Dr Paimanullah Zwak

Dr Paimanullah Zwak 🩺تر ټولو غټه شتمني روغتیا ده نو د خپلې روغتیا ساتنه وکړئ ترڅو شتمن اوسئ!✨🫀🇦🇫😘✨ MT medical technology doctor in Kabul Afghanistan � paimanullah zwak

په نېږدې خپلوانو کې واده کول په اولادونو کې د ارثي ناروغيو خطر زياتوي لدې امله د طب له نظره په پرديو کې واده کول غوره دي...
27/06/2024

په نېږدې خپلوانو کې واده کول په اولادونو کې د ارثي ناروغيو خطر زياتوي لدې امله د طب له نظره په پرديو کې واده کول غوره دي.
@داکتر امان شمس
تصویر ده پام ګرځولو لپاره ده!
🫀🩺😘🇦🇫

د ګرمي په موسم کي (او ار ايس) پوړي په يونيم ليتر بوتل اوبو کي واچوي هر ځلي چي ماشوم تږي کيږي همدا اوبه ورکوي..له دي سره ...
23/05/2024

د ګرمي په موسم کي (او ار ايس) پوړي په يونيم ليتر بوتل اوبو کي واچوي هر ځلي چي ماشوم تږي کيږي همدا اوبه ورکوي..
له دي سره د ماشوم د وجود اوبه پوره کيږي په اسهالاتو کي کومک ورسره کوي.

*د کدو د ځړو ګټې*د کدو ځړي یو له هغو خواړو څخه دي چې انسان له مختلفو او مهلکو ناروغیو څخه په ژغورلو کې ډيره زیاته مرسته ...
21/05/2024

*د کدو د ځړو ګټې*
د کدو ځړي یو له هغو خواړو څخه دي چې انسان له مختلفو او مهلکو ناروغیو څخه په ژغورلو کې ډيره زیاته مرسته کوي.
دلته مو کدو د ځړو له ځینو روغتیايي ګټو سره اشنا کوو:
۱- زړه روغ ساتي: د ګیلاس څلورمه برخه د کدو ځړي د یوې ورځې لپاره بدن د مګنیزیم اړتیا پوره کوي او د انسان زړه په روغتیا کې مهم رول لوبوي. دغه خواړه د وینې لوړ فشار کنټرولوي، د زړه ناڅاپه درد مخنیوی کوي او زړه د حملې مخه نیسی.

۲- بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي: دغه خواړه د زینک یوه غوره منبع ده چې د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي او انسان له ډیرو ناروغیو لکه زکام، ریزش، تبه او ذهني فشار څخه ژغوري.

۳- د پروستات روغتیا نورماله ساتي: له ډیرو پخوا زمانو څخه دغه خواړه د نارینه روغتیا لپاره ډیر مهم ګڼل کیده. دغه خواړه زیاته اندازه زینک لرلو په اساس د پروستات ناروغیو مخه نیسي.

۴- د شکر خطر کموي: د څیړنو پر بنسټ د کدو ځړي په بدن کې د انسولین فعالیت کنټرولوي. دغه خواړه په بدن کې د قندي موادو اندازه نورماله ساتلو سره د شکر مخه نیسي.

۵- خوب اراموي: که غواړئ ارامه خوب ولرئ؛ نو له ویده کیدو څو ساعته وړاندې د کدو ځړي د میوې سره استعمال کړئ چې په بدن کې د تریپتوفان ضروري اندازه پوره کولو سره ستاسې خوب اراموي.

09/04/2024

درنو هیوادوالو نیکمرغه کوچنې اختر مو مبارک شه!
خدای تعالی مو لمونځونه، روژې، تراویح او ټول عبادتونه په خپل دربار کی قبول او منظور کړه.
رب تعالی دې دغه اختر د هیوادوالو د سوکالۍ او خوشحالې سبب وګرځوي.
🫀🩺😘🇦🇫

30/03/2024

کله چې د وينې د ګلوکوز اندازه 60 mg/dl ته ورسېږي، نو په ناروغ کې د ګلوکوز د کمبود ( Hypoglycemia) جسمي نښې نښانې (خوله، لړزه، کمزورتيا، د زړه ټکانونه او لوږه) پيدا کېږي او کله يې چې اندازه 50 mg/dl ته ورسېږي، نو په ناروغ کې د ګلوکوز د کمبود دماغي نښې نښانې ( ګنګسيت، سردردي، ناراحتي او د تمرکز نشتوالی) رامنځته کېږي او معمولاً له همدې څخه د ګلوکوز په ټېټېدلو سره ناروغ بې هوشه کېږي.

د مور مینه او د یو لیکوال کیسه کله چې په باران کې لوند خيشت کور ته ورسېدم؛ ورور مې وويل ولې دچتري در سره نه وړله؟ خور مې...
06/03/2024

د مور مینه او د یو لیکوال کیسه
کله چې په باران کې لوند خيشت کور ته ورسېدم؛ ورور مې وويل ولې دچتري در سره نه وړله؟ خور مې وويل ولې دې دباران تر اودرېدو صبر نه کاوه؟ پلار مې وويل صبر چې يخ دې ناروغ کړي بيا به درته معلومه شي، خو مور چې زما د وېښتانو په وچولو بوخته وه، ويې ويل: څه بې موقع باران وه چې ته يې لوند کړی يې!

🫀🩺😘🇦🇫

03/03/2024

سګريټ، چېلم او نسوار غاښونه او معده خرابوي او ډول ډول سرطانونه منځ ته راوړي. د وجود رګونه خرابولای شي او د زړه حمله او د ماغي سکته منځ ته را وړلای شي. روژه مبارکه تر بل هر وخت د پورته عملونو د پرېښودلو لپاره يوه ښه موقع ده.
ډاکټر امان شمس.
🫀🩺😘🇦🇫

02/03/2024

شُکر د انسان ماغزه په هغو فکرونو او اعمالو متمرکز کوي چې مثبت وي. انسان د منفي فکرونو او احساساتو په وړاندې ثابت قدمه ساتي. هره ورځ هغه درې شيان در ياد کړئ چې تاسو په ژوند کې ډير ترې راضي ياست او په هغه شکر ادا کړئ.
🫀🩺🇦🇫😘

01/03/2024

څېړني ښيي له ملګرو دوستانو او له خپلې کورنۍ سره ښې اړيکې د خوشحاله ژوند په تېرولو کې تر دولت، شهرت، ټولنېز مقام او فضيلت ډير اهميت لري.
ډاکټر امان شمس
🫀🩺😘🇦🇫

 ؟د انسانانو ملا له عضلاتو، هډوکو، غضروفو، عصبي رشتو، وينې رګونو، ډیسک او نورو ساختمانو جوړه شوې چې په هر ساختمان کې يې ...
18/12/2023

؟
د انسانانو ملا له عضلاتو، هډوکو، غضروفو، عصبي رشتو، وينې رګونو، ډیسک او نورو ساختمانو جوړه شوې چې په هر ساختمان کې يې هر ډول ستونزه د ملا درد سبب کيږي. د ملا درد په هر عمر کې رامنځته کېدلی شي خو د عمر په زياتوالي يې د رامنځته کېدو چانس هم زياتيږي.
:د ملا درد دوه ډوله دی.
1»حاد درد
2»مزمن درد
:
دا هغه درد دی چې ناڅاپي رامنځته کيږي او تر ۶ اونيو دوام کوي چې په طبي اصطلاح کې ورته حاد درد وايې.
:
هغه دی چې دومداره وي او تر ۳ مياشتو يا زيات وخت دوام کوي چې په طبي اصطلاح کې ورته مزمن درد وايې.
:
*دملا برخه کې ضربه او زخم�*د عضلاتو سپزم يا شخي� *د ملا د هډوکو کسر يا ماتېدل� *د ډيسک تخريبېدل�*له توان پورته درانده کارونه کول�*د ګردو تيږې�*پر څوکۍ کې دوامداره کاږه کېناستل�*حاملګي
:�د ملا درد لویه نښه د ملا په بېلابېلو برخو کې درد وي چې ځينې وختونه د ملا لاندې برخې او خاصرې لګن طرف ته انتشار کوي. د ملا ډيری دردونه څو ورځې وروسته په خپله جوړيږي خو کچيرې لاندې علايم ورسره وي نو بايد ډاکټر ته مراجعه وشي
*وزن له لاسه ورکول�*تبه�*د ملا پړسوب�*د ملا درد چې ښکته برخې او پښو طرف ته انتشار وکړي�*د ادرارو کولو پر مهال درد�*د خاصرې لګن، مقعد او تناسلي الې شاوخوا بې حسي رامنځته کېدل
#تشخیص:
‏X Ray*
*CT Scan
*MRI

#درملنه:
» :�تړمې اوبه يا ګرم موام په يو لوښي کې اچول او د ملا پورې تړل، استراحت کول، په تړمو اوبو حمام کول
» :
ډيری وختونه د ملا درد په استراحت سره ارامیږي،که تاسې هم داغسې نښې نښانې لري د یو روغتیایي مرکز ته لاړشئ او له مربوطه ډاکټر څخه لېدنه وکړئ.
:
*سپورت کول چې د ملا درد لپاره ښه سپورت د ملا او خيټې حرکات ترسره کول او همداراز د زنګونو او پښو درد مخنيوي لپاره قدم وهل او پلی تګ ګټور دي.�*هغه خواړه خوړل چې ويټامین ډي او کلسیم ولري لکه هګۍ، پنير، شيدې، مستې، ماهي غوښه او سبزيجات خوړل�*د کار کولو پر مهال په څوکۍ سيده کېناستل�*سګرټ پرېښودل
*وزن کمول
———————————————
✍️ډاکټر پیمان “ځواک”
📲watsApp:0702860060
🩺ستاسو روغتیا زمونو هیله ده🫀
🩺صحت شما ارزو ماست🫀
‏ ✨🤲🇦🇫😘✨

 👩‍🦳؟د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟�پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی ...
04/12/2023

👩‍🦳؟
د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟�پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي.
په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه دلته لاندې یې موږ څو مثالونه وړاندې کوو…
۱» :�هغه مېرمنې چې د مورتوب خوند یې کتلی وي، کله چې مېرمنې حمل واخلي، نو په وجود کې یې ځینې داخلي او بیروني نښې نښانې راڅرګندېږي، چې باید نوې مور کېدونکي مېرمنې ورته وارخطا نشي. یو له دغو ظاهري نښو د مخ په پوستکي کې د تورو داغونو او لکو نښې نښانې دي، چې د ماشوم تر زېږولو وروسته په کراره بېرته ښې کېږي او د تشویش مسله نه ده، خو که په اوږد مهال کې ولیدل شوې، نو یو ځل حتمې له ډاکتر سره مشوره وکړئ.
۲» :�قهوه یي رنګه توروالی چې د لاسونو تر شا، مخ او غاړه کې لیدل کېږي د لمر د وړانګو له امله رامینځته کیږي. د دې نښو نښانو د مخنیوي ښه لاره همدا ده چې که تاسو د لمر تر وړانګو لاندې کاروبار کوئ، نو داسې خوله او دستکشی وکاروئ، چې پوستکی مو د لمر له وړانګو خوندي وساتل شي.
۳» کیږي:�د “لیکن پلان” په نوم د پوستکي یو شمېر ناروغۍ د ځینو درملو د خوړلو له وجې رامنځته کېږي، خو په مشخص ډول دغه درمل نه دي ښودل شوي، بلکې شته ځینې درمل چې پوستکی ورسره حساسیت ښیي او له همدې وجې پرې تور داغونه جوړیږي او رابرسېره کېږي.
خو ځینې تورې نښې نښانې بیا یوازې داغونه نه، بلکې ناروغۍ هم وي، چې باید ورته په خپل وخت جدي پاملرنه وشي، د بېلګې په توګه د “ملانوما” په نوم د پوستکي توروالی د سرطان سرچینه وي.
۴» :�شاید ځینې یې د محوه کولو څه فکر ونه لري، اما اکثریت بیا له دې ځوریږي او ډاکترانو ته مراجعه کوي، چې څنګه کېدلی شي د پوستکي هغه نښې نښانې هم له منځه یوسي، چې ارثي بلل کېږي.
په دې وروستیو کې په داسې لایزري شعاوو کار روان دی چې د ارثي نښو نښانو له منځه وړو کې مرسته کولی شي. اوسمهال په ډیرو پرمختللو هېوادونو کې دا امکانات شته دي، خو مصرف یې خورا زیات دی
———————————————
✍️ډاکټر پیمان “ځواک”
📲watsApp:0702860060
🩺ستاسو روغتیا زمونو هیله ده🫀🤲
🩺صحت شما ارزو ماست🫀🤲
‏ ✨🇦🇫✨
!

Address

Kart 3 Street 5
Kabul

Telephone

+93702860068

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Paimanullah Zwak posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Paimanullah Zwak:

Share

Category