داکتر درمان طبی معلومات

داکتر درمان طبی معلومات MD Zahid Darman Pediatric Treatment
and medical advice
and free help

27/08/2025
د لمانځۀ پۀ مهال د دوو حشراتو د وژلو جوازرسول(صلیٰ الله عليه وسلم) فرمائيلي دي: ”د لمانځه پۀ مهال تاسو دوه تور شيان ووژن...
25/08/2025

د لمانځۀ پۀ مهال د دوو حشراتو د وژلو جواز
رسول(صلیٰ الله عليه وسلم) فرمائيلي دي: ”د لمانځه پۀ مهال تاسو دوه تور شيان ووژنئ! چې يو مار او بل لړم.“
د "مار او لړم" چيچنې پۀ نتيجه کې انسان د ژوند ګواښونکو خطرونو سره مخامخ کيږي. همدا لامل دی چې يادونه يې هم پۀ ځانګړي ډول ترسره شوې ده!

مثلاً که يو څوک د مار پۀ واسطه و چيچل شو؛ نو دا د DIC(Disseminated Intravascular Coagulation) لامل کيږي. دا يو ژوند ګواښونکی حالت دی. پۀ دې وخت کې ممکن، وينه بهېدنه، سټروک، MI، Thrombosis او د نورو غړو عدم کفايه رامنځ ته کيږي.

يا د کوبرا پۀ څېر ماران چې چيچل يې د تنفسي سېستم او د مرکزي اعصابي سېستم د فلج سبب کيږي.

بل د لړم چيچنه د Acute Pancreatitis سبب کيږي او همدا بيا پۀ ځينو وختونو کې د ARDS(Acute Respiratory Distress Syndrome) لامل کيږي. دا دوه ستونرې چې کله پۀ عين وخت کې موجودې شي؛ نو ممکن د مرګ لامل شي.

له نورو سره يي شريک کړي .

له عبرت ډکه کیسه یو ځل یې ولولئ.پاچا!پاچا له یوې ویالې د څښلو په نیت جام کې اوبه واخیستې. باز راغی په مښوکه یې جام و واه...
23/08/2025

له عبرت ډکه کیسه یو ځل یې ولولئ.
پاچا!

پاچا له یوې ویالې د څښلو په نیت جام کې اوبه واخیستې. باز راغی په مښوکه یې جام و واهه، اوبه تويې شوې. پاچا په غوسه شو، باز یې په توره و واهه و يې واژه. پاچا ګوري چې په ویاله کې یو زهري مړ مار پروت دی او د ویالې ټولې اوبه یې زهرجنې کړي. پاچا د باز په وژلو ډیر خفه شو، دباز د سرو زرو یوه مجسمه یې جوړه کړه. په یوه وزر یې ولیکل: #دوست تل ستاسو دوست دی، ان که ځینې کارونه یې تاسو و دردوي. په بل وزر يې ولیکل: #دغوسې پر مهال هر تصمیم په ناکامۍ بدلیږي.
شير يې کړئ

 #د معدی میکروب (ايچ پایلوری H- pylori) اوتداویدا يو میکروب دي چه دهليکوباکتر پایلوری Helicobacter pylori په نامه سره يا...
23/08/2025

#د معدی میکروب (ايچ پایلوری H- pylori) اوتداوی

دا يو میکروب دي چه دهليکوباکتر پایلوری Helicobacter pylori په نامه سره ياديږ چه مخفف نو م ايچ پی HP دی .

دامیکروب دمعدي په داخلي طبقه کي يعني دمکوزا(mucosa ) په طبقه کي ځاي پر ځاي کيږي او چي يواري يي ځاي ونيوي بيا يي ددي طبقي څخه پاکول مشکل وي.

دا میکروب چه کله وجودته دخل شي په اول وختوکي نښي نښاني نه ورکوي خو څه وخت وروسته په معده کي دالتها ب سبب ګرځي دمياشتو په تيريدوسره التهاب په زخم بدليږي او دا زخم چه نور ډير وخت پر تيرسي او چاره يي ونه سي کلونه کلونه وروسته په کنسر يا په سرطان (cancer)باندي يي دبدليدو احتمال زيات دي.

داميکروب چه کله وجود ته داخل شي په اول وختوکي په اکثره انسانانو کي داسي خاص نښي او نښاني نه ورکوي خو د وخت په تریدو دلاندی مشکلاتو سبب گرځی

* دمعدي د بی هضمی سب ګرځي ( Dyspepsia indigestion) )

* دمعدي د التهاب(Gastritis ) سبب گرځي په خا ډول دمعدي د انترم په برخه کي (Antrum)

* په ماشومانو کي تر ټولو د معدي زخم (ulcer) د سببو څخه اول درجه سبب شميرل کيږي

* په خلګو کي د درد تر دواګانو(NSAID ) وروسته دوهم درجه کي د معدي د زخم سبب گرځي

* د معدي د سرطان سبب ګرځي ( cancer )

* خولي ته د ترخو اوبو راوستلو سبب گرځي (Gastroesophageal reflux )

* د معدي و کلموته په خالي کيدوکي مشکل پيداکوي ( gastroparesis )

دامیکروب دنړي په سطحه تقريبا نيمايي نفوس ددي ميکروب سره مخ دي .پر مختللو هيوادو کي يي فصيدي څلويښت %40 ښودل سوي او په پس پاته هيوادو کي يي فيصدي تقريبا پنځه اويا %70-75 ښودل سوي ده.

په روزانه ژوند کښي ډير ميکروبونه سته چي د خولي دلاري او د غذا سره يوځاي معدي ته داخل کيږي خو د معدي د تيزابو او تيزابي محيط په واسطه دمنځه ځي ميکروبونه دمعدي د تيزابو څخه داخل د نس خواته نسي تيريدي وژني يي

اما ذکر سوي دمعدي ميکروب (Helicobacter pylori ) يا ايچ پالوري د معدي دتيزابو څخه د بچ کيدو په خاطر د خپل ځانه څخه د يوراز انزايم يا تيزاب (Urease) لری چی د هغه په واسطه په معدي کي يوريا په امونيا ګاز او باي کاربونات تبديل کوي ذکر شوي تعامل په معدي کي القلي محيط منځته راوړي د باکتري (ميکروب) لپاره خوښونکي محيط دی اسانه فعاليت پکښي کولاي سي .

دمعدي ميکروب يا بکتري په تيزابي محيط کښي په کښته پي ايچ کي (PH⬇) ژوند نسي کولاي دمنځه ځي

دا ميکروب اکثره وخت د معدي په اخيرني برخي کي او دغټو کلمو د سر په برخه کي زخم جوړوي ځکه ددي برخو محيط نسبت نورو برخو ته زيات القلي محيط دي د ميکروب لپاره مساعد محيط دي تيزابي خاصيت يي کم دي نسبت نورو برخوته

هغه انسانان چه دډيروخت لپاره دمعدي دشکايت څخه ځوريږي بايد ددي ميکروب يا ايچ پي HP معاينات وکړي ډير ددي احتمال سته چه ايچ پي HP یي مثبت وی خو ددی میکروب دمخنیوی لاری چاری او دواگانی هم سته.

#د میکروب سرایت دیو انسان څخه بل انسان ته:

داميکروب دانسان څخه انسان ته دخولي دلاري په اساني سره انتقال کيداي شي او همدارنګه دچټلو شيانو دلاري دانسان و معدي ته انتقال کيداي شي.

هغه خلګ چه دامیکروب ولري دخپل خوراک لپاره استعما ل شوي لوښي بايد دبل سره شريک نکړي , استعمال شوي لوښي اول بايد ښه پاک او پريمينځل شي ورسته استعمال شي

همدارنګه هغه ميرمني ,نياگاني (اناگاني),او نيکه گان چه پدي ميکروب اخته وي و خپلو کوچني ماشومانو او لمسيانوته بايد يو شي په خپله خوله ميده ميده او بیا یی ماشومانو ته ور نکړي ځکه ددي لاري دميکروب انتقال اسانه امکان لري

اکثره وخت بعضي خلگ داسي عادت لري چه ډوډي یا بل غذا په خوله کي ميده کوي بيا يي ماشومانوته ته ورکوي چه دايي دانتقال ډيره خطري لار ده.

دتشخيص لپاره يي محتلف لابراتواري تسيتونه سته ( Culture, Biopsy, Rapid urea test , urea breath test ) چه دهغوي په واسطه د ميکروب يا ايچ پالوري شتون والي او نه شتوالي ثابت کيږي

د معدي د ميکروب دتداوي لپاره څو ډوله معياري نسخي سته چه دهغوي څخه يوه عمومي نسخه په لاندي ډول دي

Lansoprazole+ Amoxicillin + clarithromycin

ذکر سوي نسخه په ډير لوړ فيصدي د معدي ميکروب د منځه وري او که چيري ذکر سوي دمعدي ميکروب تداوي نسي د ژوند تر پايه خپل فعاليت ته دوا ورکولاسي له دي خاطره تداوي يي اړينه(ضروري) ده

پورته ذکر سوي نسخه بايد د داکتر په مشوره استعمال سي ځکه هغه خلګ چي د پښتورګي (ګردوکي) او ينه (جيګر) مشکل ولري کيداسي دوا ورته معادل او تبديل سي

هغه خلګ چه د پښتورګي مشکل ولري کيداسي د پښتورګي درد ور څو چنده کړي خو د دوا داستعمال په وخت کي بايد روزانه پريمانه اوبه وچښي تر څو پښتورګو(ګردوکي) ته زيات تاوان (ضرر) ونه رسوي

پورته ذکر سوي نسخه د اوه يا څوارلس ورځو لپاره استعمال کيږي خو څوارلس(14) ورځي يي ښه دي

21/08/2025

هره سجده د هر درد وروستۍ حل لاره ده!!🥰
خو زړه پاکې پکی شرط ده.

20/08/2025

چې د ونې یوه پاڼه
هم د الله له امر پرته نه رپیږي
نو ستا بد نیت
به څنګه د یو انسان ژوند خراب کړي

13/08/2025

ســاده خبـــره..!

طمعه ڪول مو هیلې وژني،
او ګيله ڪول مو ارزښت ڪموي

Address

Salim Karwan 1 Strete
Kabul
MDDARMAN

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when داکتر درمان طبی معلومات posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram