11/01/2026
د فاتحې او خیرات اعلان
إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
د هارون ځاځی تجارتي شرکت د رئیس حاجی قیوم ځاځی او ځاځی فارما تجارتی شرکت د رئیس حاجی رفیق ځاځی د قدرمن والد صاحب، مرحوم حاجی سلام جان ځاځی د مړینی له کبله چی جنازه یې تېره جمعه په خپله پلرنې هدیره کې خاورو ته سپارل شوې ده.
د مرحوم د فاتحې او خیرات مراسم به په لاندې نېټه او پته ترسره کېږي. له ټولو قدرمنو دوستانو، خپلوانو او خواخوږو څخه په درنښت هیله کېږي چې په خپل راتګ سره د مرحوم د روح د ایصال ثواب او زموږ لپاره د صبر او ډاډ سبب وګرځي.
نیټه: د سېشنبې ورځ ۱۳ د جنوري ۲۰۲۶ کال د سهار د لس بجو څخه تر ۱۲ بجو پوری
پته: پکتیا ولایت، ګردیز ښار، د پکتیا پوهنتون دروازې ته مخامخ، بلند منزل، دوهم سړک، اوله کوڅه، د مرحوم حاجی سلام جان کور