Dr.Surya Kamal Samadzai "دوکتورس سوریه کمال "صمدزی

Dr.Surya Kamal Samadzai  "دوکتورس سوریه کمال "صمدزی Gynaecologist & Obstetrics
دنسايی ولادي ناروغيو جراحی متخصصه
MD.MS.MBA Health Care Management(INDIA)

اناناس د وزن کمولو کی مرسته کویاناناس (پاین ایپل) د وزن کمولو کې مرسته کولای شي، ځکه دا میوه کم کالورۍ لري، د فایبر څخه ...
27/10/2025

اناناس د وزن کمولو کی مرسته کوی

اناناس (پاین ایپل) د وزن کمولو کې مرسته کولای شي، ځکه دا میوه کم کالورۍ لري، د فایبر څخه غني ده، او ډیره اوبه لري. دا ځانګړتیاوې د دې سبب کېږي چې د خوړو وروسته د ډکښت او رضایت احساس زیات شي. اناناس یو ځانګړی انزایم لري چې برومیلین نومېږي. برومیلین د پروټین په هضم کې مرسته کوي او ښایي د بدن د پړسوب کمولو کې هم ګټور وي.

اناناس طبیعي خوږوالی لري، خو باید په یاد ولرو چې په زیات مقدار کې یې خوراک د شکر مصرف زیاتوي. د دې لپاره، غوره ده چې اناناس د متوازن رژیم او منظم ورزش سره یو ځای وکارول شي، تر څو د وزن کمولو په برخه کې موثره نتیجه ورکړي.

د اناناس د وزن کمولو ګټې:
• کم کالورۍ لري: د یوې پیالې اناناس کالورۍ لږې دي، نو د خوراک د کنټرول لپاره مناسب انتخاب دی.
• د فایبر څخه غني دی: فایبر د ډکښت احساس زیاتوي او د اشتها کمولو کې مرسته کوي.
• ډېرې اوبه لري: د اوبو کچه د بدن هایډریشن ساتي او د ولږي او تندې احساس کموي.
• برومیلین انزایم لري: دا انزایم د پروټین هضم کې مرسته کوي او د التهاب کمولو کې ښایي ګټور وي، چې په غیر مستقیم ډول د وزن په کنترول کې مرسته کوي.
• طبیعي خوږوالی لري: د دې میوې خوږوالی د شکر غوښتنه کموي او د لوړ کالورۍ خوږو د استعمال مخه نیسي.

مهم ټکي:
• طبیعي شکر لري: په زیات مقدار کې یې خوراک د شکر کچه لوړه کوي.
• د خوراک اندازه کنټرول کړئ: د کالوریو د زیات مصرف مخنیوي لپاره، اناناس په اندازه وخورئ.
• په ټولیز ژوند کې: اناناس یوازې د وزن کمولو سبب نه ګرځي، باید د صحي رژیم او منظم ورزش سره یو ځای وکارول شي.

په درنښت،
ډاکټر سوریه کمال صمدزي
د نسایي او ولادي ناروغیو جراحي متخصصه
Mustafa Kamal Salarzai

29/04/2025

د سیګرټ څکولو تاثیرات پر هضمي (د معدې) سیستم

۱. د خولې او غاښونو ستونزې:
سیګرټ د خولې میوکوزا ته ضرر رسوي، د غاښونو خرابوالی، د خولې بوی، د غاښونو توروالی، او د خولې سرطان خطر زیاتوي.

۲. د معدې تېزاب (Acid Reflux) زیاتوالی:
سیګرټ د معدې د نرم عضلو (Lower Esophageal Sphincter) کمزوري سبب کیږي، چې دا د معدې تېزاب بیرته خورېدل (GERD) یا د تېزابیت ناروغي رامنځته کوي.

۳. د معدې او کولمو سرطان خطر:
سیګرټ څکول د معدې (Stomach)، پانقراس (لوزالمعده)، او د کولمو سرطان د خطر چانس څو برابره لوړوي.

۴. د معدې زخمونه (Ulcers):
سیګرټ د معدې د داخلی پوښ (mucosal lining) دفاعي سیستم کمزوری کوي. دا باعث کېږي چې Helicobacter pylori باکتریا اسانه زخمونه پیدا کړي او زخمونه ژر ښه نه شي.

۵. د کولمو اختلالات:
سیګرټ څکونکي کسان د کولمو د التهابي ناروغیو (لکه Crohn’s disease) چانس لري، کوم چې د کولمو دوامداره سوخت او درد سبب ګرځي.

۶. د غذا جذب خرابېدل:
د سیګرټ کیمیاوي مواد د غذا جذب ضعیفوي، بدن ته لازم ویټامینونه (لکه ویټامین C او فولیک اسید) کم جذبېږي.

لنډه نتیجه:

سیګرټ څکول د خولې نه تر کولمو پورې د هضمي سیستم هره برخه ته زیان رسوي.
د تېزابیت، د معدې زخم، د کولمو التهاب، او د سرطان چانسونه ډېر زیاتوي

Effects of Smoking on the Digestive System

1. Mouth and Teeth Problems:
Smoking damages the soft tissues in the mouth, leading to:
• Bad breath
• Yellow or stained teeth
• Gum disease (periodontitis)
• Increased risk of mouth and throat cancers

2. Increased Acid Reflux (GERD):
Smoking weakens the lower esophageal sphincter (the valve between the esophagus and stomach), causing stomach acid to flow back into the esophagus, leading to heartburn and acid reflux.

3. Higher Risk of Stomach and Intestinal Cancers:
Smoking significantly increases the risk of cancers in the:
• Stomach
• Pancreas
• Colon and re**um

4. Stomach Ulcers:
Smoking reduces the stomach’s protective lining and impairs healing, making it easier for ulcers (open sores) to form, especially from Helicobacter pylori infection.

5. Inflammatory Bowel Diseases:
Smokers have a higher risk of diseases like Crohn’s disease, a painful chronic inflammation of the intestines.

6. Poor Nutrient Absorption:
Smoking impairs the body’s ability to absorb essential nutrients like:
• Vitamin C
• Calcium
• Folic acid
This can weaken the immune system and slow overall healing.

Summary:

Smoking harms the digestive system from the mouth to the intestines.
It increases the risks of gum disease, acid reflux, ulcers, poor digestion, and multiple types of cancer.

Thanks
Kind regards

PROF. DR MUSTAF KAMAL SALARZAI
MD. MS. MPH.DMAS. FMAS. PHD
Dr.NB (Surgical Oncology & Liver Transplant) PHD
Specialist and Senior Consultant
Liver Transplant & Surgical Oncology

29/04/2025

د سیګرټ څکولو تاثیرات پر ذهني ناروغیو

۱. د اضطراب (Anxiety) زیاتوالی:
که څه هم ډېر خلک فکر کوي چې سیګرټ څکول آرامي ورکوي، خو علمي څېړنې ښيي چې سیګرټ درحقيقت اضطراب زیاتوي. نیکوتین (د سیګرټ اصلي ماده) لنډمهاله تسکین ورکوي، خو وروسته د ذهني فشار د زیاتوالي سبب ګرځي.

۲. د خپګان (Depression) چانس لوړول:
د هغو کسانو ترمنځ چې سیګرټ څکوي، د خپګان سطحه لوړه ده. سیګرټ د مغز کیمیاوي توازن ګډوډوي، چې دا د خفګان احساس زیاتوي.

۳. د تمرکز او حافظې خرابېدل:
سیګرټ د دماغ د وینې جریان ته ضرر رسوي. که وینه مغز ته کمه ورسیږي، د تمرکز کمښت، حافظې خرابېدل، او د فکري توان ټیټوالی رامنځته کیږي.

۴. د رواني اختلالاتو (Mental Disorders) چانس:
د اوږدمهاله سیګرټ څکونکو ترمنځ د رواني اختلالاتو (لکه شیزوفرینیا، بایپولر اختلال) پیښې ډېرې لیدل کیږي.
ځینې څېړنې وایي چې سیګرټ څکول د دماغ په عصبي سیستم منفي تاثیر کوي.

۵. د اعتیاد (Addiction) خطر:
سیګرټ یو قوي اعتیاد جوړوي. دا اعتیاد د مغز په انعام ورکونکي سیستم تاثیر کوي، چې نور ډول ډول رواني ستونزې هم رامنځته کوي.

لنډه نتیجه:

سیګرټ څکول نه یواځې فزیکي ناروغۍ پیدا کوي، بلکې ذهن او روغتیا ته هم جدي ضرر رسوي، اضطراب، خپګان، حافظې کمزوري، او رواني اختلالات زیاتوي.

The Effects of Smoking on Mental Illness

1. Increased Anxiety:
Although many people believe smoking calms nerves, research shows smoking actually increases anxiety over time. Ni****ne gives temporary relief but later heightens stress and anxious feelings.

2. Higher Risk of Depression:
Smokers are more likely to experience depression. Ni****ne affects the brain’s chemical balance (like dopamine and serotonin), leading to mood instability and feelings of sadness.

3. Impaired Memory and Concentration:
Smoking reduces blood flow to the brain, harming cognitive functions. This results in weaker memory, reduced attention span, and slower thinking processes.

4. Increased Risk of Mental Disorders:
Long-term smoking is associated with a higher chance of developing serious mental health disorders, such as:

• Schizophrenia
• Bipolar disorder
• Other psychotic illnesses

5. Strong Addiction Impact:
Ni****ne is highly addictive. Addiction itself changes brain structure and chemistry, increasing vulnerability to emotional instability, cravings, and mood swings.

Summary:

Smoking damages both physical and mental health.
It increases the risks of anxiety, depression, memory problems, serious psychiatric disorders, and strengthens unhealthy addictive patterns.

په درناوی
پروفیسور داکترمصطفی کمال سالارزی
متخصص او ماستر جراحی عمومی او جراحی هضمی
فوق تخصص او دوکتورا جراحی انکولوژی (سرطان) او پیوند د جیګر

لورکي مي (مريم رڼا کمال سالارزي) په کاردان د نجونو خصوصي لیسه کي په خپل صنف کي په لوړو نمرو لومړي مقام خپل کړي او را روا...
06/12/2023

لورکي مي (مريم رڼا کمال سالارزي) په کاردان د نجونو خصوصي لیسه کي په خپل صنف کي په لوړو نمرو لومړي مقام خپل کړي او را روان تدريسی کال ته پخير اول صنف ته لاړه. زه د الله (ج) ډير شکر اداکوم چي زما لور ته يی ماشاالله خه استعداد ورکړي او که الله ته منظوره وه په اينده کي به د خپل پلارسره په جراحي انکولوژي (سرطان) برخه کي د متخصصی داکتری په صفت څنګ په څنګ ولاړه وي (انشاالله).
It seems like just yesterday that you entered the kindergarten, and now we’re here celebrating your graduation. You’ve done a great job and I love you, my dear. Good luck my girl, you are about to enter into your first-grade year, I know it’s going to be very fun and your father is stand with you on every stage don't worry.
I love you!
Your Father
Mustafa

بواسیر څه شی دی، لاملونه او نښې یې کومې دي او کوم ډول خواړه ورته ګټور او کوم ډول زیانمن وي؟بواسیر د مقعد په کانل یا ټیوب...
03/02/2023

بواسیر څه شی دی، لاملونه او نښې یې کومې دي او کوم ډول خواړه ورته ګټور او کوم ډول زیانمن وي؟

بواسیر د مقعد په کانل یا ټیوب کې د پړسوب لرونکو نسجونو مجموعه ده، چې په دې کې د وینې رګونه، ملاتړي نسجونه، عضلاتو ریښې شاملې دي. ښایي زیاتره خلک بواسیر ولري خو نښې یې تل ښکاره نه وي او لږ تر لږه ۵۰ سلنه خلکو کې له ۵۰ کلنۍ څخه دمخه یې نښې ښکاره کېږي.

بواسیر د هغه نسجونو او رګونو مجموعه ده چې پړسیدلي وي، چې اندازه سره توپیر لري او ښایي د مقعد په ساحه کې دننه یا بهر واقع شي، چې د شدید قبض، شدید اسهال، ډېر وزن پورته کول او امیندوارۍ له امله رامنځته شي.

ډولونه يی په لاندي ډول دي

۱ـ داخلي بواسیر:
دا معمولاً د مقعد په داخلي برخه کې له دوه څخه تر څلور سانتي مترو پورې وي چې ډېر عام هم دي.

۲ـ خارجي بواسیر:
دا ښایي د مقعد په بهرنۍ څنډه کې رامنځته شي.

د بواسیر نښې نښانې:

په ډېرو مواردو کې د بواسیر نښې نښانې جدي نه وي او معمولاً له څو ورځو وروسته پخپله له منځه ځي. هغه خلک چې د بواسیر ناروغي لري ممکن لاندې نښې تجربه کړي:

۱- د مقعد په شاوخوا کې یو سخت، ممکن دردناک راوتلې برخه احساس کړي، چې ممکن وینه پکې راټوله شوي وي او هغه بواسیر چې وینه لري د (thrombosed external hemorrhoids) په نوم یادیږي
۲- ځینې په بواسیر اخته خلک د حاجت د رفع کولو وروسته ښایي داسې احساس ولري چې تر اوسه یې حاجت نه دی رفع شوی او وینه هم راتللی شي.

۳- د مقعد شاوخوا ساحې خارښت، سوروالی او درد لري.
۴ـ د حاجت رفع کولو پر مهال درد احساس کول.

بواسیر هغه نښې نښانې چئ کیدای شي ډیرې جدي وي:

۱- له مقعد څخه ډیره وینه بهیدل، چې کیدای شي د انیمیا او يا د انفکشن لامل شي.

۲- د کولمو بې ثباتي یا د کولمو د حرکتونو د کنټرول نشتوالی.
۳- داخلي بواسیر چې د مقعد سره نږدې د پوستکي د سطحې او د مقعد دننه یو نوی چینل جوړوي.
۴- دا یو دردناک بواسیر دی چې بواسیر ته د وینې رسول قطع کوي چې د اختلاطاتو لامل کیږي لکه انفیکشن یا د وینې راټولېدل.

د بواسیر لاملونه:
بواسیر د مقعد په ښکته برخه کې د فشار د زیاتوالي له امله رامینځته کیږي. د مقعد په شاوخوا کې د وینې رګونه د فشار له امله خپریږي او ممکن پړسوب رامنځته کړي او د بواسیر سبب شي چې عام لاملونه عبارت دي له:
1. شدید قبضیت.
2. شدید اسهال.
3. دروند وزن پورته کول.
4. د امیندوارۍ پرمهال.
5. د حاجت رفع کولو په جریان کې فشار.
6. ارثي یا جینټیکي هم وي.

د بواسیر لپاره څلور ډول غوره او بد خواړه

ډېر فایبر استعمال کړئ او ډیرې اوبه وڅښئ:

دا هغه مشوره ده چې ناروغ شخص یې د بواسیر په اړه ترلاسه کوي؛ خو دا په ریښتیني ژوند کې څه معنی لري؟
نو اړینه ده چې فایبر وپېژنو.

فایبر دوه ډوله دي:

1. محلول کیدونکی فایبر:
محلول فایبر په اوبو کې منحل کیږي او د جیل په څېر بڼه خپلوي، چې بولې نرموي او تیریدل یې اسانه کوي، چې قبضیت له منځه وړي.
نه منحل کېدونکې فایبر:

2. نه منحل کېدونکې فایبر نه منحل کیږي. که چیرې تاسو په اوبو کې سپیرکۍ واچوئ، نو دا نه منحل کېږي او د سیسټم له لارې د شیانو په حرکت کې مرسته کوي.

هره ورځ باید له ۲۵-۳۰ ګرامه یا ډېر فایبر ترلاسه کړئ او په دې کې باید شاوخوا دریمه برخه حل کېدونکې فایبر ورزيات کړي ترڅو د قبضیت څخه د خلاصون لپاره مرسته وکړي.
همدغه راز سبزیجات چي ډير فایبر لري بايد زيات وخوړل شي.

په بواسیر کې باید څه ونه خوړل شي؟

کم فایبر لرونکي خواړه د قبضیت لامل کېږي نو غوره به وس چې لږ یې وخورو لکه
سپینه ډوډۍ, شیدې، پنیر او نور لبنیات، د غوښې ډیر مصرف، پروسس شوي خواړه او د مالګې له زیات استعمال باید ډډه وشي.

نوټ: هدف مو خدمت ده ، او ستاسی د کامِل روغتیا په هیله .زما ايډي درسره فالو کړي
په درناوي
ستاسی ورور
داکتر مصطفی کمال سالارزي
دجراحی عمومي او هضمی ماستر
دجراحی سرطان او جگر ترانسپلانت فوق متخصص
سکالر دوکتورا هندوستان
DrMustafa Kamal Salarzai

اسهال Diarrhea)): #علت  #انوع  #اهتمامات طبی 👈افزایش وزن مواد غایطه بیشتر از 250 گرام در روز که همراه با افزایش فریکونسی...
11/11/2022

اسهال Diarrhea)):
#علت #انوع #اهتمامات طبی

👈افزایش وزن مواد غایطه بیشتر از 250 گرام در روز که همراه با افزایش فریکونسی وابگون شدن مواد غایطه باشد بنام اسهال یاد میشود .
ویا به عبارت دیگر افزایش تعداد دفعات دفع مواد غایطه بیشتر از 3 بار در روز که همراه با دفع آبکی مانند باشد اسهال گفته میشود .
👈انواع اسهال: 👇👇👇
الف: اسهال حاد
اسهالی که کمتر از 2 هفته دوام نماید بنام اسهال حاد میشود این نوع اسهال میتواند به اثر استرس روحی ،عدم تحمل غذایی .مواد عضوی (مثل سمارق ها و...) ادویه وعوامل انتانی (شامل ویروس ها . باکتریا وپروتوزوا) ایجاد شود .
اسهال حاد انتانی(گستروانتریت):
اسهال حاد انتانی به دو گروه تقسیم میشود :
1- اسهال التهابی یا خونی
2- اسهال غیر التهابی
در نواع اسهال التهابی یا خونی : مواد غایطه خون دار دیده میشود که اصطلاحا اسهال خونی گفته میشود اغلب همراه با تب . کرامپ های بطنی همراه هست .نزد این اشخاص Urgency(احساس نیاز فوری تخلیه مواد غایطه) نزد شخص ایجاد میشود .
در نوع غیر التهابی کمی خفیف تر بوده معمولا ویروس ها یا توکسین ها علل را تشکیل میدهند اغلبا همراه با دلبدی . استفراغ وکرمپ های بطنی همراه هست .

اهتمامات طبی :👇👇👇
✅الف: رژیم :
غذای صاف یا نرم آسان هظم شود
پرهیز ا زغذا های پر فایبر
✅ریهایدریشن:
محلول ORS
سیرم نارمل سالین یا سیرم رینگر لکتات
نوت : از دادن سیرم دکستروز خود داری شود
✅تداوی : انتی بیوتیک درمانی باید اول عامل اسهال تشخیص بعد تجویز شود.
Follow
DrMustafa Kamal Salarzai

دحاملګی ددوران میکروب چی دماشوم ضایع کیدو سبب کیږی           یا   TORCH   infection     --------------------------------...
05/11/2022

دحاملګی ددوران میکروب چی دماشوم ضایع کیدو سبب کیږی یا TORCH infection --------------------------------------------------------------------------
ایا دا میکروب پیژنی؟ ؟؟
څه ډول میکروب دی؟ ؟
ولی مینځ ته راځی او کومی بدی پایلی مینځ ته راوړی؟ ؟
ایا ددی میکروب تداوی امکان لری؟ ؟؟
ددی پوسټ په لیدو به مو ټول سوالونه حل شی.
--------------------------------------------------------------------------
ټارچ اینفکشن یاTORCH infection:
دحاملګی ددوران اکثره او مهم انتانی ناروغی ده چه نن سبا اکثره حامله میندی دهمدی انتانی ناروغی څخه رنج وړی چه عامیانه اصطلاح کی ورته دحاملګی ددوران دوینی مکروب وایی.
داناروغی خپله یو سندروم دی چه لاندی انتاناتو څخه مینځ ته راغلی دی:
1-Toxoplasmosis
2-Other infection like:(Chlamydia,HIV,Syphillis,Coxasacki virus,Hepatotis B, Chicken pox)
3-Rubella
4-Cytomegalo virus
5-Herpes simplex virus 2
پورتنی ټولی ناروغی دحمل په محتوی باندی بدی اغیزی مینځ ته راوړلی شی. چه دحمل په دوران کی نوموړی انتانات دپلاسنتا څخه تیریږی اود Fetus په وده او نمو باندی بده اغیزه کوی.
-------------------دتارچ اینفکشن تاثیرات ------------------ - -1-که چیری یوه حامله مور په (11-20)هفته کی پدی مکروب اخته شی نو% 90 د لاندی سندروم احتمال شته دی؛
Congenital Rubella Syndrome.
2-په% 25واقعاتو کی هغه ماشومان چه مور یی دحاملګی په لمړی دری میاشتو کی په روبیلا انتان اخته شوی وی نو ماشوم کی لاندی مشکلات مینځ ته راځی:
1-Cataract
2-Hrart defect (PDA)
3-Poor eye sight
4-Hearing loss
5-Movement disorder
6-Mental retardation.
3-همدارنګه دلاندی ناروغیو دپیداکیدو باعث هم ګرځی:
1-Meningitis
2-Pneumonia
3-Anemia.
------------------ددی میکروبی نارغی کلینیکی نښی --------------
کله چه یوه حامله مور پدی ناروغی اخته شی نو لاندی کلینیکی څرګندونی پکی مینځ ته راځی:
1-Flue
2-Petechial Rash on the skin
3-Fever
4-Poor feeding
5-Enlarged Liver and Spleen
6-Jaundice
7-Muscle pain
8-Fatigue.
9-Some time cough and tonsilitis.
-----------------دتارچ اینفکشن تشخیص --------------------------
1- Clinical finding
2- Comlete physical exame
3- Blood exame for TORCH infection.

دوکتورس سوريه کمال صمدزي
دنسايی ولادي ناروغيو جراحي متخصصه

26/09/2022
د دوکتور سوريه کمال "صمدزي" پیغام درنو هیوادوالو ته خبرتیا!تاسی کولای شي چې دخپلو ميرمنو دنسايی او ولادي ناروغيو شکايتون...
01/07/2021

د دوکتور سوريه کمال "صمدزي" پیغام
درنو هیوادوالو ته خبرتیا!
تاسی کولای شي چې دخپلو ميرمنو دنسايی او ولادي ناروغيو شکايتونه او معاينات مو د انټرنيټ له طريقه
د (دوکتورس سوريه کمال صمدزي) سره چې دهندوستان دآپولو نړيوال روغتون څخه يی په نسايی ولادي داخله او جراحي څانګه کي خپل تخصص بشپړ کړي په دغه لاندې درکړل شوې انټرنيټي پتې بغير له کوم فيسه شريک کړي. ان شاءالله مونږه به ستاسې ميرمنو د تداوۍ په پلان نيولو کې لازياتې هڅې وکړو.
په ډير زيات درناوی
دوکتورس سوريه کمال "صمدزي"
MBBS.MD.MS.FMAS.MBA
Specialist of Gynecology and Obs
دنسايی ولادي داخله او جراحي
متخصصه تخصصی زده کړي په (هندوستان) کي
فوق تخصص په جراحي ليپراسکوپيک کي له هند څخه
پوسټ ګريجويټ ډيپلوم په التراساوند کي له هند څخه

https://wa.me/message/P7GROJEYZ46DC1

 Dr.Surya Kamal SamadzaiMBBS.MD.MS.FMAS.MBASpecialist of Gynecology and ObsRh factor can be a concern if the biological ...
01/07/2021


Dr.Surya Kamal Samadzai
MBBS.MD.MS.FMAS.MBA
Specialist of Gynecology and Obs

Rh factor can be a concern if the biological mother is Rh- and the baby is Rh+. Blood cells from an Rh+ baby crossing its Rh- mother’s bloodstream might trigger an immune response. The mother’s body might form antibodies to attack the baby’s Rh+ red blood cells.

At your first prenatal visit, your doctor will suggest a blood type and Rh factor screening. If you are Rh-, your doctor will test your blood again later in your pregnancy to see if you have formed antibodies against Rh factor. That would indicate that your baby is Rh+.

If your doctor identifies a potential for Rh incompatibility, your pregnancy will be monitored closely for any related issues and may need extra care.

Although your blood and your baby’s blood typically do not mix during pregnancy, a minimal amount of your baby’s blood and your blood could come in contact with each other during delivery. If there’s an Rh incompatibility and this happens, your body might produce Rh antibodies against Rh factor.

These antibodies will not cause problems to an Rh+ baby during the first pregnancy. But they can cause issues if you have a subsequent pregnancy and are carrying another child that is Rh+.

If there was an Rh incompatibility in a first pregnancy, and there’s an Rh incompatibility in second and other future pregnancies, these maternal antibodies can damage the baby’s red blood cells. If this occurs, your baby might need a red blood cell transfusion either during your pregnancy or immediately after delivery.

How is Rh incompatibility treated?

If Rh incompatibility has been diagnosed, your doctor will most likely recommend Rh immune globulin (RhoGAM) in your seventh month of pregnancy, and then again within 72 hours after delivery if your baby’s blood type is confirmed as Rh positive upon delivery.

Rh immune globulin contains Rh IgG antibody, so your body does not react to your baby’s Rh positive cells as if they were a foreign substance, and your body will not produce its own Rh antibodies.

Dr.Surya Kamal Samadzai
MBBS.MD.MS.FMAS.MBA
Specialist of Gynecology and Obs

DHA Supplementation Decreases Early Preterm Births Dr.Surya Kamal SamadzaiMBBS.MD.MS.FMAS.MBASpecialist of Gynecology an...
01/07/2021

DHA Supplementation Decreases Early Preterm Births

Dr.Surya Kamal Samadzai
MBBS.MD.MS.FMAS.MBA
Specialist of Gynecology and Obs

Early preterm birth, defined as birth before 34 weeks gestation, is a serious public health issue because these births result in the highest risk of infant mortality and child disability.

Researchers from the US reported that early preterm births can be dramatically decreased with docosahexaenoic acid (DHA) supplements. A dose of 1000 mg was found more effective for pregnant women with low DHA levels than the dose of 200 mg found in most prenatal supplements.

The findings are published in the EClinicalMedicine, a clinical journal of The Lancet.

Women who received the higher dose of DHA supplementation had a fewer early preterm birth, however, participants with low DHA levels at enrollment had half the rate of early preterm birth (2.0% compared to 4.1%) when they were given a supplement of 1000 mg compared with those given a 200 mg supplement during the last half of pregnancy.

For women who began the study with high DHA levels, many of whom were already taking prenatal DHA, the rate of early preterm birth was 1.3%, and there was no benefit of the higher dose.

Because preterm birth is associated with such negative outcomes and high health care costs, having an option for women to prevent preterm birth reliably and inexpensively is significant.

Dr.Surya Kamal Samadzai
MBBS.MD.MS.FMAS.MBA
Specialist of Gynecology and Obs

محترمو هيوادوالو  لطفا د لازيات طبی معلوماتو لپاره زما د فيسبوک پاڼه Like  او Share کړي په درناوي
09/06/2021

محترمو هيوادوالو لطفا د لازيات طبی معلوماتو لپاره زما د فيسبوک پاڼه Like او Share کړي په درناوي

Address

Kabul
Kabul

Telephone

+93700062208

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr.Surya Kamal Samadzai "دوکتورس سوریه کمال "صمدزی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr.Surya Kamal Samadzai "دوکتورس سوریه کمال "صمدزی:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram