
08/08/2025
د عبدالقادر احمد ويرجنه مړينه؛ لنډ تأثر!
وحيدالله مصلح
اوه ويشت کاله مخکې موږ سره ملګري شو، دغه مهال زه د ننګرهار طب پوهنځي په لومړي صنف او ډاکټر احمد په دريم کې وو، دا ملګرتيا د يوه فکر او نظريې پر بنسټ رامنځته شوه، موږ د اسلامي حرکي فکر په لټون کې واقع وو، څو محدود کسان وو چې انفرادي حرکي سوچ دانه دانه راټول کړو، اصلاً د اسلامي کار فکر کېدای شي انفرادي راپيدا شي خو داسې متره لري چې بيا يې فردي نه پرېږدي، د اسلام اساس پر اجتماعي تحرک ولاړ دی، په همدې وختونو کې د ليليې پر بام مو له يوه ملي ګرا سره بحث و، ويل يې چې اسلام اصلاً اجتماعي دين نه دی، د هر فرد خوښه ده چې څه کوي، هلته مو ډېر بحثونه وکړل او ورته مې ويل چې د اسلام اجتماعي نظم چې په خپل کلي ولس، مسجد، رمضان، حج او په هره موقعه کې ګورې نو دا څه دي؟... په هر صورت زموږ د څو ملګرو انفرادي سوچونه شريک شول او د ملګرو يوه مجموعه رامنځته شوه، په دې مجموعه کې سيد خالد راشد، عبدالولي يوسفزی، عبدالقادر احمد، محمد طاهر خان چې هغه مهال يې شينواری تخلص و، عبدالغني ابراهيمي، زاهد الله ريښتيانی، محمد همايون لودين، حکيم الله عابد، عبدالقوي، شفيع الله شګيوال، زه او څه نور ملګري وو. دا چې چا څوک او څنګه پيدا کړل، دا په زړه پورې کيسه ده او کېدای شي ملګري به يې د خپل ژوند په خاطرو کې يادونه وکړي، دغه مهال د مولانا او محمد طاهر خان ملګرتيا ډېره غښتلې او مينه ناکه وه، زموږ ټولو به پرې رخه راتله...
زموږ د ملګرو ډېره بې غرضه، مينه ناکه او هدفي ملګرتيا وه، موږ د خپلو درسونو تر څنګ فکري مطالعې درلودې او د اسلامي حرکت بېلابېل کتابونه به مو په انفرادي او اجتماعي ډول مطالعه کول، فرهنګي فعاليتونه، د جمعې پابندي، د ثوابي روژو تسلسل، د ذکر او مآثوره دعاګانو لوستل او د اسلامي فکر توسېع زموږ د هغه مهال له مهمو فعاليتونو وو. کوم ملګري چې دغه مهال په ننګرهار پوهنځي کې وو نو د طب پوهنځي مياشتينۍ فرهنګي راټولېدنې به يې په ياد وي.
په هر صورت زموږ ملګرو هر يوه ځانله ځانله ښکلې ځانګړنې درلودې، په موږ ټولو کې عبدالقادر په تعبدي برخه کې ځانګړی و، نوموړی له همغه تازه ځوانۍ څخه متشرع انسان و، ښايسته ګڼه ږيره يې درلوده، تل به پر اوداسه و، په لومړي صف کې به و، د ذکر، مآثوره دعاګانو او تلاوت عادي و، د ثوابي روژو پابند و، او په ژوند کې د حسنه اخلاقو هنداره وه. د دې ټولو ځانګړتياو په لرلو سره عبدالقادر د ټولو ملګرو تر منځ په مولانا مشهور و، عبدالقادر به ډېر کم ملګري پر "احمد" پېژني خو اکثره ملګرو به هغه پر "مولانا" پېژانده.
وروسته بيا دغه ډېری ملګري د افغانستان اسلامي طبي ټولنې-ايما په اډانه کې پر روغتيايي رضاکار ماموريت راټول شول، ډاکټر عبدالقادر د ايما يو فعال او لله فی الله رکن او مشر و، هغه دا څو کلونه په هرات کې و او د هرات له ايما سره په منظمه اړيکه کې و، له دې سره په څنګ کې هلته د غالب پوهنتون مشري هم ور تر غاړې وه، په اسلامي دعوتي برخه کې هم خورا فعال و.
مولانا دا څو کلونه د سرطان له ځپونکې ناروغۍ سره لاس او ګرېوان و، خو په دې ټول ژوند کې هغه شاکي نه و، هغه هيله من و او د خپل رب په رضا يې رضا وه، هيڅکله يې له خولې اوف نه وتلو، په دا وروستيو کې يې چې مريضي سخته شوه، زموږ د ملګرو په ګروپ کې يې د دعا د غوښتنې مسج پرېښی و، اواز يې د زهير ځان او سخت رنځ انعکاس درلود او موږ ټول په زړونو کې سخت ودردېدلو. هغه د تداوۍ لپاره له هېواده بهر ولاړ، څو ورځې مخکې بېرته راستون شو، مريضي يې سخته شوې وه، د هرات ايما يې په ډېر اخلاص پوښتنه اېږنه او عيادت کولو، د کابل نه ايما ورسره په اړيکه کې و او د عيادت لپاره يې د ايما په استازيتوب ډاکټر سيد خالد راشد او ضيا الرحمن حسن خېل صاحب هم په دې اونۍ کې هرات ته ورغلي وو.
اصلاً دا نړۍ د سفر يوه داسې لاره ده چې انسان پرې د خپل ژوند کوچنيوالی، تنکی زلميتوب، ځواني او پيري په منډه منډه وهي او ځي، خو ډېره نامراده او ځپونکې لار ده؛ څوک په کوچنيوالي، څوک په ځوانۍ او څوک په پيرۍ کې له مزله غورځوي، ډاکټر عبدالقادر هم دغسې په دې لاره تر پيرۍ مخکې راوغورځېده، هغه ولاړ خو د خپلو ملګرو زړونه يې ځان پسې داغداره پرېښودل، د ډاکټر احمد ملګري په هغه پسې د ماتم غمجنې شېبې لري خو زموږ د عقيدې عمده برخه دا ده چې د اخرت ورځ شته، خير او شر به تلل کېږي او تر مرګ وروسته به راژوندي کېږو، دا هغه څه دي چې زموږ زړونه ټکوروي او خپل راتلونکي ژوند او د ستر څښتن بښونکي ذات ته هيلې لرو.
د کريم او بښونکي رب له دربار څخه دعا غواړو چې مولانا ته د دې ټول اوږده دعوتي ژوند نېکې بدلې ورکړي، د دې سختې ناروغۍ اجرونه دې ور په برخه کړي، او الله تعالی دې ورسره د عفوې معامله وکړي او جنت فردوس يې ځای شه.