ډاکټراختیارخپلواکDr Akhtyar khpalwak

ډاکټراختیارخپلواکDr Akhtyar khpalwak Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from ډاکټراختیارخپلواکDr Akhtyar khpalwak, Doctor, کابل ارزان قیمت دوهمه څلورلاری دریم بلاک لغمان ټاور ته مخامخ دکمال احمدزی درملتون, Kabul.

راتلونکي شنبی یا یکشنبي شپه د برات شپه ده: (چانس دلاسه مه ورکوئ)د شعبان ۱۵مه (برات) هغه شپه ده کومه چې په دې شپه کې الله...
22/02/2024

راتلونکي شنبی یا یکشنبي شپه د برات شپه ده: (چانس دلاسه مه ورکوئ)

د شعبان ۱۵مه (برات) هغه شپه ده کومه چې په دې شپه کې الله ﷻ ته د انسانانو د تیرکال اعمال وړاندې کیږي.

امام حسن بصري رحمة الله علیه به پدې شپه کي په لړزه وو، او وارخطا به وو ویل به یې د برات شپه ده زما اعمال الله ﷻ ته وړاندې کیږي ، الله ﷻ خبر پایله به یې څه وي! په دې شپه انسان ته روزي ، روغتیا ، ناروغي ، تندرستي او ټول شیان د انسان د راتلونکي کال لپاره تعین کیږي.

حضرت علي رضی الله تعالی عنه به په دې شپه د باندې راووت او په ژړا یې، اسمان ته کتل او ویل به یې اې الله ﷻ نن تاته اعمال وړاندې کیږي، چې د علي اعمال به الله ﷻ خبر څنګه وي؟

صحابه راغلل له رسول الله ﷺ څخه یې و پوښتل، چې
اې د الله تعالی رسوله کله چې د شعبان ۱۵ شپه شي نو ته هغه په عبادت او ویښه تیروې او د شعبان ۱۵ ورځ روژه نیسې دا د څه لپاره ده؟
د اللهﷻ رسول ورته وفرمایل: زه د شعبان د میاشتې په ۱۵ ورځ د دې لپاره روژه نیسم چې په دې ورځ د انسان عملنامه سپینه وي او دا مې خوښیږي چې زما د عبادت شروع په عملنامه کې په روژه باندې وشي، د شعبان د میاشتې ۱۵مه شپه کې ددې لپاره عبادت کووم او په ویښه یې تېروم چې دا مې خوښیږي چې کله مې الله ﷻ ته د کال په اخیر کې اعمال وړاندې کېږي نو هغه مې هم په عبادت کې تیره شي او په عملنامه کې مې اخیر عمل عبادت وي

د رسول الله ﷺ سنت دا وو چې کله به د برات (شعبان ۱۵) شپه را رسیدله نو دوی به جنت البقیع ته تلو او شپه به یې هلته په عبادت تیر وله.

عایشه(رض) وایې پدې شپه به چې کله رسول الله ﷺ عبادت کوو او کله به یې چې سر په سجده کیښود دومره به یې اوږدوله چې ما به ویل چې اللهﷻ مه کړه د هغه روح قبض شوی دی، لاس مې د رسول الله ﷺ پښې ته ور وړاندې کړ چې کتل مې د مبارک پښې ټکان وخوړ وروسته پوه شوم چې هغه ﷺ ژوندی دی او بیا مې خپل غوږ د هغه خواته ور نیږدې کړ چې په سجده کې ژاړي او دا دعا کوي (یا الله ﷻ پنا غواړم ستا د عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا د قهر او عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا په طرف او حرکت کوم ستا طرف ته، خدایه ستا شان چې لایق د عبادت دی مونږ هغه قسم عبادت ندی، کړی.

ياده شپه د خلاصون شپه هم ياديږي يعنې د ګناه نه د خلاصون شپه، ددې شپې خاص عبادت د احاديثو مبارکو په رڼا کې په لاندې ډول دي :

1:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس لوستل او د ايمان لپاره دعا کول.

2:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس بيا د حلال رزق لپاره دعا کول.

3:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس او بيا د لوى عمر لپاره دعا کول.

(د برات په شپه د راتلونکي کال تقدير هم ليکل کيږي)
نوټ: دوستانـــو مخکی یی شیر کړی
که هرڅوک په دغه شپه عبادت اودورځی روژه ونیسی نو تاسی به هم الله ج پوره پوره اجرونه درکړی.
په خپلو دعاګانو کي ما عاجز بنده هم ياد لری ملګرو.

 #بی اشتـــهایی  ( Anorexia ) کله چې د انسان لوږه کمه شي، خوړو ته یې زړه نه کېږي او ژر نه وږی کېږي، نو دغه حالت ته د اشت...
22/10/2023

#بی اشتـــهایی ( Anorexia )
کله چې د انسان لوږه کمه شي، خوړو ته یې زړه نه کېږي او ژر نه وږی کېږي، نو دغه حالت ته د اشتها کموالی یا Anorexia ویل کېږي.

ولې د اشتها کموالی رامنځته کیږي؟

د څېړونکو په باور، د ویټامین B1 یوه مهمه دنده د لوږي او مړېدو د احساس تنظیم دی، چې د دې ویټامین په کمښت سره د اشتها کموالی رامنځ ته کېږي.

د اشتها کموالی اکثره وخت د تبې له واقع کېدو سره سم پېدا کېږي، د سګرټو، نسوارو او پان له استعمال سره هم پېدا کېږي.

د هغو خوړو استعمال چې له هغې سره ژبه وچه او د لاړو افرازېدل کمېږي هم دا ناروغي واقع کېږي.

وَمَآ أَرْسَلْنَٰكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَٰلَمِينَد خوږ پېغمبر حضرت محمد ﷺ د زوکړې ورځ دې ټولو مسلمانانو ته مبارکه وي ...
27/09/2023

وَمَآ أَرْسَلْنَٰكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَٰلَمِينَ
د خوږ پېغمبر حضرت محمد ﷺ د زوکړې ورځ دې ټولو مسلمانانو ته مبارکه وي

د بشريت ستر لارښود رسول الله مبارک ﷺ هغه مهال دنیا ته راغی ،چې ناپوهۍ او تورو تيارو خپل څادر غوړولی و، ظلم زياتی او بې عدالتۍ اوج ته رسېدلې وې.
رحمت للعالمین (ص) داسې يو جامع قانون ځان سره راوړ چې بې عدالتۍ او ناپوهۍ يې له مینځه یوړې او نه یوازی مسلمانانو بلکی ټول بشریت ته یې لاره روښانه کړه.

زر ځله شکر چې موږ يې په امتيانو کې حساب يوو او د قيامت په هغه لویه ورځ به د خپلو امتيانو لپاره شفاعت هم کوي زموږ همدا خوشالي او سرلوړي بس ده.
که صورت د محمد ﷺ نه وای پيدا
پيدا کـړې به خدایﷻ نه وه دا دنيا
اَللّهُمَّ صَلِّ عَلي مُحَمَّد وَعَلي آلِ مُحَمَّد، کَما صَلَّيْتَ عَلي إِبْراهيمَ وَعَلي آلِ إِبْراهيمَ إِنَّکَ حَميدٌ مَجِيدٌ

*برای نوزادان آب ندهید !**برای نوزادان ( الی ۶ ماهه ) نباید حتی مقدار بسیار کم آب بدهید. گرده نوزادن تا ۶ ماهگی بسیار کو...
03/05/2023

*برای نوزادان آب ندهید !*

*برای نوزادان ( الی ۶ ماهه ) نباید حتی مقدار بسیار کم آب بدهید. گرده نوزادن تا ۶ ماهگی بسیار کوچک است و توان تصفیه آب را ندارد. با دادن آب به نوزادان آب وارد دوران خون کودک شده و باعث پندیدن مغز و نهایتاً حتی باعث مرگ نوزاد میشود.*

*حتی اگر ماه های گرم تابستان هست برای نوزاد بجای آب کوشش نمایید شیر مادر، شیر خشک/تازه زیادتر بدهید و تشنه گی اش را رفع کنید. مقدار آب را در شیر خشک/تازه هم زیاد نسازید و به اندازه مناسب اش نگهدارید.*

*بعد از ۶ ماهگی الی ۱ ساله گی گاه گاهی به مقدار بسیار کم (نیم قاشق چای خوری) آب بدهید تا بدن نوزاد کم کم به آب آشنا شود.*

*بعد از ۱ ساله گی و زمانی که طفل شروع به خوردن غذای جامد کرد میتوانید به گونه عادی به او آب هم بدهید. اگر فکر میکنید کودک تان مانند دیگر کودکان تا ۱ ساله گی درست رشد نکرده و هنوز کوچک است پس چند ماه دیگر هم آب دادن نورمال به نوزاد را به تعویق بیاندازید*

21/04/2023
صلات تسبیح لمونځ رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل تره عباس رضی الله عنه ته وايي : اې تره تاته داسې ډالۍ او تحفه در نه کړ...
17/04/2023

صلات تسبیح لمونځ

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل تره عباس رضی الله عنه ته وايي : اې تره تاته داسې ډالۍ او تحفه در نه کړم چې الله جل جلاله ورسره ټول ګنهاهونه ( واړه ، غټ ، ښکاره ، پټ ، مخکیني ، اوسني ، قصدا شوي وي او که خطأ ) معاف کوي ؟ هغه څلور رکعته د صلاة التسبیح دي .

ږیره خرونکو ته!۱- ږیره خرونکي د انساني فطرت خلاف کوي. (النسائي/5040).۲- ږیره خرونکي به د قیامت په ورځ د ږیره خرونکو په ص...
12/04/2023

ږیره خرونکو ته!

۱- ږیره خرونکي د انساني فطرت خلاف کوي. (النسائي/5040).

۲- ږیره خرونکي به د قیامت په ورځ د ږیره خرونکو په صف کې راپورته کیږي. (ابوداود/4031).

۳- د ښځو سره د مشابهت له وجي پر ږیره خرونکو د الله رسول لعنت ویلی دی.
(ابن ماجه/1904)

۴- د ږیره خرونکي سره الله تعالی د شریعت د حدودو د اوښتو له وجي محبت نه كوي. (البقره/190).

۵- ږیره خرونکي د ښځو سره د مشابهت په لویه ګناه اخته دي.
(مسند احمد/3151)

۶- ږیره خرونکي په ښکاره د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د احادیثو مخالفت کوي.

۷- ږیره خرونکي څلرویشت ساعته په ګناه اخته دي.

۸- د قیامت په ورځ به د امت مؤمنانو ته بخښه وسي مګر ښکاره ګناه کونکو ته به بخښه ونه سي. (صحيح البخاري/6061).

۹- ږیره خرونکي د کفارو سره مشابهت کوي.(ابوداود/4031 ).

۱۰- ږیره خرونکي عملاً د نبي کریم صلی الله علیه وسلم او د ټولو انبیاء علیهم السلام مخالفت کوي.
(تلک عشرة کاملة).

الله عزوجل دي ټولو مسلمانانو ته توفیق ورکړي چې دغه نبوي محبوبه طریقه عملي کړي.
(بقلم اخوکم ابو تو....)

د لیلة القدر په هکله نوي علمي معلومات :علمې څېړنو جوته کړي چي هره شپه له اسمانه د زمکي په لور له ۱۰۰۰۰ څخه نېولي تر ۲۰۰۰...
11/04/2023

د لیلة القدر په هکله نوي علمي معلومات :

علمې څېړنو جوته کړي چي هره شپه له اسمانه د زمکي په لور له ۱۰۰۰۰ څخه نېولي تر ۲۰۰۰۰ پوري د ستوریو ډزي کېږي خو د لیلة القدر په شپه یو ستوري هم وېشتل نکوي.
سبحان الله !!!.

د امرېکا د علمي څېړنو مرکز ناسا دا علمي حقیقت لس کاله مخکي کشف کړی خو د ځېنو وجوهاتو په اساس يې پټ ساتلی هغوی وايي چي درمضان په وروستيو لسو شپو کي يوه شپه داسي ده چي ستوري پکي د زمکي په لور وېشتل نکوي.

دا خبره په مصر کي د هيئة الإعجاز العلمي للقرآن والسنة د علمي ټولني مشر دكتور عبد الباسط محمد السيد په یوه مرکه کي کړي چي د په ۲۰۱۲ م کي د الجزائر په يوې ورځپاني "جريدة الشروق الجزائرية" کي خپره شوي هغه وايي.
ناسا د لیلة القدر ځېني حیرانوونکي حقائق معلوم کړي خو له خلکو يې ځکه پټ ساتلي دي چي بیا به نړۍ ټوله مسلمانان شي .

کارنار د فضايي څېړنو یو ستر عالم دی، هغه چي کله دفضا په هکله معلومات را ټولول نور يې ونشوای کړای چي ځان په واک وساتي او بربنډه يې کړه چي اسلام حق دين دی کله چي هغه ته جوته شوه چي د زمکي دفضايي پوښ کوني وړانګي تر اټومي وړانګو ډېري خطرناکي دي او فضا ته توغول شوي توغندویونه نشي کولای دا پوښ څېري کړي ځکه چي سوځل کېږي.

هو د زمکي پدې غلاف کي یوه دروازه یا کړکېن شته چي موندل شوي او (وان ألان) نومول شوي کارنار وايي چي دا کوم نوی انکشاف ندی ځکه چي دا دروازه لا مخکي د مسلمانانو په کتاب قرآنکرېم کي یاده شوي الله تعالی فرمايي:

( وَلَوْ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَاباً مِنَ السَّمَاءِ فَظَلُّوا فِيهِ يَعْرُجُونَ، لَقَالُوا إِنَّمَا سُكِّرَتْ أَبْصَارُنَا بَلْ نَحْنُ قَوْمٌ مَسْحُورُون َ)
او كه پر هغوى مو د اّسمان كومه دروازه پرانستى وى نو (ټوله ورځ) په هغه كې ورختلاى او خامخا به يې ويل چې يقيناً زموږ سترګې تړل شوې دي، بلكى موږ داسې خلك يو چې كوډې راباندې شوې دي .

هغه سمدلاسه په ناسا کي خپله دنده له لاسه ورکوي او د اسلام په دېن مشرف کېږي، کارنر نور په اسلام کي خپلو علمي څېړنو ته دوام ورکوي، هغه د حجر اسد ښکلول او یا ورته اشاره کول څېړي، هغه وايي چي حجر اسود دا ځانګړتيا لري چي چا هم مخکي او اوس ښکول کړي او یا يې اشاره ورته کړي هغوی ټول يې ثبت کړي او ثبتوي يې.

هغه د حجر اسود يوه ټوټه تحليل کړي چي حجر اسود په هر لوري د لنډو څپو ۲۰ پټي وړانګي چي نه لېدلي کېږي لېږي او هره وړانګه له لس زرو (۱۰۰۰۰) کسانو څخه لاره باسي،

د کارنر دڅېړني حقیقت امام شافعي رحمه الله هم ذکر کړی وايي:
هرڅوک چي مکې مکرمې ته د حج او یا عمرې لپاره ورشي حجر اسود يې يو ځل نوم ثبتوي او بیا چي هر څومره زیات حجونه عمرې او یا طوافونه کوي د هغو د شمېر په اندازه يې له نوم سره نښي ثبتوي .

عبادة بن الصامت رضي الله وايي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل
:"إن أمارة ليلة القدر أنها صافية بلجة ، كأن فيها قمراً ساطعاً ، ساكنة ساجية ، لا برد فيها ولا حر ، ولا يحل لكوكب أن يرمى به فيها حتى تصبح ، وإن أمارتها أن الشمس صبيحتها تخرج مستوية ليس لها شعاع ؛ مثل القمر ليلة البدر ، ولا يحل للشيطان أن يخرج معها يومئذ" .أخرجه أحمد (5/ 324)

دليلة القدر د شپې د پېژندلو نښه داده چي اسمان روڼ وي هوا خوږه وي لکه سپوږمۍ چي پکي برېښي، ډاډمنه او ارامه شپه وي، نه يخني وي پکي او نه تودوخي، هېڅ ستوري ته د زمکي په لور د وېشتلو واک نه وي، سهار يې لمر دا سي را پورته کېږي لکه د څوارلسم سپوږمۍ او وړانګي نلري، شیطان ته په همدغه ورځ د وتلو اجازه نه وي.

اې پاکه ربه!! زمونږ عبادتونه قبول کړه او ددې ستري شپې په قبول شويو عبادتونو کي مو ونډه وکړه.
که هرچا ترآخره پوري لوستي وي نو کمینټ کې دی سبحان الله ولیکي.

١٢ نښې، چې تاسو اروایي فشار او ژور خپګان لرﺉ:١ـ هره ورځ سهار یو تکراري سبا ناری خورﺉ. ٢ـ  خپل نوکان ژو یﺉ. ٣ـ د هر کار ل...
04/04/2023

١٢ نښې، چې تاسو اروایي فشار او ژور خپګان لرﺉ:

١ـ هره ورځ سهار یو تکراري سبا ناری خورﺉ.
٢ـ خپل نوکان ژو یﺉ.
٣ـ د هر کار لپاره، ځانګړي تشریفات لرﺉ.
٤ـ هغه کارونه، چې باید ترسره یې کړﺉ، لیک لړ یې جوړوﺉ.
٥ـ د وخت تېرېدو ته پام نه کوﺉ.
٦ـ ټوله شپه په ویښه تېروﺉ.
٧ـ د ساعت له زنګ وهلو وړاندې را ویښېږﺉ.
٨ـ خپل کارونه هېروﺉ.
٩ـ له نورو څخه لارښوونې اخلﺉ.
١٠ـ د هر څه په اړه څېړنه کوﺉ.
١١ـ تل د وتلو دروازې ته نږدې کېنﺉ.
١٢ـ لږ چې له کوره لرې کېږﺉ، نو بېرته کور ته را ګرځﺉ، ترڅو یو ځل بیا هر څه چک کړﺉ.
که له پورته یادو شویو نښو نښانو څخه، ډېری یې په خپل ځان کې وینﺉ، نو له یوه اراپوه سره خبرې وکړﺉ.

هغه خلک چې د معدې ناراحتۍ، درد او هضمي ستونزو باندې اخته وي باید لاندې ټکو ته پام وکړي.هغه خواړه چې له خوړو یې باید ډډه ...
31/03/2023

هغه خلک چې د معدې ناراحتۍ، درد او هضمي ستونزو باندې اخته وي باید لاندې ټکو ته پام وکړي.

هغه خواړه چې له خوړو یې باید ډډه وشي:
1. غوړو کې سره شوي خواړه
2. مکروني، دغه خواړه په ځنډ هضمیږي.
3. له حده زیاتې یخې اوبه.
4. د سره شوي غوښې ډولونه.
5. د لبنیاتو محصولات لکه شیدې، مستې، پنیر، خواږه...
6. مالګه او زیاته مالګه لرونکي خواړه.
7. مساله لرونکي خواړه.
8. کاربن او ګاز لرونکي څښاک.
9. د سګرټو استعمال.
10. خام پیاز.
11. تور مرچ.
12. پخپل سري ډول د درملو استعمال.
13. اچار.
14. ګندنه.
۱۵. تور رنګ شوی چای.
16. تور بانجان.
17. خټکی.
18. قهوه.
19. شفتالو، ترشې الوچې.
20. نسوار، پان

په یاد ولرئ!
اضطراب، انديښنه، عصباني کیدل د معدې درد او ناراحتي زیاتوي.

شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُر آنُ🌙دغه دبرکتونه ډکه میاشت مو مبارک!
22/03/2023

شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُر آنُ🌙
دغه دبرکتونه ډکه میاشت مو مبارک!

Address

کابل ارزان قیمت دوهمه څلورلاری دریم بلاک لغمان ټاور ته مخامخ دکمال احمدزی درملتون
Kabul

Telephone

+93779310818

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ډاکټراختیارخپلواکDr Akhtyar khpalwak posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category