Dr. Hameed Sultani

Dr. Hameed Sultani درنو محترمو لیدونکو او لوستونکو
السلام علیکم ورحمت الا
غواړم د دغی صفحی له لاری تر یو حده د روغتیا په برخه کی تاسی تا خدمت وکړای شم
مننه

په بریالیتوب سره د یوه ۸ میاشتني ماشوم د شونډو او خولې جراحي عملیات.طبابت ښکلا او مینه دهیو ۸ میاشتنی ماشوم چې له زیږون ...
05/08/2025

په بریالیتوب سره د یوه ۸ میاشتني ماشوم د شونډو او خولې جراحي عملیات.

طبابت ښکلا او مینه ده

یو ۸ میاشتنی ماشوم چې له زیږون څخه یې د “شونډې او خولې چاکي” (Congenital Cleft Lip & Cleft Palate) ناروغي درلوده، د بي بي فاطمة الزهراء ولایتي روغتون جراحي څانګې ته مراجعه وکړه.

د روغتون د مجربو متخصصینو او د انستیزې له قوي ټیم سره، دا جراحي د ماشوم د ژوند د ښه والي لپاره حیاتي وه. د اطفالو د جراحي متخصص، محترم ډاکټر احمد جاوید غضنفري، د عملیاتو مشري وکړه او د ټیم په ګډو هڅو سره دغه جراحي عملیات په بریالیتوب سره ترسره شول.

د عملیاتو وروسته د ماشوم وضعیت ښه دی، او تمه ده چې نوموړی به تر بشپړې روغتیا وروسته یوه عادي او سالمه وده ولري.

د بي بي فاطمة روغتون اداره د خپلو خلکو خدمت ته ژمنه ده او دا ډول بریاوې د ټیمي کار، تخصص او بشري احساس څرګندونه کوي.
DrFahad Wali Zada

محترم داکتر صاحبانو ستاسي تداوي يا درملنه د دغه ناروغ په اړه څه ده؟ناروغ په زينه کي وليدلي او د حوصيلي هډوکي يي درزمن شو...
26/06/2025

محترم داکتر صاحبانو ستاسي تداوي يا درملنه د دغه ناروغ په اړه څه ده؟
ناروغ په زينه کي وليدلي او د حوصيلي هډوکي يي درزمن شوي دي !
عمر :۶۰
جنس:ښځينه

بسم الله الرحمن الرحیم!د ټوخي ډولونه:۱-وچ ټوخی دا ډول ټوخي هله منځته راځي کله،چي حنجره ،شزن او دقصباتو مخاطي غشاء احتقان...
24/06/2025

بسم الله الرحمن الرحیم!
د ټوخي ډولونه:
۱-وچ ټوخی دا ډول ټوخي هله منځته راځي کله،چي حنجره ،شزن او دقصباتو مخاطي غشاء احتقانی وي ،غوره لامل يي د پورتني تنفسي سيسټم انتان، دسږو د توبرکلوز لومړي پړاو برانکو جينيک کارسينوما ، بین الضلعي فايبروزس ،استما، پلمونري انفارکشن دي
۲ـلوند ټوخي: چي په برانشکتازس،د سږو ابسي ،مزمن برانشيټ ،فنګسي انتاناتو کي منځته راځي دا ډول ټوخي د زيات اګزودات شتون په تنفسي لارو کي را په ګوته کوي.
۳ـ حملوي ټوخي: برانشيل استما،د زړه عدم کفايه او whooping cough(توره ټوخله)کي شتون لري.
۴ـ د ويز سره يوځاي: برانشيل استما،مزمن برانشيت او Tropical Eosinophilia
۵ـ د شپي ټوخي: په اسمتاpulmonary Edema. Post nasal drip ريفلکس ازوفاجيټيس کي.
۶ـ د Bovine غوا په شان اواز: د حنجري د فلج له امله، چي Recurrent Laryngeal عصب په اخته شوي وي چي په دي صورت کي ټوخي دوامداره او خپل خشن وصف له لاسه ورکوی .
۷ـ درد ناکه ټوخي: په Pleurisy (د سږو او د سينې د ديوال تر منځ موجوده نرمه غشاء (Pleura) التهاب ته وايي)

کي ځکه، چي د ټوخي په واسطه د سيني درد زياتيږي.
۸ـ بي آوازه ټوخي: که vocal cord د سرطان يا توبرکلوز په واسطه تخريب شوي وي رامنځته کيږي.
۹ـ spluttering: په Tracheo esophageal Fistula کي
۱۰ـ که ټوخي تمرين پوري اړه ولري نو Mitral stenosis,مري، او شزن تر مینځ فيستول Tracheo esophageal Fistula يا Esophageal divertical ته فکر وشي.
۱۱ـ که مزمن ټوخي په وروستيو کي زيات شي نو برانکيل کارسينوما ته فکر وشي
ادامه لري

توخي (cough) تعريف:ټوخي د تنفسي سيسټم يو عکسوي عمل دی چي د پورته تنفسي لارو د پاکولو لپاره ترسره کیږي يا په بل عبارت ټوخ...
03/02/2025

توخي (cough)
تعريف:ټوخي د تنفسي سيسټم يو عکسوي عمل دی چي د پورته تنفسي لارو د پاکولو لپاره ترسره کیږي

يا په بل عبارت ټوخي يو قوي انفجاري عمل دی چي د ابتدايي بندشوي ګلوتيس مقابل کي منځته رازي او په وصفي ډول يو ځانګړی اواز توليدي چي د تنفسي هواي لارو افرازات او اجنبي جسمونه بهر تا کاږي

د تنفسي ناروغيو له عامو ستونزو څخه دی ،چی د ناروغي بڼي ته په کتو به ټوخي بلغم لرونکي (productive) يا هم وچ (Dry) اوسي
د ټوخي غځيدنه د ناروغي په بڼي پوري اړه لري د حاد Pharyngitis ټوخي له دري اوونيو څخه لږ او د ساه لنډي (Asthma) او ځنډني (Bronchitis)ټوخي له دري اوونيو څخه ډير غځيږي

Pharyngitis:
ټوخي به وچ او پرله پسي وي ،چی ناروغ به د ستوني دخارښت او پوزي بهيدني څخه هم سر ټکوي

Laryngitis: وچ او درد ناکه ټوخي به د اواز دي خپوالي
سره يو ځاي وي
Laryngeal paralysis:
ټوخي به اوږد مهاله او د نورمال په پرتله low pitchوي
،چي دي ډول ته Bovin cough وايي (د اواز خپوالي هم شته وي)
ادامه لری

د هډوکو ابتدايي انتاني ناروغي د هډوکو او بندونو انتانات معمولآ د پايوجينک انتاناتو او توبرکلوز بسيل پواسطه منځته راځي ،د...
02/02/2025

د هډوکو ابتدايي انتاني ناروغي
د هډوکو او بندونو انتانات معمولآ د پايوجينک انتاناتو او توبرکلوز بسيل پواسطه منځته راځي ،
د هډوکو انتان د ( Osteomyelitis) په نوم او مفصل پايوجينک انتان د septic Arthritis پنامه ياديږی ،
مګر د هډوکو او مفاصلو انتان چي د توبرکلوزبسيل په واسطه منځته راشي د هډوکو او مفاصلو توبرکلوز ورتا وايي ،
همداراز دهډوکو Syphilis ,Viral, Fungal او Parasitic انتاناتو هم په ځانګړي حالاتو کي ليدل کيږي
Acute Osteomyelitis

د Acute Osteomyelitis د هډوکو هغه حاد التهاب ته چي د پايوجينک انتاناتو پواسطه منځته راځي ويل کيږي
يا د هډوکو د سفننجي برخي پايو جينکي انتان ته وايي چي دا پايوجينک انتان د لاندي لارو څخه ځان هډوکو ته رسوي :

د ويني د له لاري : چي
Acute Hematogen Osteomyelitis ورتا وايي
او په ماشومانو کي عام وي .
د خلاص کسر له لاري : چي Posttraumatic Osteomyelitis ورتا وايي .
د هډوکو د جراحي عمليات له امله : چي post Operative Osteomyelitis ورتا وايي

(بروسيلوزس)Brucellosis تر اخيره يي ولوليبروسيلوزس ته Undulant تبه؛ Bangs Disease , Malta Fever هم وايي؛چي يوه سيستميکه ب...
27/01/2025

(بروسيلوزس)
Brucellosis
تر اخيره يي ولولي
بروسيلوزس ته Undulant تبه؛
Bangs Disease , Malta Fever
هم وايي؛
چي يوه سيستميکه باکتريايي له څارويو څخه ليږديدونکي (زونوتيکه) ناروغي ده چي ککړ شوي څاروي څخه نيغ په نيغه يا غير مستقيم ډول انسان ته ليږدیږي!

لاملونه!
انسانی بروسيلوزس د بروسيلا ډول (strain)په واسطه رامنځته کيږي٫ چي په بيلابيلو ډلو وېشل شوې دي !
بروسيلا Melitensis په انسانانو کي د عرضي ناروغۍ دوديز لامل دي پسونه ٫اوزي او اوښان يي بنسټيزي سرچيني دي !
بروسيلا Abortus لپاره کورنۍ ٫صحرايي غواګاني او ميښي بنسټيزي سرچيني دي!
بروسيلا Suis د سرکوزي بروسيلا Canis د پسونو او بروسيلا Neotomae د ځانګړيو صحرايي موږکانو څخه انسان ته ليږديږي !
ټول بروسيلا کوچني ګرام منفي کوکوبسيلونه دي چي سپور نه جوړي او کپسول نه لري او يوازي چاپيريال کي وده کوي !
دا اورګانيزم د لمر وړانګو او ايونايزراډيشن او منځني تودوخې سره حساس دي ٫ په جوش او پاستورايزډ شيدو کي له منځه ځي لاکن يخ او وچيدو سره مقاوم دي بروسيلا کيداشي په هغه پنير ګي چي د اوزو يا پسونو له شيدو څخه جوړ شوي وي تر دوه مياشتو او په هغه وچه خاوره کي چي د حيوان تشو متيازو يا مهبلي افرازاتو سره ککړه شوي وي تر شپږو مياشتو ژوند وکړي ، همدارنګه په اسانۍ سره د يو شمير Disinfection موادو سره له منځه ځي !
اپيديمولوژي!
د WHOد احصايې له مخي د نړي په سلو (۱۰۰) هيوادونو کي په کال کي پينځه سوه زره (۵۰۰۰۰۰)پيښي راپور ورکړل شوي دي!
کلنيکي بڼه!
د تفريح دوره يي په دوديزه توګه ۵تر ۲۱ورځي دی !
د بروسيلوزس ناروغانو د ناځانکړو ګيلو څخه لکه! تبه ،خوله،سستيا،بي اشتهايي، سرخوږ،د ملاخوږ څخه ګيله من وي!
د ناروغي پيل کيداشي تدريجي يا بيړني وي !
د بروسيلوزس په ناروغي کي تبه چي د خولو سره ځاي وي په ځانکړي ډول د شپي لخوا ناروغ له دي ګيله من وي او خولي بد بوي لري
په انډيميک ځايونو کي د بروسيلوزس توپير د نورو تبه لرونکو ناروغيو څخه ستونزمن دي خو بيا هم دوه ځانکړي ځانګړتياوې د تبي د نورو ناروغيو سره توپير روښانه کوي يو دا چي که درملنه نه وي شوي نو د بروسيلوزس تبه د يوي اونئ لپاره دوامداره پاتي کيږي او وروسته کميږي او بيا راګرځي او بله دا چي د بروسيلوزس تبه د عضلي اسکليټي ګيلو او نښو سره په په نيمايي ناروغانو کي يو رقم وي
کلنيکي څرګندتياوي نږدي د بروسيلوزس د ټولو ډولونو يو شان وي
مګر Melitensis لږ شان بيړني او شديدي څرګندوني لري او د بروسيلوزي Buisځايي ابسي جوړيدل خوخوي !
اما بروسيلوزس Abortus ورو ورو رامنځته کېږي او ځنډني تګلاره لري د ناروغي د تفريح دوره له يوي اوني څخه د تر څو مياشتو پوري ده تبی او نورو ګيلو منځته راتګ ښايي ناڅاپي. يا په ورو ډول پر تبي او خولي سربيره رنځوران بي علاقې ستړي،بي اشتها او کم وزنه وي همدارنګه د عضلي دردونو سردردي او يخني احساس څخه ګيله من وي
د بروسيلوزس نوري څرګندونې کيداشي له دري شکايتونو سره سمون ومومي
الف :تبه د وچکۍ په شان مګر شدت يي کم وي !
ب: تبه او بيړني مونو ارترايټس په ځانګړي ډول زنګون او د Hip Joint په ځوانو ماشومانو کي اخته کوي
ج: دوامداره تبه د ملا له درد سره يا هيپ بند درد سره په زړو خلکو کی
په ځانګړې ډول سيپتيک ارترايټس ،زنګون،Hip, sacroiliac د اوږي او د Sterno clavicular joint اخته کوي چي کيداشي د مونو ارتيکلولر ارترايټس او يا پولي ارترايټس وي ، اوستومايلايټيس هم کيداي شي سيپتيک ارترايټس په تعقيب رامنځته شي !
ناروغان کيداشي وچ ټوخي او کله کله سينه بغل ،براکايټس،امپايما، داخل صدري دينوپتي او د سږو ابسي ولري
۲۰ الي ۳۰٪ناروغانو کي د يني او توري غټوالي ۱۰-۲۰٪ناروغانو کي لمف ادينوپتي موجوده وي ۱۰٪ناروغانو کي د بيړني Epididymo Orchitis منځته راځي چي په دودیز ډول يو طرفه وي !
په اميدواره ښځو کي د سقط (Abortion)منځته راتګ پدي ناروغانو کي زيات دي!
بروسيلا کيداشي د (Anemia)،لوکوپينيا،ترومبوسايتوپينيا او clotting تشوشاتو لامل شي ۷۵٪پيښو کي کيداشي ګرانولوما د هډوکو په معز کي پيدا شي
په ۱-۲٪پيښو کي اندوکاردايټس چي زياتره د ابهر د سام (طبعي يا پروستاتيک ) اخته کوي پريکاردايتس ،مايکوتيک انيوريزم او ژور وريدي ترمبوزس (D,V,T) نادر اختلاطات دي
توپيري تشخيص:
بروسيلوزس بايد د يو شمير بيړنيو تبه لرونکو ناروغيو لکه انفلونزا ،تولریمیا ،Q-fever,انتاني مونو نيکلوزس او وچکۍ سره توپير شي ځنډني شکل يي بايد هوجکن ناروغي ، نري رنځ،HIV, ملاریا ،هستوپلازموزس او Coccidiosis سره توپير شي !
درملنه:
د ميکروب ضد درملنه د ګيلو د کموالي ، Relapse د مخنيوي او د اوسني ميکروب له منځه وړلو لپاره استعماليږي
که چيري د ناروغۍ موضعي څرګندوني موجودي وي نو جراحي ته اړتيا ده لکه (دزړه د سام بدلول ،خنځي خالي کول د بندونو بدلول ) سر بيره پر دي بايد دوامداره د ميکروب ضد درمل هم واخلي !
بايد د ميکروب ضد درمل په کډه سره استعمال شي که په ځانګړي ډول يو درمل استعمال شي نو د Relapse کچه يي ۵۰٪دي
داکتر حمیدالله سلطانی

I've just reached 900 followers! Thank you for continuing support. I could never have made it without each one of you. 🙏...
19/01/2025

I've just reached 900 followers! Thank you for continuing support. I could never have made it without each one of you. 🙏🤗🎉

دا جي شري يوځل بيا عام شوي نو لازمه مي ومنله چي د شري په اړه معلومات وړاندې کړم شری (Measles) یوه ویروسي ساري ناروغي ده!...
06/01/2025

دا جي شري يوځل بيا عام شوي نو لازمه مي ومنله چي د شري په اړه معلومات وړاندې کړم
شری (Measles) یوه ویروسي ساري ناروغي ده!
چې د Measles virus له کبله منځته راځي.
دا ناروغي ډېره خپرېدونکې ده او معمولاً د هوا له لارې، لکه د ټوخي یا پرنجېدو په وسیله، د ناروغ شخص له خولې یا پوزې څخه خپرېږي.

د شری ناروغۍ نښي:

لوړ تبه (40°C یا زیات).

زکام، ټوخی، او د سترګو سوروالی (Conjunctivitis).
د ستوني درد د خيټي خراب والي عصبي تشوشات
د خولې دننه واړه سپین داغونه (Koplik's spots).
د بدن پر مخ او نورو برخو باندې سره خارښتناک داغونه چې وروسته ټول بدن ته خپرېږي.

د شری زیاتېدو وخت:
شری عموماً په هغو سیمو کې زیاته کېږي چې خلک واکسین شوي نه وي. دا ناروغي په هغو وختونو کې زیاتېږي چې د خلکو راټولېدو فرصت زیات وي،
لکه:
د ژمي په موسم کې ځکه چې خلک ډېر وخت دننه پاتې کېږي او ویروس په اسانه خپرېږي.

په هغو ځایونو کې چې خلک په زیاته کچه ګډ ژوند کوي.

د مخنیوي لارې.
1. د شری پر ضد واکسین (MMR: Measles, Mumps, and Rubella) د دې ناروغۍ مخنیوي تر ټولو اغېزمنه لاره ده.
2. ښه حفظ الصحه: د لاسونو مینځل او د ناروغو کسانو څخه لرې پاتې کېدل.
3. قرنطین: که څوک په شری اخته شي، باید د نورو خلکو سره تماس کم کړي ترڅو ویروس خپور نه شي.
داکتر حمیدالله سلطانی

ډاون سنډروم (Down Syndrome) ایا پوهیږئ هغه ښځينه چې عمر يې 35 کاله او د ځینو نويو څېړنو پر بنسټ 33 کاله ته ورسېږي او غوا...
28/09/2022

ډاون سنډروم (Down Syndrome)

ایا پوهیږئ هغه ښځينه چې عمر يې 35 کاله او د ځینو نويو څېړنو پر بنسټ 33 کاله ته ورسېږي او غواړي چې ماشوم راوړي نو ډېره شونتيا داده چې ماشوم به يې ډاون سنډروم لرونکی وي.. دغه اټکل په لاندې ډول ده...
د مور عمر 20-24 کاله 1/5000 (يانې ددغه منګ مورګانو په پنځه زره ماشومانو کې کيدای شي يو ماشوم ډاون سنډروم ولري)
د مور عمر 25-32 کاله 1/1200
د مور عمر 33-35 کاله 1/350
د مور عمر 40-36 کاله 1/100
د مور عمر 45-41 کاله 1/30
په ټوله نړۍ کې اوسمهال شته د ډاون سنډروم ماشومانو 90% سلنه له هغو مورګانو زېږېدلي چې عمر يې له 33 کلنو پورته وو. زما خپل شخصي ژوند تجربو پر بنسټ د 100% ډاون سنډروم ماشومانو د مورګانو عمر د تولد پرمهال عمر 35 څخه لوړ وو.
لاندې انځورونو ته ورته ماشومان به هرومرو تاسو خپل کور کلي کې ليدلي وي. ددوي تناسب په امريکا کې هر 700 نوي زیږیدلو کې يو ماشوم دی خو نوره نړۍ کې بيا هرو زرو نه تر يولس سوه نوي زیږیدلو ماشومانو کې يو ماشوم دی**. ددوي بڼه مغولو/منګوليا خلکو ته ورته دی نو ځکه ورته منګولیايي ماشومان يا ګرد مخې ماشومان هم ويل کېږي....
هسې خو ټول ماشومان خواږه وي خو دغه غونډ‌مونډ ګرد مخې ماشومان ځانګړی معصوميت لري، ښوونځي نه غير هم که لار کې دغه ماشومان وګورم حتمن ورسره يو شېبه تم کېږم، مينه ورکوم او هڅه کوم که مور او پلار يې د راتلونکې او يا زده کړو په اړه نه پوهيږي چې معلومات ورکړم.
ډاون سنډروم څه شی دی؟!
کله چې په رحم کې (يا په مصنوعي ډول IVF) کې د نارينه او ښځينه نيمه نيمه جنسي حجرې (cell) (چې په طبي اصطلاح دغه حجروته ګاميټونه gametes وايي) سره يوځای شي په لمړی سر کې يو حجره لرونکي ژوی (زاييکوټ Zygote) رامنځته کېږي. د پلار له اړخه يو سپرم چې د مور اړخ بيضې سره يوځای کېږي، 23 دانې ډېره واړه شيان یا د معلوماتو کوډونه لري چې په طبي اصطلاح کې کروموزوم بلل کېږي. په همدغه ډول همدومره يانې 23 کروموزوم د مور له اړخه بيضه کې هم وي. دا دواړه که يو بل سره يوځای شي نو 23 جوړې يانې 46 کروموزومونه کېږي. په زايګوټ کې د 46 کروموزومونه شتون نورمال حالت دی خو د ډاون سنډروم په حالت کې 21م کروموزوم چې کله له مقابل 21م سره يوځای شي نو د جنيټيکي تنوع يا موټيشن له امله يوې جوړه پرځای 3 دانې کرموزومونه جوړېږي نو ځکه دغه حالت ته Trisomy يا T21 هم وايي.
اوس نو د ژوند لومړنۍ بنسټيزه حجره د نورمال 46 پرځای 47 کروموزومونه لري او دغه حجره په دوه هغه دوه بيا په څلورو او هغه څلور بيا په اتو ..... په ټريليونو حجرو ويشل کېږي ترڅو يو ماشوم ترې جوړېږي. پدغه حالت کې چون هر حجره 47 کروموزومونه لري نو ځکه دغه رامنځته شوي ماشوم جسماني جوړښت او بڼه هم له نورو ماشومانو توپير لري چې تاسو يې په انځورونو کې ليدلی شئ.
ددغه ماشومانو نښې نښانې:
چېته پوزه، واړه خو شک غوږونه، نرۍ راوتلې او په کنجونو کې پورته اړخ ته وتلې سترګې، لنډه او ډبله غاړه، د نورو ماشومانو په پرتله غټ سر، مسکا په خوله بڼه او عموما دغه ماشومان د نورو په پرتله ټيټ قد او چاغ جسم لري.
زيرکتيا يا وروسته پاتې والی/ذهني تاخر په اړه بايد ووايم چې ددوي ډېری د 70 او 50 ترمنځ IQ (ذهني کچه) لری خو ځينې داسې هم شته چې کيدای شي IQ يې د 50 او 35 ترمنځ او يا آن تردې هم ښکته وي. يانې په اوسط ډول 70 خو که ډېره لوړه هم وي بيا هم له 120 نه کمه وي. دغه ماشومان د تفکر، استدلال او ادراک وړتياو د کمښت ستونزې لري. همدارنګه د خبرو کولو ګډوډي، د زړه ټکان کموالی يا زیاتوالی، د زړه سوری، د زړه والونو تنګتيا وغيره ګډوډۍ هم ددې ګروپ وګړو ګډې ځانګړتياوې بلل کېږي.
داسې فکر وکړئ چې پنځوس سلنه ډاون سنډروم لرونکي وګړي د زړه ګډوډۍ لري خو يوازې لسو نه تر پنځلس سلنه يې د کارډيالوجسټ (د زړه متخصص) څخه درملنې لپاره اړ کېږي. د يادو ستونزو سربيره پدغه وګړو کې د بې‌خوبي يانې کم خوب لرلو، الزايمر(Alzheimer)، ډيمنشيا (Dementia)، د تايرايډ غدې او په پوستکي د زړښت اثار ژر ښکاره کيدلو، ستونزې هم ليدل کېږي. ددوي غاښونه هم واړه پاتې کېږي نو ځکه ځينې ماشومان کلک شيان ژولو کې ستونزو سره مخ وي.
تشخيص
د حمل پنځلسمی څخه تر شلمې اونۍ ترمنځ که يو تکړه راډيالوجست له لوري تلويزوني معاينه (الټراساونډ) وکړل شي نو د ډاون سنډروم تشخيص شونی دی. که له ياد وخت څخه مخکې تشخيص وغواړو هم شونې ده. د حمل يولسمې نه تر څوارلسمی اونۍ ترمنځ د Chorionic villus sampling (CVS) ټسټ پواسطه هم د ډاون سنډروم درک لګيدلی شي. پدغه معاينه کې يو الټراسونک ستنه د مور ګيډه کې دننه کوي او د پلاسننټا څخه راغلي د اکسيجن و خوړو رګ څخه د ويني نمونه (سمپل) اخيستل کېږي. په دغه معاينه کې نه درد شته او نه حمل ته زيان رسېږي او تر 20 دقيقو پورې وخت نيسي.
که وخت زيات تير شوی وي نو د حمل پنځلسمی او اتلسمې اونۍ ترمنځ د Amniocentesis په نوم يو ټسټ هم د ياد سنډروم تشخيص لپاره ترسره کيدی شي. پدغه معاينه کې هم د الټراسونک ستنه د مور رحم ته دننه کېږي او د ماشوم شاوخوا شته مایع (Amniotic fluid) څخه د اوبو يوه قطره اخيستل کېږي. دغه معاينه هم حمل ته زيان او درد نلري او قبول شل دقيقې وخت نيسي خو بايد د يو تکړه ګايناکالوجسټ (نسايي ولادي متخصص) لخوا ترسره شي.
د ډاون سنډروم يقيني تشخيص وروسته هر څوک د خپل دين او مذهب لارښوونو سره سم د حمل ختمولو او يا هم د ډاون سنډروم لرونکي ماشوم پيدا کولو په اړه پريکړه کولی شي. د يو مسلمان په توګه زما علم او مطالعه وايي چې د غوښې په ټوټه کې روح اچولو وخت څخه ترمخ د ډاکټرانو او علماو څخه مشوره اخيستلو وروسته د حمل ضايع کولو يو څه ګنجایش شته دی. قرآن او حديث لارښوونو پراساس په ګيډه کې شته ماشوم کې د روح پوکولو مهال د حمل پيل څخه تر څلور مياشتې يانې 16 اونۍ پورې دی. چون د CVS معاينه کې يولسمې او ديارلسمې اونۍ ترمنځ تشخيص ترسره کېږي نو که څوک حمل ضايع کول وغواړي خپل مذهب او عقيدې او د علماو څخه فتوا پر بنسټ پريکړه کولی شي. (په اخلاقي لحاظ ددغو وګړو په وړاندې د نوموړي سنډروم مخنيوي خبره ډېره بده بريښي.. )
په ټوله نړۍ کې 30 نه تر 40 سلنه مېندې پلرونه د ډاون سنډروم تشخيص وروسته حمل ضايع کوي او پدغه سلنه کې دين او مذهب والا او خدای ناباوره هر ډول وګړي شامل دي.
د ډاون سنډروم ماشومانو اوسط عمر 50 څخه تر 60 کاله وي او د مارچ 21 مه نيټه ددوي نړېواله ورځ ټاکل شوی ده.

ډاون سنډروم لرونکی ماشوم وزېږېد نو بيا؟!
لمړی کار خو بايد دا وي چې د نوموړي ماشوم په زېږېدو هماغسې خوښي ښکاره کړای شي لکه د نورو ماشومانو : خواږه وويشئ، عقيقه وکړئ ... ژړا او خفګان هيڅکله ونکړئ ځکه هيڅ ګټه نلري، د ماشوم په بدن کې په ميلياردونو حجرو کې 47 کروموزومونه تاسو د نړۍ په هيڅ قوت او دارو درمل سره 46 نشئ کولئ. همدارنګه د ماشوم جسماني بڼه او ذهني استعداد چې يو ځل پوخوالي ته ورسېږي نو بيا ټول عمر هماغه شان پاتې کېږي هو که د لمړۍ ورځ څخه ورته پام وکړئ نو ډېر ښه‌والی موندلی شي.
ددې سنډروم هيڅ درملنه نشته دغه حقيقت بايد له لمړۍ ورځ څخه ومنئ. ډېری خلک دغه حقيقت د ډېری درملنو، دم او تعويذونو کولو، کلونو وروسته مني چې بيا ډېر ناوخته وي. ددې ماشومانو د ژوند لومړنۍ 1000 ورځې ډېر ارزښت لري.
د زېږېدو څخه وروسته په هماغه لومړيو کې بايد د لیدو او اوريدو حس او همدارنګه د زړه ضربان بيا بيا ځلې معاينه کړل شي. په لومړيو شپږو مياشتو کې هرومرو کارډيالوجسټ سره وګورئ ترڅو د زړه ناروغۍ په وخت تشخيص شي. په اوريدو کې ستونزې شتون پرمهال که اړتيا وي نو د متخصص او مسلکي شخص پواسط ورته د اوريدو وسيله (سمعک) ولګوئ. ماشوم د مور غږ اوري او غبرګون ښکاري کوي. همدغه ماشوم چې اوريدل کولی شي وروسته بيا خبرې هم کولی شي کنه نو خبرې کولو کې به وروسته پاتې وي.
دا يو انکشافي معلوليت (developmental disability) دی، زما د ماسټري زدکړې هم د معلولیت همدغه برخې يانې انکشافي او ذهني معلوليت پورې اړه لري.
پر وخت مداخله (Early Intervention) چې څومره ژر پيل شي همدومره به يې ګټه ډېره وي. د پر وخت مداخلې نشتون په حالت کې دغه ماشومان تر درې کلنې پورې نه خبرې کولی شي او نه ګرځيدل. او که مداخله او مرسته ورسره وشي نو له درې کلنۍ څخه ليک او لوست هم پيل کولی شي ان شاء الله.
پروخت مداخلې څه کول اړين دي؟!
که اړينه وي نو د يو کلنۍ څخه وړاندې هرومرو ورته د اوريدو وسيله(سمعک) ولګوئ.
له يو کلنۍ راهيسې ورته د پنځه حواسو څخه ګټه اخيستنې په اړه روزنه ورکړئ. په دې مورد له وظيفوي درملګر يا occupational therapist څخه مرسته ترلاسه کړئ.
ې ماشومانو عضلات، هډوکي او بندونه کمزوري وي نو د فزيوتراپسټ په مرسته هرڅومره ژر چې کیږي فزيکي درملنه یا فزيوتراپي ورته پيل او تر څو کلونو پورې د اړتيا سره سم دوام ورکړئ. وروسته ورته په ورځنې معمول کې ورزش، پياده چکر، جيم ته تګ يا کومه لوبه کول په نظر کې ونیسئ کنه نو ماشوم به يا ډېر چاغ شي او يا هم ډېر کمزوري پاتې شي.
خواړه ورته د ډاکټر په مشوره ورکړئ، ځکه چې د هر ماشوم ستونزې سره توپير لري او د ځينې ماشومانو هاضمي سيسټم هم ګډوډي لري
په ښوونځي کې دوي ته ټولنيز مهارتونه، د ځانې مرستې مهارتونه (self-help) يانې خپل کار په خپله کول لکه جامې اغوستل، بوټان پښو کول، تسمې يې تړل، پرتوغاښ يا کمربند تړل، غاښونه برس کول، تکمې/بټنې تړل او داسې نورو په اړه ورته د نورو شيانو څخه مخکې زده کړه او روزنه ورکول کېږي.
د پورته سربيره د ماشوم په حرکي/خوځښتيز مهارتونو، لساني/ژبېز مهارتونو او معرفتي کړنو (cognitive processing) د ښه والي اړوند مرسته کېږي.
دغه ماشومان لمړنيو مداخلو او مرستو وروسته په اختصاصي/استثنایی/ځانګړې زده کړو مرکزونو کې او یا هم په عادي ښوونځيو کې نورو ماشومانو سره يوځای زده کړه کولی شي. ددغه ماشومانو ډېری يې د زده کړو جوګه دي او ځينې نور يې يوازې ورځنې اړينو مسايلو اړوند روزنې لاندې نیول کېږي (Educable & Trainable).

زمونږ په وطن کې د عامه پوهاوي نشتون، د اړينه مرکزونو کمښت يا معلوماتو نشتون لکبله ددغه ماشومانو لمړني کلونو داسې زيان مومي چې بيا ټول عمر يې جبران ناشونی وي. په پايله کې دغه ماشومان په کليو بانډو کې د خلکو ريشخند او ځورونې سره مخ وي، خلک پرې بيلابيلې ټوکې او پسخند کوي او دوي هم ورته غبرګون کې کنځلې او ان وار او ګذار کوي. دغسې وې ټول عمر په لالهاندې کې تير شي.
له لمړۍ ورځ څخه دغه ماشومان د زړه له تله ومنئ، پورته لارښوونو باندې عمل وکړئ، ان شاء الله ماشوم به نورو ماشومانو په څير عادي ژوند ولرئ. که څه هم ددغه ماشومانو لپاره ځانګړې ښوونځي زمونږ هيواد کې نشته خو ځينې غيردولتي ادارې ددوي لپاره د بنسټېزو زده کړو او روزنې پروګرامونه لري له هغې څخه بايد ځان خبر او ګټه ترې پورته شي.
يو ليدل کېږي دا چې مور او پلار هم ددغه اولاد په حق کې ظلم کوي سمه پالنه يې نکوي، په شپږ يا اته کلنۍ کې يې ښوونېزو ادارو ته راولي او کله چې يې ښوونځي کې شامل کړي نور نو مسووليت په ښوونځي واچوي او ځان ترې بېغمه ګڼې...
په نورو ماشومانو ښه مصرف کوي، توجو ورته کوي خو ددوي هيڅ پروا نه ساتي، په ښوونځي کې شاملولو وروسته يې پوښتنه نکوي، ډېری ښوونکي هم دوي ته ځانګړی پام نکوي. ځينې وخت خو مېندې پلرونه دېر متوجې وي خو ښوونکي بيا خپله دنده سمه نه ترسره کوي او يا هم ماشومان دومره ډېر وي چې دغه ماشومان په کې بيخي محروم پاتي کېږي او ژوند يې تباه کېږي.
ایک پوری ٹیم ان بچوں کو فعال کرنے میں کردار ادا کرتی ہے۔ جن میں سائیکالوجسٹ سپیچ تھراپسٹ، میوزک ٹیچر، کلاس ٹیچر، ہر سکول میں موجود ہوتے ہیں۔
په پرمختللي هيوادونو کې مسلکي او متخصصو وګړو ټيم لکه روانشناس(psychologist)، ژبېز درملګر(speech therapy)، ميوزيک استاد، د ټولګي نګران ښونکی ددغه ماشومانو په فعال ساتلو کې يوځاي سره کار کوي. هلته کولئ شئ چې ښوونځي کې ماشوم پرمختګ څخه ځان ډاډه کړئ د IEP) Individualized Education plan) په پلان کولو او پلي کولو کې مور او پلار دخيل ساتل کېږي. خو دلته وطن کې بيا هم تاسو کولئ شئ چې اړوند متخصيصينو سره مشوره وکړئ، وخت پر وخت ښوونکي او مدير سره په ګډه د ماشوم د کور او ښوونځي اړتياوو باندې ځان وپوهوئ او په ګډه د ماشومانو په ښوونه او روزنه کې برخه واخلئ.
دغه ماشومان د فوټوګرافي، د سټيج پر سر تمثيل، ماډلنګ، کبډي او همدارنګه د معلولينو لپاره اولمپيک لوبو (Special Olympic او para Olympic) کې ښه لوبغاړي ثابتيدلی شي. همدارنګه په سوپر مارکېټ او هوټل وغيره کې تر څارنې لاندې ښه ډول دنده ترس ه کولی شي. په دولتي ادارو کې هم د زده کړو او مهارتونو سره سمه دنده پرمخ وړلی شي.
که ډاون سنډروم لرونکی انجلی واده وکړي نو د مور کيدو 50 سلنه شونتيا شته او پنځوس سلنه اټکل دی چې ماشوم به يې هم ډاون سنډروم لرونکی وي. ډاون سنډروم لرونکی نارينه بيا د پلار کيدو ډېر کم چانس لري. لدې يې راقیاس کړئ چې په زرګونو هغه نارينه چې واده يې کړي په ټوله نړۍ کې تراوسه يوازې درې نارينه پلاران شوي دي. ...
که شونتيا وي ښځينه ډاون سنډروم لرونکی دي بل خفيف معلوليت لرونکي او يا هم که رضايت وي عادي وګړي سره واده وکړي. خو هڅه دې وکړي چې ماشوم پيدا نکړي. داسې کور ته بايد واده شي ماشومانو ته اړتيا نلري.
نو يو ځل بيا مېندو پلرونو ته وايم چې ولور او نورو وړو چن‌او‌چنان پسې مه ګرځئ په وخت مو لورګانې واده کړئ، فکر کوم دا يوازينی معلوليت دی چې د مور عمر سره څه ناڅه مستقيمه اړيکه لري. که څوک 33 کلنۍ وروسته يادونه کوي نو غوره ده چې جنيټيکي مشاوره ترسره کړي. دا چې څنګه او چيرته يې ترسره کړي، ان شاء الله ډېر ژر به پرې ليکنه تاسو ته وړاندې کړم .

**دغه سنډروم د انګريز ډاکټر John Langdon Down لخوا په بشپړه توګه په کال 1866 ز کې تشريح شو نو ځکه د هغه په نوم ونومول شو، په 1959 کال کې ددغه سنډروم جينيټکي سبب په ګوته شو
Dr hameed sultani

د ملا د درد علتونه!دملا دردونه ډیر اسباب لری چی هر یو یی ځانګړی تشخیص او درملنی ته اړتیا لری دیو څو  علتونو څخه لنډه یاد...
09/04/2022

د ملا د درد علتونه!
دملا دردونه ډیر اسباب لری چی هر یو یی ځانګړی تشخیص او درملنی ته اړتیا لری دیو څو علتونو څخه لنډه یادونه کوو۔
د بدن د وزن زیاتوالی۔
دملا غیر منظم حرکات۔
شاقه فزیکی فعالیتونه اودرانده کارونه ۔
دملا دهډوکو التهابی ناروغۍ
لکه روماتوید ارترایتس۔
انتانی ناروغۍ لکه توبرکلوز او برسیلوز۔
خبیثه ناروغۍ spin and spinal cord Ca.
osteoporosis, osteoarthritis.
دفقراتو کسرونه او نور

Address

Kabul

Telephone

+93771600555

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr. Hameed Sultani posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr. Hameed Sultani:

Share

Category