
24/07/2025
ايا د سينې درد، ټوخي او تبې نه رنځ وړي؟
راځئ پوه شو چې دا عادي زکام دی که سینه مو خرابې شوې؟ دلته به يې نښې، طبي درمل او د پېژندلو لارې در وپېژنو
څنګه پوه شو چې سینه مو خرابه شوې ده؟
ذاتالریه (سینه بغل) د سږو یو جدي عفونت دی، او دا له عادي ټوخي یا زکام څخه خطرناک وي. که لاندې نښې ولرئ، امکان لري چې سینه مو خرابه شوې وي:
د سینه خرابېدو نښې (خطر نښانې):
شدید یا ژور ټوخی، اکثره له زرې یا شنې بلغم سره
د سینې درد، چې په ژور تنفس یا ټوخي سره زیاتېږي
لوړه تبه (له ۳۸.۵°C پورته) او یخنې
د ساه لنډېدل یا تنفس کې ستونزه
د شونډو یا نوکانو شینوالی (د اکسیجن کموالی)
شدید ضعف، خوبولي، یا د خوراک بندیدل (په ماشومانو کې)
ټوخی چې له ۵–۷ ورځو زیات دوام وکړي او نه ښه کېږي
طبي درملنه
یادونه: دا درمل باید یوازې د ډاکټر تر مشورې لاندې وکارول شي، ځکه د ناروغۍ ډول فرق کوي.
انټيبیوټیکونه
Amoxicillin
Azithromycin
Cefixime
د تبې او درد ضد درم
Paracetamol
Ibuprofen
د ټوخي شربتونه:
Bromhexine syrup
Ambroxol
Dextromethorphan
د ټوخي آرامولو او بلغم نرمولو لپاره.
Nebulizer یا Inhaler:
Salbutamol یا Ipratropium
Oxygen therapy:
که تنفس ډېر مشکل وي، اکسیجن ورکول کېږي.
که دا نښې لرئ، ژر ډاکټر ته لاړ شئ:
ټوخی مو ډېر زیات شي او بلغم دروند شي
ساه لنډه شي یا درد مو زیات شي
ماشوم مو بېحاله یا بېغږه شي
تبه مو څو ورځې بنده نه شي
د درملو سره سره روغ نه شئ
که تاسو هم د سينه بغل توخي په اړه کومه نظريه او يا هم تجربه لري هيله د راسره شريک يي کړي