Medical's Life

Medical's  Life Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Medical's Life, Medical and health, Kabul.

18/04/2026
 .دغه ترکی محصول چی دلته یی استعمال ډیر زیات مګر غلط روان دی.جوړښت یی د کاکوچکلیټ په رنګ او ذایقه کی دی اکثره ماشومان یی...
20/01/2026

.
دغه ترکی محصول چی دلته یی استعمال ډیر زیات مګر غلط روان دی.
جوړښت یی د کاکوچکلیټ په رنګ او ذایقه کی دی اکثره ماشومان یی خوری موږ ته په تسمم کی راوړل کیږی.
قدرمنو والدینو که تاسو دغه محصول استعمال لرۍ نو له خپلو اولادونو څخه یی پټ اوساتۍ.
دولت دی پدی محصول جدی بندیز ولږوی.
همدا اوس یی هم راسره ناروغ په بستر پروت دی.

کومي  نښي موږ اپینډیسایټیس (آپندیکس) ته شکمنوي؟ 1 د ګېډې درد  اکثره له نامه سره شاوخوا شروع کېږي  وروسته د ګېډې راسته ښک...
20/01/2026

کومي نښي موږ اپینډیسایټیس (آپندیکس) ته شکمنوي؟

1 د ګېډې درد
اکثره له نامه سره شاوخوا شروع کېږي
وروسته د ګېډې راسته ښکته طرف ته ځي
درد په تېرېدو سره زیاتېږي
2 کانګې او زړه بدوالی
3 د اشتها له منځه تلل
ناروغ خوراک ته زړه نه ښه کوي
4 سپکه تبه
اکثره له درد وروسته راځي
5 کله ناکله نس ناستی
په ځانګړي ډول په ماشومانو کې
6 د ګېډې د لمس پر وخت درد خاصتآ راسته طرف ښکتني برخي
7 د حرکت، ټوخې یا پر ښي اړخ پراته کېدو سره د درد زیادت

Cleft Lip and Cleft Palate سه ته وایی👇پېژندنهد شونډې او تالو چاک کېدل هغه موروثي یا ولادي نیمګړتیا ده چې ماشوم له زېږون ...
20/01/2026

Cleft Lip and Cleft Palate سه ته وایی👇

پېژندنه

د شونډې او تالو چاک کېدل هغه موروثي یا ولادي نیمګړتیا ده چې ماشوم له زېږون سره سم ورسره پیدا کېږي. په دې حالت کې د ماشوم شونډه، تالو (د خولې چت) یا دواړه په بشپړ ډول سره نه وي نښتي. دا ستونزه د جنین د ودې په لومړیو اوونیو کې رامنځته کېږي، کله چې د مخ جوړېدونکي برخې په سمه توګه سره یوځای نه شي.

ډولونه

یوازې د شونډې چاک کېدل (Cleft Lip):
کېدای شي یو اړخیز یا دواړه اړخونه ولري، سپک یا ژور وي.
یوازې د تالو چاک کېدل (Cleft Palate):
نرم تالو، کلک تالو یا دواړه اغېزمنولی شي.

د شونډې او تالو ګډ چاک کېدل:

تر ټولو شدید ډول دی او هم شونډه او هم د خولې چت پکې خلاص وي.

اسباب (لاملونه)

د دې ناروغۍ یو واحد سبب نشته، بلکې څو فکتورونه پکې رول لري:
ارثي عوامل: که په کورنۍ کې مخکې هم دا ستونزه موجوده وي
د امیندوارۍ پر مهال د مور ناروغۍ لکه شکره
د فولیک اسید کمښت
سګرټ څکول او الکول استعمال
ځینې درمل لکه anticonvulsants
ویروسي انتانات د حمل په لومړیو میاشتو کې
چاپېریالي عوامل او کیمیاوي مواد
نښې او ستونزې
د شیدو څښلو ستونزه او د شیدو د پزې له لارې وتل
د خبرو ستونزه او ناسم تلفظ
د غوږونو مکرر انتانات
د اورېدو کمزوري
د غاښونو ناسم جوړښت
رواني او ټولنیزې ستونزې په لوی عمر کې

تشخیص

د حمل پر مهال: د الټراساونډ له لارې، په ځانګړي ډول د شونډې چاک
له زېږون وروسته: د فزیکي معاینې په واسطه
د اورېدو، وینا او غاښونو ځانګړې ارزونه هم اړینه ده

تداوي (درملنه)

د دې ناروغۍ درملنه مرحله‌وار او د یوې ډلې متخصصینو له خوا ترسره کېږي:

1. جراحي تداوي
د شونډې عملیات: عموماً د ۳–۶ میاشتو په عمر کې
د تالو عملیات: د ۹–۱۸ میاشتو ترمنځ
هدف یې د ظاهري بڼې ښه کول او د خبرو او خوړو ستونزې حل کول دي.

2. د وینا تداوي (Speech Therapy)
له عملیاتو وروسته د خبرې د سمون لپاره ډېره مهمه ده.

3. د غاښونو او ارتودنسي تداوي
په ښوونځي عمر کې د غاښونو د سمون لپاره ترسره کېږي.

4. رواني ملاتړ
ماشوم او کورنۍ ته د ځان باور او ټولنیز تطابق لپاره ضروري دی.

مخنوی (وقایه)

که څه هم ټول موارد نه شي مخنیوی کېدای، خو لاندې اقدامات خطر کموي:
د حمل څخه مخکې او د حمل پر مهال فولیک اسید استعمال
د سګرټ او الکولو پرېښودل
درملو بې‌اجازه نه استعمالول
د مور د مزمنو ناروغیو کنټرول
منظم Prenatal check-ups

20/01/2026

#د ماشومانو د زړه سوري کېدل څه ته وایی ؟
ډیر کسانو رانه دا پوښتنه کړي چه:ډاکټر صاحب ماشوم مې زړه سوری دی څه وکړو ؟تداوي یی څنګه وکړو ؟ دلته پرې تفصیلی لیکنه کوو :
د ماشومانو د زړه سوری کېدل هغه حالت دی چې ماشوم د زیږون پر وخت د زړه په دیوال کې یو کوچنی یا لوی سوري ولري. دا سوري اکثره په هغو دیوالونو کې وي چې د زړه له چپ او ښي خوا ترمنځ جلاوالی ساتي. کله چې دا منځنی دیوال سوري وي، نو د وینې نورمال حرکت ګډوډ کېږي او زړه له عادي حالت نه ډېر کار ته اړ کېږي.

#تر ټولو عام ډولونه یې دا دي:
‏1. ASD (Atrial Septal Defect): د زړه د پورته دوو خونې ترمنځ سوری.
‏2. VSD (Ventricular Septal Defect): د زړه د ښکته دوو خونې ترمنځ سوری. دا تر ټولو ډېر لیدل کېږي.
‏3. PDA (Patent Ductus Arteriosus): هغه لاره چې باید د زیږون وروسته بنده شي، خو خلاصه پاتې وي.
دا حالت اکثراً د ماشوم په لومړیو میاشتو کې د ډاکټرانو له خوا تشخیص کېږي.

#د زړه د سوری کیدو نښې نښانې
د نښو نښانو څرګندېدل د سوری له کچې او ځای سره تړاو لري. ځینې ماشومان هیڅ نښې نه لري او یوازې د ډاکټر د ستېتوسکوپ په وسیله د غږ یا سوپ (Murmer) له لارې معلومېږي، خو په نورو کې ښکاره نښې لیدل کېږي:

۱. د ساه لنډېدل:ماشوم ژر ژر سا باسي، په تیزه ساه اخلي یا د تنفس ستونزه لري، په ځانګړي ډول د ژړا او یا شیدو څښلو پر وخت.
۲. د شیدو نه څښلو ستونزه:ماشوم لنډ وخت شیدې څښي، ژر ستړی کېږي او شیدې پرېږدي.
۳. وزن نه اخیستل:ماشوم وزن نه زیاتوي یا کم وزن لري، ځکه زړه ډېر کار کوي او بدن ته کافي انرژي نه رسېږي.
۴. د پوستکي نیلي کېدل:ځینې ماشومان د شونډو، نوکانو او پوستکي په شاوخوا کې نیلاوالي ښکاره کوي. دا نښه معمولا د لویو ستونزو نښه وي.
۵. د ټوخي او د سینې انتانات:ماشوم تکراري ټوخي، سینه بغل یا انتانات لري.
۶. د چټک زړه درزا:زړه په غیر عادي ډول چټک ټکان وهي.

#د تشخیص لارې: ډاکټران عموماً د دې لارو څخه ګټه اخلي:
‏• Echo (اکو): د زړه عکس اخیستنه چې سوری او د وینې حرکت ښيي.
‏• ECG: د زړه برقي فعالیت معلوموي.
‏• X-ray: د زړه اندازه او د سږو حالت ښيي.
‏• Pulse Oximetry: د وینې د اکسیجن کچه معلوموي.

#درملنه څنګه کېږي؟
درملنه د سوری د اندازې، ځای او د ماشوم د حالت په اساس ټاکل کېږي. په عموم کې درې ډوله لارې شتون لري:
۱. یوازې څارنه (Observation)
که سوری کوچنی وي او ماشوم ښکاره ستونزه ونه لري، ډاکټر یوازې وخت په وخت معاینه کوي، ځکه ډېر کوچني سورۍ پخپله بندېږي.

۲. درملنه (Medication)
درمل د سوری تړلو لپاره نه دي، مګر د زړه فشار او د سږو د مایعاتو کمولو لپاره ورکول کېږي. لکه:د ادرار د زیاتولو درمل (Diuretics)،د زړه د فعالیت د تنظیم درمل

۳. جراحي یا د بندولو پروسیجر:که سوری غټ وي او د ماشوم په وده او روغتیا اغیز وکړي، نو لاندې لارې کارول کېږي:
د کټټر بندول (Catheter Closure)
په پښو کې له یو نري پایپ څخه وسیله د زړه سوری ته استول کېږي او هغه تړل کېږي.
دا طریقه د ASD او PDA لپاره ډېره کارول کېږي.
جراحي عملیات (Open-heart Surgery)
د ډېر لویو یا سختو سوري د بندولو لپاره کارول کېږي. ډاکټران د زړه د دیوال سوری په ځانګړي ټوکر یا د ناروغ په خپل نسج بندوي.

#د ښه کېدو چانس څومره دی؟
ډیری ماشومان چې د زړه جراحي یا بندولو پروسیجر کوي په بشپړه توګه ښه کېږي او عادي ژوند ته دوام ورکوي.
کوچني سورۍ حتی پخپله هم د وخت په تېرېدو بندېږي.اما پر ماشوم باندې پاملرنه ضروري ده لکه:ډاکټر کتنه وخت نا وخت، معاینه کول،ماشوم ته د مناسبې غذا او ویټامین ورکول،د سړې هوا او انتاني ناروغیو څخه یې ساتنه،د ماشوم د وزن او د ساه د حالت څارنه،د سپورټ په اړه د ډاکټر مشوره اخیستل
معلومات درسره شیر کړئ او پیج کې هم راسره ملګري شئ ،کومه پوښتنه درسره وي کمینټ کې یی ولیکئ مننه !!!

"د ورزش په جريان کې په معده درد راتلل"کله چې انسان ورزش کوي او معده یې درد کوي، دا یو ډېر عام مشکل دی او اکثره وخت جدي ن...
20/01/2026

"د ورزش په جريان کې په معده درد راتلل"
کله چې انسان ورزش کوي او معده یې درد کوي، دا یو ډېر عام مشکل دی او اکثره وخت جدي ناروغي نه وي، بلکې د بدن د فزیولوژیک بدلونونو له امله رامنځته کېږي. د ورزش پر مهال بدن هڅه کوي چې زیاتې وینې عضلاتو، زړه او سږو ته ولېږي تر څو اکسیجن برابر کړي، نو د معدې او کولمو لوري ته د وینې جریان کمېږي. کله چې معده کافي وینه ترلاسه نه کړي، د هضم عمل ګډوډېږي او انسان د درد، دروندوالي، سوځښت یا ناارامۍ احساس کوي.

که څوک د ورزش نه مخکې ډېر یا دروند خواړه وخوري، معده لا بوخته وي. د منډې، ټوپ وهلو او سخت حرکت پر مهال خواړه په معده کې ښورېږي او د معدې تیزاب زیاتېږي، چې دا کار درد، بدحالي او حتی زړه بدوالی پیدا کولی شي. همدارنګه د چټکو حرکتونو پر وخت د نسجونو او بندونو کش کېدل، په ځانګړي ډول د اړخونو په برخه کې، هغه درد پیدا کوي چې خلک یې اکثر “side stitch” بولي.
بله مهمه وجه د اوبو کموالی دی. کله چې بدن اوبه کمې ولري، عضلات او داخلي اعضا سمه وینه او اکسیجن نه ترلاسه کوي، چې دا هم د معدې د درد سبب ګرځي. ډېر ژر او بې‌له ګرمولو سخت ورزش پیلول، ناسم تنفس، او د ګاز جوړونکي څښاک یا خوړو استعمال هم دا ستونزه زیاتولی شي.
د دې لپاره چې د ورزش پر مهال د معدې درد کم شي، ښه ده چې له درنو خوړو لږ تر لږه ۲ تر ۳ ساعته وروسته ورزش وشي، له تمرینه مخکې لږې اوبه وڅښل شي، بدن ګرم کړل شي، او تمرین ورو ورو پیل شي.

You can view and join right away.

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Medical's Life posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share