افغان د غاښونو عصری کلینیک Afghan Modern Dental Clinic

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • افغان د غاښونو عصری کلینیک Afghan Modern Dental Clinic

افغان د غاښونو عصری کلینیک Afghan Modern Dental Clinic Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from افغان د غاښونو عصری کلینیک Afghan Modern Dental Clinic, Medical and health, kabul, Kabul.

21/08/2023
08/10/2022

Dental

06/10/2022

Dental ...

11/08/2022

Dental...

02/08/2022

Dental..

غاښـــــــونو  خرابیـــــــــدلکله چی خواړه وحوړل شی نو خواړه په کوچنی ذاراتو بدلیږی ددی څخه څه ذارت دغاښونوپه منځ کی پا...
25/07/2022

غاښـــــــونو خرابیـــــــــدل
کله چی خواړه وحوړل شی نو خواړه په کوچنی ذاراتو بدلیږی ددی څخه څه ذارت دغاښونوپه منځ کی پاتیکږی نوچی هغه ذارت پاک نه شی په خوله کی بدبویی پیاکوی دبدبوئی له امله میکروبونه په کار پیل کوی او غاښونو خرابوی.که د غاښونو صفائی ونه شی نو خوله کی تیزابی حالات منځ ته راوړی داعمل په لومړیو کی کم وی اواینمل معمولی دتاثیر لاندی راوړی که چیر ته دا عمل همداسی پاتی شی انیمل ټول له منځه وړی او په ډیټینن باند ی کار کوی ډینټین په اسانی له منځه وړی ځکه چی ډینټین داینمل څخه نرم وی . دډینټین د خرابیدوڅخه ورسته پلپ لو چېږی دا خالات ډیر حطرناک دی کله چی غاښ تر دی حده خراب شی نومیکروب مخکی حرکت کوی د خولی لارې معدی ته ځان رسوی هضمی سستم خرابوی
ددی ټولو حخه داخبر معلومه شوه چی دغاښونو دخابیدو تر ټولو لوی لامل د غاښونو دصفائی نه کول دی .

Dental....
19/07/2022

Dental....

د غـــاښ د کــانــال/کــانالوRoot Canal Treatment or Endodontic treatment.د غاښ د تداوی هغه پروسیژر دی په کوم کې چې د  د...
06/07/2022

د غـــاښ د کــانــال/کــانالو

Root Canal Treatment or Endodontic treatment.

د غاښ د تداوی هغه پروسیژر دی په کوم کې چې د د غاښ مرضی او خراب شوی عصب/پلپ لری کیږی او پرځای ئ نور د میکروب ضد مواد ځای پرځای کیږی ترڅو د نورو میکروبونو مخه، ونیسی موجوده میکروب له منځه یوسی او د غاښ ګیرچاپیره د جوړیدو وړ انساج ورغوی.

د غاښ د عصب التهابی حالت یا پلپائیټسټ (pulpitist) اکثره وخت د درد سبب کیږی، که چیرته دغه حالت غیری رجعی یا irreversible pulpitis حالت ته داخل شوی وی نو غاښ باید RCT شی یعنی عصب ئ لری او پرځای ئ نور مناسب مواد ځای پرځای شی.

د غاښ د کانالونو تداوی یوه عامه تداوی ده چې د امیریکن اسوسیشن اف اینډوډانټیکس د رپورټ له مخی تقریبا هر کال د امریکا په متحده ایالاتو کې څوارلس میلیونه (۱۴۰۰۰۰۰۰) غاښونه آر سی ټی (RCT) کیږی چې %۹۵ کامیابه پایلی لری.

احتیاط
هرکلن چې یو غاښ RCT شی، نو غاښ باید سم له واره کراون یا پوښ شی، ترڅو په مکمل ډول سره له انتاناتو محفوظ شی.
که څه هم د غاښ آر سی ټی او پوښ کول قیمته تمامیږی خو که چیری هم دغه ناروغ غاښ تداوی نه شی یعنی ار سی ټی نه شی او پوښ نه شی، نو بیا به ناروغ یا امپلانټ کوی او یا به د غاښونو برج یعنی ویستل شوی غاښ به داسی عیوض کوی چې دوه مجاویر غاښونو ته ه پوښونه ورکوی او په منځ کې به مصنوعی غاښ د پوښونو سره وصلوی کوم چې نسبت ارسی ټی او پوښ کولو ته څو چنده قیمته تمامیږی.

هرکلن چې د یو ناروغ RCT کو نو باید د ناروغ د طبی تاریخچی ترڅنګ د غاښونو تاریخچه هم وپښتو چې لاندی برخی لری.

۱: د یو ناروغ طبی او د غاښونو د مختلفو حالاتو تاریخچه واخیستل شی.
۲: دناروغ عمده شکایت یعنی chief complant په شمول د ناروغی مدت، قوت، او د درد نوعه وپښتو.
۳: راډیوګرافیک مطالعات باید په سمه توګه وکړی شی.
۴: د غاښ د عصب او د غاښ د ګیرچاپیره انساجو معائینه ترسره شی.
۵: کلینیکی ابجکټیب معائینات ترسره شی.
۶ تفریقی تشخیص او نتیجه باید لاس ته راوړو.
۷: د تداوی پلان نیول او پرګنوسیس په هکله فکر وکړی شی.
۸: د تداوی مدت یا ډیوریشن او د هغی په هکله یو لنډ قانع کونکی معلومات درلودل.

د رضایت خبر Inform Concent
هر کلن چې اینډوډانټیک تشخیص ترسره شی، ګټی، خطرونه، د تداوی پلان، مصارف، او د اینډوډانټیک تداوی عیوضی لاري چاری ټولی باید د ناروغ او یا د ناروغ د ورثو سره شریک کړی شی ترڅو ناروغ یا د تداوی دپاره موافقه وکړی او یا له تداوی څخه انکار وکړی.

د درملنی پرمهال باید دغه لاندی نقاط په نظر کې ونیول شی.
۱: Dental Dam ربرډم یا
په ۲۰۱۰ کال کې AAE یا امیرکن اسوسیشن اف اینډوډانټیکس په غیری جراحی توګه د RCT د پاره ربرډم استعمال لازمی وګرځوه.
ربرډم استعال علاوه له دې څخه چې غاښ وچ او د خولی د باقی محیط څخه جدا کوی نوري ګټی هم لری لکه د RCT فائیلونو د بلعه کولو څخه مخنیوی، او د مايکروضد کیمیاوی موادو د بلعه کولو څخه مخنیوی کوی او همدارنګه د ناروغ ډراپلیټس نه پریږدی چې مستقیما د خولی د بیرونی محیط سره په تماس راشی.

اناټومیک مغلق والی Anatomical Complrxity
د غاښ د کانالونو مورفولوجی یو کمپلیکس او مغلق سیسټم دی کوم چې په زیاته اندازه لرونکی دداسی نقطو دی چرته چی لاسرسی یو مشکل او حتی ځینی وخت ناممکن دی، لکه په غیر نارمل توګه د ډیرو ریښو موجودیت، یوه ریښه په څو څانګو تقسیم کیدل، ددوه یاڅوریښوترمنځ په افقی توګه د اضافی عصبی کانالونو شتون، دریښی ټکر د مجاویرو عصابی ریښو سره، د ریښو موجودیت په مګزیلری ساینسونو کې او یا ډیر نژدیکت دغو جوفونو ته،د ریښو د حد نه ډیره انحناء، د ریښو دکانالونو بندیدل د منرالی موادو په ضریعه یعنی کلسیفايډ کانالونه چې داتول هغه څه دی چې یو ډاکټر مجبوروی ترڅو له ځان څخه سوال وکړی چې
آیا زه تخنیکی مهارت، مناسب ټرینینګ، او هغه وسایل لرم کوم چې د RCT د پاره اړین دي؟

2- D and 3 - D radiographic images.

د RCT پراسیس له شروع څخه له مخی راډیوګراف یو له مهمو وسیلو د تشخیص څخه دی کوم چې د غاښ د کانال/کانالونو د تداوی لپاره حتمی دی.
یو ساده بایټ وینګ bitewing راډیوګراف یو سم او صحح دوه اړخیز پراجکشن د غاښ د چیمبر او د چیمبر د اوږدوالی په هکله ورکوی،
که څه هم مکمل تشخیص د پیری اپیکل انټرا اُرل راډیوګراف پر مرسته یو ستونزمن کار دی.

په سمه توګه زاویه لرونکی پیری اپیکل فلم
Well-angulated periapical film
باید یو سم زاویه لرونکی راډیوګراف واخیستل شی په کوم کې چې د ایکسری مشین کون /cone سیده mesio-oblique او یا disto-oblique ډول برابر یږی.

په دغه ټکټیک کې اکثره وخت د غاښونو د ریښو دری اړخیز 3D جوړښتونه ښکاریږی او anatomic complex ئ څرګندیږی.
روښنائ، رنک، فرق، او شفافیت د یو ډجیټل ایکسری په مرسته په اسانه توګه څرګندوی تر څو پټ نقاط په سمه توګه څرګند کړی لکه کلسیفایډ کانالونه، غیری تداوی
تداوی شوی کانالونه، د ریښی خرجی ریزرپشن یا تحلل، د ریښی داخلی ریزرپش، پلپ سټون، په کانال کې د فائیل موجودیت، اُور ابچوریشن، او داسی نور.

دایوه عامه خبره ده چې بعضی کوچنی او لوی پتوسیس او اناټومیک نقاط په 2D راډیوګراف کې نهمعلومیږی، چې دغه مشکیل یا د راډیوګرافیسټ په واسطه او یا هم د ټیکنالوجی محدودیت وجه کیدای شی.
په تری ډی کون بیم کمپیوټیډ ټموګرافی 3D Cone Beam-Computed Tomography د غاښونو د پیری اپیکل زخمونو تصاویر اخیستل کیدای شی او نور اناټومیک جوړښتونه پهcoronal(anterior-posterior) , (Axil(transvers,
sagital( left-right) هم اخیستل کیږی چې دغه scaningوسایل د پورته ذکرشو محدودیتونو ضامن دی.

Instrumentation.

د غاښ کانالونه اکثره وخت فکر کیږی چې هموار او مخروطی جوړښتونه لری، خو دغه تصور هیڅ وخت د غاښ د کانالونو د پیچیده او مغلق سیسټم اناټومیک جوړښت ترجمانی نه شی کوی، دغه جوړښتونه غیر متناظر ډول او یا بیضوی شکل ته ورتوالی لری خو نور اناټومیک نقاط لکه د ریښو څانګی، دوه اړخیز کانالی ارتباطونه او د اضافی عصبی کانالونو موجودیت هغه څه دی چې د غاښ کانالی سیسټم مغلق کوی.
د غاښ د کانال مغلقه اناټومی باید په نظر کې ونیول شی کوم چې د غاښ د کانالونو د پراخوالی او برابرولو دپاره او د کانالونو د ابچوریشن د پاره اړین دی.
اُوسنیو ریسرچونو خودلی ده چې NiTi Rotary نایټای یا نیکل ټیټانیم وسایلو استعمال کوم چې په ډیره پیمانه د کانالونو اصلی جوړښت په مرکزی شکل سره ساتی او دکانال مرکزی طبعی جوړښت تعقیبوی په داسی حال کې چې سټینلیس سټیل stainless steel د کانال طبعی جوړښت ته تغیر ورکوی او کانال د مرکزی نقطی څخه لیټرل یا یو اړخیز ډول سره انتقالوی.

ضدعفونیت یا له انتان څخه پاکونه Disinfection

ددې دپاره چې د اینډوډانټیک ناروغیو په مائیکروبیالوجیک اټیلوجی باندی بحث وکړو، د غاښ د ګیرچاپیره انساجو التهاب یا پیروډانټایټیسټ او ضدعفونیت هغه مهم نقاط دي چې د ټولی معالجی مهمه برخه تشکیلوی.
موجوده د پاکوالی او شکل ورکولو میتډونه ناممکین بریښی چې د غاښ د کانالونو ټول مائیکرو اورګانزمونه له منځه یوسی.
دوه عمده وجوهات چې د انتاناتو د بقا سبب کیږی عبارت دی له ۱: هغه مقاوم مائیکرواورګانونه کوم چې په بایو فلم کې باقی پاتی کیږی، ۲: د کانال مغلق جوړښت چې حتی د مکمل میخانکی وسایلو له استعمال څخه وروسته هم مائیکرو اورګانونه باقی پاتیدکیدای شی.
همدارنګه توګل شوی انتانی نیکراټیک انساج امکان لری چې له یو صحح میخانکی وسایلو له استعمال بعد د کانالونو له مغلق سیسټم له وجهی باقی پاتی شی.
دایو منل شوی حقیقت دی چې د موجوده پرمختللی ټیکنالوجی باوجود د غاښ د کانالونو مغلق سیسټم ته لاسرسی یو ناممکن کار دی نو ځکه د اریګیشن او په کافی اندازه د مائیکروب ضد محلولونه او موادو استعمال په کانالونو کې که هغه په پسیب/passive یا اکټیب/active ډول وی چې د اکټیب استعمال د پاره مخصوص نیډلز استعمالیږی چې د side-vented needles په نوم یادیږی.
مناسب ډیس انفیکشن محلول په مناسب حجم سره باید د کانال د شیپینګ او کلینینګ پراسیس پرمهال استعمال شی.
د کانالونو ډیس انفیکشن او پاکوالی مستقیماً زمونږ د توانائ پوری اړه لری چې تازه محلول د کانال په داخل کې د شیپینګ پراسیس تر اخیره استعمال کړو ترڅو شیپینګ پراسیس په اسانه توګه اجراء کړی شی او د کانالونو ډیبریډ شوی زرات، نیکراټیک انساج او د بکټیریا/بکټیری مړه او یا نیمه مړه حجرات له کانالونو خارج کړو.

د غاښ د پاک شوی کانالونو ډکول یا ابچوریشن/Obturation
په زیاته اندازه استعمالیدونکی مواد کوم چی د هستی/core په توګه د غاښ د کانالونو د ابچوریشن لپاره استعمالیږی عبارت دی له ګټاپرچا /Gutta percha or GP Points څخه کوم چې په ټوله نړۍ کې استعمال لری.
د ګټاپرچا یا ګټا پرکا استعمال د غاښونو په طب کی له سانچری یا سل کالو څخه ډیر دی چې به کیمیا وی توګه عبارت دی له( polyisoprene(a crystallone polymer څخه چې په دغه فرموله کې شل سلنه %۲۰ ګټاپرچا او باقی پاتی برخه اکثره زینک اکسائیډ/zincoxide دی.
د نورو موادو په نسبت ګټاپرچا مناسب مواد دی چې د کانالونو د ډکولو دپاره استعمالیږی، چې د ریښی مغلق سیسټم ددغه موادو به مرسته ښه ډکیدای شی.
هغه تخنیکونه چې د کانالونو د ډکولو دپاره په کار وړل کیږی عبارت دی له
لیټرل کانډنسیشن/ Lateralbcondensation د سپریډر /spreader په مرسته، ګرم عمودی ټیکنالوجی په کوم کی چی ګرمونکی وسیله استعمالیږی او یا هم هغه ګتاپرچا چې د روټری فائیل څخه تاوه شوی وی او په اون کې د ګرمیدو وروسته د غاښ کانال کې ځای پرځای کیږی.
دغه ټول صحح میتډونه دی خو په دغومره تفاوت سره چې دګرم عمودی ټیکنالوجی په زیاته اندازه قیمته تمامیږی..
سیلور پاینټز Silver points
د شواهدو پر اساس څلور لسیزو راهیسی سیلور پاینټز اوس د کانال ډکونکو موادو په صفت نه استعمالیږی چې وجه ئ د
لمړنی ابچوریشن په سمه توګه نه ترسره کیدل دی او د وخت په تیریدو سره سیلور پاینټز خپل جوړښت ته بدلون ورکوی او ورستیږی کوم چې د کانال د خرابیدو باعث کیږی.
په ۲۰۱۳ میلادی کال کي د امیریکن اسوسیشن اف اینډوډانټیکس یا AAE د سیلور پاینټز استعمال د کانال تداوی کونوکو موادو په صفت ممنوع اعلان کړ.
N2 surgent paste
هغه پیسټ فارم مواد یعنی خمیره شکله مواد چې کوم چې د ریښی د اپیکل فورامین څخه تیریدی شی باید استعمال نه شی ځکه دغه مواد د همیشنی نیورولاجیک انجری سبب کیږی د مثال په ډول پارافارملډیهایډ سیلینټ کوم چې سایټو ټاکسیکلی غیری محفوظ دی باید استعمال نه شی.
دغه رنګړمواد د انډوډانټیکس د پریکټس د معیار څخه ښکته مواد دی او استعمال ئ د ګټی پرځای زیان رسوی.

د غاښ د تاجی برخی بندونه Coronal-Seal
حتی په بهتره توګه اینډوډانټیکس معالجه یا RCT هم ناکامیږی او د بیا ځل دپاره منتن یا re-infected کیږی که چیری د غاښ دریښی سیسټم یوځل بیا د هغو مائیکرو اورګانونو په واسطه کوم چې د خولی د محیط څخه لارپیداکوی او د غاښ کانالونو ته ځان رسوی،کانالونه انتانی کوی.
د ری انفیکشن د مخنیوی دپاره باید دغاښ کانال د اپیکس څخه تر کانال اورفیس پوری د یوی جامدی هستی او سیلر solid core and sealer پرمرسته بند یعنی سیل شی.
د ار سی ټی شوی غاښ کورونل لیکیج /coronal leackage یا تاجی لیک کیدنه د غاښ د بیاځل منتن کیدو یو ثابت عامل دی له کوم څخه چې مائیکرو.اورګانونه او غذائ مواد د کانال او بیا له ابیکس څخه تیریږی او د غاښ د ری انفیکشن سبب کیږی.
هغه غاښونه چې ار سی ټی شوی دی باید سم له واره په همیشنی ډول ډک او پوښ شی ترڅو د ری انفکشن مخه ونیول شی.

د انډوډانټبکس هدف دادی ترڅو د غاښ ګیرچاپیره انساجو ساتنه د بکټیریائ ککړتیا په مقابل کې ترسره کړو چې ددغی هدف دپاره د غاښ د کانالونو مناسب پاکوالی، جوړښت، شکل ورکول، دکانالونو ډکول او د غاښ په مناسب ډول ډکول او پوښول دی.

په درنښت،

Address

Kabul
Kabul
353672

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when افغان د غاښونو عصری کلینیک Afghan Modern Dental Clinic posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram