Ehsaŋ babakarkhail

Ehsaŋ babakarkhail Alone

سوزاک، څه ډول ناروغي ده؟ لاملونه او درملنه يې!سوزاک د تناسلې سېسټم د التهاب يا ميکروبي کېدنې ناروغي ده. چې علمي نوم يې (...
28/03/2023

سوزاک، څه ډول ناروغي ده؟ لاملونه او درملنه يې!سوزاک د تناسلې سېسټم د التهاب يا ميکروبي کېدنې ناروغي ده. چې علمي نوم يې (sexually transmitted infection (STI دید سوزاک ناورغي د تناسلي سېسټم د Neisseria gonorrhoeae په نوم د بکتريا له امله منځ ته راځي.

۱- د سوزاک ناروغۍ نښې – نښانې:نارينه- د ادرار (تشو متيازو) په وخت کې د تناسلي آلې سوځېدنه– د تناسلي آلې څخه د سپين، زيړ او شينې رنګې مايع وتل او بهېدنه– د مقعد درد، وينې کېدنه او خارښت؛ په ځانګړې ډول د فضله موادو د اطراح په وخت کې د هګو (خصيو) پړسوب– په سترګو کې درد او د سترګو د نظر حساس کېدل- د بندونو يا مفصلونو درد

ښځېنه:– د مياشتني ناروغۍ په منځ کې له تناسلي آلې څخه وينه بهېدنه.– د جن سي اړيکو په وخت کې د درد احساس– له ج نسي اړيکو وروسته د تناسلي الې څخه وينه بهېدنه استفراق کول او د نس درد– د مرۍ درد په ځانګړې ډول د خوراک په وخت کې په ښځو او نارينه داوړو کې د خاصري لګن درد. په ښځو او نارينه داوړو کې د ادرار د اطرح زر – زر احساس

۲- د سوزاک د ناروغۍ لاملونه:لکه څه ډول مو چې وړاندې وويل، د سوزاک ناروغي د Neisseria gonorrhoeae په نوم د بکتريا له امله منځ ته راځي. د سوزاک د ناروغۍ عمده لامل جنسي اړيکې دي، که چېرې خاوند او يا ښځه يو هم په Neisseria gonorrhoeae باندې ککړ وي، نو روغ کس ته د جن سي اړيکو له لارې دغه ناروغي په اسانۍ سره لېږدول کيږي.

په لاندې ډول د سوزاک د ناروغۍ يو څو مهم لاملونه په ګوته کوو:– د څېړنو اړوند د سوزاک د ناروغۍ يو لامل جن سي اړيکې دي. څېړونو ښودلې ده، چې که چېرې ښځه د سوزاک ناروغي ولري نو نارينه ته يې د لېږد شونتيا يوازې ۲۰ سلنه ده، خو که چېرې نارينه د سوزاک ناروغي ولري، نو ښځو ته يې د لېږد شونتيا له ۷۰ څخه بيا تر ۸۰ سلنې پورې ده.- که چېرې حمل لرونکي مور يا اميدواره ښځه د سوزاک ناروغي ولري، نو د زېږون په وخت کې ماشوم ته د لېږد احمتال لري.

۳- د سوزاک د ناروغۍ مخنېوی:– په يو کس د سوزاک ناروغۍ د شتون په وخت کې د جن سي اړيکو څخه ډډه کول د جن سي اړيکو په وخت کې د کندوم څخه کار اخېستل مخکې د ماشوم د زېږدنې څخه د مور د سوزاک د ناروغي درملنه د خولې له لارې د جن سي اړيکو څخه ډډه کول

– د سوزاک ناروغۍ درملنه:– کومې نښې – نښانې مو چې وړاندې وښودلې، د هغې په ښکارېدو سره بايد د ادرار يا تشو متيازو ټېسټ وکڔی

میدانی چرا؟ وقتی از کار به خانه میامد می پرسیدم پدر خسته هستی میگفت نی جان پدروقتی می دیدم به فکر فرو رفته می پرسیدم پدر...
13/03/2023

میدانی چرا؟
وقتی از کار به خانه میامد می پرسیدم پدر خسته هستی
میگفت نی جان پدر
وقتی می دیدم به فکر فرو رفته می پرسیدم پدر مشکلی داری
میگفت نی جان پدر
وقتی سر دسترخوان میوه را به من میداد میگفتم تو خوش نداری
میگفت نی جان پدر
وقتی بازار می رفتیم بار سنگین تر را می گرفت می پرسیدم پدر برایت سنگین نیست
میگفت نی جان پدر
وقتی عید میشد برای ما لباس نو میخرید ولی خود اش لباس کهنه خود را می پوشید می پرسیدم پدر چرا برای خودت لباس نو نخریدی
میگفت دوست ندارم جان پدر
روز ها و سال ها گذشت جوان شدم پخته شدم
یک باره فهمیدم پدرم از روی لطف و شفقت حقیقت را برای ما نه میگفت
خسته میشد
مشکل میداشت
مریض میبود
بار های زندگی سنگین بوده
غذای خوب را دوست داشت
لباس خوب را دوست داشت
استراحت را دوست داشت
اما بخاطر ما این حقیقت را نه میگفت که خوش باشیم

خداوندا!
عمر پدران و مادران همه را عمر حضرت نوح(ع) توأم با صحتمندی بگردان
آمین
همه باهم دوست ﻋﺰﻳﺰ ﺑﮕﻴﻦ اﻣین

 .دا د میکروب  ضد درملو له ډلۍ څخه لومړنۍ کورنۍ دهپينسلین په ګرام مثبت ميکروبو قوي تاثير نسبت ګرام منفي ته البته ځینو ګر...
27/10/2022

.

دا د میکروب ضد درملو له ډلۍ څخه لومړنۍ کورنۍ ده
پينسلین په ګرام مثبت ميکروبو قوي تاثير نسبت ګرام منفي ته البته ځینو ګرام منفي ميکروبونو هم تاثير لري .

د پينسلين پيژندنه:
پينسلين په لاندې ګروپونو تقسیم شوې دي

لومړی کمزوري تاثير کونکي پينسلین
G
V







دویم پراخه یا قوي تاثير لرونکي پينسلين










پينسلينو کلينکي استعمال ځایونه.
پورتنیو درملو څخه مهم درمل اموکسيلین او امپسلين تر ټولو مهم دي او ډير استعماليدونکي درمل دی.

★اول استعمال. د تنفسي سيسټم انتاناتو کې استعمال لکه برانشيټس، انفلونزا، سټريپټوکول نمونیا.

دویم استعمال .اموکسسيلین او امپیسلین دواړه د شدیدو انتاني حالت کې د خولی او د رګ لارې استعمالولای شو لکه
#نمونیا ( سينه بغل )
#مينیجايټس( سحایاو التهاب یا دماغ پردو ميکروب ).

دریم استعمال:اموسکیلین + ميټرونیډازول+ppi
د #معدې میکروب اچ پایلوري درملنه معدې په زخم کې استعمالولی شو.

څلورم استعمال:اموکسلین +پوتاشیم کلولانیک اسید یا تجارتي نوم AUgmentin هغه میکروبي حالت کې استعال کولی شو. کله چې د اموکسیسلین پر وړاندې مقاومت ولري لکه انفلونزا، ایکولي، کلبسيله .

پينځم استعمال: د بولي لارو میکروبونو کې، د غوږ په میکروب کې، او د ساینسونو په التهاب کې استعمال کولی شو .

د درملو جذب اطراح.

دا درمل د خولی د لارې که استعمال شي د امپسلین په نسبت اموکسلین ښه جذبیږي او خواړه د اموکسسلین جذب کې کوم بد تاثیر نلري.
د بدن انساجو ته رسیږي په ځيګر کې په استقلاب رسیږي او د پښتورګو لارې خارجیږي.

درملو دوز يا اندازه
اول: امپسلین: کپسول 250 او 500 ملي ګرامه څلور وخته خولی دلارې
شربت یې125/250 mg /5 ml
انجيکشن يې 500 to تر 1000 mg خطرناکو انتاناتو کې 6 نه تر 12g پورې د رګ د لارې استعمالولای شو په څلورو دوزونو کې.
او ماشومانو ته بیا 25 څخه 50mg پر کیلوګرام ورکوو څلور دوزه په ورځ کې.

دویم: اموکسیسلین:
کپسول: 250څخه تر 500mg.درې وخته خولی د لارې.
شربت: 125/250mg/ ml .ماشومانو ته 20څخه4

سوال : که د غسل كولو په وخت كي دهغو اوبو څاڅکی چي پر بدن اچول کیږی په سطل يا لوټه كي ولويږی په هغه اوبو بيا غسل صحيح كيږ...
27/10/2022

سوال : که د غسل كولو په وخت كي دهغو اوبو څاڅکی چي پر بدن اچول کیږی په سطل يا لوټه كي ولويږی په هغه اوبو بيا غسل صحيح كيږی؟

جواب :

حامداً و مصلياً

په داسي اوبو لکه په سوال کي چي ذکر سوي دي غسل صحيح کېږي، البته که پر لاس يا بدن باندي مرداري وي او څاڅکي سطل يا لوټې ته ولويږي نو اوبه مردارې دي غسل نه په صحيح کېږي.
والله اعلم بالصواب

جواب: مولوي سردار محمد

ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): کما في الحدیث: . مسلم شریف ج۱، ص۱۴۸-مطبعة: قدیمي

(۲): وفي الفقه الاسلامي: المبحث الرابع، انواع المیاه، ج۱، ص۲۷۷-مطبعة: رشیدیة

(۳): وفي الحلبي الکبیر: ص۱۵۳-طبع: سهیل اکیدمي

(۴): فتاوی محمودیة، ج۵، ص۱۲۷-طبع: جامعة فاروقیة

نورو اسلامي معلوماتو لپاره آزموينه سره پاتې شئ مننه
کاپی ازموینه

Scabeis یوه جلدی پرازیتی ناروغی ده چه دشپی لخوا دشدید خارشت سببگرزی فوق العاده ساری ده په بدنخوصوصا په مخصوصو اندامونوبا...
20/10/2022

Scabeis
یوه جلدی پرازیتی ناروغی ده چه
دشپی لخوا دشدید خارشت سبب
گرزی فوق العاده ساری ده په بدن
خوصوصا په مخصوصو اندامونو
باندی کوچنی سری دانی چه شد
ید خارشت لری پیداکیژی وقوعا
ت یی دژمی په موسم کی دیریژی

تشخیص
یی دمیت لیدل دمکرسکوپ پواسطه
اوعراض او علایم او تاریخچه باندی
کیژی
تداوی
یی lotion permithrine. Single dose
دشپی له خوا تول بدن پر غوریژی یوزل
Tab ivermectin 200micg/kg. Single dose
Tab disloratidine 20mg. Od
دلسو ورزو لپاره

Acne valgarisیا جوانی دانی دتول نفوس ۹فیصده خلک چه کله د زوانی مرحلی ته رسیژی نو جوانی دانی یی په مخ او زینی وخت په اوژو...
17/10/2022

Acne valgaris
یا جوانی دانی
دتول نفوس ۹فیصده خلک چه کله د زوانی مرحلی ته رسیژی نو جوانی دانی یی په مخ او زینی وخت په اوژو
باندی راخیژی دا حالت دخفیف سخه نیولی تر شدید حالت
پوری فرق کوی دیر خلک مختلفی طریقی دتداوی
لپاره کاروی چه داسم کار ندی
ددی علت د سبوم دغدواتو دیر افراز او دبکتریا دیر فعالیت
چه په نتیجه کی acneرامنح کیژی
د دی خلگو مخ دیر ه چربی لری

تداوی

Lotion clindamycin
Cap. Azitromycin
Soap. Acni lene

پرهیز
مشروبات
تیز شیان
مغزیات

12/10/2022

یوریک اسید(Uric acid)څه شې دی؟

یوریک اسید په بدن کې دنېوکلیک اسید(DNA-RNA) دمیتابولیزم په پایله کې منځته راځی اویا هم دpurine دتخریب څخه منځته راځی یوریک اسید په بدن کې اضافی او فاضله مواد دی باید چې دبدن څخه خارج شی هره ورځ تقریبا 400mg یوریک اسید په بدن کې تولیدیږی چې 300mg دخوراکی موادو څخه په بدن کې لاسته راځی چې باید دبدن څخه خارج یا اطراح شی په وینه کې دیوریک اسید زیاتوالی ته hyper uricemia وایی
©دیوریک اسید زیاتوالی دوه لاملونه لرې
۱-دهغه خوراکی موادو استعمال چې یوریک اسید لری لکه غټه غوښه
۲-کله چې پښتورګی یوریک اسید په سمه توګه اطراح نشی کړای
© یوریک اسید په لاندې ناروغیو کې زیات وی
۱-کواټ ناروغی لکه دبندونو او مفصلونو دردونه
۲-پښتورګو ناروغی
۳-دوینې سرطان
۴-دحمل زهرجن کیدل
۵-په وینه کې دکلسیم لوړوالی
۶-الکولو یا شرابو استعمال

  #ریلیف ګولۍ د لاندی ترکیب لرونکی دی.Paracetamol 300 mgDiclofenac Sodium 25 mgChlorphenramine maleate 4 mgMagnesium Tri...
20/09/2022

#
ریلیف ګولۍ د لاندی ترکیب لرونکی دی.

Paracetamol 300 mg
Diclofenac Sodium 25 mg
Chlorphenramine maleate 4 mg
Magnesium Trisilicate 100 mg

🔹←د استعمال ځایونه: indications
√ تبه: Fever
√ سردرد: Headach
√ د غاښ درد: Toothach
√ روماتیزمی درد: Artheric pain

هر کله چی تاسی یوه ریلیف ګولۍ خورۍ په حقیقت کی به تاسی څلور ګولۍ لکه (Paracetamol )
(Magnesium )
( Chlorphenramine)
( Diclofenac )
خوړلی او په د سره به ستاسی بدن کی هیڅ د درد احساس ونکړۍ او سره له دی به مو خوب هم آرام وی.
نړۍ والی فارمکوپی یواځی د دوه درملو ترکیب ته اجازه ورکوی او تر دوه زیات درملو ترکیب د شدیدو عوارضو سبب کیږی هغه کسان چی ریلیف زیات کاروی ممکن په لاندی مزمنو ناروغیو اخته شی.
√د جګر ناروغۍ.
√ د وینی لوړ فشار.
√ د زړه مزمنی ناروغۍ......

زمونږ هیواد وال ریلیف ګولۍ په زیاته اندازه او بی ځایه کاروی.
مهربانی وکړۍ دهر درد لپاره ځانګړی درمل د ډاکتر په مشوره وکاروۍ تر څو په راتلونکی کی د یادو شویو خطرناکو ناروغیو څخه په امن کی و اوسئ.

داسى انسان اوسه !!!چى مينه کول يې اسان !!!ماتول يې سخت !!!او هيرول يې ناممکن اوسئ.!!Eɦsaŋ
12/09/2022

داسى انسان اوسه !!!
چى مينه کول يې اسان !!!
ماتول يې سخت !!!
او هيرول يې ناممکن اوسئ.!!
Eɦsaŋ

ژړا دې مونږ نارینوو ته پیغور راکوي خو مونږ هم د بېوسۍ اخیري حد کې یووخورې مونږ درته پړ یووـــــــ😥
11/09/2022

ژړا دې مونږ نارینوو ته پیغور راکوي
خو مونږ هم د بېوسۍ اخیري حد کې یوو
خورې مونږ درته پړ یووـــــــ😥

11/09/2022

تر ټولو هوښیار کس هغه دی چې پر دې پوه وي چې څه ووایم، څه وخت یې ووایم او چېرته یې ووایم.

له خبرو سره مو ډېر پام کوئ، هر ځای د هرې خبرې لپاره مناسب نه وي. هر انسان باید پر دې پوه شي چې چېرته وغږېږي، چا سره وغږيږي، څومره وغږېږي او د څه په اړه وغږېږي.

ځینې وخت نه غږېدل تر غږېدلو ډېر ښه وي. وایي خپله ژبه هم کلا ده، هم بلا.
C...

دهارون الرشيد زوى مامون الرشيد چي کله ماشوم ٶ ، يوه ورځ بغير له کوم سبب او دليل نه ښوونكي په لکړه وواهه !مامون وويل : ول...
11/09/2022

دهارون الرشيد زوى مامون الرشيد چي کله ماشوم ٶ ، يوه ورځ بغير له کوم سبب او دليل نه ښوونكي په لکړه وواهه !
مامون وويل : ولې دي ووهلم؟ ښوونکى هيڅ ونه ويل.
کله چي مامون څو ځلي پوښتنه وکړه ښوونکي ورته ويل : غلى سه !
وروسته له شلو کلونو څخه چي کله مامون دخلافت واک ته ورسېدى لمړى امر يې دا وکړ چي هغه ښوونکى را حاضر کړئ !
مامون له ښوونکي وپوښتل : زه چي کله ماشوم وم تا ولې ووهلم؟
ښوونکى مسکى سو او وې ويل : هغه دي نه دي هېر کړي؟
مامون ويل : نه ! په الله قسم هيڅ کله به يې هېر نه کړم!
ښوونکي ورته وويل : ددې لپاره مي ووهلې تر څو پوه سې(ته د خلافت له کورنۍ څخه وې کېدلاى سواى چي واک ته ورسېږې ) چي مظلوم هيڅكله هم ظلم نه هېروي !
نو پام کوه ! چي د واک په وخت کي ظلم ونه کړې ځکه ظلم داسي اور دى چي همېش دمظلوم په زړه کښې بل وي نه مري که څه هم کلونه کلونه پرې تېر سي.

حسبیالله 👆

Address

Alone
Kabul
EHSANBABAK

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Telephone

+93790872978

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ehsaŋ babakarkhail posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Ehsaŋ babakarkhail:

Share

Category