وزیر محمد اکبرخان ملي اوتخصصی روغتون شفاخانه ملی وتخصصی وزیر محمداکبرخان

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • وزیر محمد اکبرخان ملي اوتخصصی روغتون شفاخانه ملی وتخصصی وزیر محمداکبرخان

وزیر محمد اکبرخان ملي اوتخصصی روغتون  شفاخانه ملی وتخصصی وزیر محمداکبرخان د وزیر محمداکبرخان ملي اوتخصصی روغتون رسمي پاڼه

دوشنبه، د ۱۴۰۵ کال د غویي ۷مه، د وزیر محمد اکبر خان روغتون رئیس ډاکتر عنایت الله عنایت په مشرۍ د روغتون د ټولو څانګو له ...
28/04/2026

دوشنبه، د ۱۴۰۵ کال د غویي ۷مه، د وزیر محمد اکبر خان روغتون رئیس ډاکتر عنایت الله عنایت په مشرۍ د روغتون د ټولو څانګو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

د یادې ناستې موخه د روغتون د چارو د لا پیاوړتیا، د شته ستونزو پېژندنه او د هغو لپاره د مناسبو حل لارو موندل و. په ناسته کې د بېلابېلو برخو مسؤلینو خپل نظرونه شریک کړل او پر مهمو موضوعاتو مفصل بحث وشو.

د روغتون رئیس اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، څو د درېیو ورځو په موده کې د خپلو څانګو لاسته راوړنې، ستونزې او وړاندیز شوې حل لارې ترتیب او د روغتون ریاست ته وسپاري، تر څو د همدې معلوماتو پر بنسټ یو جامع او عملي پلان جوړ شي.

همداراز پرېکړه وشوه، چې له راتلونکې شنبې ورځې څخه به په روغتون کې د انتان د مخنیوي او کنټرول په موخه د ناروغانو د لیدنې وختونه تنظیم شي. له دې وروسته به پایوازانو ته یوازې د سهار له ۵ بجو تر ۷ بجو او د مازدیګر له ۴ بجو تر ۶ بجو پورې د لیدنې اجازه ورکول کېږي.

د دې پرېکړې له مخې، ډاکتران به په ټاکل شویو غیرملاقاتي وختونو کې د ناروغانو په درملنې لا زیات تمرکز کوي. د روغتون اداره له ټولو هېوادوالو هیله کوي، چې د یادو اصولو په رعایت کې همکاري وکړي.

نن د ۱۴۰۵/۲/۶ نېټه د مرحوم محمد موسی وردګ یادګار روغتون لخوا د وزیر محمد اکبر خان ملي تخصصي روغتون سره د ۴۵ کارټنه نارمل...
26/04/2026

نن د ۱۴۰۵/۲/۶ نېټه د مرحوم محمد موسی وردګ یادګار روغتون لخوا د وزیر محمد اکبر خان ملي تخصصي روغتون سره د ۴۵ کارټنه نارمل سالین (N.S) سیرومونو مرسته وشوه.

د یادې مرستې موخه د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا او د ناروغانو لپاره د اړینو درملو برابرول ښودل شوي دي.

د وزیر محمد اکبرخان روغتون رئیس داكتر عنایت الله عنایت د نوموړو سیرومونو د تسلیمي په وخت کې د ډاکتر ایمل وردګ له اخلاص او همکاریو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د روغتون د ضرورتونو د پوره کیدو لپاره به نور ورته خیریه هیوادوال وهڅوي، تر څو د روغتون سره دا ډول مرستې زیاتې کړي.تر څو د روغتون ستونزې تر یو حده مرفوع شي.

پلان کې ده، چې دا سیرومونه به د بېلابېلو ناروغانو په درملنه کې ترې ښه استفاده وشي او هغه تشه به تر یوه بریده ډکه کړي، چې د ورته موادو په برخه کې موجوده وه. هغه زیاته کړه،چې د روغتیايي مرکزونو سره دا ډول مرستې او همکارۍ کولای شي، چې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړ کړي او د ناروغانو ستونزې تر یو حده راکمې کړي.

عنایت الله عنایت د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د روغتیا وزارت د چارواکو له لوري د وزیر محمد اکبرخان ملي او تخصصي روغتون د م...
25/04/2026

عنایت الله عنایت د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د روغتیا وزارت د چارواکو له لوري د وزیر محمد اکبرخان ملي او تخصصي روغتون د مشر په توګه وټاکل شو.

د معرفت په غونډه کې ښاغلي عنایت الله«عنایت» ژمنه وکړه چې د روغتون د خدماتو کیفیت به لوړ کړي او ناروغانو ته به لا ښه اسانتیاوې برابرې کړي. هغه همداراز ټینګار وکړ چې د روغتون د پیاوړو کارکوونکو سره به په ګډه کار وکړي تر څو د روغتیايي خدمتونو په برخه کې مثبت بدلونونه راولي.

وزیر محمد اکبرخان روغتون د افغانستان له مهمو دولتي روغتونونو څخه دی چې هره ورځ پکې د زرګونه ناروغان درملنه ترسره کېږي. تمه ده چې د نوي رئیس په ټاکل کېدو سره به د دې روغتون فعالیتونه نور هم منظم او اغېزناک شي.

د وزیر محمد اکبر خان روغتون مسوولینو د لسمې ناحیې له یو شمېر ګذر وکیلانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه، چې پکې د روغتون د ...
09/04/2026

د وزیر محمد اکبر خان روغتون مسوولینو د لسمې ناحیې له یو شمېر ګذر وکیلانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه، چې پکې د روغتون د خدمتونو په اړه معلومات شریک شول.

د روغتون مسوولینو ګډونوالو ته د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو، اسانتیاوو او لاسته راوړنو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او د همغږۍ پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

په ناسته کې وکیل ګذارانو د روغتون له لوري د شویو خدمتونو ستاینه وکړه او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

د وزیر محمد اکبرخان روغتون د پولي‌ کلینیک په لابراتوار کې د ماکرولب او سي‌ بي‌ سي (CBC) معایناتو نوي ماشینونه فعال شول. ...
02/04/2026

د وزیر محمد اکبرخان روغتون د پولي‌ کلینیک په لابراتوار کې د ماکرولب او سي‌ بي‌ سي (CBC) معایناتو نوي ماشینونه فعال شول. دغه پرمختګ به د ناروغانو لپاره د لابراتواري خدماتو کیفیت لوړ کړي او د معایناتو پایلې به په لنډ وخت کې وړاندې شي.

د روغتون مسؤلین وایي، د یادو ماشینونو په فعالېدو سره به د وینې اړوند مهمې ازموینې په دقیق او معیاري ډول ترسره شي، چې د ناروغیو په تشخیص کې مهم رول لري.

د معلوماتو له مخې، دغه دوه مهم لابراتواري ماشینونه د یوه هېوادوال له لوري د یاد پولي‌ کلینیک سره د مرستې په توګه ډالۍ شوي دي، چې دا کار د روغتیايي سکتور د ملاتړ یو ښه بېلګه بلل کېږي.

نن دوشنبه د ۱۴۰۵ کال د حمل لسمه په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې میاشتنۍ مدیریتي غونډه د اړوندو مسؤلینو او کارکوونکو په ګ...
30/03/2026

نن دوشنبه د ۱۴۰۵ کال د حمل لسمه په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې میاشتنۍ مدیریتي غونډه د اړوندو مسؤلینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اداري کارمندانو ترڅنګ د داخله (عمومي)، جراحي (عمومي) ارتوپیدي،پولي کلینک، بیړنۍ څانګې،د شکایتو د اوریدو مسؤول او مدیر نرسینګ ګډون کړی و.

غونډه د روغتون د عمومي وضعیت د ارزونې او د چارو د لا ښه تنظیم په موخه جوړه شوې وه، چې پکې د تېرې میاشتې د فعالیتونو، لاسته راوړنو او شته ستونزو هر اړخیزه ارزونه وشوه. مسؤلینو د خپلو څانګو د لاسته راوړنو راپورونه وړاندې کړل او د خدمتونو د کیفیت د لوړولو لپاره یې وړاندیزونه شریک کړل.

همدارنګه، په غونډه کې د روانې میاشتې لپاره د کاري پلانونو، لومړیتوبونو او راتلونکو فعالیتونو په اړه مفصل بحث وشو. د روغتون مشرتابه د ټولو کارکوونکو پر همغږۍ، ژمنتیا او مسلکي چلند ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د روغتیايي خدمتونو معیاري کول او د مراجعینو رضایت باید د ټولو ګډ هدف وي.

د ا.ا.ا د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي، د شنبې په ورځ (د شوال المکرم په درېیمه)نېټه د وزی...
22/03/2026

د ا.ا.ا د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي، د شنبې په ورځ (د شوال المکرم په درېیمه)نېټه د وزیر محمد اکبر خان ملي او تخصصي روغتون څخه لیدنه وکړه او د وروستۍ پېښې ټپیان یې وکتل او د هغوی عیادت یې وکړ.


نوموړي د لیدنې په پیل کې د کوچني اختر مبارکي وړاندې کړه او د ټولو مسلمانانو، په ځانګړې توګه د افغانستان د خلکو د عباداتو د قبلېدو دعا یې وکړه. هغه د روغتون له مسئولینو، ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو سره هم وکتل او د هغوی د کارونو ستاینه یې وکړه.

مولوي عبدالسلام حنفي د ټپیانو د عیادت پر مهال له هغوی سره نږدې خبرې وکړې، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې ا.ا به د درملنې او روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره لازم ګامونه واخلي.

نوموړي د لیدنې په پای کې د ټولو ټپیانو او ناروغانو د ژر روغتیا لپاره دعا وکړه او د روغتیايي کارکوونکو لپاره یې د لا بریاوو او توفیق غوښتنه وکړه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر نامتو لوبغاړي او د افغانستان کرکټ بورډ غړي د پاکستاني رژیم د وروستي برید له امله د...
18/03/2026

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر نامتو لوبغاړي او د افغانستان کرکټ بورډ غړي د پاکستاني رژیم د وروستي برید له امله د ټپي شویو هېوادوالو د روغتیايي وضعیت د پوښتنې په موخه د وزیر محمد اکبر خان ملي او تخصصي روغتون ته راغلي وو.

دوی د یاد روغتون په بېلابېلو څانګو کې له ټپي ناروغانو سره وکتل او ورته یې د ژر تر ژره رغېدو هیله څرګنده کړه.

بلخوا، د روغتون مسوولینو وویل چې د ټپي شویو ناروغانو درملنه په منظم ډول روانه ده او هڅه کوي چې ټولو ته پر وخت او معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

د افغانستان د ا.ا د عامې روغتیا محترم وزیر، نور جلال جلالي، نن په وزیر محمد اکبر خان ملي او تخصصي روغتون کې د وروستي بری...
17/03/2026

د افغانستان د ا.ا د عامې روغتیا محترم وزیر، نور جلال جلالي، نن په وزیر محمد اکبر خان ملي او تخصصي روغتون کې د وروستي برید له امله د ټپي شويو هېوادوالو پوښتنه وکړه.

په دې لړ کې نوموړي له ناروغانو سره وکتل او د هغوی د درملنې بهیر یې له نږدې وڅاره. همداراز، محترم وزیر صاحب د روغتیايي پرسونل هڅې وستایلې او سپارښتنه یې وکړه چې ټپیانو ته دې پر وخت او معیاري خدمات وړاندې شي.

نوموړي له ټپیانو سره د خواخوږۍ څرګندونه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې اړینه پاملرنه به ورته دوام ولري.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، قاري عبدالولي صدیقي، د خپل مل پلاوي په ملتیا د وزیر محمد اکبر خان ملي ...
17/03/2026

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، قاري عبدالولي صدیقي، د خپل مل پلاوي په ملتیا د وزیر محمد اکبر خان ملي او تخصصي روغتون ته تشریف راوړ او د وروستي برید له امله د روږدو درملنې پر روغتون ټپیان شويو هېوادوالو احوال یې واخیست.

په دې لیدنه کې د یاد روغتون سر طبیب ډاکتر شفیق الله فیضي د ټپیانو د درملنې او وړاندې کېدونکو خدماتو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي صدیقي د روغتیايي کارکوونکو هڅې وستایلې او هغوی یې وهڅول، څو د ټپیانو درملنې ته لا زیاته پاملرنه وکړي او خپل مسؤلیتونه په لا ښه ډول ترسره کړي.

همدارنګه، قاري عبدالولي صدیقي له ټپیانو سره په لیدنه کې د هغوی د ژر روغتیا هیله څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د روغتیا وزارت له لوري به ورته لازمې اسانتیاوې او بشپړ خدمات برابر شي.

17/03/2026

د وزیر محمد اکبر خان ملي او تخصصي روغتون سر طبیب، ښاغلی ډاکټر شفیق الله فیضي صاحب د پاکستان له لوري د تېرې شپې وحشیانه برید کې د ټپي شوي ناروغانو درمنلې او ورته د وړاندې کېدونکو خدماتو په اړه معلومات وړاندې کوي.

15/03/2026

د وزير محمد اکبر خان ملي او تخصصي روغتون له خدمتونو څخه د هېوادوالو خوښي او رضایت!

Address

Wazir Akbar Khan Road
Kabul

Telephone

202301360

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when وزیر محمد اکبرخان ملي اوتخصصی روغتون شفاخانه ملی وتخصصی وزیر محمداکبرخان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category