09/09/2025
د افغانستان په ختیځ (کنړ) کې د زلزلې لپاره د اعلان شویو د هېوادونو او نړیوالو ادارو مرستې مرستو لیست:
اروپایي ټولنه (ECHO): ۱ میلیونه یورو + ۱۳۰ ټنه بېلابېل توکي
چین: ۵۰ میلیونه یوان (شاوخوا ۷ میلیونه ډالر)
سعودي عربستان (KSrelief): ۲۱۰ ټنه د خوړو مرسته د افغان سرې میاشت له لارې
هند: ۲۱ ټنه بیړني توکي + ۱,۰۰۰ خیمې + ۱۵ ټنه خواړه
ترکیه (AFAD): شاوخوا ۲۵ ټنه بشري مرسته
قطر: ۵ مرستندوی الوتکې (اندازه نه ده اعلان شوې)
متحده عربي امارات (ERC): د لومړنیو طبي مرستو محموله رالیږل شوې
آسترالیا: ۱ میلیونه ډالر نغدي مرسته
بنګله دېش: بیړني توکي کنړ ته واستول (اندازه نه ده اعلان شوې)
پاکستان: ۱۰۵ ټنه مرسته د ځمکني لارې
برتانیه: ۱ میلیونه پونډ (د UNFPA او IFRC له لارې)
کاناډا: ۳ میلیونه ډالر د بېلابېلو شریکانو له لارې
سویلي کوریا: ۱ میلیونه ډالر نغدي مرسته
آیرلنډ: ۵۰۰,۰۰۰ پونډ د IFRC له لارې
سنګاپور: ۵۰,۰۰۰ ډالر د سره صلیب لپاره
جاپان: بیړني توکي (خیمې، کمپلې او نور) د JICA او IFRC له لارې
ازبکستان: ۲۶۵ ټنه بشري مرسته
ایران: ۵۰ ټنه بشري مرسته
ملګري ملتونه (CERF): ۵ میلیونه ډالر بیړنۍ مرسته (ټوله مرسته تر ۱۰ میلیونه ډالرو پورې)
ایټالیا: ۱۳ میلیون یورويي کڅوړه یوه برخه به یې د کونړ له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره نړیوالو مرستندویه له لاری.
تاجکستان: درې زره ټنه بشري مرسته.
امریکا: تر اوسه ځانګړې زلزلهيي مرستې نه دي اعلان کړي.
د افغانانو د مرستو لیست (داخل او خارج):
الکوزی ګروپ: ۱۰ میلیونه ډالر
عزیزي ګروپ: ۵۰۰ میلیونه افغانۍ
حبیب ګلزار: ۲۰۰,۰۰۰ ډالر
حبیب یار شرکت: ۲۰۰,۰۰۰ ډالر
جاوېد ابراهیمي (GoFundMe): ۱۱۳,۷۶۴ ډالر
راشد خان (GoFundMe): ۱۰۰,۲۴۳ ډالر
صافي برادران: ۱۰۰,۰۰۰ ډالر
نبیزاده: ۱۰۰,۰۰۰ ډالر
عتیق مومنزاده: ۱۰,۰۰۰ ډالر
د جلالاباد تاجران (غوړي، چای، بوره): ۱۰۰,۰۰۰ ډالر
محمد نبي (GoFundMe): ۴۵,۵۸۷ ډالر
جاوېد افریدي: ۱۰ میلیونه کلدارې
د ځاځیو ټولنه (لندن): ۷,۳۴۵ پونډه
د ملګرو ملتونو افغان همکاران: ۸,۸۱۳.۱۳ ډالر
د افغانانو ټولنه په اوریبرو (سویډن): ۳۷,۰۰۰ سویډني کرون
یوسفي خیریه سازمان (USA) (GoFundMe): ۵,۰۲۷ ډالر
عبدالاسلام رسولی (Afghan Pashai Community USA Inc) (GoFundMe): ۳,۷۴۱ ډالر
د خلکو د ځواکمنېدو ټولنه STEP (GoFundMe): ۱۷,۱۴۶ ډالر
نصیر هوایی: (GoFundMe)۹۶۰ ډالر
عزت الله عمرزی (Canada) (GoFundMe): ۲۶۷ ډالر (CAD)
صفی الله صافي: (GoFundMe) ۸,۹۰۴ ډالر
د کالیفورنیا د افغان فرهنګي ټولنه (USA) (GoFundMe): ۴۵,۵۷۵ ډالر
احسان بیړنۍ مرستې او پرمختیا (Ehsan Emergency Relief and Development): (GoFundMe) تر اوسه صفر
فهیم الله مومند: (GoFundMe)۱,۳۶۴ ډالر
د افغانستان میندې (Mothers of Afghanistan MOA) (GoFundMe): ۳,۴۲۳ پونډه
عزیز رنزورپال (Canada) (GoFundMe): ۴۸۲ ډالر (CAD)
امیر محمد (Canada): ۱,۱۵۳ ډالر (CAD)
د اوکلاهوما افغان ټولنه (USA) (GoFundMe: ۴,۲۵۳ ډالر
ډاکتر اجمل درمن: (GoFundMe) (اندازه نه ده اعلان شوې)
ډي سول غږ (ویانا): (GoFundMe) ۱۱,۱۰۸ یورو
فخرې هاشمي (واشنګټن ډي سي): (GoFundMe) ۳,۷۳۷ ډالر
روهید ساحل (سان ډیاګو، کالیفورنیا): (GoFundMe) ۱,۹۶۷ ډالر
د شرق ګلوبل ټلویزیون (فورت واشنګټن، MD) (GoFundMe): ۱,۸۲۱ ډالر
فاضل رحمان (ویانا): (GoFundMe) ۷۱۳ یورو
عبدالرحمن سلیم (فرانسه): ۱,۷۸۰(GoFundMe) یورو
د هیلو لاسونه (Hands of Hope – Canada(GoFundMe) (GoFundMe): ۳۴۵ ډالر (CAD)
شریف الله شرافت (فرېډریکسبرګ، VA) (GoFundMe): ۳۹۶ ډالر
د بوسټن افغان ټولنه – نجم ازادزوی: (GoFundMe) ۲,۴۶۴ ډالر
اول خو د زړه له کومي له ټولو هغو هېوادونو، نړیوالو سازمانونو، افغان ټولنو، سوداګرو، ورزشي لوبغاړو او د زړه سواندو اشخاصو څخه مننه کوو چې د ۲۰۲۵ د اګست په ۳۱مه د ختیځ افغانستان، په ځانګړي ډول د کنړ ولایت زلزله ځپلو ته یې د مرستې لاس وغځاوه. ستاسو مرستې او د همدردۍ پیغامونه نه یوازې مادي ملاتړ دی، بلکې د زیانمنو شویو لپاره د زړه ډاډ او د خوښۍ احساس هم دی. دې مرستو وښودله چې په سخت موږ انسانان د یو بل ترڅنګ ودرېږي او لوېدلو ته لاس ورکوي.
بله مهمه موضوع د مرستو عادلانه وېش دی، چې باید جدي ورته پاملرنه وشي. د مرستو د وېش مدیریت او نظارت باید په دوامداره او اغېزناکه توګه ترسره شي او د همغږۍ یو ګډ میکانیزم باید رامنځته شي، څو ډاډ ترلاسه شي چې مرستې په شفاف ډول، په عادلانه توګه او تر ټولو اړمنو کسانو ته ورسېږي.
همدارنګه، اړینه ده چې د مرستو یوه ځانګړې برخه د معیاري او زلزلهضد کورونو جوړولو ته ځانګړې شي، څو خلک یوازې د لنډمهاله خیمو پر ځای دایمي او خوندي استوګنځایونه ولري. دا کار به نه یوازې د اوسني بحران د حل لپاره مرسته وکړي، بلکې د راتلونکو طبیعي پېښو پر وړاندې د خلکو د خوندیتوب لپاره هم یو بنسټ کېږدي.
یادونه: دا هغه مرستې دي چې سرچینه لري. د منبع له معلوماتو پرته یې نه خپروم