01/08/2025
د نجونو لپاره نیمه عالي طبي څانګو کې د زدکړو یو فرصت دی چې د هیواد دننه یو انستېتیوت یې وړاندي کوي او د یونیسف لخوا تمویل کیږي.
محصلینو ته د درس جریان کې هر سمستر ١٣٠ ډالر هم ورکوي ترڅو یې د انټرنیټ او نورو اړوندو مصارفو لپاره بسنه وکړي. معتبر داخلي اسناد هم ورکوي که تر هغو کوم بل فرمان رانشي.
ظرفیت یې محدود دی، یواځې ٦ ورځې یې د ثبت نام پاتي دي، د ولایتونو محصلینو ته لمړیتوب ورکوي او پروسه یې علني نده، ځکه زه نشم کولی د فورم لینک دلته شریک کړم.
که چیرته زما ملګرو کې څوک د خپلو کورنیو غړو ته ثبت نام کوي لطفا ماته مسیج وکړئ زه به د فورم لینک ولیږم بیا ورته په دقت سره خپله ثبت نام وکړئ. فورم کې د انستیتوت نوم او نور جزیات شته او فرصت او لینک باوري دی خو د سکالرشیپ او انلاین درس اړوند هلته وضاحت ندی موجود اندیښنه مه کوئ.
نوټ: د مصروفیت او هزار و یک صد مشکلاتو له وجې هر مسیج ته جلا جلا ځواب او وضاحت نشم ورکولی فقط لینک درته لیږم، سلام کلام به بیا هغه وخت کوو چې فزیکي توګه چیرته اختر یا خیرات کې سره مخامخ شو.
خدای مو وبښه