24/04/2023
📜 ليکنه: ولې مو تور زېړی نېسي؟ مخنېوی او درملنه يې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تور زیړی، سپین او زیړ زیړی، چې په طبي کلماتو کې ورته Hepatits A,
Hepatites B ,Hepatites C ورته وایي، دغه یوه خطرناکه او د نه درملنې په صورت کې مرګونې مریضي ده؛ یا په لنډه توګه دغې ناروغۍ ته د ځېګر ناروغي هم وایي.
په دغه لنډه لېکنه او ژباړه کې ددې وژونکي ناروغۍ په لاملونو، ستونزو او حل لارو او همداشان ددې ترڅنګ دا هم درته په ګوته کوو چې ایا له یو انسان نه بل انسان ته انتقالیدونکې ناروغي ده او کنه؟ لاندې یې ولولئ.
وړاندې په لیکنه کې درته د تور زیړی، سپین زیړی او زیړ زیړي په اړه یو څه واضیح شوي، چې دا یوه د ځېګر یا پېښتورګو داسې ناروغي ده چې د نه درملنې او تداوۍ په صورت کې مو ښایي ژوند واخلي.
ایا دغه ناروغي انتقالیدونکې ده؟ یا له یو انسان نه بل ته انتقال کوي؟
هو دغه یوه انتقالیدونکې ناروغي ده چې یوازې په لاندې موردو سره په اسانۍ یو انسان نه بل انسان ته د لیږد وړ ده.
- د جنسي اړیکو په ټینګولو د انتقال وړ ده.
-د مور نه ماشوم د شیدو په ورکولو سره هم انتقالیدونکې ده.
-هغه څوګ چې په دغه ناروغۍ اخته وي نو ددې وسایلو له لارې هم ورته انتقالیږي لکه، ستن لګول، قاشوغې استعمال او د نیډل له لارې ورته په اسانۍ سره انتقالیږي.
-هغه څوګ چې په دغه ناروغۍ اخته وي د هغه وسایلو استعمالول هم ددې ناروغۍ سبب کیږي لکه: د غاښونو برس استعمال، د خریلو ماشینونو له لارې او د اسې نور شیان....
څه ډول تاسو پرې ککړېږی؟
زیاتره خلک پدې ناروغۍ اموخته وي خو دوی نه پوهیږي چې ایا موږ پدې ناروغې ککړ یو کنه، نو ددې لپاره چې په اسانۍ سره پوهه شوي وو نو لاندې یې نښې،نښانې درته ښیو.
-اوویا(۷۰) فیصده ککړ خلک به تبه، ستړیا، بې اشتهایي، کنګې کول، د نس درد، تور رنګه ادرار، زیړ رنګه عایطه مواد، بندونو درد او د پوستکي زیړ د پوستکي رنګ او نور...
تشخیص Diagnosis:
په هغه صورت کې ددې ناروغۍ درملنه کیدونکي ده چې لاندې نښې ولری:
-درملنه یې په هغه وخت کې اسانه کیدلای شي، چې تازه دمه پرې ککړ وی یا یې وخت زیات نه وي تېر شوی.
-لدې ناروغۍ وروسته نورو ناروغیو باندې نه وی ککړ شوي.
-یا مو ددې وژونکې ناروغۍ په مقابل کې واکسین کړي وي.
تداوي یا درملنه یې:
که چیرته یو څوګ پدې خطرناکه ناروغي ککړ وي نو په منظمه توګه باید د یوه متخصص ډاکټر د تداوۍ لاندې ځان کنترول کړي، تر څو ځېګر او پېشتورګې یې لاتخریب نشي او په وخت یې مخنیوی شوی وي.
په دې ناروغۍ ککړ انسان دې منظم د خپلې ناروغۍ ټېسټونه وکړي او که چېرته ټېسټونه مثبت وو نو د متخصص ډاکتر لارښونې دې تعقیب کړي تر څو چې له دې وژونکې ناروغۍ يې ځان ساتلی وي.
زیاتې اوبه وڅښی، ارام وکړی، درونده کارونو څخه ځانونه وساتئ او پرهېز وکړی تر څو جوړ واوسی.
MLT Insaf A***n Khan
0764098574