لپاره کارول کیږي

څــه لپـــاره کـــارېـــږي؟ د مخ تور داغونه د لمر له امله راغلي داغونه میلاسما د حمل یا هورموني بدلونونو له امله توروالی

څنــګه یــــې وکــــاروو؟ شـــپه کـې یو ځل یوازې پر داغ لږ مقدار ووهه پاک او وچ پوست باندې وکاروه د سترګو خولې او پزې شاوخوا مه لګوه د ورځې لمر ضد کریم حتمي وکاروه

مهـــــم ټکـــــي ډېر مه لګوی پوست سوځولی شي د ماشومانو لپاره نه‌دی مناسب که خارښت سوروالی یا خارښت زیات شي استعمال بند کړه

د اوسپنې د کموالي انیمیا (Iron Deficiency Anemia) د نړۍ تر ټولو عامه انیمیا ده---🔍 تعریف (Definition)Iron Deficiency Ane...
27/12/2025

د اوسپنې د کموالي انیمیا (Iron Deficiency Anemia) د نړۍ تر ټولو عامه انیمیا ده

---

🔍 تعریف (Definition)

Iron Deficiency Anemia هغه حالت دی چې په کې د بدن د وینې سره حجرې (RBCs) کمې یا کوچنۍ شي ځکه چې بدن کې د اوسپنې کچه ټیټه وي.
اوسپنه د هیموګلوبین لپاره ضروري ده، او هیموګلوبین هغه پروټین دی چې اکسیجن بدن ته وړي.

---

🧾 نښې نښانې (Symptoms)

د ستړیا احساس (زیات ستړی کېدل)

د رنګ زېړوالی (Pallor – مخ، شونډې، نوکان)

د زړه تېز ضربان (Palpitations)

د ساه لنډي (په لږ کار کولو سره)

سرګیچي یا سر دردي

د نوکانو ماتېدل، نری کېدل (Koilonychia)

ژبه سورېدل یا درد لرل (Glossitis)

د عجیب خوراک خواهش (Pica) – د خاورې، چاڼک، یخ خوړلو میلان

---

🧪 تشخیص (Diagnosis)

تشخیص د لاندې ټسټونو له لارې کېږي:

1. CBC (Complete Blood Count):

Hemoglobin ↓ (کم شوی)

RBCs کوچني (Microcytic) او رنګه کم (Hypochromic)

2. Peripheral Blood Smear:

Microcytic hypochromic cells ښکاري.

3. Serum Ferritin:

د اوسپنې ذخیره ښیي، په Iron Deficiency کې ↓ ټیټه وي.

4. Serum Iron او TIBC:

Serum Iron ↓ ټیټ

TIBC ↑ لوړه (ځکه بدن هڅه کوي چې اوسپنه جذب کړي)

5. Root Cause Investigation:

په ښځو کې: د حیض زیات جریان (Menorrhagia)

په نارینه او زړو کې: د هاضمې وینه بهیدل (GI Bleeding), د کولمو سرطان

د خوړو خراب کیفیت یا Malabsorption

---

🧬 مهمې سببونه (Causes)

د خوراک له لارې د اوسپنې کموالی

د وینې دوامداره ضایع کېدل (حیض، زخمونه، بواسیر، هاضمې ناروغۍ)

د کولمو د جذب ستونزه (Celiac disease, chronic diarrhea)

د اوسپنې زیات ضرورت (حمل، شیدې ورکول، ماشومتوب کې وده)

---

💊 درملنه (Treatment)

1. د اصلي سبب درملنه:

د حیض د زیات جریان درملنه

د هاضمې وینې د بندېدو لامل موندل او حل کول

2. Iron Supplementation:

Oral Iron:

Ferrous sulfate, ferrous gluconate یا ferrous fumarate ټابلیټونه

د ورځې 2-3 ځلې د خوراک وروسته ورکول کېږي

د 3–6 میاشتو لپاره، حتی وروسته له دې چې Hb عادي شي

Side Effects:

قبض، نس ناستې، خېټه درد، تور رنګ مدفوع

Tips:

د شیدو سره مه خورئ (کلسیم جذب کموي)

د Vitamin C سره وخورئ (لکه د مالټې جوس) ترڅو جذب ښه شي

3. IV Iron Therapy:

که Oral iron ونه زغمل شي، یا جذب کې ستونزه وي

4. Blood Transfusion:

یوازې په شدیدې انیمیا کې (Hb < 6–7 g/dl او نښې موجودې وي)

---

🍏 د خوراک سپارښتنې (Dietary Advice)

سور غوښه (لکه ګوشت)، ځیګر، چرګ

شنه پاڼې لرونکي سبزيجات (Spinach, Kale)

دالونه، لوبیا

وچ مېوې (کشمش، بادام، وچ زردالو)

د Vitamin C سرچینې (مالټه، لیمو، کیوي) د اوسپنې جذب ښه کوي

---

🛡️ مخنیوی (Prevention)

په حمل کې منظم د اوسپنې ټابلیټونه

د خوړو په رژیم کې اوسپنه زیاتول

د حیض د ستونزو کنټرول

د هاضمې د وینې د سرچینې ژر تشخیص

پښتورګي څه دي؟پښتورګي دوه د لوبیا په شکل غړي دي چې د ملا دواړو غاړو ته، د شا په لاندنۍ برخه کې موقعیت لري. هر پښتورګی شا...
26/12/2025

پښتورګي څه دي؟

پښتورګي دوه د لوبیا په شکل غړي دي چې د ملا دواړو غاړو ته، د شا په لاندنۍ برخه کې موقعیت لري. هر پښتورګی شاوخوا ۱۰–۱۲ سانتي متره اوږد وي

د پښتورګو اصلي دندې

پښتورګي د بدن د فلټر په شان کار کوي:
• 🩸 وینه پاکوي – فاضله مواد او زهري توکي وباسي
• 🚽 ادرار جوړوي – اضافي اوبه او مالګه خارجوي
• ⚖️ د اوبو او مالګې توازن ساتي
• ❤️ د وینې فشار کنټرولوي
• 🧬 هورمونونه جوړوي چې:
• د وینې سره حجرې زیاتوي (Erythropoietin)
• هډوکي قوي ساتي (د ویټامین D فعالول

پښتورګي څنګه کار کوي؟

هر پښتورګی میلیونونه کوچني فلټرونه لري چې نیفرون نومېږي.
نیفرون:
1. وینه فلټر کوي
2. ګټور مواد بېرته بدن ته ستنوي
3. فاضله مواد د ادرار له لارې خارجوي



د پښتورګو عامې ناروغۍ

ځینې عامې ستونزې دا دي:

1. د پښتورګو تیږې
• د مالګو او معدني موادو د جمع کېدو له امله جوړېږي
• نښې: سخت درد، وینه په ادرار کې، متلی

2. د پښتورګو التهاب (عفونت)
• اکثره د ادراري لارې د مکروب له امله
• نښې: تبه، درد، سوځښت د ادرار پر مهال

3. د پښتورګو کمزوري (Kidney Failure)
• پښتورګي سم کار نه کوي
• ډولونه:
• ناڅاپي (Acute)
• مزمن (Chronic)

4. د شکر او لوړ فشار اغېز
• شکر او لوړ فشار د پښتورګو تر ټولو لوی دښمنان دي



د پښتورګو د خرابېدو نښې

که دا نښې وي، ډاکټر ته مراجعه ضروري ده:
• د پښو، مخ یا سترګو پړسوب
• د ادرار کموالی یا زیاتوالی
• ستړیا او کمزوري
• متلی او کانګې
• د وینې لوړ فشار
• خارښت او د پوستکي وچوالی



څنګه خپل پښتورګي وساتو؟

د مخنیوي لپاره دا کارونه مهم دي:
• 💧 کافي اوبه څښل
• 🍎 متوازن غذا (کم مالګه)
• 🚭 سګرټ نه څکول
• 🧂 د مالګې کم استعمال
• 💊 بې له مشورې دوا مه کاروه
• 🏃‍♂️ فزیکي فعالیت
• 🩺 د شکر او فشار کنټرول



کله ډاکټر ته لاړ شو؟
• که په ادرار کې وینه وي
• شدید درد وي
• دوامداره پړسوب یا ستړیا وي
• شکر یا لوړ فشار لرئ

له پلار سره د تعامل اداب:۱: د هغوی په حضور کې موبایل بې ضرورته نه استعمالول۲: د هغوی خبرو اوریدلو ته خاموش اوسېدل ۳: د ه...
23/12/2025

له پلار سره د تعامل اداب:

۱: د هغوی په حضور کې موبایل بې ضرورته نه استعمالول
۲: د هغوی خبرو اوریدلو ته خاموش اوسېدل
۳: د هغوی نظر پوره اورېدل او منل
۴: د هغوی د خبرو موافق عمل کول
۵: په مجلس کې هغوی ته په عاجزۍ سره کتل
۶: همېشه د هغوی ستاینه کول
۷: د خوشالۍ خبرې ورسره شریکول
۸: هغوی له منفي خبرو څخه نه خبرول
۹: د هغوی دوستان او عزیزان ستایل
۱۰: د هغوی لاسته راوړنې رایادول
۱۱: د هغوی څرګندونې اورېدل که څه هم تکراري وي
۱۲: هغوی ته پخوانۍ دردناکې پیښې نه رایادول
۱۳: د هغوی په مجلس کې بې ځایه خبرې نه کول
۱۴: د هغوی په مجلس کې په درناوي سره کېناستل
۱۵: د هغوی د نظریاتو له تخریب نه ځان ساتل
۱۶: د هغوی خبره نه قطع کول
۱۷: د هغوی د مشرتوب پوره درناوی کول او له ځورولو نه یې ځان ساتل
۱۸: د هغوی په موجوديت کې د هغه لمسیانو ته سزا نه ورکول
۱۹: د هغوی ټول نظرونه او مشورې اوریدل اوعمل پرې کول
۲۰: د هغوی مشري او حاکمیت منل
۲۵: هغوی خپل ویاړ او افتخار ګڼل
۲۶: د هغوی په حضور کې بل چاسره هم نرمي کول
۲۷: داسې کار نه ځان ساتل چې د هغوی د اذیت سبب ګرځي
۲۸: د هغوی لپاره هر وخت دعا کول
۲۹: د هغوی په موجوديت کې خپله ستړیا او تکلیف نه ښکاره کول
۳۰: د هغوی په نیمګړتیا او سهوې پورې خندا نه کول
۳۱:د هغوی له غوښتنې نه مخکې مخکې د هغوی خدمت کول او غوښتنه یې پوره کول
۳۲: تل د هغوی ملاقات کول او هغوی نه په غوصه کول
۳۳: هغوی سره په خبرو اترو کې نرم نرم الفاظ استعمالول
۳۴: هغوی ته په ښو ښو نومونو اواز کول
۳۵: په هر څه او له هر چانه هغوی ته د اولیت حق ورکول

مور او پلار د ځمکې په سر یوه لویه سرمایه ده، هغه وخت هم نژدې دی، چې دا لویه خزانه به په ځمکه کې دفن شي او موږ به د دې لویې سرمایې نه خالي لاس پاتې شو، نو بیا به د خوشالیو دا لوی خوند نه وي..
نو په همدې بناء دغو خبرو ته ژور فکر پکار دی، چې والدینو سره مو تر کومه حده ښه تعامل دی؟
مور او پلار خپل رحمتونه وګڼئ او له هغوی سره په تعامل کې له ډیر احتیاط نه کار واخلئ تر څو مو دنیا او اخرت د دوی په دعاوو ښایسته شي.

> 🥜 *د پستې ګټې:*  🧠 *دماغ او حافظه قوي کوي*  ❤️ *جنسي ځواک زیاتوي*  🍽️ *معده پیاوړې کوي*  🤧 *ټوخی کموي*  💓 *زړه ته سکون...
22/12/2025

> 🥜 *د پستې ګټې:*
🧠 *دماغ او حافظه قوي کوي*
❤️ *جنسي ځواک زیاتوي*
🍽️ *معده پیاوړې کوي*
🤧 *ټوخی کموي*
💓 *زړه ته سکون ورکوي*
🧘 *اعصاب آراموي*
🚽 *اسهال او د وینې اسهال ته ګټه لري*
> معلومات مو خوښه شوه؟ هو ❤ نه 👍
> *⋆⁺👨‍⚕️🌹⋆⁺⋆*

‎د هګۍ زیړ (Egg Yolk) طبی ګټې :‎🩺 هګۍ زیړ څه شی دی : د هګۍ زیړ هغه برخه ده چې د هګۍ په منځ کې وي ، دا برخه د غذایي موادو...
20/12/2025

‎د هګۍ زیړ (Egg Yolk) طبی ګټې :

‎🩺 هګۍ زیړ څه شی دی : د هګۍ زیړ هغه برخه ده چې د هګۍ په منځ کې وي ، دا برخه د غذایي موادو اصلي سرچینه ده او ډېر مهم ویټامینونه ، منرالونه او ګټور غوړ لري .

‎🩺 د هګۍ زیړ دغه مهم غذایي مواد لري :

‎1 : پروټین ( د بدن د جوړښت لپاره ) .
‎2 : ویټامین A ( د سترګو او پوست لپاره ) .
‎3 ;9: ویټامین D ( د هډوکو لپاره ) .
‎4 : ویټامین E ( د پوست او دفاعي سیستم لپاره ) .
‎5 : ویټامین B12 ( د اعصابو او وینې لپاره )
‎6 : اوسپنه ، فاسفورس ، زینک .
‎7 : کولین ( د دماغ د ودې لپاره ډېر مهم دي ) .

‎👶 د ماشومانو لپاره ګټې : د دماغ وده او ذهني قوت زیاتوي . د هډوکو او غاښونو په پیاوړتیا کې مرسته کوي . د وزن او قد په ښه وده کې رول لري . د وینې کمښت ( Anemia ) مخنیوی کوي .
‎📢 یادونه : ماشوم ته باید هګۍ ښه پخه ورکړل شي ، نیمه پخه مه ورکوئ .

‎👨 د نارینه‌وو لپاره ګټې : د عضلاتو ځواک زیاتوي . د جنسي قوت او سپرم کیفیت ښه کوي . ستړیا کموي او انرژي زیاتوي . د زړه لپاره ګټور غذایي غوړ لري .

‎👩 د ښځو لپاره ګټې : د وینې کمښت مخنیوی کوي . د پوست ، ویښتانو او نوکانو ښکلا زیاتوي . د هورمونونو توازن کې مرسته کوي . د حیض پر مهال کمزوري راکموي .

‎🤰 د حامله ښځو لپاره ګټې : د جنین د دماغ او اعصابو په وده کې مهم رول لري . د مور د کمزورۍ مخنیوی کوي . د ویټامین D له امله د ماشوم هډوکي قوي کوي .

‎⚠️ مهم احتیاط : یوازې ښه پخه هګۍ وخورئ . خام یا نیمه پخه هګۍ خطرناکه ده ( د انفکشن امکان لري ) . په اعتدال کې استعمال شي (هفته کې 3 – 4 ځله ) .

‎✅ کوم مریضان هګۍ زیړ خوړلی شي : د کمزورۍ مریضان . د وینې کمښت لرونکي کسان .د اعصابو او دماغ کمزوري چې ولري . ماشومان او زاړه کسان ( په مناسب اندازه ) .

‎❌ کوم کسان باید احتیاط وکړي یا ونه خوري : د کولیسټرول یا ویني غوړ لرونکي مریضان . د زړه شدید مریضان . د هګۍ حساسیت ( Allergy ) لرونکي کسان . د ځیګر ځینې ناروغان ( له ډاکټر سره د مشورې وروسته ) .

‎🟢 د استعمال غوره طریقه :

‎1 : جوش شوې هګۍ ✅
‎2 : د سبزیو سره پخه شوې ✅
‎3 :له غوړو ډېر استعمال مه کوئ ✅

‎🩺 هګۍ زیړ یو ډېر قیمتي او پوره غذایي نعمت دی ، که په مناسب مقدار او سمه طریقه استعمال شي ، د ماشوم ، نارینه ، ښځې او حامله ښځې لپاره ډېرې ګټې لري . خو د ځینو ناروغیو په صورت کې باید احتیاط وشي .

‎📚 موضوع / معلومات چې مو ولوستل هیله ده دا پوسټ خپلو ټولو ملګرو سره نشر Share کئ .

18/12/2025

د ھغي ورځي لپارہ باید تیاري وکړو
، په کومه ورځ چې به مو د ژبي
پر ځاي اندامونه خبري کوي .

( قیامت )

د وزن کمولو ۱۵ اسانې لارې: اضافي وزن لرل اوس په نړۍ کې یوه عامه روغتیايي ستونزه ده. اضافي وزن انسان په ډیرو مهلکو ناروغی...
16/12/2025

د وزن کمولو ۱۵ اسانې لارې
: اضافي وزن لرل اوس په نړۍ کې یوه عامه روغتیايي ستونزه ده. اضافي وزن انسان په ډیرو مهلکو ناروغیو اخته کوي.
انسان کولی شي خپل د ژوند په طریقه او خوړو کې ځینې بدلونونو راوستلو سره اضافي وزن له لاسه ورکړي او د زیات شمیر مهلکو ناروغیو لکه شکر، زړه، ځیګر او داسې نورو مخه ونیسي.
دلته مو له ځینو هغو لارو سره چې د اضافي وزن د کمیدو لامل ګرځي اشنا کوو:
۱- ځان د اوبو له کموالي څخه وژغورئ.
۲- هندواڼه وخورئ.
۳- لږ غوړ لروونکی شیدې وڅښئ.
۴- ویټامین ډي (Vitamin D) لروونکي خواړه خپل ورځنی خواړه کې اضافه کړئ.
۵- هغه خواړه چې زیاته اندازه اوسپنه (Iron) لري باید زیات وخوړل شي.
۶- د فایبر (Fiber) لروونکو خوړو په مرسته اضافي وزن په خلاف مبارزه وکړئ.
۷- کافي (Coffee) یا شین چای وڅښئ.
۸- د سهار چای هیڅکله مه هیروئ.
۹- خپلو خوړو کې مساله اضافه کړئ.
۱۰- یخې اوبه وڅښئ.
۱۱- ډیر مه کینئ او فعاله ژوند اختیار کړئ.
۱۲- په ورځنی ډول ځانګړې اندازه ورزش خپل عادت وګرځوئ.
۱۳- پروټین لروونکي خواړه زیات وخورئ.
۱۴- د شپې لخوا پر وخت ویده شئ.
۱۵- ځان له ډیرې سختې ولوږې څخه لرې وساتئ

 #دتنباکو   څکولو زیانونه...1.د زړه حمله منځ ته راوړی.2.د وینی فشار لوړوی.3.د نفس تنگی ناروغی پیدا کیږی.4.د سږو د سرطان ...
16/12/2025

#دتنباکو څکولو زیانونه...
1.د زړه حمله منځ ته راوړی.
2.د وینی فشار لوړوی.
3.د نفس تنگی ناروغی پیدا کیږی.
4.د سږو د سرطان سبب کیژی.
5.په دماغ کی د رگونو د شکیدو سبب کیږی (سی.وی.ای)
6.په نارینه و کی دی جنسی کمزوری سبب کیږی.
7.هډوکی ضعیفه کوی.
8.په مخ کی د وخته مخکی گونجی پیدا کوی.

حیض او د ملا دردونهپه میرمنو کې دملا د دردونو علتونه ښليي  دنارینه وو په پرتله لږ توپير وکړي خو په ټول کې دغه دردونه او ...
14/12/2025

حیض او د ملا دردونه

په میرمنو کې دملا د دردونو علتونه ښليي دنارینه وو په پرتله لږ توپير وکړي خو په ټول کې دغه دردونه او علتونه ېې یو شان وي په دې معنې چې دمیاشتني عادت په وخت په ځینې میرمنو کې د نس ، او ملا دردونه پیدا کیږي چې په دې هلکه به وروسته خبرې وکړو خو اوس دملا دردونه :

اکثره خلک په تیره میرمنې کله ناکله په ملا کې دردونه احساسوي دغه دردونه ممکنه ده د لنډې مودې لپاره وي اوبیرته ښه شي خو ځینې وخت دیوې ناروغۍ او ستونزې نښه هم ګڼل کیداي شي خو په ټول کې موږ کله چې ماشوم پورته کوو او یا یو کارټن او وزن پورته کوو دملادرد پيدا کوو اویا له ډیر کاره وروسته ممکنه ده دملا دردونه پيدا کړو خو ډیر ځله ورته توجه نه کوو ا و ښايي دغه دردونه سخت شي او موږ په کور کینوي زیاتره افغانان دناستي او ولاړې په وخت او یا د وزن دپورته کولو په وخت مناسب حالت نه غوره کوو کله چې یو وزن پورته کوو ددې په ځاي چې زنګونونه قات کړو په ملا کړوپیږو دغه چاره ددې سبب کیږي چې دملا په مریو او عضلو فشار زیات راشي او درد احساس کړو ناسمه ناسته او په ناسمه توګه دشیانو پورته کول ښايي په لنډه موده کې ستونزه پیښه نه کړي خو دغمر په زیاتیدا سره دملا ستونزې پيدا کولاي شي کله چې په عضلو فشار راځي دملا دردونه پيدا کوي دملا درد تل دمریو له امله نه وي خو هغه کسان چې دملا مذبوتې عضلې لري دهغو پرمریو لږ فشار راځي او په دې ډول لږ درد احساسوي که مو په ایکسرې او سي ټي سکن کې بله ستونزه پيدا نه شوه ممکنه ده دملا عضلې مو کمزورې وي او دغه چاره ددې سبب کیږي چې په ملا کې درد احساس کړئ .

کله چې عضلې کمزوري وي دفشار په وخت ددې لپاره چې مرۍ ډیر فشار زغمي او دغه چاره ددې سبب کیږي چې درد پيدا کړي .

په هرصورت که درد دوامداره وي او په بروفن او التهاب ضد درملو سره ېې علاج نه کیږي باید ډاکټر ته ورشئ او اصلي علت ېې پيدا کړئ .

خو لکه چې مخکې وویل شول ځینې میندې او خویندې دمیاشتنی عادت په وخت دملا د درد شکایت کوي شته داسې میندې چې دملا پر درد سربیره دمیاشتي عادت په وخت دنس درد دسر درد ، او حتي تبه او اسهال ولري خو دغه دردونه دوامداره نه دي او له مریضي یوه یا دوه ورځې مخکې پيلیږي دغه دردونه په مسکنودرملو سره ورک کیداي شي .

دا په دې معني نه ده چې دغه میرمنې کومه خاصه ناروغي لري

کله چې جنين له رحم څخه د باندې د تخمدان او رحم تر منځ په نل يا پايپ کې ځای پر ځای شي له هغه څخه ماشوم نه جوړيږي او بايد ...
13/12/2025

کله چې جنين له رحم څخه د باندې د تخمدان او رحم تر منځ په نل يا پايپ کې ځای پر ځای شي له هغه څخه ماشوم نه جوړيږي او بايد لېري شي. که لېري نشي له يو څه غټېدلو سره کېدی شي دغه نل يا پايپ وشلېږي او که په بېړه يې علاج و نشي کېدی شي د مور د مرګ باعث شي.
په هرو ۹۰ امېندوارو ښځو کې دغه حالت نېږدې يوې ښځې ته د حمل له ۴-۱۳ اونېو په منځ کې پېدا کېدلی شي او په طب کې ورته اِکټاپيک پرېګننسي يا حمل وايې.

نښې نښانې (که نل يا پايپ نه وي شلېدلی):
- د نس په کښتنۍ برخه يو طرف کې دوامداره درد.
- مياشتنی عادت د حمل له وجهې بند شوی وي خو د ناروغ يوڅه وينه او يا نسواري اوبه راځي.
- د اوږې کښتنۍ برخه يا د ولي هډ په څنډه کې درد.
- د تشو او ډکو متيازو کولو په وخت کې درد.

نښې نښانې (که نل يا پايپ و شلېږي):
- د نس يودم شديد درد.
- د ناروغ سر چرخېږي او ضعف کوي.
- کانګې وهي او استفراق کوي.
- رنګ يې الوتی وي او حامله ښځه خړه پړه ښکاريږي.
پدغه حالت کې امېندواره ښځه تر روغتونه په بېړه و رسوئ.

Address


2501

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Madina Tanha Zadran ډاکټره مدينه تنها ځدراڼ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

  • Want your practice to be the top-listed Clinic?

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram