
27/06/2025
Hydrocephalus
یو طبي حالت دی چې پکې د مغز په دننه کې د CSF (Cerebrospinal Fluid) یا دماغي مایع غیرطبیعي ډول جمع کېږي، چې دا د مغز په حجرو (ventricles) کې فشار زیاتوي.
تعریف:
هایډروسیفالس Hydrocephalus یو حالت دی چې پکې د دماغي مایع توازن خراب شي یا زیات تولیدېږي، یا نه جذبېږي، یا یې جریان بندېږي چې د مغز دننه فشار لوړوي.
علایم / اعراض:
په ماشومانو کې:
- د سر غیرعادي غټوالی
- د سر رګونه ښکاره کېدل
- شخ سر، ژړا، بې خوبي
- د سترګو ښکته تلل (sunsetting eyes)
- شاته پاتې پرمختګ
په لویانو کې:
- سر درد
- زړه بدوالی/استفراغ
- لید کمزوري
- رواني اختلالات
- توازن له منځه تلل
- پیشاب کنټرول له منځه تګ
لاملونه:
- موروثي عیوب
- تومورونه
- دماغي التهاب (Meningitis)
- سر ټپ
- Subarachnoid hemorrhage
تشخیص:
-CT Scan یا MRI
-Ultrasound (په ماشومانو کې)
- Lumbar puncture(د فشار معلومولو لپاره)
تداوي:
1.Shunt Surgery: تر ټولو عامه طریقه ده، پکې یو پایپ له مغز نه مایع بهر ته باسي.
2.Endoscopic Third Ventriculostomy (ETV):
په مغز کې یو نوی لاره جوړیږي چې مایع جریان پیدا کړي.
3. د علت مطابق درملنه (لکه التهاب یا تومور لرې کول)
مهمه یادونه: Hydrocephalus یو جدي حالت دی، او ژر تشخیص او درملنه د دماغ دایمي زیان مخه نیسي.