13/08/2024
د انسان د مغزو په داخل کې يوه ساحه ده چې د سُپراکيازماټِک نيوکليَس په نامه ياديږي او کټ مټ د ساعت په څير کار کوي. هره ورځ چې انسان له خوبه راپاڅيږي له صفر څخه پيل کوي او تقريباً د ۲۴ ساعتونو لپاره دوام کوي. که چيري يو انسان په ټاکلي وخت د شپې وختي ويده کيږي او په ټاکلي وخت سهار له خوبه راپورته کيږي نو عادت يې له خپل داخلي ساعت سره په ټکر کې نه راځي او ښه خوب کوي.