NaXari Dentistry

NaXari Dentistry Smile is salt of life so keep then on your mouth everytime.

دغاښ دسپيني برخي  خرابېدل څنګه شروع کيږي او څنګه کولئ سو مخه يې ونيسو؟دغاښ خرابېدل په څو مرحلو کي صورت نيسي چي ديو کوچني...
27/11/2023

دغاښ دسپيني برخي خرابېدل څنګه شروع کيږي او څنګه کولئ سو مخه يې ونيسو؟

دغاښ خرابېدل په څو مرحلو کي صورت نيسي چي ديو کوچني سوري په پيدا کېدو سره شروع کيږي تر زيات تخريب پوري چي په لمړيو کي د تور داغ دپيدا کيدو سره کولئ سو په اساني سره يې مخه ونيسو
دغاښ سطحه يو سخته معدني برخه ده کله چي دباکترياوو اسيد ورباندي حمله کوي ددې کلکي سطحي درنګ دتغير سبب ګرځي چي دا لمړني نښه دخرابېدو ده.

دغاښ مينا.
دانسان په بدن کي يوه سخترينه ماده ده چي کريستال لرونکي موادو چي دهايدروکسي اپاتيټ په نامه ياديږي جوړه سوې.
دمينا طبيعي رنګ له روښانه زيړ څخه تر سپين خاکستري ته مايله پوري فرق کوي.
مينا ژوندي سلولونه نلري چي په ابتدا کي دخرابېدو په صورت کي انسان دهغه درد حس کړي چي داسيدو په واسطه په ارامي سره تخريب زياتيږي ترڅو عصب يا پولپ ته نږدي سي .
دخولي باکترياوي:
ستريپتوکوکس ميوټانيس يو له عمده باکترياوو څخه شميرل کيږي چي دغاښ دخرابېدو يا چينجي وهلي سبب ګرځي او دا باکترياوي اکثره په خوله کي موجودي وي چي دقندي موادو اونشايستي په موجوديت کي دغاښ په سطحه دپلاک په شکل تجمع کوي او په تدريج سره نوموړي مواد داسيد لکتيت په شکل تبديلوي چي دغاښ سطحه خرابوي .

دغاښ دسطحي دخرابيدو مراحل:

په ابتدا کي خرابوالي قابل دبرګشت يا ګرځيدو وي چي سوري په اساني سره د داکټر په واسطه له منځه ځي او دوباره ترميميږي په لمړويو کي اسيد کوم چي دغاښ په سطحه نښلي په سپين رنګ وي چي حتا دبرس کولو سره هم له منځه ځي په دوهمه او دريمه مرحله کي بيا رنګ له سپين څخه قهويي ته تغير کوي او وروسته توريږي او توروالي داخل ته انتقاليږي چي دنه تداوي په صورت کي سوري نور هم غټيږي او غاښ درد شروع کوي چي بيا يي تداوي هم څه مشکله کيږي.

دمينا دتخريب څخه مخنيوي:

د مسواک کريم او برس استعمال کولي سي چي باکترياوي دغاښ دسطحوڅخه لري او دتخريب مخنيوي وکړي همدارنګه دهغو کريمو استعمال چي په ترکيب کي فلورايد ولري دغاښ دتخريب څخه مخنيوي کوي همدارنګه دتار استعمال د موت واش استعمال هم کولي شي چي دپورتني حالت درامنځته کيدو څخه مخنيوي وکړي .

#کاپي

ولې دغاښونو منګ رامنځته کیږي؟که پاک نشي تاوان یې څه ده؟لیکنه ډاکټر نيک محمد نظريولې منګ رامنځته کیږي؟👇🏻1-دغاښونو نه بورس...
23/02/2023

ولې دغاښونو منګ رامنځته کیږي؟
که پاک نشي تاوان یې څه ده؟
لیکنه ډاکټر نيک محمد نظري
ولې منګ رامنځته کیږي؟👇🏻
1-دغاښونو نه بورس کول
2-په زیاته اندازه دچسپناکو او خوږې غذاګانو خوړل
3-دکریم نه استفاده کول
4-دغاښونو دتار نه استفاده کول
5-کاږو غاښونو نه سمول یاغیر منظم غاښونه
6-په ټاکلې وخت دغاښونو دچیک کولو لپاره ډاکتر ته نه ورتګ
که منګ پاک نشي لاندې تاوانونه به رامنځته کړي👇🏻
1-دخولې بدبویي
2-دغاښونو چینجن کیدل
3-دوریو وینې کیدل
4-دوریو ښویدل یا دغاښونو دريښو څرګندیدل
5-دوریو امراض یا دوریو التهاب
6-دژامې هډوکې زیانمنیدل
7-قلبی او عروقی امراض
8-دښکلا له نظره بد معلومیدل
تاسو پوه شوئ چې دمنګ موجودیت نه یواځې غاښونو ته تاوان رسوي بلکې زموږ روغتیا هم زیانمنوی.
ممکن دمنګ له پاکولو وروسته څو ورځې دغاښونو بریښ موجود وي خو دډاکټر مشورې مطابق دحساسیت ضد کریم او موت واش څخه استفاده کول دغه حالات له منځه وړي.
—————————پ
پته:کابل ارزان قيمت ګمرک سړک يا ګمرک ته نارسيده مشال او پې ډې کلينيک
اړیکه:0782323610

Address

Kabul

Opening Hours

Monday 01:00 - 18:15
Tuesday 09:00 - 19:00
Wednesday 09:00 - 19:00
Thursday 09:00 - 19:00
Saturday 03:00 - 18:15
Sunday 00:00 - 18:15

Telephone

+93782323610

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when NaXari Dentistry posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to NaXari Dentistry:

Share