ډاکټر محمد ناصر سباوون

ډاکټر محمد ناصر سباوون I am a doctor
it's a profession that may
be considered a special mission, a
devotion It calls for involvement respect and willingness to help all other people
(1)

30/05/2026

Premature ej*******on



نيکمرغه لوي اختر مو مبارک شهد نیکمرغه لوي اختر د رارسیدو له امله ټولو دوستانو، همکارانو، دافغانستان او نړۍ ټولو مسلمانان...
26/05/2026

نيکمرغه لوي اختر مو مبارک شه
د نیکمرغه لوي اختر د رارسیدو له امله ټولو دوستانو، همکارانو، دافغانستان او نړۍ ټولو مسلمانانو ته دزړه له کومې مبارکی وړاندې کوم او دلوی خدای ج څخه په هېواد کې د تل پاتې سولې او سوکاله ژوند هیله کوم.

عید قربان مبارک باد
فرارسیدن عید سعید قربان را برای همه دوستان، همکاران، همه مسلمانان جهان وبالخصوص مردم متدین افغانستان از صمیم قلب تبریک گفته و صلح جاودان و زندگی پربار را در کشور آرزومندم.
هر روزتان عید و عید تان سعید باد

Wishing you and your family on this happy occasion of Eid! Eid Mubarak! "May this special day bring peace, happiness and prosperity to everyone.
په درنښت : پوهندوی محمد ناصر سباوون

26/05/2026

اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ، لَا إِلٰهَ إِلَّا اللهُ وَاللهُ أَكْبَرُ، اللهُ أَكْبَرُ وَلِلّٰهِ الْحَمْدُ.

د کانګو وينه بهېدونکې تبې ناروغي (CCHF) يوه خطرناکه ناروغۍ ده ❗دا چې د د نيکمرغه لوي اختر د قرباني ورځې  را نيږدې دي نو ...
26/05/2026

د کانګو وينه بهېدونکې تبې ناروغي (CCHF) يوه خطرناکه ناروغۍ ده ❗

دا چې د د نيکمرغه لوي اختر د قرباني ورځې را نيږدې دي نو پدې ورځو کې بايد د قرباني په مهال له ډير احتياط څخه کار واخستل شي ځکه خدای مه کړه چې د کانګو په ناروغې اخته نه شې

👈کانګو وينه بهېدونکی تبې ناروغي يوه خطرناکه ويروسي ناروغي ده چې د ويروس له امله رامنځته کېږي. دا ناروغي اکثره د کنې (Ticks) له لارې انسان ته انتقالېږي او کله ناکله د ناروغ انسان يا حيوان د وينې او بدن له مايعاتو څخه هم خپرېږي.

سببونه او خطر فکتورونه

مهم سببونه:

د اخته کنې چيچلو له امله

د ناروغ څاروي وينې يا غوښې سره تماس

د ناروغ انسان د وينې او بدن مايعاتو سره تماس

خطر فکتورونه:

قصابان او مالداران

وترنران او روغتيايي کارکوونکي

هغه کسان چې په فارمونو او کليوالو سيمو کې ژوند کوي

د حيواناتو حلالول پرته له محافظتي وسايلو

اعراض او علایم

لوړه تبه

شديد سر درد

د عضلاتو درد

ستړيا او کمزوري

د نس درد او کانګې

د پوزې يا خولې وينه بهېدل

د پوستکي لاندې سره داغونه

په شديد حالت کې داخلي وينه بهېدل

تشخيص يا Diagnosis

ډاکټران دا ناروغي د لاندې لارو تشخيصوي:

د ناروغ د علایمو ارزونه

د وينې ځانګړي لابراتواري ټېسټونه لکه PCR او ELISA

د ويروس معلومولو نور طبي معاينات

تداوي Treatment

مهمې درملنې:

استراحت او زيات مايعات

د تبې او درد کنټرول

د وينې او مايعاتو تنظيم

په شديدو حالاتو کې روغتون ته بستر کول

ځينې وخت ځانګړي انټي ويروسي درمل د ډاکټر په مشوره

د مخنیوي وړانديزونه

د کنو څخه ځان ساتل

اوږدې جامې او دستکشې کارول

د حيواناتو د وينې سره د تماس پر مهال احتياط

منظم لاس مينځل

د ناروغ کس د بدن مايعاتو سره مستقيم تماس نه کول

روغتيايي کارکوونکي دې محافظتي وسايل وکاروي

د ناروغۍ په صورت کې ژر روغتون ته مراجعه کول

مهمه سپارښتنه

که څوک ناڅاپه تبه، شديد کمزوري او وينه بهېدنه ولري، بايد سمدستي روغتيايي مرکز ته مراجعه وکړي

🕌 د لوی اختر تکبیرونه – د تشريق تکبيرونهد لوی اختر تکبیرونه د الله تعالی د عظمت ذکر دی او په دې مبارکو ورځو کې یې ویل ډې...
25/05/2026

🕌 د لوی اختر تکبیرونه – د تشريق تکبيرونه

د لوی اختر تکبیرونه د الله تعالی د عظمت ذکر دی او په دې مبارکو ورځو کې یې ویل ډېر فضیلت لري.

✨ الله اکبر، الله اکبر، لا اله الا الله، و الله اکبر، الله اکبر، ولله الحمد

📅 وخت یې:
د عرفې د ورځې د سهار له لمانځه څخه شروع کېږي
تر د ذوالحجې تر 13مې د مازدیګر پورې دوام کوي (د اختر د څلورمې ورځې تر مازديګر پورې)

🙏 کله ویل کېږي؟
له هر فرض لمانځه وروسته درې ځله
او په نورو وختونو کې هم د ذکر په توګه ویل کېدای شي

👨 نارینه:
په لوړ آواز یې وايي
په جومات، بازار، کور او لارو کې
👩 ښځې:
په ټیټ آواز یې وايي
په کور کې یا د ځان لپاره

📌 یادونه: دا د الله د عظمت ذکر دی او د صحابه کرامو له زمانې څخه جاري عمل دی، نو په دې مبارکو ورځو کې یې مه پرېږدئ.

🕌 الله دې زموږ عبادتونه قبول کړي.

د لوړ فشار نړیوالې ورځې  17 May په مناسبت !لوړ فشار (Hypertension) یوه خاموشه ناروغي ده چې ډېر وخت د کوم څرګندې  نښې پرت...
17/05/2026

د لوړ فشار نړیوالې ورځې 17 May په مناسبت !

لوړ فشار (Hypertension) یوه خاموشه ناروغي ده چې ډېر وخت د کوم څرګندې نښې پرته د انسان زړه، دماغ، پښتورګي او د بدن رګونه زیانمنوي. که په وخت تشخیص او کنټرول نه شي، د زړه حمله، فلج، د پښتورګو ناروغۍ او د سترګو د لید کمښت رامنځته کولی شي.

د خپل ځان او خپلې کورنۍ د روغتیا لپاره : د وینې فشار په منظم ډول معاينه کړئ
• مالګه او غوړ کم استعمال کړئ
• منظم فزیکي فعالیت وکړئ
• له سګرټو او نسوارو څخه ځان وساتئ
• ذهني فشار کم کړئ او کافي خوب وکړئ
• تازه مېوې او سبزي ډېرې وخورئ
• د ډاکټر له مشورې پرته درمل مه خورئ

ستاسو روغتیا، ستاسو مسؤلیت دی.
وخت په وخت د وینې فشار معاینه کړئ، ترڅو سبا له جدي خطرونو خوندي اوسئ.



✨ ستاسو روغتیا، زموږ لومړیتوب دی !هغه ناروغان چی په لاندې برخو کې ستونزې ولري کولای شي زمونږ  کلينيک ته مراجعه وکړي او ز...
17/05/2026

✨ ستاسو روغتیا، زموږ لومړیتوب دی !

هغه ناروغان چی په لاندې برخو کې ستونزې ولري کولای شي زمونږ کلينيک ته مراجعه وکړي او زموږ له خدماتو څخه ګټه پورته کړي.

۱: د هاضمي سيستم ناروغۍ لکه د معدې زخم، H. pylori یا د معدې باکتریا، د کولمو پرازیتونه، د کولمو تحریک کوونکې ناروغي IBS، د کولمو التهابي ناروغۍ IBD، بواسیر، د ځیګر او پانقراس ستونزې، تور او سپین زیړی.

۲. د داخله او اندوکراین ناروغۍ لکه د وینې لوړ فشار، د وینې غوړ، د شکر ناروغي، د شکر اړوند ستونزې، او روماتیزم.

۳: جنسي ناروغۍ لکه زر انزال کېدل، د تناسلي کمزوري، شهوت کموالي، بې اولادي، د پښتورګو، مثانې او پروسټات ستونزې.

دا د ناروغانو لپاره يو ځانګړی فرصت دی، چې د اغېزمنې درملنې او دقيقې مشورې په لټه کې دي.

🔹 دقیق تشخیص
🔹 اغېزمنه درملنه
🔹 تخصصي پاملرنه

👨‍⚕️ پوهندوی ډاکټر محمد ناصر سباوون
د داخله او انتاني ناروغیو متخصص او د پکتيا پوهنتون د طب پوهنځی استاد



☎️ شماره های تماس:
0777792697
0787748888
ادرس : قلعه نه قلعچه نزدیک سيد شهداء مسجد سرک کابل لوګر

✨ سلامتی شما اولویت ماست

مریضان که در بخش های ذیل مشکل دارند میتوانند به کلینیک ما مراجعه نموده و از خدمات ما مستفید شوند.

1: امراض سیستم هاضمه مانند زخم معده، H. pylori یا باکتری های معده، پرازیت های روده، سندروم روده تحریک پذیر IBS، امراض التهابی روده IBD، بواسیر، مشکلات کبد و پانقرانس، زردی سیاه و سفید.

2. امراض داخله و اندوکراین مانند فشار خون بالا، چربی خون، دیابت، مشکلات مرتبط به دیابت، و روماتیزم.

3: امراض جنسی مانند زود انزالی، اختلال نعوظ، کم میل جنسی، ناباروری، مشکلات کلیه، مثانه و پروستات.

این یک فرصت ویژه برای مریضان است که به دنبال تداوی موثر و توصیه های دقیق هستند.

🔹 تشخیص دقیق
🔹 تداوی موثر
🔹 مراقبت های تخصصی

👨‍⚕️ استاد داکتر محمد ناصر سباوون
متخصص امراض داخلی و انتاني



☎️ شماره های تماس:
0777792697
0787748888
آدرس: قلعه نو قلعچه جوار مسجد سید شهدا سرک لوګر کابل

ملګرو دغه لاندې عکس کې چې تاسو ته  ښکاري دا اکاونټ زما نه دی. له دې اکاونټ چې هر څه خپريږي ما پورې اړه نه لري. زه یوازې ...
26/04/2026

ملګرو دغه لاندې عکس کې چې تاسو ته ښکاري دا اکاونټ زما نه دی. له دې اکاونټ چې هر څه خپريږي ما پورې اړه نه لري.
زه یوازې يو فیسبوک اکاونټ Naser Sabawoon او يو پیج ډاکټر محمد ناصر سباوون لرم چې دا دواړه اکونټونه زما دې او دا لاندې اکاونټ په ما پورې اړه نه لري ، له تاسو څخه هيله کوم چې مسيج ته يې ځواب ور نه کړې او Report يې کړې
الله ج د دې ظالمانو ته د نيکو هدایت وکړي

23/04/2026

Address

Kabul
25000

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ډاکټر محمد ناصر سباوون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to ډاکټر محمد ناصر سباوون:

Share