ډاکټر فرید مکین Dr.Farid Makin

ډاکټر فرید مکین Dr.Farid Makin روغتیا شتمنی ده _ صحت ثروت است _ Health is Wealth

Permanently closed.
آیا د شکر ناروغی پیژنی؟((( ډاکټر فرید الله مکین )))شکر یوه میتابولیکه اندوکراینی ناروغی ده چی د وینی ګلوکوز (شکری مواد) ...
18/02/2025

آیا د شکر ناروغی پیژنی؟
((( ډاکټر فرید الله مکین )))
شکر یوه میتابولیکه اندوکراینی ناروغی ده چی د وینی ګلوکوز (شکری مواد) مقدار پکی د نورمال حالت څخه زیاتیږی.
یا هم د شکری ناروغی د انسان په وجود کی د انسولین د هورمون د نشتوالی او یا د انسولین هورمون د کموالی په صورت کي د انسان په وینه کی د ګلوکوز په لوړيدو سره د شکر ناروغي منځ ته راځی.

د شکری ناروغی مهم ډولونه څه دی؟

1: ( اول ډول شکری ناروغی)
2: ( دوهم ډول شکری ناروغی)

اول ډول یی عموما په ځوان نسل کی خصوصا په ماشومانو او ځوانانو کی لیدل کیږی چی پیښی یی عموما (5 الی 10 ) فیصده لیدل کیږی.

دوهم ډول شکری ناروغی تر (35 ) کلنی ورسته په کرار کرار سره پیدا کیږی او په ارثی ډول هم پیدا کیږی.

د شکری ناروغی عمومی نښی نښانی څه دی؟
1: د تندی زیاتیدل او د خولی اوچیدل
2: د لوږی احساس یعنی زر وږی کیدل
3:د تشو متيازو زیاتیدل یعنی زر زر کول
4: د کوروالی پر وخت د جنسی ستونزو سره مخامخ کيدل
5: قهر، غوصه، تشویش او حافظه کمزوري کیدل
6: د پښو تلو سوخت او زخمونو زر نه جوړیدل
7: د سترګو نظر ضعیفی او د بدن کمزوری کیدل
8: د بدن دردونه ، قبضیت لرل ، او وزن کمیدل

د شکری ناروغی مهم علطونه څه دی؟

1: ډیر وزن درلودل
2: ورزش نکول
3: د عمر زیاتیدل
4: لوړ فشار او د وینی غوړ درلودل
5: حامله توب
6: ارثی ( میراثی) مثلا که پلار شکر ولری په اولادونو کی یی (6 ) فیصده امکان شته که مور یی ولری (2) فیصده امکان که ورور یی ولری (5) فیصده او که مور او پلار یی دواړه ولری اولادونه ته یی (30 ) فیصده امکان د پیدا کیدو شته.

د شکری ناروغی مهم اختلاطات څه دی؟
یعنی کله چی شکر کنترول نکړو پرهیز ونکړو ورزش ونکړو څه پیښیږي؟

1: د سترګو نظر ضعیفی یا هم ړندوالی
2: د زړه ضعیفه کیدل یا هم د زړه حمله
3: د پښتورکو ضعیفی او کمزوری کیدل
4: نارینه وه کی جنسی کمزوری پیدا کیدل
5: په بدن کی د زخمونو زر نه جوړیدل
6: د پښو زخمونو زر نه جوړیدل بلاخره پریکول
7: عصبی ستونزو او مشکلاتو پیدا کیدل
8: دوامداره قبضیت پیدا کیدل
9: د وزن له لاسه ورکول
10: د عاښونو خرابیدل
11: بلاخره که شکر کنترول نشو بیا نو د مرضونو مور په نامه هم بلل کېږي کی د وجی یی د بدن هر غړی تخریبولی شي.

د شکر ناروغ لپاره مهم هدایت څه دی؟

1: روزانه منظم ورزش وکړی
2: د سبزیجاتو استعمال زیات کړی
3: زیات د خوږو شیانو پرهیز وکړی
4: د شحمیاتو (غوړو) خوراک کم کړی
5: سګرټ او نور نشه یی توکی پریږی
6: باید خپل وزن کنترول وساتی
7: د فشار او وینی غوړو ځان وساتی
8: باید تشویش او جګر خونی ونکړی
9: او باید خپل درمل منظم استعمال کړی

د شکر مریضانو درملنه څه ده؟

د شکر مریضانو درملنه په لاندی برخو ویشل کیږی
1: د انسولینو استعمال
2: د درملو استعمال
3: منظم غذایی رژیم، پرهیز، او فزیکی تمرینات
خو تر ټولو مهمه داده چی مریض موجود وی معاینات وشی منظمه تاریخچه واخیستل شی بلاخره منظمه دوا ورته انتخاب شی.

آدرس: خوست ولايت د ښار او آیوب خیلو عمومي سرک منګس دري کلي مکین کلينيک

د اړیکو شمیری:

0777799533 < Whats App , وټسپ
0787514093

ډاکټر فریدالله مکین

د داخله ناروغیو لکه د معدی، شکر جنسی مشکلاتو او بواسیر په برخه کی ستاسو درنو هیوادوالو په خدمت دي.

ده ❤
ماست❤

زیری                  زیری                   زیری                     مکین کلينيک زه ډاګټر فریدالله مکین چي عمومي داخله ...
15/01/2025

زیری زیری زیری
مکین کلينيک
زه ډاګټر فریدالله مکین چي عمومي داخله ناروغیو په برخه کي می کابل کی مختلفو شفاخانو کی دنده ترسره کړی اوس مهال ستاسو قدرمنو مريضانو خدمت لپاره خوست ولايت ته راغلي یم تاسو کولی شی په لاندي داخله ناروغیو کي موږ ته مراجعه وکړي.

معده ، شکر ، بواسیر او جنسی مشکلات

يادونه: د شکر ناروغانو لپاره د شکر معاینه هره ورځ په وړيا توګه ترسره کیږي.

آدرس: خوست ولايت د ښار او آیوب خیلو عمومي سرک منګس دري کلي (مکین درملتون)

د اړیکو شمیری:

0777799533 < Whats App , وټسپ
0787514093

ده ❤
ماست❤

⭕️ ‏هر سهار وختي يو دانه لونګ په خوله کې د ډېر وخت لپاره ونيسئ !🩺 خوند يي ورو ورو تېروئ ، په پيل کې يې تريخ خوند وزغمئ خ...
19/10/2023

⭕️ ‏هر سهار وختي يو دانه لونګ په خوله کې د ډېر وخت لپاره ونيسئ !

🩺 خوند يي ورو ورو تېروئ ، په پيل کې يې تريخ خوند وزغمئ خو د وخت په تېرېدلو به يې پخپله روغتيا کې حیرانوونکي لس ګټې محسوس کړئ .

‏1 - حافظه قوي کوي .
‏2 - زړه ته طاقت ور کوي .
‏3 - سينه له ټوخي او بلغم صفا کوي .
‏4 - خېټه یا نس له جراثيمو یا میکروبونو څخه پاکوي .
‏5 - د غاښونو دردونه او د خولې بدبويي ختموي .
‏6 - د ګردو ، ېیني او تريخي رنځونه ختموي .
‏7 - د سترګو پردې ختموي او نظر زياتوي .
‏9 - د ستوني درد او پاړسوب ختموي .
‏9 - لوړ فشار او شوګر یعنی شکر ټيټ ساتي .

📢 هیله ده ، دا معلومات نشر share کئ . مننه

05/09/2023

#پلار
تل یی قدر وکړی.

د سورت مُلک برکت! د یوه ماشوم مور مړه شوه، ماشوم هره ورځ د مور قبر ته نیږدې تبارکَ الذي سورت یی ختمولو!!یوه ورځ ماشوم ته...
03/09/2023

د سورت مُلک برکت!
د یوه ماشوم مور مړه شوه، ماشوم هره ورځ د مور قبر ته نیږدې تبارکَ الذي سورت یی ختمولو!!
یوه ورځ ماشوم ته مور په خوب کې راغله، ډیره ترې خوشحاله وه، بیا یې،ورته وویل زویه!
ته چې کله د کور څخه را روانیږې بیا سورت شروع کوه، نو د قبر تر رارسیدو پورې به ختمیږي،
ځکه ته چې دلته سورت شروع کوې د اسمان څخه بې شمیره ملائیکی راښکته شوې وی، زه تا نشم لیدلئ!! سبحان الله
دثواب په خاطر یی له ملګرو سره شریک کړئ .
👉 ډاکتر فرید مکین 👈

سبحان الله! 😳لاندي د انسان د عصبي رشتې انځور دی چي یو نیورون بل نیورون ته معلومات (سیګنال) سپاري. فبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُ...
27/08/2023

سبحان الله! 😳

لاندي د انسان د عصبي رشتې انځور دی چي یو نیورون بل نیورون ته معلومات (سیګنال) سپاري.

فبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ (۱۳)

12/08/2023

دا چی ماخستن بېله دوا خوړلو ویده کیږې
او سهار هم سم راویښیږې،
نو د ربﷻ شکر ادا کوه.
ځکه، ته د نړۍ تر ټولو صحتمند انسان یې !!

27/07/2023
22/07/2023

#ماشوم ده چی یو څه یی مری کی بند شوی دی وګوری چی یو ځوان یی څنګه تری باسی تاسو هم دغه طریقه زده کړی.

 #مورکی یې ځان سره هګۍ راوړې وی تر څو ناروغ بچی ته پرې درمل واخلی😰 #مونږ او تاسې که د داسې خلکو درملنه وړیا وکړو هم به م...
21/07/2023

#مورکی یې ځان سره هګۍ راوړې وی تر څو ناروغ بچی ته پرې درمل واخلی😰
#مونږ او تاسې که د داسې خلکو درملنه وړیا وکړو هم به مو رب راضی کړۍ وی او هم به مو د طبابت انسانی حقوق پر ځای کړی وی.
#طبابت

 #تل باور ولره"دا چي یوه ورځ به الله تعالی داسي یوه دروازه درته خلاصه کړي،چي د مخکنیو بندو دروازو شکر به هم ادا کړې!
20/07/2023

#تل باور ولره"
دا چي یوه ورځ به الله تعالی داسي یوه دروازه درته خلاصه کړي،
چي د مخکنیو بندو دروازو شکر به هم ادا کړې!

 #آیا (ایچ پیلوری) یا د معدی میکروب او یا هم د معدی زخم پیژنۍ؟1: آیا معده مو درد کوی او د معدی پړسوب لري؟2: آیا معده مو ...
14/07/2023

#آیا (ایچ پیلوری) یا د معدی میکروب او یا هم د معدی زخم پیژنۍ؟

1: آیا معده مو درد کوی او د معدی پړسوب لري؟
2: آیا معده مو ایشیږی او تری اوبه مو خولی ته راځی؟
2: آیا زړه بدوالی لری او د خولی خوند مو خراب وی؟
3: آیا قبضیت، دنس بادونه، آوازونه، او اسهالات لری؟
4: آیا اشتها نلری او د معدی هضمیت مو خراب دی؟
5: آیا د پښو تلی مو سوزیږی او د شا ولی مو درد کوی؟
6: آیا وزن مو کم یا ډنکر یاست او وزن نشی اخیستلی؟

((( ډاکتر فرید مکین )))

د معدې میکروب یا (ایچ پیلوری) د نړی تر نیمایی نفوسه ډیره لری
نوموړی میکروب دککړو خوړو او اوبو په ذریعه د خولی له لاری د بهرني محیط څخه ځان د هاضمي کانال له لاری معدی ته رسوي چی د معدې یا د کوچنیو کوکمو په اوله برخه کې ځان ځای پرځای کوی .

#دمعدی میکروب یا (ایچ پیلوري) نښې نښانی څه دی؟

1: د معدی دردونه
2: د معدی پړسوب
3: د معدی سوخت یا ایشیدل
4: زړه بدوالی درلودل
5: د خولی خوند خرابیدل
6: د اشتها نشتوالی
7: دوامداره قبضیت درلودل
8: د خيټی پړسوب او بادونه لرل
9: په خیټه کی د اوازونو درلودل
10: کله کله اسهالات درلودل
11: وزن د لاسه ورکول
12: د شپی لخوا د پښو تلو سوخت
13: د شا ولو دردونه
14: د وینې کموالی
15: په ځینی حالاتو کې ترخې اوترشې اوبه تر خولې راتلل
15: ډکو متیازو رنګ توره بڼه او بد بوی ځانته غوره کول
16: له ډوډۍ نه وروسته د خیټې خفیف دردونه

#دمعدی میکروب یا (ایچ پیلوری) د انتقال لاری کومی دی؟

په صورت عموم د معدی میکروب د خولی له لاری , د لعابو له لاری ، د کاکړو اوبو او خوړو له لاری د یو مریض شخص څخه سالم انسان ته انتقالیږی.

#څنګه کولی شو له (ایچ پیلوری) یا د معدی میکروبه ځان وساتو ؟

باید کوشش وکړو حفظ الصحه مراعات کړو مثلا لاسونه په صابون پریمنځو سبزی او میوه سمه منځل له هوټلی خوراکونو ځان وساتو منظم ورزش وکړو او د ایچ پیلوری مریضان تداوی کړو.

#پرهیز او هغه لاری چاری چی ستاسو د مشکلاتو په کمولو کی مرسته کوی.

1: هر سهار په نهاره تر دریو ګلاسو شیرګرمی اوبه څکل
2: له اوبو څکلو ورسته نیم ساعت ورزش کول
3: ترخه شیان لکه مرچ مخوری
3: تروش شیان لکه لیمو اچار داسی نور مه خوری
4: پپسی او انرژی مه څکی
5: هر ځل خوړو ورسته له پنځو الی تر لسو دقیقو چابک قدمونه ووهی
6: د ډیرو سختو شیانو خوراک کی ګوزاره وکړی
7: مثاله لرونکی خواړه او دیر په غوړو کی سره کړی خوراکونه په اندازه خوری.

#درملنه:
د معدی میکروب یا ایچ پیلوری درملنی لپاره کولی شی موږ سره له نږدی وګوری تر څو د مریض سره خبری وشی سمه او دقیقه تاریخچه اخیستل بلاخره پرهیز او بعضی لاری چاری ښودل مهم مسایل دی تر څو په ښه تشخیص او درملنه کی کوشش وشی.

آدرس: کابل قلعه زمان خان چهل متره سرک سپتیک کوڅه د وکیل رحیم دفتر ترڅنګ عالمزی درملتون


کاری وخت: د سهار (8) بجو څخه تر (12) بجو
او د ماسپښین له (2) بجو څخه تر ماښام (7) بجو
د اړیکو شمیری:

0777799533 < Whats App , وټسپ
0787514093

دوکتور فریدالله مکین

د داخله ناروغیو لکه د معدی، د وینی فشار ، شکر ، جنسی مشکلاتو او بواسیرو په برخه کی ستاسو درنو هیوادوالو په خدمت دي.

ده ❤
ماست❤

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ډاکټر فرید مکین Dr.Farid Makin posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share