14/01/2026
د تبی په وخت اختلاج(جټکه)
د تبې اختلاج هغه حالت ته ویل کېږي چې ماشوم د تبې پر مهال ناڅاپه تشنج وکړي، پرته له دې چې د دماغ انتان،میرگی یا بله عصبي ناروغي ولري. دا حالت زیاتره د شپږو میاشتو څخه تر پنځو کلونو عمر ماشومانو کې لیدل کېږي. د ماشوم دماغ د تودوخې د ناڅاپي لوړېدو په وړاندې حساس وي، نو کله چې تبه په ناڅاپی ډول چټکه لوړه شي، اختلاج یا جټکه رامنځته کېدای شي. دا تبه اکثر د ویروسي ناروغیو، زکام، نیمونیا یا د ځینو واکسینونو وروسته پیدا کېږي.
اکثره د تبی اختلاج ساده وي او د ماشوم دماغ ته دایمي زیان نه رسوي، خو د کورنۍ لپاره ډېر وېرونکی حالت وي. که اختلاج اوږد دوام وکړي یا بیا بیا تکرار شي، نو جدي ارزونې ته اړتیا پیدا کېږي. د اختلاج پر مهال باید لاندئ کړنی ترسره شی
ماشوم په چپ اړخ واچول شي،
تنګ کالي یې خلاص کړل شي
او په خوله کې ورته هېڅ شی وانه چول شي لکه شربت،اوبه،خواږه مشروبات، ماشوم باید ونه ښورول شي
او هڅه وشي چې د اختلاج وخت په یاد وساتل شي د اختلاج له ختمېدو وروسته که ماشوم هوش ته راشي، د تبې د کنټرول لپاره د وزن له مخې پاراسټامول ورکول کېږي او بیا باید روغتیايي مرکز ته مراجعه وشي.
د دې حالت د مخنیوي لپاره د تبې په وخت کې د ماشوم تودوخه په منظم ډول کنټرول شئ، ماشوم ته باید کافي مایعات ورکړل شي او د تبې اصلي لامل باید په وخت تشخیص او درملنه شي. که څه هم تبی اختلاج اکثر بېضرره وي، خو هر ماشوم چې اختلاج لرئ، باید حتماً د
ډاکټر له خوا معاینه شي تر څو جدي ناروغۍ رد شي.
#صحتمند #ماشوم #صحتمنده #ټولنه
ډاکتر عزیزالرحمن ګلابزئ
د نوئ زیږیدلو او ماشومانو د داخله ناروغیو متخصص