ډاکټر رحيم الله رحيمي Dr Rahimullah Rahime

  • Home
  • ډاکټر رحيم الله رحيمي Dr Rahimullah Rahime

ډاکټر رحيم الله رحيمي Dr Rahimullah Rahime روغتيا شتمني ده_صحت ثروت است Health is wealth

که پېسې مو ترې ونه ګټلې ځان د نورو مخکې پرې بلد کړی.
18/05/2025

که پېسې مو ترې ونه ګټلې ځان د نورو مخکې پرې بلد کړی.

You have been invited to Waveful by , what an honour 🥰

د اوبو د کموالي په صورت کې په بدن کې څه پېښېږي؟۱ – ادرار د نورمال څخه زيات تياره وي.دا په دې معنی چې په لازمه اندازه مو ...
18/02/2025

د اوبو د کموالي په صورت کې په بدن کې څه پېښېږي؟

۱ – ادرار د نورمال څخه زيات تياره وي.
دا په دې معنی چې په لازمه اندازه مو اوبه نه دي څښلي، پښتورګی د توکسينو د بهرکولو اوبو ته ضرورت لري.

۲- پوستکی مو وچ پاتې کېږي.
د بدن پوستکي دوامداره نم ته ضرورت لري، دا هم د اوبو د کمو څښلو د تيجو څخه يوه نتيجه ده .

۳- سر مو درد کوي .
که په بدن کي مو په لازمه اندازه اوبه نه وي د وينې فشار مو ټېټېږي، او نتيجه کي د سر درد سبب کېږي.

۴- زر ستړي کېږي.
د اوبو د کمي له امله بدن په لازمه اندازه اوکسيجن نه شي توليدولي، نو تاسې ځان تل ستړی احساس کوئ.

۵- قبض
د هاضمې سيستم د منظم کار کولو لپاره بايد پرېمانه اوبه وڅښئ. کله چې اوبه ونه څښئ د بدن موجودې اوبه په مختلفو برخو کي غونډېږي او د هاضمې سيستم ته لازمې اوبه نه رسېږي. چې دا پخپله د قبض سبب ګرځي..
♥️ ✅ㅤ 📩 🤍

ˡᶦᵏᵉ ᶠᵒˡˡᵒʷ ˢᵃᵛᵉ ˢʰᵃʳᵉ

دا معلومات له خپلو ملګرو سره د ثواب په خاطر شير کړئ

د نورو طبي او جنسي معلوماتو
لپاره زموږ فیسبوک پاڼه) در سره فالو Like او شېر کړی.

 #صرف د الله د رضا په خاطر يي شير کړيهغه ورونه او خویندی چې د ويښتانو ستونزې لري او غواړي دغه ستونزې يي سل سلنه له منځه ...
19/09/2023

#صرف د الله د رضا په خاطر يي شير کړي
هغه ورونه او خویندی چې د ويښتانو ستونزې لري او غواړي دغه ستونزې يي سل سلنه له منځه لاړي شي او د ښکلو او ځلا لرونکو ويښتانو خاوند شئ نو له موږ سره په اړيکه کې شئ.
موږ مو په ډيري اساني سره درملنه کوو.
يوازي له موږ سره په اړيکه کې شئ او خپل ويښتان په ډير کم لګښت سره د روغتيا او ښکلا خاوند کړئ.
واټساپ شميره
0776534973

16/08/2023


ستاسې يو شير کول د ويډيو کولي شي چې ددی تنکی ګلاب اوښکې د تل لپاره له منځه يوسي نو هيله لرم ويډيو شير تر څو سخي هيوادوالو ته ورسيږي او له دې غمځپلي کورنۍ سره مرسته وکړي.
مننه
د ټول هغه هيوادوال چې له جلدي ناروغيو څخه ځوريږي له موږ سره په اړيکه کې شئ چې مو په اسانۍ سره په وړيا ډول درملنه وکړو تر څو د هيوادوالو هغه حقوق چې پر موږ يي لري په سمه توګه ادا کړو

 #اَلسَلامُ_عَلَيْكُم_وَرَحْمَةُ_اَللهِ_وَبَرَكاتُهُ‎د پوستکی لاندې غوړینې غوټې  ‏                                      ...
01/08/2023

#اَلسَلامُ_عَلَيْكُم_وَرَحْمَةُ_اَللهِ_وَبَرَكاتُهُ‎

د پوستکی لاندې غوړینې غوټې

دې ډول غوټو ته چې په تصویر کې ئي لیدلی شئ،په طبي ژبه لایپوما (lipoma) ویل کیږي.

سبب یی څه شی دی ؟

د انسان د پوټکي لاندي په طبیعي ډول د غوړ یوه طبقه شتون لري.کله ناکله یوه یا څو حجرې،د خپل طبیعي نشونما په بهیر کې،له اندازې ډیره غټیږي.خو دا چې ولې داسې کیږي،تر اوسه څوک پرې پوه شوي ندي.

دا غوټه یا غوټې څنګه پیژندلی شو؟

- د غوټي اندازه معمولا د ۲ سانتي متره په شاو خوا کې وي خو کله هم تر دې کوچنۍ یا ډیره غټه شي.
- دا غوټه په دوامدار ډول نه لویږي.یعنی کله چې تاسو داسې یوه غوټه ولیده،دهغې اندازه تغیر نکوي.
- دا غوټې درد نلري.خو که د هغو موقعیت د عصبي ریښې له پاسه واقع شوی وي،کیدی شي لږ شانتې درد هم ولري.
- دا غوټه ډیره کلکه نه وي او د رابر غوندې محسوس شي.
- که غوټه پخپلو ګوتو باندې د پوټکي لانې و خوځوئ،د حرکت وړ ده.معنی دا چې غوټه پر پوټکي او یا نورو انساجو کلکه موښتې نده.
- د غوټې د پاسه پوټکې کاملا نارمل وي.
*** د غوټي کیدی شي د بدن په هرځای کې ( دننه په ګيده،د ملا دتیر شاوخوا،غاړه،بازو،مړوند،ورون او په خلص دول په هر ځای کې چې غوړ موجود وي) رامنځ ته کیدی شي.خوهغه چې د پوټکي لاندې دي،تاسو ئي لیدلی او لمس کولی شئ.
ددې غوټو (lipoma) شتون د وینې د غوړ سره هیڅ تړاو نلري.

تشخیص:
ستاسو ډاکټر کولی شي چې دا ډول غوټی په اسانۍ سره وپيژني.خو که شک موجود وي، دالتراسوند معاینه توصیه کیږي.

درملنه:
په عمومی ډول،دا غوټې(lipoma) بیخطره دي او درملنه نغواړي.
داسې دوا یا مرهم نشته چې دا غوټه له منځه یوسي.

که تاسو د شایست له نظره،دداسې غوټو درملنه غواړئ،نو کیدی شي ستاسو ډاکتر هغه د موضعي بیحسې په مرسته عملیات کړي.دا یو خورا کوچنی عمل دی.

په ډیرو اثتثنائي واقعاتو کې دا ډول غوټې دیره نشونما کوي چې دliposarcoma په نامه یادیږي.
پدې وجه لازمه ده چې خپل ډاکټر سره مشوره وکړي.خو ددې خطره خورا لږه ده.

 #ايا د بدن له دردونو څخه زوريږي، نور نو هيڅ فکر مه کوئ او د دردونو سره خدای پاماني وکړي. #ګلوبل د دردونو تیلالحمدالله ډ...
01/08/2023

#ايا د بدن له دردونو څخه زوريږي، نور نو هيڅ فکر مه کوئ او د دردونو سره خدای پاماني وکړي.
#ګلوبل د دردونو تیل
الحمدالله ډیر زیات ګټور تمام شوي چې د هر عمر که ځوانان وي یا بوډاګان نارینه یا زنانه چې د زنګنونو درد ملاء درد د ولو ترمینځ درد پښو درد د ضربې لیدلو پټ درد روماتیزم رګ نساء او د هډوکو له هر ډول دردونو زوریږي او بیلا بیل درمل کې کارولي وي خو کومه ګټه یې ورته نه وي کړي نو د #ګلوبل د دردونو تیل ستاسې پورته ذکر شوي دردونو ته شفاء او ارام ورکوي او ستاسې درد په مکمل ډول یوازې په یو وار استعمال سره ان شاءالله له مینځه وړي
ـــــــــــــ
#ځانګړتیاوې
۱ د روماتیزم دردونه له مینځه وړي
۲د هډوکو هر ډول دردونه له مینځه وړي
۳ رګ نساء دردونه له مینځه وړي
۴ دملاء دردونه ختموي
۵ د زنګنونو دردونه له مینځه وړي
۶ د مکمل اوجود د ټولو بندونو یا جوړو درد له مینځه وړي ان شاءالله
ـــــــــــــ
#کارولو طریقه:
هره شپه په هغه ځای چې درد لري د ګلوبل دردونو تیل وکاروئ او ښه یې د ۳ دقیقو لپاره مساج کړئ او تر سهار یې ګرم وساتئ
ـــــــــــ
#ازمایښت شرط دی
کابل انلاين شماره
0772954848

 #سوزاک يا (Gonorrhea):سوزاک چې په انګلسي کې ورته Gonorrhea يا Gonorrhoea وايي، د تناسلې سېسټم د التهاب يا ميکروبي کېدنې...
24/07/2023

#سوزاک يا (Gonorrhea):
سوزاک چې په انګلسي کې ورته Gonorrhea يا Gonorrhoea وايي، د تناسلې سېسټم د التهاب يا ميکروبي کېدنې ناروغي ده. چې علمي نوم يې (sexually transmitted infection (STI دی.
د سوزاک ناروغي د تناسلي سېسټم د Neisseria gonorrhoea په نوم د بکتريا له امله منځ ته راځي.
• د سوزاک ناروغۍ نښې - نښانې: په نارينه وو کې :
- د ادرار (تشو متيازو) په وخت کې د تناسلي آلې سوځېدنه
- د تناسلي آلې څخه د سپين، زيړ او شين رنګې مايع وتل او بهېدنه
- د مقعد درد، وينې کېدنه او خارښت؛ په ځانګړې ډول د فضله موادو د اطراح په وخت کې
- د هګو (خصيو) پړسوب
- په سترګو کې درد او د سترګو د نظر حساس کېدل
- د بندونو يا مفصلونو درد
په ښځېنه وو کې :
- د مياشتني ناروغۍ په منځ کې له تناسلي آلې څخه وينه بهېدنه.
- د جنسي اړيکو په وخت کې د درد احساس
- له جنسي اړيکو وروسته د تناسلي الې څخه وينه بهېدنه
- استفراق کول او د نس درد
- د مرۍ درد په ځانګړې ډول د خوراک په وخت کې
- په ښځو او نارينه داوړو کې د خاصري لګن درد.
- په ښځو او نارينه داوړو کې د ادرار د اطرح زر - زر احساس

• د سوزاک د ناروغۍ لاملونه :
لکه څه ډول مو چې وړاندې وويل، د سوزاک ناروغي د Neisseria gonorrhoeae په نوم د بکتريا له امله منځ ته راځي. د سوزاک د ناروغۍ عمده لامل جنسي اړيکې دي، که چېرې خاوند او يا ښځه يو هم په Neisseria gonorrhoeae باندې ککړ وي، نو روغ کس ته د جنسي اړيکو له لارې دغه ناروغي په اسانۍ سره لېږدول کيږي.

په لاندې ډول د سوزاک د ناروغۍ يو څو مهم لاملونه په ګوته کوو:
- د څېړنو اړوند د سوزاک د ناروغۍ يو لامل جنسي اړيکې دي. څېړونو ښودلې ده، چې که چېرې ښځه د سوزاک ناروغي ولري نو نارينه ته يې د لېږد شونتيا يوازې ۲۰ سلنه ده، په وخت کې د جنسي اړيکو څخه ډډه کول

د معدی جوش (سوزش) مخنیوی لپاره توصیېټول هغه ناروغان چی د معدی د سوزش څخه شکایت لري د معدی محتويات یی مرۍ ته راپورته کيږی...
23/07/2023

د معدی جوش (سوزش) مخنیوی لپاره توصیې

ټول هغه ناروغان چی د معدی د سوزش څخه شکایت لري د معدی محتويات یی مرۍ ته راپورته کيږی او داسی احساس کوی لکه کپ یی چی نښتی وي کله کله د سینی درد ، د اواز خپ کیدل ، دشپی له خوا ساه تنګی او اوچ ټوخی ورته پیدا کیږی لاندی توصیی باید په پام کې ونیسی،

۱- که وزن یی زیات وي وزن باید کم کړی
۲- د سترس میوو لکه لیمو او نارنج څخه استفاده ونه کړی
۳- چای او coffee استعمال نه کړی
۴- سګرت څکول بند کړی
۵- الکول باید استعمال نه کړی
۶- د غذا وړی وړی لقمی باید وخوری
۷- د چاکلیټ او شحمی غذا ګانو څخه ځان وساتی
۸- دشپی له خوا د غذا د خوراک څخه وروسته زر ویده نشی
۹- د ویده کیدو په وخت کې باید سر د بستر څخه د ۶ انچه په اندازه لوړ کیږدی یا د یو بالښت پرځای دوه بالښته کیږدی
۱۰- د کاربونیټ لرونکو مشروباتو لکه پیپسی ، کولا او داسی نورو څخه ځان وساتی .

ډاکټر رحيم الله رحيمي

هغه خواړه وپيژنئ چې پښتورګي پاکويعپښتورګي بدن کې د فلټر په توګه کار کوي چې وینه له زهرجنو او ضايعاتو څخه تصفيه کوي او مث...
22/07/2023

هغه خواړه وپيژنئ چې پښتورګي پاکوي

عپښتورګي بدن کې د فلټر په توګه کار کوي چې وینه له زهرجنو او ضايعاتو څخه تصفيه کوي او مثانې ته يې استوي تر څو د تشو بولو له لارې خارجې شي. پښتورګي د لوبیا دانې شکل لري، چې د ملا تیر کیڼ او ښی اړخ ته پراته دي.

هغه څيزونه چې پښتورګي يا ګرده له منځه وړي، د ډير وخت لپاره د تشو بولو ساتل، ګازي څښاک، اوبه کمې څښل او پر يوه ځای زيات کښيناستل دي.

د پښتورګو روغتيا ته پيښېدونکي خطرونه د ځينو لاملونو له کبله رامنځته کيږي، چې د وينې فشار لوړوالی، شکر او د عمر زياتوالی يې اصلي عوامل دي. ددې سربېره د مالګې او پروټينو زيات استعمال هم په پښتورګو فشار راولي او له خطر سره يې مخ کوي.

خو خوشبختانه، تاسې کولی شئ د پښتورګو روغتيا ته په پاملرنې سره دغه خطرونه کم کړئ، او دا د ځينو خوړو له لارې ممکن دي کوم چې په لاندې ډول دي:

هوږه، هوږه يوازې زړه ته نه بلکې د پښتورګو روغتيا لپاره هم غوره خواړه دي، دا په خوراک کې د اضافي مالګې اندازه کموي.

پياز، پياز يو شمېر ويټامينونه، منرالونه او د پښتورګو لپاره ګټور د اکسيد ضد مادې لري.

کورکمن، کورکمن د التهاب او اکسيدونو څخه ډک خواړه دي، دغه راز په پراخه کچه مګنيسيم او وسپنه هم لري.

مڼه، د التهاب پر وړاندې مبارزې لپاره مڼه غوره خواړه دي، دا په پراخه کچه ويټامن سي لري او د اکسيدونو ضد دي.

ادرک، ادرک له زنک، وسپنې، فاسفورس او ميګنيسم څخه ډک خواړه دي، دا نباتي انټي بيوټيک لري چې د ناروغيو سره مبارزه کوي او د ټپونو او سکريچونو يا خراش درملنه کوي کوم چې حجرو ته زيان رسوي.

دلونګو او لاچي فائدې؟لونګ ته په عربي ژبه کې ( عویدي) وایي یوه بهترینه ارزانه اوآسانه دوا ده .اوالله ﷻ ډیرخصوصیات پکې ایښ...
21/07/2023

دلونګو او لاچي فائدې؟
لونګ ته په عربي ژبه کې ( عویدي) وایي
یوه بهترینه ارزانه اوآسانه دوا ده .
اوالله ﷻ ډیرخصوصیات پکې ایښي دي
یو دانه لونګ او لاچي سهار په نهاره په خوله کي کښیږدئ او اوبه یې تیروئ ترڅو خوند یې ختم شي.
نودغه لاندې فائدې به ووینئ …
1- حافظه به مو زیاته قوي وي.
2- زړه به مو فعال وي.
3- سینه به مو د بلغم ټوخي نه پاکه شي
4- بندونه به مو د دردونو څخه خلاص شي!
5- نس اومعده به مو د جراثیمو او بکټریا نه پاکه شي!
6-خوله به مو پاکه او خوشبویه وي .
7-د ینې توري اوکلمو د مشکل نه به خلاص یاست.
8- دسترګو دید او نظر به مو تیز شي.
9- د ستوني د پاړسوب او درد نه به په امن یاست!
10- دبدن د شکرې اندازه به مو نورمال او عادي وي يعنې د شکرې د مرض مخنیوی کوي ..
درسره شیر یې کړئ دوستانو 👏

Address


MEDICALINFORMATION

Telephone

+93776534973

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ډاکټر رحيم الله رحيمي Dr Rahimullah Rahime posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to ډاکټر رحيم الله رحيمي Dr Rahimullah Rahime:

  • Want your practice to be the top-listed Clinic?

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram