Dr Sayed Khalid Rashid

Dr Sayed Khalid Rashid درنو هیوادوالو زه هر وخت ستاسی په خدمت کی یم

https://youtube.com/?si=JMjzlIreghSLyCv1اوس نو تاسې کولای شۍ چې د دي یوټوب لینک له لارې د داکتر صاحب د زړه د امراضو ګټور...
11/04/2026

https://youtube.com/?si=JMjzlIreghSLyCv1

اوس نو تاسې کولای شۍ چې د دي یوټوب لینک له لارې د داکتر صاحب د زړه د امراضو ګټوری مشورې وګورۍ او ګټه تری واخلی هم درسره چینل سبسکرایب کړۍ تر څو وکولای شۍ تاسې له نوې ویډیو خبر شی

Rashid Cardiac Surgeon Our goal is to serve humanity

23/12/2025

الحمدلله حمداً کثیراً ، طیباً مبارکاً فیه

د الحیات روغتون د ادارې او خپل کاري ټیم څخه ډېره ډېره مننه چې په مټ او مرسته یې د الله په ځانګړی فضل د زړه د جراحي په څانګه کې د یو لړ مغلقو او سختو عملیاتونو پایله ډېره ښکلې او ځانګړی ده

24/08/2025

الحمدلله
داسې ناروغ چې د زړه د رګونو د سخت بند والي له امله یې زړه ۲۵ فیصده د پمپ کولو قدرت درلود ، د زړه چپ بطین او دهلېز یې غټ شوي وو ، په ناروغ حاد ډول د زړه حمله راغلی وه ، د اکسیجن فیصدي یې ټیټه او بیخی له حرکته لویدلی وو .
الحیات د زړه جراحي ټیم د ستر خطر د اخستو سره سره دغه عملیات سرته ورساوه . نن یوه میاشت وروسته ناروغ د بیخی ښه صحت سره له بغلان څخه کابل ته راغلی وو او د زړه له تله یې زمونږ له ټیم څخه مننه کوله. د زړه قوت یې ننۍ ایکو کې د ۴۰ او ۴۵ ترمنځ وو

والحمدلله علی ذالک

الحمدلله الذی بنعمته تتم الصالحاتدغه ناروغ چې د زړه حملې وهلی وو ، د زړه قوت  Ejection Fraction یې ایله 35 فیصده پاتی وو...
20/07/2025

الحمدلله الذی بنعمته تتم الصالحات

دغه ناروغ چې د زړه حملې وهلی وو ، د زړه قوت Ejection Fraction یې ایله 35 فیصده پاتی وو. د زړه په دیوالونو کې څلور لوی برخې وي چې د وینې په پمپ کولو کۍ یې برخه نه اخسته segmental wall motion abnormalities موجوده

زمونږ د قلبي جراحي ټیم ورته د زړه خلاص عملیات یعنې بای پاس CABG عملیات وکړ

الحمدلله څو میاشتې وروسته له عملیات څخه د زړه قوت نور شل فیصده وخته او د زړه د دیوالونو هیڅ برخه داسې نشته چې د وینې په پمپ کولو کې برخه وانخلي

ناروغ راڅخه پرون د سایکل چلولو اجازه وغوښته او ما هم دا اجازه ورکړه

الحمدلله ————————————————-د زړه سکون او معنوی خوښيکله چې یو ناروغ او یاد ناروغ پایواز دعاګانې کوي او د زړه له تله درڅخه ...
28/05/2025

الحمدلله
————————————————-
د زړه سکون او معنوی خوښي

کله چې یو ناروغ او یاد ناروغ پایواز دعاګانې کوي او د زړه له تله درڅخه خوښي څرګندوی فکر کوم له دې څخه نو ستره خوښی او د ویاړ وسیله بله نشته، الله سبحانه و تعالی دې مونږ ته اخلاص رانصیب کړی

محترم حاجی صاحب غلام نبي د زړه د رګونو د بندش او حملې له امله د زړه په عدم کفایه Heart Failure اخته وو ، د انجیوګرافی څخه وروسته معلومه شوه چې بای پاس CABG عملیات ته اړتیا لري .
د زړه قوت یا Ejection Fraction یې ډېر زیات کم وو او د زړه د عدکفایی ټول اعراض په کې وو ، دوه اونۍ مو له ځان سره په ICU کې وساته او له بهتر کیدو سره سم مو دوه میاشتې وړاندې ورته High Risk خلاص عملیات وکړ.

د الله په فضل او احسان نوموړی ناروغ د عملیات په څلورمه ورځ کورته رخصت شو او یو دوه ځل تعقیبی معاینې ته راغلی وو .
نن دوه میاشتې وروسته یې تشریف راوړ حاحی صاحب ماشاءالله مکمل ځوان شوی وو. والحمدلله علی ذالک

د اعتماد او باور کچه
———————————

د الله شکر ادا کوم او د الله په دغه نعمت فخر کوم چې د مسلکی افرادو خصوصا ډاکټرانو اعتماد زمونږ په ټیم او روغتون تر دې کچې لوړ دی چې د خپل فامیل ناروغان مونږ ته رالیږی. تېره میاشت مو څوناروغان چې د ډاکټر صاحبانو د کورنیو غړي وو عملیات کړل او الحمدلله ټول په ښه روغتیایی وضعیت کې رخصت شول.

يادونه : لاندې یو انځور د ښاغلی حاجی صاحب غلام نبی د ډاکټر روح الله نبی زاده د والد صاحب دی چې دوه میاشتی وړاندی یې عملیات شوی . دوهم انځور د نبی زاده صاحب د وټس آپ سټېټس دی چې د مننې کلمات او دعاګانې یې شریکی کړي

24/05/2025

الحمدلله
یو ناروغ چې خپله هم ډاکټر وو ، د زړه د حملې له امله یې الحیات روغتون ته مراجعه کړی وه ، د انجیوګرافی څخه وروسته معلومه شوه چې د زړه درې واړه غټ رګونه یې تنګوالی او بندش لری او باید خلاص عملیات CABG ورته وشي ، د عملیات څخه وړاندې ایکو وښودله چې د زړه په شدیده کمکارۍ Heart Failure اخته دی او د زړه د فعالیت کچه یې ایله 20% ته راکوزه شوی ده . دا نو داسې حالت دی چې ډیری ډاکټران یې حتی انجیوګرافی ته زړه نه ښه کوي.
د ا چې د زړه یو غټ رګ سل په سلو کې بند وو نو د زړه د قوت د ښه کیدو هیڅ توقع نه وه بلکې د ناروغ د ژوند د لاسه ورکولو ویره زیاته وه.
د الله په توکل او د پایوازانو په موافقه مو د زړه خلاص بای پاس عملیات ته پلان کړ .

د زړه بای پاس عملیات مو ورته د زړه او سږو د ماشین له چلولو پرته سرته ورساوه یعنې زړه مو ونه دراوه او عملیات مو ورته ترسره کړ دغه ډول عملیات د BeatingHeart surgery یا off pump CABG نومیږی چې د زړه د عملیات پرمختللی تخنیک او پروسیجر دی او الحمدلله مونږ یۍ په الحیات روغتون کې په روتین ډول سرته رسوو

ناروغ لله الحمد ای سي یو د انتقالید په لومړیو دوه ساعتونو کې له مصنوعی تنفس څخه ازاد شو او ددعملیات په سبا یې ګرځیدل پیل کړل او د عملیات په دوهمه ورځ له ای سي یو څخه شخصی اطاق ته ولاړ او پرون ورځ کور ته رخصت شو

والحمدلله علی ذالک

Alhamdulillah

Performed off pump bypass surgery (OPCAB) on a Heart Failure patient (with LV EF 20%).

Patient was extuabated in ICU on his second hour of shifting, mobilised on his first post operative day and shifted to private room on 2nd POD. He was discharged home in a good and stable condition.

Alhamdulillah Performed ASD closure in a high Risk ( sever pulmonary hypertension and hugely dilated RV and markedly big...
21/05/2025

Alhamdulillah

Performed ASD closure in a high Risk ( sever pulmonary hypertension and hugely dilated RV and markedly big pulmonary artery) 19 year old girl through minimal invasive surgical approach (MICS).

The MICS approach and the outcome achieved went beyond even the profound joy and emotional healing the treatment had promised — a moment that touched the heart in ways words can scarcely capture because the girl’s wedding is going to take place after few months.

والحمدلله علی ذالک

Address

Kabul
2600

Opening Hours

Monday 08:00 - 19:00
Tuesday 08:00 - 19:00
Wednesday 08:00 - 19:00
Thursday 09:00 - 19:00
Saturday 09:00 - 19:00
Sunday 09:00 - 19:00

Telephone

+93730316565

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Sayed Khalid Rashid posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Sayed Khalid Rashid:

Share

Category