Afghan Doctor

Afghan Doctor Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Afghan Doctor, Doctor, Kabul.

07/05/2026

30/04/2026


23/04/2026



16/04/2026






دشکرې ناورغی اولنئ نښې او نښانې که چیرته کوم شخص زیاته تنده، زیاته لوږه، او تشو متیازو ته زر زر ځي نو حتما دې د شکرې نار...
13/04/2026

دشکرې ناورغی اولنئ نښې او نښانې
که چیرته کوم شخص زیاته تنده، زیاته لوږه، او تشو متیازو ته زر زر ځي نو حتما دې د شکرې ناروغی لپاره یو ټسټ اجرا کړي
#روغتیا #طب #معلومات

09/04/2026

#دماشومانودپښودردونه
#روغتیا
#معلومات
#طب

ستاسو د وېښتو توېیدو لامل څه کېدای شي؟که تاسو نارینه یاست یا ښځینه، د وېښتو توېیدل درته یوه ډېره عامه ستونزه ښکاري، خو ه...
29/03/2026

ستاسو د وېښتو توېیدو لامل څه کېدای شي؟

که تاسو نارینه یاست یا ښځینه، د وېښتو توېیدل درته یوه ډېره عامه ستونزه ښکاري، خو همدا موضوع د یوه شخص پر احساساتو اغېز کوي او بیا دا احساساتي اغېزه په ژوند کې په لویې ستونزې بدلېږي.

په هند کې د یوې ترسره شوې څېړنې له مخې، نژدې ۵۰٪ نارینه او ۴۰٪ ښځینه چې ۵۰ کلنۍ ته رسېږي د وېښتو توېیدو له ستونزې سره مخ کېږي.

د انسان په سر کې په اوسط ډول له ۱۰۰ تر ۱۵۰ میلیونو وېښتانو څخه هره ورځ له ۸۰ تر ۱۰۰ وېښتان توېیږي، خو که له دې څخه زیات وېښتان تویې شي، د اندېښنې وړ خبر ده.

د وېښتو توېیدل په عمده توګه په دوه ډوله دی. داغ لرونکی الوپیسیا او بل غیر داغ لرونکی الوپیسیا.

په داغ لرونکې الوپیسیا کې، د وېښتو پیاز په بشپړه توګه له منځه ځي او بیا وده نه کوي، خو په غیر داغ لرونکې الوپیسیا کې، پیاز روغ وي او د وېښتو بېرته وده امکان لري.

د وېښتو توېیدو لاملونه
ویښته توېیدل
د وېښتانو توېیدو ډیر لاملونه شته، چې د هر شخص له ژوند سره تړلي وي.

بله دا چې د وېښتو توېیدل د موسمي عواملو له امله هم کېدی شي.

په انفرادي لاملونو کې ممکن جینونه، یا د روغتیا اړوند عوامل شامل وي.

د وېښتانو د توېیدو ځینې لاملونه زموږ له کنټروله بهر دي او جنیټیکي جوړښت یې عمده لامل دی.

همدارنګه، د هورمونونو (انډرایډ الوپیسیا)، چې په نارینه وو کې عام دی او په ښځو کې نادر دی.

زیاتره مېرمنې د ماشومانو تر زیږون وروسته د هورمونونو د توازن کمښت له امله د وېښتو توېیدو سره مخ کېږي. په مېرمنو کې د وېښتو توېیدل د تایروییډ یا طبیعي هورمون بدلونونو له امله کېدای شي.

دغه راز د وېښتو توېیدل د ځینو درملو خوړلو یا ناروغیو له امله هم وي. چې خورا عام یې د سرطان ناروغۍ درملنې پر مهال د کیموتراپي او رادیوتراپي کارول دي.

د بدن معافیت ټېټېدل هم د وېښتو د توېیدو بل لامل کېدای شي ، چې یوازې د منظمې درملنې سره یې کنټرول ممکن دی.

ځینې فنګسي ناروغۍ یا ستونزې لکه د خارښت د وېښتو لپاره بله ستونزه ده. ذهني فشار یو بل لامل دی چې کېدای شي وېښته ورسره تویې شي.

د وېښتو غوړول او مساج ورکول اړین دي، خو د جیل یا سپرې دوامداره کارول بیا خطرناک
ویښته توېیدل
متخصصینو د وېښتو د ښې ودې او ساتنې لپاره د ځینو تدابیرو وړاندیز کړی دی

لږ تر لږه په اونۍ کې دوه ځله د ناریال په تودو تېلو د سر پوستکی مالش کړئ او بیا خپل سر ومینځئ.

ژر ژر خپله شامپو مه بدلوئ.

د ویښتو وچولو لپاره هر وخت دستمال مه کاروئ.

د خرابې هوا او دوړو په وخت کې سر پټ کړئ چې وېښتان مو سخت وچ نه شي.

وېښتان هر وخت خلاص یا پرانیستي مه پریږدئ.

په پرله پسې ډول پر وېښتو سټایلونه جوړول، د ښکلا لپاره د جېلونو یا سپرېګانو دوامداره کارول هم د وېښتو د توېیدو لامل کېدی شي.

تور، اوږده او ځلانده ښوی وېښتان د ښکلا سمبول ګڼل کېږي، خو که ستاسو وېښتان دا معیارونه نه پوره کوي، د دې پر ځای چې ورته اندېښمن شئ، پر هغه څه خوښ اوسئ چې لرئ یې، ځکه چې ان د تورو اوږدو وېښتانو لرونکي هم کله خپلو وېښتو ته د پاملرنې وخت نلري، ځي او خپل وېښتان لنډوي

25/03/2026

#داجباري وسواس ناروغي
#روغتیا
#طب

هګی د هګیو زیات خوراک په ځانګړی ډول د هګی د زیړ  کولای شی ستاسي په وینه کې زیانمن کولیسټرول زیات کړي او همدارنګه د زړه ن...
23/03/2026

هګی
د هګیو زیات خوراک په ځانګړی ډول د هګی د زیړ کولای شی ستاسي په وینه کې زیانمن کولیسټرول زیات کړي او همدارنګه د زړه ناروغیو او په شکره باندې د اخته کیدو چانس هم زیاتوي
#روغتیا
#هګی
#طب

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Doctor posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category