Dr Abdulwahab Miakhil

Dr Abdulwahab Miakhil ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ روغتيا د ټولو لپاره

03/09/2025

د کونړ له زلزله ځپلو سره د مرستو څرنګوالی
نن مو له حاجي صیب خان محمد باز ، حاجي صیب میرزاخان زاخېل ، حاجي صیب معلم جان ، ډاکتر صیب محمد نادر او نورو ملګرو سره یو ځل بیا خاص کونړ ولسوالۍ ته سفر وکړ ، هیله مو همدا وه چې له زلزله ځپلو سره د مرستو د انسجام له اړوند کمېسیون سره وګورو. سیمې ته چې ورسېدو له کابل او ننګرهار څخه نور ملي پانګوال او مستندویان هم راسره ملګري شول.د ټولو مشوره دا وه چې له کمېسیون سره وګورو ، لومړی د هغوی نظر واورو او بیا به خپله پرېکړه وکړو. همداسې وشول ؛ د کونړ والي (مولوي صیب قدرت الله ابو حمزه ) ، د ښارجوړولو او عامې روغتیا د وزارتونو وزیران ( مولوي صیب نورجلال جلالي او مولوي صیب نجیب الله حقاني ) او نور چارواکي ، چې د کمېسیون غړي وو ، له هغوی سره مو وکتل. دلته د یاد کمېسیون د غړو نظر په لنډیز سره وړاندې کوو:
۱- په سیمه کې حالات اوس هم اضطراري دي، اوس هم د زلزلې ټکانونه شته.
۲- تر اوسه لاهم داسې سیمې شته چې شهیدان یې نه دي تدفین شوي او خلک لا هم تر خاورو لاندې دي.
۳- ټولو سیمو ته د رضاکارو ډلو رسېدل هم اسانه کار نه دی. ځینې داسې سیمې شته چې شپږساعته پلي مزله ته په کې اړتیا ده.
۴- موږ د ټيپیانو انتقال ، د خوراکي موادو او د خېمو ور وړلو ته لومړیتوب ورکړی دی.
۵- د ځمکې له لارې ټولو سیمو ته د مرستو انتقال اسانه کار نه دی، خو موږ کوښښ کوو چې ټپیان د الوتکو له لارې انتقال کړو او هغو سیمو ته چې موټر تګ نه شي کولای، کوښښ کوو ، هلته هم د الوتکو په وسیله عاجل اړتیا وړ مواد انتقال کړو .
۶- تر اوسه پورې د ټولو زیامن شویو سیمو د زیان کچه ، د شهیدانو او ټپیانو دقیق شمېرمعلوم نه دی .
۷- موږ کوښښ کوو چې د زیانمن شویو سیمو د زیان کچه ، د شهیدانو او ټپیانو دقیق شمېر معلوم کړو او بیا تر هغه وروسته مالي مرستندویو ټولنو ته لاره اواره کړو چې سیمې ته د لېستونو مطابق خپلې مرستې ورسوي.
۸- اوس چې کومې عاجلې مرستې کېږي ، اکثره یې خپله مرستندویان هغو سیمو ته رسوي چې هلته د موټرو د تګ امکانات وي . البته موږ هم ورسره مرسته کوو، خو هغه سیمې چې هلته د موټر تګ راتګ شونی نه وي ، هلته د مرستو رسولو ډېره اړتیا ده.
۹- د مستقیمو مالي مرستو رسول اوس ځکه مشکل کار دی چې د زیانمن شویو کسانو ، کورونو او مستحقو خلکو د قیق شمېر معلوم نه دی.
۱۰- موږ هرې برخې ته اړوند کمېسیونونه ټاکلي ، هغوی په دقت او شدت سره کار کوي ، کله چې لېستونه په دقت سره ترتیب شول، بیا مالي مرستندویان کولای شي ، د لېست مطابق د کمېسیون په همکارۍ په مستقیم ډول مستحقینو ته خپلې مرستې ورسوي.
۱۱- که څوک اوس هم د خوراکي توکو ، یا پوښاک مرسته کوي ، کولای شي د کمېسیون په همکارۍ یې نږدې سیمو ته ورسوي.
۱۲- که څوک نقدي مالي مرسته کوي ، کولای شي خپلې پیسې په امانت ډول مالي کمېسیون سره کېږدي ، کله چې لېستونه ترتیب او منظم شول ، بیا دې په خپل لاس مستحقو کورنیو ته ورسوي او یا دې اوس خپله راټوله کړې مرسته ځان سره وساتي ، په همدې څو ورځو کې چې لېستونه ترتیب شول ، بیا دې د کمېسیون په همکارۍ پر مستحقینو ته ووېشي .
د کمېسیون غړو وویل له هرې ممکنه وسیلي څخه کار اخلو چې مستحقینو او زیانمن شویو ته مرستې ورسوو.
د کمېسیون د غړو تر دې توضیحاتو وروسته حاجي صیب خان محمد باز د ټولو ګډونوالو په استازۍ د کمېسیون له غړو مننه وکړه، د هغوی طرحه یې تایید کړه ، ویې ویل چې زموږ هیله هم همدا ده چې مرسته مستحقو خلکو ته ورسي او د هغو خلکو ډاډ هم حاصل شي چې دې زیانمن شویو خلکو سره یې د مالي مرستې هوډ کړی دی. حاجي صیب باز زیاته کړه چې که چېرې مرسته لږ وي یانې تر څلور پنځه ملیونه افغانیو کمه وي ، نو ښه به وي چې د ورځینو عاجلو اړتیاوو لپاره ولګول شي او که چېرې مرسته تر پنځه ملیونه افغانیو پورته وي ، نو دا ډول مرستې باید د زیانمن شویو خلکو پر اساسي اړتیاوو ، لکه د کورونو ، سرپناه وو او نورو دایمي اړتیا وړ بنسټونو پر جوړونه ولګول شي .
ټول تقریباً تفاهم ته سره ورسېدل . ما چې له کومو دوستانو ، لکه حاجي صیب فضل الرحمن ، ډاکتر صیب همایون همت او غلام پاچا څخه کومه مرسته تر لاسه کړې وه ، هغه مې هم حاجي صیب باز ته ورتسلیم کړه . څو ورځې وروسته به یې د مالي کمېسیون په همکارۍ مستحقینو ته ورسوي.
د پورته خبرو تر څنګ ما د کونړ والي صیب ته وویل چې ما د دې مرستو د وېش په باب د نورو ملګرو د نظریاتو په پام کې نیولو سره یوه لنډه طرحه جوړه کړې ، کېدی شي د هغې ځینې برخې درته په کار شي ، هغه هم درلېږم ، هغه د کمېسیون یو غړی قاري صیب ضیاالله را معرفي کړ. دا دی دا طرحه قاري صیب ضیاالله ته هم لېږم او دلته یې هم لوستونکو ته وړاندې کوم:

له زلزله ځپلو سره
د مرستو پلان
لومړۍ برخه، عاجلې مرستې.
۱-د ټپیانو عاجله درملنه .
۲- د شهیدانو د تدفین مراسمو بشپړول.
۳- د زیانمن شویو سیمو تثبیت.
۴- د زیانمن شویو کورونو تثبیت.
۵- د زیانمن شویو کورنیو تثبیت.
۶- د ټولو مالي زیانونو د کچې تثبیت.
دا ټول ارقام او معلومات باید په یوه ډیټابېس کې خوندي شي.
دویمه برخه،د مرستو کچه:
۱- د اشخاصو مرسته.
۲- د دولتي بنسټونو مرسته.
۳- د خیریه بنسټونو او نادولتي موسساتو مرسته.
۴- د بهرنیو هېوادونو مرسته.
د هرې برخې مرستې باید مشخصې شي او مرستندویانو ته یې د رالېږل شوې مرستې په باب رسمي سند ورکړل شي.
درېیمه برخه، د مرستو د وېش او بیا رغونې پیل:
۱- زیانمن شویو اشخاصو او کورنیو ته د درې میاشتنیو مرستو پیل .
۲- پر خپله سیمه زیانمن شویو کورنیو ته د کورونو جوړول.
۳- د ویجاړشویو کلیو پر ځای د نویو کلیو جوړول.
۴- د خلکو د موافقې په حالت کې زیانمن شویو سیمو ته نږدې په دولتي ځمکو کې د وړو وړو ښارګوټو جوړول.
۵- زیانمن شویو سیمو ته د غځېدلو سړکونو بیا جوړول او د نویو لویو او وړو لارو جوړول.
۶- زیانمن شویو سیمو ته د صحي اوبو تنظیمول.
۷- د نویو مسجدونو ، روغتیتایي مرکزونو او ښوونځیو جوړول.
۸- زیانمن شویو سیمو ته د لمریزې برېښنا رسول.
۹- د سیمې د خلکو په مشوره د نورو اړوندو اړتیاوو تشخیص او د هغو پوره کول.

څلورمه برخه ،د کارونو ډلبندي او عملي کوونکي:
۱- د کورونو نقشې او د هغوی تطبیق باید د ښار او کور جوړونې وزارت له خوا تر سره شي.
۲- د عامې روغتیا وزارت باید د صحي اوبو په شمول د ټولو روغتیايي مرکزونو د جوړونې مسولیت پر غاړه واخلي.
۳- هر اړوند دولتي ارګان باید د خپل وظیفوي مسولیت له مخې اړوندې چارې پرمخ یوسي.
۴- د کونړ ولایتي اداره باید د ټولو یادو چارو د څارونکي او عملي کوونکي ارګان په توګه خپل رول ادا کړي.
پنځمه برخه،د تمویل سرچینې :
۱- د ګڼو افغانانو انفرادي او ډلیزې مرستې.
۲- د شخصي ، دولتي او نادولتي موسساتو او بېلابېلو هېوادونو مرستې .
دا ټولې مرستې باید راټولې او عمومي مقدار یې ولس ته معلوم شي او دا هم باید په ډاګه شي چې نورو څومره مرستو ته اړتیا ده.
د مرستې او بودجې د کمښت په حالت کې به ښه دا وي چې د نړۍ پر بېلابېلو هېوادونو غږ وشي چې د دې غمیزې د ورانۍ د بیا جوړونې یوه یوه برخه پر غاړه واخلي.
شپږمه برخه،د څار او رڼاوي برخه:
۱- متضرر اشخاص او د سیمې مشران باید د مرستو د تنظیم کمېسیون غړي وي.
۲- له رسنیو سره باید وخت پر وخت د کارونو د انسجام پرمختګونه شریک شي.
۳- د کونړ محلي اداره باید د چارو له پیله تر پایه پورې د راپور ورکولو، د معلوماتو د خوندي کولو او شریکولو جوګه او متضمنه وي.کاپي

01/09/2025

کنړ ته یوازې په اخترو کى د مېلو لپاره ورځوو نن راځى چې د غم په ورځ هم ځان ور ورسوه او
ملي یوالی ثابت کړو.
DrAbdulwahab Miakhil

پر کونړ محشر را غلی دی اسماني ټکه را لويدلي ده تلفات زړه بوږنونکي دي او له محاسبي څخه لوړ ديپه امريکا او اروپا کې پر افغ...
01/09/2025

پر کونړ محشر را غلی دی اسماني ټکه را لويدلي ده
تلفات زړه بوږنونکي دي او له محاسبي څخه لوړ دي
په امريکا او اروپا کې پر افغاني کارګرانو مهاجرو او هستوګنو کسانو غږ کوم
چې مټي را بډ وهئ دمرستو درا ټولولو او رسولو تشکيلات مو منظم کړئ
اغيزمن کسان له خدايه پرته او له افغانانو پرته دبل چا په هيله مه پريږدئ
راپورته شئ دخپلو زخمونو دګنډلو ستن او تار په خپله پيدا کړئ
الئ قربان موشم

کله چې هر څه د لاسه ورکړې ، او یوازي درد پاتي شي .کونړ 😢💔
01/09/2025

کله چې هر څه د لاسه ورکړې ، او یوازي درد پاتي شي .
کونړ 😢💔

01/09/2025
01/09/2025
01/09/2025
01/09/2025
01/09/2025

📢 مهمه خبرتیا

د پرلپسې قوي زلزلې وروسته د بلې زلزلې او وروسته جټکو احتمال خورا لوړ دی. مهرباني وکړئ د خپل او کورنۍ د خوندیتوب لپاره جدي پام وکړئ.

هر وخت چمتو اوسئ
- د وروسته جټکو شدت: د اصلي زلزلې په څیر قوي کیدای شي.

که په کور کې یاست:
- د کړکیو او ښیښو څخه لرې شئ.
- د میز، تخت یا دیوال تر څنګ پناه ونیسئ.
- خپل سر او غاړه خوندي کړئ.

که بهر یاست:
- ځان د ودانیو، بریښنايي مزیو او درنو شیانو څخه لرې وساتئ.
- د خلاصې او خوندي ساحې ته لاړ شئ.

که موټر کې یاست:
- موټر ودروئ، مګر د پلونو، تونلونو او لوړ ودانیو لاندې مه درېږئ.

د کورنۍ غړي راټول کړئ:
- د بیړني حالت پلان ورزده کړئ.
- د اوبو، وچو خوړو، څراغ او لومړنیو درملو بیړنۍ کڅوړه چمتو وساتئ.

د زلزلې وروسته:
- ګاز، برېښنا او اوبو لاینونه وګورئ او که ستونزه وي، سمدستي یې وتړئ.
- د ټپي شویو کسانو مرسته وکړئ.
- د رسمي سرچینو لکه راډیو، تلویزیون او بیړنیو ادارو لارښوونې په جدي توګه تعقیب کړئ.

احتیاط وکړئ:
- د خطرناکو ساحو څخه ځان لرې وساتئ.
- د ټولنې سره یوځای کار وکړئ ترڅو د مرستې چمتووالی یقیني کړئ.

الله تعالی دې زموږ ساتونکی شي. 🤲
#روغتياوزارت
DrAbdulwahab Miakhil

جنتي وطن مي کلي کور دي٠
09/04/2025

جنتي وطن مي کلي کور دي٠

اختر مو مبارک شه  DrAbdulwahab Miakhil
03/04/2025

اختر مو مبارک شه DrAbdulwahab Miakhil

Address

Kabul

Telephone

+93772468584

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Abdulwahab Miakhil posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Abdulwahab Miakhil:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram