Dr Abdul Raziq Hakeemyar ډاکټر عبدالرازق حکیم یار

Dr Abdul Raziq Hakeemyar ډاکټر عبدالرازق حکیم یار Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr Abdul Raziq Hakeemyar ډاکټر عبدالرازق حکیم یار, Medical and health, Kabul.

05/07/2025
ډېر زیات مور او پلار خپلو ماشومانو ته د خوب پر وخت د شیدو بوتل ورکوي تر څو ښه ویده شي. که څه هم دا یو بې‌ضرره کار ښکاري،...
05/07/2025

ډېر زیات مور او پلار خپلو ماشومانو ته د خوب پر وخت د شیدو بوتل ورکوي تر څو ښه ویده شي. که څه هم دا یو بې‌ضرره کار ښکاري، خو په پټه سره د ماشومانو غاښونو ته زیان رسوي. کله چې ماشوم له شیدو سره په خوله کې ویده شي، نو د شیدو طبیعي خوږوالی د اوږدې مودې لپاره په غاښونو پاتې کېږي. د خوب پر مهال د خولې لعاب (saliva) کمیږي، چې له امله یې خوله نشي کولی دغه شکري پاکې کړي.

دا حالت د بکتریاوو د ودې لپاره یو مناسب چاپېریال رامنځته کوي. بکتریاوې له دغو شکرو تغذیه کوي او داسې اسید تولیدوي چې د غاښونو خارجي طبقه (enamel) زیانمنوي. په پایله کې، دا کار د غاښونو د وخت څخه مخکې خرابېدو (decay) لامل ګرځي — په ځانګړي ډول د برنو مخکنیو غاښونو کې — حتی که ماشوم ډېر کوچنی وي او یا یوازې د شېدو غاښونه ولري.

دغه ډول خرابوالی ته د "د شیدو بوتل د غاښونو خرابي" یا Nursing Bottle Caries ویل کېږي. دا ستونزه درد، انتان (infection)، او آن د وینا یا خوړلو ستونزې هم رامنځته کولی شي. له همدې امله مهمه ده چې خپل ماشوم د شیدو بوتل سره ویده نه کړئ، او د خوب نه مخکې یې غاښونه یا لثې پاکې کړئ، حتی که یوازې څو غاښونه هم ولري. مخنیوی له وخت وړاندې کول د هغوی د تلپاتې خوښ ښکارېدونکي موسکا تضمینوي.

هره ورځ ګاز لرونکي مشروبات څښل تاسي خپل ځیگر وژنئ!!او ګڼو ځورونکو او وژونکو ناروغيو لامل تاسی خپله یاستئ..ځیگر د بدن د ف...
14/06/2025

هره ورځ ګاز لرونکي مشروبات څښل تاسي خپل ځیگر وژنئ!!
او ګڼو ځورونکو او وژونکو ناروغيو لامل تاسی خپله یاستئ..
ځیگر د بدن د فلټر کولو لومړنی غړی دی ...
خو کله چې ډېر بوره او نور مواد ګاز لرونکو مشروبات بدن ته ننوځي،
نو ځیگر ته زیان رسوي او پکې غوړي جمع کېږي👇

1️⃣ ډېر بوره لري، غوړ د ځیگر پر شاوخوا راټولیږي، ځيګر غوړیږي
2️⃣ د انسولین حساسیت کموي » د شکر ناروغۍ خطر زیاتوي
3️⃣ موادو ساتلو کیمیاوي مواد او رنګونه لري » په ځیگر بوج زیاتوي

⚠️ غوړ‌ لرونکی ځیگر یوه غلی وژونکې ناروغي ده، په پیل کې هیڅ نښې نه لري.. خو وخت سره ممکن د ځیگر سيروزي یا ناکامۍ ته ورسي،
الله دې ټول وساتي ...

– د ګاز لرونکو مشروباتو پر ځای ډيري اوبهڅښی
– 🍋 لېمو لرونکې شرست – 🫖 شین چای
– مصنوعي بوره کمه کړئ
– پاک، طبیعي خواړه وخورئ چې ځیگر ته ګټه رسوي
(لکه چغندر، زعفران/هېل/ turmeric، او هوږه)

مهم پيغام کورني او ملګرو سره شریک کړئ
کاپی 🛐

که د شکر له اوچتوالی کړیږئ؛  دغه خواړه مه هیروئپه نړۍ کې اوس شکر د یوې عامې ناروغۍ په توګه پیژندل کیږي او په میلیونونه ک...
14/06/2025

که د شکر له اوچتوالی کړیږئ؛
دغه خواړه مه هیروئ

په نړۍ کې اوس شکر د یوې عامې ناروغۍ په توګه پیژندل کیږي او په میلیونونه کسان په دغه ناروغۍ اخته دي.

په دې وروستیو کې امریکايي روغتیايي څیړونکو ثابته کړې چې ډیر داسې طبیعي خواړه شتون لري کوم چې کولی شي په وینه کې د شکر اندازه کنټرول کړي. د شکر ناروغان کولی شي په کم لګښت او طبیعي طریقې سره خپل شکر کنټرول کړي.

په امریکا کې شوې دغې څیړنې پر بنسټ د شکر ناروغان کولی شي خپل ورځنۍ خواړه کې لږ مثبت بدلون راوستلو سره خپل د وینې شکر کنټرول کړي. که غواړئ د خوړو په انتخاب کې ازاد اوسئ او روغ ژوند ولرئ نو لاندې خواړه خپل ورځنۍ ژوند کې مه هیروئ.

۱- فایبر (Fiber) لروونکي خواړه: دغه خواړه په وینه کې د ګلوکوز جذبولو عملیه بطي کوي. په ورځنۍ ډول د سابه او ناک استعمال د شکر ناروغانو لپاره ډیر زیات ګټور دی. فایبر یو ډول ګټور مواد دی چې ډیرو ناروغیو لپاره غوره اوطبیعي درمل ګڼل کیږي او په ځینې خواړه لکه جوار، سپینه لوبیا، توره لوبیا، سره لوبیا، نخود، اووکادو (Avocado) نومې میوه، مټر او ځینو نورو کې په زیاته اندازه شتون لري.

۲- کرومیم (Chromium) نومې فلزي عنصر: دغه عنصر په ځینې خواړه لکه باراکولي، پنیر (پوڅه)، شنه لوبیا یا مټر کې په زیاته اندازه پیدا کیږي. د دغو خوړو استعمال په وینه کې د ګلوکوز اندازه نورماله ساتي. په پورتنیو خوړو کې باراکولي د کرومیم تر ټولو غوره او ستره منبع ده.

۳- کبان: په کبانو کې شته اومیګا ۳ (Omega-3) نومې مواد په وینه کې د ګلوکوز اثر له منځه وړي او په دې ډول د وینې د شکر اندازه نورماله ساتلو کې مرسته کوي. مننه
د نورو معلوماتو لپار زمونږ پاڼه فالو او لایک کړي

د ماشومانو د شیدو غاښو د ساتنې طریقه:د ماشومانو د شیدو غاښو خرابېدو اصلي لامل د خولې باکتریاوې دي چې تیزاب تولیدوي. دا ب...
21/05/2025

د ماشومانو د شیدو غاښو د ساتنې طریقه:

د ماشومانو د شیدو غاښو خرابېدو اصلي لامل د خولې باکتریاوې دي چې تیزاب تولیدوي.
دا باکتریاوې زیاتره وخت له مور، پلار یا نورو لویانو څخه د ماشوم خولې ته انتقالېږي، او دا انتقال هغه وخت هم ممکن وي کله چې د ماشوم غاښونه لا نه وي راوتلي. نو ځکه، دا ډېر مهم دي چې ځینې عادتونه ونه شي، لکه: خپل کارېدلی چمچ ماشوم ته نه ورکول، د ماشوم چوسنی یا فیډر د خپل خولې له لارې پاکول، یا د ماشوم د خوړو تودوخه په خپله ژبه معلومول. دا عادتونه کمولای شي چې د باکتریاوو د انتقال مخه ونیسي.

د غاښو له راوتو مخکې باید هره ورځ د نرم او لمدې ټوکرې په واسطه د ماشوم اورۍ پاکې شي.
کله چې د ماشوم لومړی غاښ راوځي، باید هره ورځ د نرم برش او د ماشومانو لپاره ځانګړي فلورایډ لرونکي غاښونو کریم (ټوته‌پېسټ) سره یې غاښونه برش شي.
ماشوم ته په دوامداره توګه د شیدو یا خوږ جوس بوتل ورکول، په ځانګړې توګه د خوب پر مهال، د غاښو لپاره زیان لري.
له شپږو میاشتو وروسته که جوس ورکول کېږي، نو باید یوازې څلور اونس ورکړل شي او نیمایي ته یې اوبه ور ګډې شي. تر یو کال مخکې د ماشوم خواړو ته بوره یا نور خوږ شیان مه ور اضافه کوئ، ځکه دا هم د غاښو د خرابېدو سبب ګرځي.

د چاکلیټو، کینډیو او نورو خوږو شیانو څخه ځان ساتل هم اړین دي.
همداراز، ماشوم ته د ۷ څخه تر ۸ میاشتو پورې باید د "سیپي کپ"مخصوص کپونه دی له لارې څښلو عادت ورکړل شي، او د ۱۵ تر ۱۶ میاشتو پورې باید له عام جام څخه څښلو ته واړول شي، تر څو د بوتل عادت پرېږدي. که د ماشوم په غاښونو سپین داغونه ښکاره شي، نو ژر تر ژره د ماشومانو د غاښونو متخصص (پیډیاټریک ډینټسټ) ته مراجعه وکړئ، ځکه دا د غاښونو د خرابېدو لومړنۍ نښه کېدای شي.

په دغو کوچنیو احتیاطونو سره کولای شئ د خپل ماشوم د شیدو غاښونه روغ او سالم وساتئ.

مطلب ولولی او خپلو کورونو کي او نورو ته سپارښتنې په ډول ورسوي
پاڼه لایک ،فالو او نشر یی کړي

څېړنه : له پوستکي پرته د مڼې خوړل بې ګټې ديد مڼې (سیب) خوړلو دارزښت په اړه به موکله  اوریدلې وي چې :مطلب یې دي چې که روز...
17/05/2025

څېړنه : له پوستکي پرته د مڼې خوړل بې ګټې دي

د مڼې (سیب) خوړلو دارزښت په اړه به موکله اوریدلې وي چې :

مطلب یې دي چې که روزانه یوه مڼه وخورې ، ډاکټر ته به اړ نشې .

د مڼو (سیبانو) خوړل که له یوې خوا دانساني صحت دپیاوړې کولو لپاره اړین بلل شوی له بلې خوا ساینس پوهانو دا ځل په خپلو نویو څیړنو کې جوته کړې چې له پوستکې پرته دسیب خوړل هیڅ ډول صحي ګټه نه لري .

امریکايي څیړونکي (Christopher Adams) په خپلې وروستۍ څېړنې کې دا خبره په ډاګه کړې چې د سیب په پوستکې کې موجود اجزاء او مواد د روغتیا ساتنې لپاره ډیر لازمي دي ،له همدې امله مڼه باید همیشه له پوستکي سره وخوړل شي .

په څېړنه کې ویل شوې چې د مڼې په پوستکي کې (ارسالیک ) نومې ماده په وینه کې دموجودې وازګې او بورې داندازې د کمولو سره سره عضلاتو او اندامونو ته قوت ورکوي . دڅېړنې له مخې د زیات عمر درلودنکو کسانو لپاره د مڼې پوستکي ډیر مهم بلل شوی چې له امله یې د عضلاتو دکمزوري او هډونو د ماتېدو خطر له منځه ځي .


👈نوټ: -ـ-
( فالو ) ( Follow )
لائیک Like او شېر کړئ.. مننه

په غوښه کی د پیچکارۍ لږولو زیانونه ,:-يو ناسم عضلي (IM) ستنه  جدي حالتونو کې فالج يا عصبي زيان سبب کيدلي شي !!۱. د عصبي ...
07/05/2025

په غوښه کی د پیچکارۍ لږولو زیانونه ,:-

يو ناسم عضلي (IM) ستنه جدي حالتونو کې فالج يا عصبي زيان سبب کيدلي شي !!

۱. د عصبي زخم
که ستنه د يو مهم عصاب سره نږدې يا پخپله پر عصاب ولګي، لکه:
د کوناټي (Gluteal) سيمې کې Sciatic عصاب
د اوږې (Deltoid) سيمه کې Radial عصاب
د ورون (Thigh) سيمه کې Femoral يا Lateral Femoral Cutaneous عصاب 👇🏻
چي د ناڅاپي تيز درد، کمزوري، بې‌حسي، يا حتی اوږدمهاله فالج به رامنځته شي.

۲. د ستني د ځای ناسمه ټاکنه
که ستنه په غلط ځای کې وشي (لکه د کوناټي سيمې داخلي برخه پر ځای د خارجي برخه)، د عصاب د وهلو خطر زياتېږي.

۳. ناسمه طريقه
خرابه طريقه کولی شي
د ژورو نسجونو زيان
د عصابو بندېدل
د هډوکو يا وينو رګونو سره نزدې ستنې کول

۴. د دوايي زهريت
ځينې دواوې که د عصابو سره تماس وکړي، خطرناک دي، لکه:
ځينې انټي‌بايوټيکونه (لکه Penicillin G)
که د عصابو سره نږدې تزريق شي، کولی شي التهاب، د عصابو د پوښ له‌منځ‌تلل، کيداي شي همغه طرف فلج منځ ته راشي »

*ډاګټر وحـــدت* عضلي (IM) ستنه جدي حالتونو کې فالج يا عصبي زيان سبب کيدلي شي !!

۱. د عصبي زخم
که ستنه د يو مهم عصاب سره نږدې يا پخپله پر عصاب ولګي، لکه:
د کوناټي (Gluteal) سيمې کې Sciatic عصاب
د اوږې (Deltoid) سيمه کې Radial عصاب
د ورون (Thigh) سيمه کې Femoral يا Lateral Femoral Cutaneous عصاب 👇🏻
چي د ناڅاپي تيز درد، کمزوري، بې‌حسي، يا حتی اوږدمهاله فالج به رامنځته شي.

۲. د ستني د ځای ناسمه ټاکنه
که ستنه په غلط ځای کې وشي (لکه د کوناټي سيمې داخلي برخه پر ځای د خارجي برخه)، د عصاب د وهلو خطر زياتېږي.

۳. ناسمه طريقه
خرابه طريقه کولی شي
د ژورو نسجونو زيان
د عصابو بندېدل
د هډوکو يا وينو رګونو سره نزدې ستنې کول

۴. د دوايي زهريت
ځينې دواوې که د عصابو سره تماس وکړي، خطرناک دي، لکه:
ځينې انټي‌بايوټيکونه (لکه Penicillin G)
که د عصابو سره نږدې تزريق شي، کولی شي التهاب، د عصابو د پوښ له‌منځ‌تلل، کيداي شي همغه طرف فلج منځ ته راشي »

*کاپي

ګرانو ضرور یی ولولی او زړه پوری معلومات ولې د ماشوم سر او تندی ګرم وي، خو لاسونه او پښې یخې وي؟زیاتره وخت میندې او پلرون...
28/01/2025

ګرانو ضرور یی ولولی او زړه پوری معلومات

ولې د ماشوم سر او تندی ګرم وي، خو لاسونه او پښې یخې وي؟

زیاتره وخت میندې او پلرونه اندیښمن وي چې د دوی د ماشوم سر او تندی ګرم دي، خو لاسونه او پښې یخې وي، او کله چې د تودوخې درجه د ترمامیټر په وسیله اندازه شي، نو عادي وي. دا څه معنی لري؟

د دې وضاحت:

د ماشوم دماغ په چټکۍ سره وده کوي. د زېږېدو پر مهال د سر اوسط اندازه شاوخوا ۳۵ سانتي‌متره وي، چې د یو کال په عمر کې ۴۷ سانتي‌متره ته رسېږي او د دوو کلونو په عمر کې ۴۹ سانتي‌متره ته لوړېږي. د ژوند په اوږدو کې بیا یوازې ۵ سانتي‌متره نور وده کوي. نو، د ژوند لومړني درې تر پنځه کاله د سر او دماغ د چټکې ودې کلونه دي.

د ودې چټکتیا د میټابولیزم زیاتوالي ته اړتیا لري، او د میټابولیزم زیاتوالی د حرارت د لوړوالي سبب ګرځي.

ولې سر ګرم وي او لاسونه/پښې یخې وي؟

د بدن مرکزي نقطه زړۀ دی، او د بدن مرکزي برخې زیاتې ګرمې وي. خو لاسونه او پښې د زړۀ نه لېرې دي، نو کله چې وینه د زړه نه د بدن لرې برخو ته روانه وي، د مختلفو پروسو له لارې یې تودوخه کمه شي، لکه:

خوله
د بدن سره تماس لرونکې جامې او شیان
د هوا درجه
له دې امله، د سر وینه نسبتاً ګرمه وي، خو لاسونه او پښې نسبتاً یخې وي.
څه باید وشي؟
که تاسو ته داسې ښکاري چې ماشوم ګرم دی، نو د ترمامیټر په وسیله د بدن تودوخه اندازه کړئ. که چیرې دا ۹۹ فارنهایټ (۳۷.۲ سیلسیس) یا تر دې کمه وي، نو اندېښنه مه کوئ، دا عادي خبره ده.

دا معلومات له نورو والدینو سره هم شریک کړئ.
جزاک‌الله!

ډاکټر عبدالرازق حکيم يار,DcH MCPS,)
د ماشومانو متخصص

26/01/2025

قدرمنو !
زه کوشش کوم چی طبی معلومات تاسو د تاسو په ژبه وړاندی کړم
او دطبې لغاتو ډډه کوم

25/01/2025

ولې کولیسټرول لوړیږي؟
او د هغه غذایي او هومیوپیتیک درملنه
د لوړې کولیسټرول لاملونه:-
داسې خوراکونه چې پکې کولیسټرول، مشبوع غوړ (Saturated Fat)، او ترانس غوړ (Trans Fat) ډېر وي، کولی شي ستاسو د لوړې کولیسټرول خطر زیات کړي.
همدارنګه، د ژوند طریقه، لکه د فزیکي فعالیت نشتوالی او سګرټ څښل هم پر کولیسټرول اغېز کوي.
نورې روغتیایي ستونزې، لکه شکر (Diabetes) او د تایرایډ هورمون ټیټوالی (Hypothyroidism)، هم د لوړې کولیسټرول او اړوندو ستونزو خطر زیاتوي.
د لوړې کولیسټرول نښې:
په ډېرو مواردو کې، لوړه کولیسټرول یوه "خاموشه" ستونزه ده، یعنې کوم واضحې نښې نه لري.
اکثره خلک نه پوهېږي چې د دوی کولیسټرول لوړ دی تر څو چې جدي روغتیایي ستونزې، لکه د زړه حمله (Heart Attack) یا فالج (Stroke) رامنځته نشي.
له همدې امله، د کولیسټرول منظم معاینه کول ډېر مهم دي.
که ستاسو عمر ۲۰ کاله یا ډېر وي، نو خپل ډاکټر څخه پوښتنه وکړئ چې آیا تاسو ته د کولیسټرول معاینه کول اړین دي کنه.
د لوړې کولیسټرول تشخیص:
ډاکټران د وینې د ازموینې (Fasting Lipid Profile) له لارې ستاسو د کولیسټرول کچه معلوموي. د دې ازموینې لپاره، تاسو باید لږ تر لږه ۱۰ ساعته مخکې له خوراک او څښاک څخه ډډه وکړئ، خو اوبه یا ساده چای بې له شیدو او بوره څښلی شئ.
هغه عوامل چې د کولیسټرول لوړېدو سبب ګرځي:-
د عمر، جنسیت، او نژاد پرته هر څوک د لوړې کولیسټرول له خطر سره مخ کېدای شي. که تاسو لاندې شرایط لرئ، نو دا خطر درته زیات دی:
اضافي وزن یا چاغښت
غیر صحي خوراکي رژیم
د منظم ورزش نشتوالی
سګرټ څښل یا د تنباکو استعمال
په کورنۍ کې د لوړې کولیسټرول سابقه
نورې ناروغۍ لکه شکر، د پښتورګو ناروغي، یا د تایرایډ ستونزې
د لوړې کولیسټرول له امله پیدا کېدونکې پیچلتیاوې:
که چیرې درملنه ونه‌شي، نو د کولیسټرول زیاتوالی ستاسو د رګونو دیوالونو ته چپکېږي او شریانونه تنګوي، چې دې حالت ته ایتروسکلروسیس (Atherosclerosis) وایي.
دا یوه جدي روغتیایي ستونزه ده، چې د وینې جریان محدودوي او د وینې د ټوټه کېدو (Clotting) خطر زیاتوي. د دې ستونزې له امله لاندې جدي روغتیایي ستونزې رامنځته کېدای شي:
فالج (Stroke)
د زړه حمله (Heart Attack)
د سینې درد (Angina)
د وینې لوړ فشار (High Blood Pressure)
د رګونو تنګوالی (Peripheral Vascular Disease)
د پښتورګو ناروغۍ
د لوړې کولیسټرول مخنیوی او کمول

۱. غذایي تدابیر:
د روغتیایي غذا انتخاب: داسې خوراکونه چې پکې کولیسټرول، مشبوع غوړ، او ترانس غوړ کم وي او فایبر ډېر وي، مصرف کړئ.
د صحي پروټین انتخاب: لکه چرګ، ماهي، او دالونه.
د میوو، سبزیجاتو، او فایبرو ډکو خوراکونو زیاتوالی.
د غوړیو پرځای، پخلي، بخار، یا ګرل شوي خواړه خوړل.
له فاسټ فوډ، جنک فوډ، او ډېر پروسس شویو خوراکونو ډډه کول.
۲. د ژوند طرز ته بدلون ورکول:
منظم ورزش وکړئ.
سګرټ څښل بند کړئ.
صحتمند وزن وساتئ.
۳. طبیعي طریقې:
هوږه (Garlic): د کولیسټرول کمولو لپاره ګټوره ګڼل کېږي.
السي تخم (Flax Seeds): د کولیسټرول د کمولو لپاره ګټور فایبر لري.
زیتون تېل (Olive Oil): صحي غیر مشبوع غوړ لري چې د زړه روغتیا ته ګټور دي.
د لوړې کولیسټرول لپاره درملنې:
یادونه: درمل باید د متخصص ډاکټر له مشورې پرته ونه‌کارول شي.

د لوړې کولیسټرول ناپامه مه نیسئ!
که چیرې بروقت درملنه ونه‌شي، نو لوړه کولیسټرول د جدي روغتیایي ستونزو او حتی مړینې لامل کېدای شي. خو، د مناسبې درملنې، صحي خوراک، او د ژوند طرز بدلون سره، دا ستونزه کنټرول کېدای شي.

د روغ ژوند لپاره، صحي غذا، منظم ورزش، او د سګرټ څښلو مخنیوی ضروري دي!
ګرانو هڅه وکړی چی پاڼه لایک کړی .
په درنښت

ماهی د الله تعالی یوه بې ساري ډالۍ دهپه عمومي ډول، د ماهي تاثیر ګرم ګڼل کېږي، خو دا د ماهي په ډول او د هغې د کارولو په ط...
07/01/2025

ماهی د الله تعالی یوه بې ساري ډالۍ ده
په عمومي ډول، د ماهي تاثیر ګرم ګڼل کېږي، خو دا د ماهي په ډول او د هغې د کارولو په طریقې پورې اړه لري.
ګرم تاثیر لرونکي ماهیان:
د هغو ماهیانو په ډله کې راځي چې غوړ ډېر ولري، لکه سالمون، سرو مای، او ځینې نورې بحري مایان.
یخ تاثیر لرونکي ماهیان:
کم غوړ لرونکي ماهیان لکه روهو او بام ماهیان نسبتاً یخ تاثیر لري.
که ماهی له ډېرو مسالې او غوړو سره وپخېږي، نو د هغې ګرمي زیاتیږي. په برعکس، بخار شوي یا لږ مساله لرونکي ماهیان معتدل اغېزه لري.
د ماهی تاثیر د بدن لپاره:

که تاسو د بدن ګرمي، تېزابیت یا داسې نورو ستونزو سره مخ یاست، نو د یخ تاثیر لرونکو ماهیانو خوړل غوره دي.
هغه ګرمي چې تاسو د ماهي له خوړلو وروسته احساسوئ، په اصل کې د مصالحو او غوړو له امله وي، نه د ماهی خپله تاثیر. که وغواړئ، ماهی پرته له مسالې، یوازې بخار کړئ او وخورئ؛ پایله به مو په خپله وګورئ.

د ماهی غذایي ګټې:
ماهی د غذایي موادو یو غني منبع ده چې پوتاشیم، اوسپنه، آیودین، پروټین، ویټامین A، B12، D، سیلینیوم، فاسفورس، او مګنیشیم لري.

په ماهی کې:
60% پروټین
10% غوړ
181% ویټامین B12
50% ویټامین A
67% سیلینیوم
33% فاسفورس
16% مګنیشیم شتون لري.
طبی ګټي:-
۱. د زړه روغتیا ښه کوي
ماهی د اومیګا-۳ شحمی اسیدونو ښه سرچینه ده چې د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي، د وینې فشار کموي، او د کولیسټرولو سطحه برابره ساتي.
۲. د مغزو د روغتیا لپاره ګټور دی
په ماهي کې موجود اومیګا-۳ اسیدونه د حافظې، تمرکز، او دماغي فعالیتونو ښه کولو کې مرسته کوي. دا د الزایمر او نورو دماغي ناروغیو خطر هم کموي.
۳. د هډوکو او د غاښونو لپاره ګټور دی
ماهي کلسیم او ویټامین ډي لري چې د هډوکو د قوت لپاره ډېر مهم دي. دا د هډوکو نرمښت او ناروغیو مخنیوی کوي.
۴. د پوستکي او ویښتانو لپاره ګټور دی
په ماهي کې د ویټامین ای او شحمي اسیدونو شتون د پوستکي ښایست او د ویښتانو روغتیا لپاره مهم دی.
۵. د سترګو لپاره ښه دی
ماهي د سترګو روغتیا ته ګټه رسوي او د عمر له امله د نظر کمزوري کېدو مخنیوی کوي.
۶. د التهاباتو مخنیوی کوي
په ماهي کې شته اومیګا-۳ او انټي‌اکسیدان مواد د بدن په مختلفو برخو کې د التهاباتو (پړسوب) کمولو کې مرسته کوي.
۷. د وزن کمولو لپاره مناسب دی

ماهی لږ کالوري لري او د پروټین ښه سرچینه ده، چې د وزن د کمېدو لپاره غوره خواړه ګڼل کېږي.
۸. د خوب ښه کول

په ماهي کې موجود ویټامین ډي د بدن په ارامتیا او د ښه خوب په راوستو کې مرسته کوي.
۹. د امیندوارو ښځو لپاره ګټور دی
ماهي د جنین د مغز او عصبي سیستم په وده کې مرسته کوي. البته، باید هغه ماهیان وخوړل شي چې په کې د زهرجنو موادو لکه پارا اندازه کمه وي.
۱۰. د بدن دفاعي سیستم قوي کوي
په ماهي کې موجود پروټین، ویټامینونه او منرالونه د بدن دفاعي سیستم تقویه کوي او د ناروغیو په وړاندې مقاومت زیاتوي.

ماهی په مختلفو ډولونو لکه کباب، سوپ، یا سرخ کولو سره خوړل کېدای شي، خو غوره ده چې د زیات تېلو څخه ډډه وشي.

خو که تاسو ماهی په غوړو کې ډېره پخه کړئ یا یې فرای کړئ، نو دا غذایي مواد له منځه ځي. د ماهی ګټې اخیستلو لپاره غوره ده چې دا په کمه مساله کې په کور کې پخه کړئ، بخار کړئ یا یې روسټ کړئ.

تازه ماهی څنګه وپېژنئ؟
1. د تازه ماهی سترګې روښانه او پورته وي، خو د خرابې ماهی سترګې دننه ننوتي وي.

2. د تازه ماهی ګیلپښې شوخ سور رنګ لري، خو د خرابې ماهی شنې یا تورې وي.

3. که د تازه ماهی پوستکي ته ګوته ورکړئ، نو ژر به خپل اصلي حالت ته ستون شي؛ خو د خرابې ماهی پوستکی به نرم او په کې ګوته ولګي.

د بازار فرای شوي ماهی خطرونه:

په بازار کې فرای شوي ماهیان اکثره وخت زاړه او خراب وي چې تیز مصالحې ورباندې لګول شوي وي تر څو بدبویي یې پټه شي. دغه ماهی په ګند تېلو کې فرای کېږي او غذایي ګټې یې له منځه تللې وي.

پای:

تازه ماهی واخلئ، په کور کې په مناسب ډول پخه کړئ، او د دې الهي نعمت له ګټو څخه برخمن شئ. مه هېروئ، ما تاسو ته خبر درکړ!

Address

Kabul
25000

Telephone

+93772365242

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Abdul Raziq Hakeemyar ډاکټر عبدالرازق حکیم یار posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Abdul Raziq Hakeemyar ډاکټر عبدالرازق حکیم یار:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram