
29/10/2021
Peptic Ulcer Disease👇
د معدې او د کولمو زخمونو ناروغۍ 👇
پيپتک السر يو مجموعه د معدي او د کلمو د ناروغيو د اعراضو ده دا کلمه نه يواځې د معدي د زخم لپاره استعماليږي بلکې د کوچنيو کولمو او معدې د زخم يوه مشترکه کمله ده چې د دواړو ناروغيو لپاره استعمالیږي معدې او کولمو زخم کله چې د معدې يا د کولمو عضلي برخه مکوزه برخه تخريب وشړيږي نو په نتيجه کې زخم رامنځته کيږی چې د معدې او د کولمو ناروغيو سبب کيږي چې پيپتک السر زخمونه د 5mm څخه تر مختلفو اندازو پورې
دي .
GU 👇
کله چې زخم په معده کې رامنځته شو
Gustric ulcer
DU 👇
کله چې زخم د کوچنيو کولمو کې رامنځته شو Dudenal ulcer
چې ددې دواړو زخمونو يوځای کېدو ته peptic ulcer وايي .
که چرته دغه دواړو زخمونو درملنه او تشخيص پر وخت ونشي نو نورو جدي ستونزې رامنځته کوي او معيوبيت او مرګ سبب کيږی
د ۳۰ څخه تر ۵۵ کلنۍ په عمرونو کې رامنځته کیږی او دغه زخمونه د معدې په lesser curvature او body ، antrum.اناټوميکه ساحه کې رامنځته کیږي
Causes of pu 👇
لاملونه
کله چې په معده او کولمو هغه دفايي ميکانيزمونه ناکام شي او پاتې راشي دلته د معدې او د کولمو زخم رامنځته کيږی .
H__ pylori
Infection
NSAID( Nonsteroidal Anti-inflammatory Drugs)
Helicobacter pylori
ايچپايلوري نه يواځې د معدې او کولمو د زخم بلکې د معدې د سرطانونو سبب کيږي که چرته ايچپايلوري ميکروب درملنه په سم او درست ډول ترسره نه کړو نو ايچپايلوري ميکروب د وخت په تيريدو سره د معدې او معاو د سرطان سبب کيږی چې له امله ناروغان خپل ژوند هم دلاسه ورکوي خو خوشبختانه د ايچپايلوري تشخيص او تداوي ډيره اسانه او په اسانۍ سره لمنځه ځي که چرته په درست ډول درملنه وکړو .
Nonsteroidal Anti-inflammatory Drugs👇
د درد او التهاب ضد درمل د معدي هغه محفوظه ميکانيزمونه کوم چې د معدې او کولمو د تخريب مخه نيسي په نارمل حالت کې د هغه مخنوي کوي چې دغه درملو خوړلو سره د prostaglandin افراز مخنوي کوم چې په معده باندې محفوظ رول لري نتيجه د معدې مخاطی غشا ته د ويني چلند کميږي او په تدريجي توګه د زخم جوړيدو زمينه سازي کيږی او زخم رامنخته کیږی .
Gastric Acid Hypersecretion👇
د کولمو زخم او معدې زخم لږه فيصدۍ کې د معدې او کولمو د تيزابو زياتوالي هم رول لري خو په هغه ناروغانو کې چې ايچپايلوري منفي دا يو مهم فکټور د معدې د تیزابو زياتوالي او ورسره د درد ضد درملو استعمال چې مهم رول لري د معدې او کولمو په زخمونو کې ځکه دغه دوه فکټورونه د معدې او کلمو هغه دفاعيي فکټورنو او محفوظه فکټورنو مخه نيسی او د زخم سبب کيږي
Duodenum👇
د کوچنيو کولمو زخم چې د معدې سره نښلېدلې برخه ده دلته ترټولو مهم فکټور هغه د کولمو د باي کاربونيټ افراز کې کموالي دي کوم چې د کولمو د محفوظوالي لپاره تر ټولو ستر دفاعيي ميکانيزم دي خو د ايچپايلوري ميکروب دغه دفاعيي ميکانيزمونو مخه نيسی او د تيزابو زیاتوالي له کبله د کولمو عضلي برخې د تخريب سبب کيږی او د کولمو د التهاب سبب کيږي البته د ډير وخت لپاره تيزابو زياتوالي او ایچپايلوري مثبت پاتې کېدو له امله زخم رامنځته کيږي دا ډير وخت نيسي نه په لنډ وخت لپاره نه رامنځته کيږي
Risk factor 👇
خطري فکټورونه
پورتني ذکر شوي لاملونه ټول په خطري فکټورونو کې راځي او درملنۍ باندې هم تاسير لري
Smoking👇
سيګرټ څښل نه يواځې درملنه باندې تاسير کوي بلکې د اعراضو شدت سبب هم کیږی يوه څيړنه کې ثابته شوي چې هغه ناروغان چې سيګرټ استعمالول درملنه يې هم اوږده شوې او چانس يې د اختطلات هم زيات دي مګر هغوی چې سيګرټ نه استعمالوي درملنه يې ژر شوي او اختطلاتاتو مخه هم نيول شوي ده .
چې مخکې ذکر په تفصيلي وشو Nonsteroidal Anti-inflammatory Drugs
Alcohol👇
الحمدلله زمونږ اسلامي ټولنه کې دغه شرابو استعمال نشته که وي هم ډير کم په نش حساب دي الکول د معدي په سطحه تخريشي تاسير لري
Diaet👇
د ځنو خوړو رول هم شته پکې
ځنې خواړه په معده باندې تخريشي تاسير لري او د معدې د تیزابو زياتوالي ترڅنګ د معدې پوخ تخريب رامنځته کوي البته داسې کوم ثبوت او شواهيد نشته چې يو مشخص خواړه دی د معدې او کولمو زخم رامنځته کړي مګر دايې نور هم اعراض زياتوي او اختطلات رامنځته کولو کې او د مرض په شديد کولو کې مهم رول لری
زيات غوړين خوارک
زيات تروش او تريخ خوراک چې مرچ ولري
زيات کافي څښل
همدارنګه د ويټامين A او ترڅنګ تازه ميوه او سبزيو زيات استعمال معدې ته فايده لري دغه پورته ذکر شوي خواړه نه يواځې د معدې زخم شديد کولو کې رول لري بلکې بد هضمۍ سبب کیږي کوم چې يو بله ستره ستونزه ده د امعدې په ناروغۍ کې .
Psychologic Factors ذهني فکټورونه 👇
ذهني تشويش او خفګان اضطراب دا هم پر معده بد تاسير لري او د اعراضو زياتيدو سبب کيږی او د معدې د زخمونو رامنځته کېدو رول لوبوي او که چرته يو څوک معدې زخم ولري نو تشويش فکر خفګان د زخم ژر جوړيدو مخه نيسي او زخم تشديدوي او زخم د خطر زياتيدو سبب کيږی .
DIFFERENTIAL DIAGNOSIS👇
تفريقي تشخيص بايد لاندې ناروغيو سره وشی
Functional Dyspepsia
Gastric Carcinoma
Drug-induced Dyspepsia
CLINICAL FEATURES 👇
کلينيکي سير
👇 Symptomsاعراض
nausea
vomiting
epigastric pain
postprandial belching
bloating
anorexia
زړه بدوالي ، کانګه ، د ګيډي پورتني برخې درد ، د ګېډي پړسوب ، هټکي يا ارګمي کول ، بي اشتهايي
پوره تشخيص يې د انډوسکوپي پواسطه کيږی البته د کلمو زخم لرونکي ناروغان د شپۍ ناوخته د اسيدو زيات افراز له کبله درد رامنځته کيږی او معدې زخم ناورغان د ډوډۍ خوړلو يو الا دوه ساعته بعد درد رامنځته کيږي د کولمو زخم ناورغان د تيزابو ضد شربت او ډوډۍ خوړلو سره درد اراميږی او شديد خېټي درد ورسره وي همدارنګه د du زخم واله زياتره وزن اخلي او وزن زيات وي ځکه دوی اشتها زیاته وي او ډوډۍ زياته خوري چې له دې سره درد هم اراميږي برعکس معدې تکليف وزن کميږی او وزن نه اخلي او اشتها هم ختمیږي .
DIAGNOSIS👇
تشخيص👇
پورتني هاضمي سيستم انډوسکوپی
بايوپسي د معدې څخه د اڼډوسکوپي پواسطه ترڅو د معدې ميکروب تشخيص کړای شي
Uria breath tes د ايچپالوري د تشخيص لپاره
barium contrast radiology
TREATMENT 💊
💊درملنه
د درملنۍ لپاره ډيرې ښه او اغيزمنۍ لارې موجود دي چې معدې د تيزابو کموالي ترڅنګ د معدې او کولمو د زخم جوړيدو کې مهم ستر رول لوبوي.
لومړی خو پدغه ناروغانو باندې د درد ضد درملو لکه nsaid او aspirin بندول دا ځکه چې زخم په ژر جوړيدو او درملنه باندې او اختلات رامنځته کېدو سبب کيږی .
مختلف د ميکروب ضد درمل انټي بايټيک شته چې دمعدې په ايچپالوري باندې تاسير کوي او لمنځه يې وړي او همدارنګه د زخم جوړيدو کې مرسته کوي درملنه په ځوانانو کې کوم چې معدې ميکروب نه لري فقط د anti acid شربت او h2 درملو باندې کيږي او ښه نتيجه ورکوي البته کوم خطري فکټور ونلري
همدارنګه د nsaid دردونو ضد درمل استعمالونکو ته کوم چې زخم ولري misoprostol يا د پروستاګلاندين انلاوګ ورکول که چرته د معدې ميکروب ايچپالوري ولري نو دوه انټي بايوټيک يوځای ورکړه لکه
(e.g. clarithromycin and amoxicillin or metronidazole)
او ورسره يو ppi يا د پروتون پنمپ مخنوي کونکي درمل کوم چې اسيد تیزاب جوړيدو مخه نيسی ورکول کيږی
که چرته پورتنۍ درملنه ناکامه شوه او کومه نتيجه ورنکړه نو درې ډوله ميکروب ضد درمل يوځاي ورکړي لکه
three antibiotics (e.g. amoxicillin + clarithromycin +metronidazole)
له ppi سره يوځای ورکړي کله کله bismuth compound دا هم ورکولای شو
omeprazole 20 mg, amoxicillin 1g and clarithromycin 500 mg twice a day for 10 days
د غه درملنه د لسو ورځو لپاره ورکولای شو البته اوس دغه پورتنيو درملو سره ايچپايلوري هم مقاوم شوي ځنې کيسونو داسې ثبت شوي چې لمنځه نده وړل شوي مکمل ډول د ايچپالوري ميکروب که چرته دغه حالت سره تاسې هم مخ شوې نو د ډير وخت لپاره او اوږدۍ مودې لپاره ppi توصيه کړئ چې دې سره هم ايچپالوري ختميږي
پرته له ايچپالوري انتان مثبت کېدو څخه 12 w هفتې د ppi استعمال لکه omeprazole 40 /bid or od 12 w دويم ورسره د انټي اسيد شربت ورکول درې وخته په مړه باندې د زخم په جوړيدو کې فوق العاده رول لوبوي او زخم جوړيږي.