01/12/2023
*د رنیټیډین Ranitidine استعمال بند شو!*
لاندې هغه څو لاملونه دي چې د خوړو او درملو ادارې له لورې رنټیډین منع شول:
په رنټیډین کې د کېنسر پيداکوونکي مادې چې NDMA (N-Nitrosodimethylamine) نومېږي، کچه ډېره لوړه ده، دا د انسانانو د سرطان يو لامل کارسينوجن دی. کارسينوجن هغه مواد دي چې د کېنسر امکان او پرمختګ زياتوي.
د رنيټډين په اړه لومړنۍ اندېښنې د سپتمبر په ۲۰۱۹ کې راپيدا شوې، FDA د دې ټسټ وکړ، نو په لومړيو کې يې د NDMA ټيټه کچه په دې توليداتو کې پيدا کړه، د دې پايلو پر اساس FDA له خلکو وغوښتل چې د دې پر ځای نور بديل درمل وکاروي.
که څه هم دا ټسټونه د ۲۰۱۹ تر پايه او بيا تر ۲۰۲۰ کال پورې روان وو. د درېمې کچې لابراتوارونو په دې اړه نور معلومات هم ورکړل او و يې ښودله چې که رنيټيډين په عادي حرارت کې وساتل شي، نو د NDMA کچه په کې نوره هم لوړېږي. څومره چې پرې وخت تېرېږي، د دې کارسينوجنيک مادې مقدار په کې لوړېږي.
NDMA- په لومړي ځل په لومړي ځل په ۲۰۰۶ کې د روغتيا نړيوال سازمان له لورې وپېژندل شوه چې سرطان پيدا کوي، خو دا معلومات تر اوسه پورې نه وو چې ګنې په رنيټيډين کې هم دا مواد شتون لري. NDMA (N-Nitrosodimethylamin)په ځينو حالاتو کې د څښاک په ککړو اوبو کې هم پيدا کېږي.
د ۲۰۲۰ کال په اپرېل مياشت کې د رنيټيډين راغونډول نور هم پراخه شول، FDA يا د امريکا د خوړو او درملو ادارې دا پرېکړه وکړه او په دې اړه يې لاندې سپارښتنې وکړې:
توليدوونکې کمپنۍ دې له بازار څخه خپل توليدات راغونډ کړي، مشتريان دې د رنيټيډين کارول بند کړي، ډاکټران بايد له ناروغانو سره مرسته وکړي څو د رنيټيډين پر ځای بل بديل درمل وکاروي، همدارنګه د رنيټډين کارول بايد د ډاکټر په نسخه او بدون له نسخې دواړو حالاتو کې بند شي.
رنيټيډين د کېنسر لاندې ډولونه پيدا کولای شي:
د مرۍ کېنسر، د معدې کېنسر، د کولمو کېنسر، د پښتورګو کېنسر، د ځيګر کېنسر، د پانکراس کېنسر، د مثانې کېنسر...