
20/04/2025
کله چې یو فارمسست له یو مشتری سره خبرې کوي،
نو ځینې خبرې او معلومات شته چې ډېر مهم او لازمي دي.
دلته یې یو لړ مهم ټکي درته وړاندې کوم:
1. د دوا نوم او مقصد
دا دوا د څه لپاره ده؟
څنګه کار کوي؟
2.د کارولو طریقه
څنګه او کله یې استعمالول دي؟ (مقدار، وخت، د خوراک دمخه یا وروسته)
د استعمال موده څومره ده؟
3. جانبي عوارض
کوم احتمالي جانبي تاثیرات لري؟
که جانبي تاثیرات راغلل، څه باید وشي؟
4. ممنوعیتونه او احتیاطات
که امیندواره یا شیدې ورکونکې ښځه وي، باید دوا واخلي که نه؟
که کومه بله ناروغي یا دوا هم ورسره کاروي، څه باید وشي؟
5. دواساتنه (Storage)
دا دوا باید په کوم ځای کې وساتل شي؟ (مثلاً: یخچال کې که نه، له رڼا یا لندوالي لرې)
6. د ختمیدو نېټه او د تجدید اړتیا
دا دوا به کله پای ته رسېږي؟
ایا بیا د ډاکټر نسخه ته اړتیا ده؟
7. د فارمسست د تماس معلومات
که مشتری کومه ستونزه پیدا کړي، څنګه درسره تماس ونیسي؟