Dr Amanullah Hayat دوکتور امان الله حیات

Dr Amanullah Hayat  دوکتور امان الله حیات دوکتور امان الله حیات متخصص جراحی عمومی و یورولوژی
با اجرای عملیات های مطمین در خدمت هموطنان عزیز میباشد
0782086865

پوهیږی د ویټامین ډی استمال بغیر له مګنیزیم او ویټامین ک ۲ (Magnesium and Vitamin K2)څخه  خطرناک ده په زیاته اندازه ویټام...
09/01/2025

پوهیږی د ویټامین ډی استمال بغیر له مګنیزیم او ویټامین ک ۲ (Magnesium and Vitamin K2)څخه خطرناک ده
په زیاته اندازه ویټامین ډی اخستل بغیر له مګنیزیم او ویتامین ک څخه ممکن د پښتورګو د ډبرو په مفاصل او رګونو کی د کلسیم د رسوب ( د بندونو او رګونو د ناروغی ) او د زړه د ناروغیو سبب شی هرکله چی ویټامین ډی اخلی او یا یی کوم بل کس ته توصیه کوی کوشش وکړی چی داسی ویټامین ډی انتخاب کړی چی په خپل ترکیب کی ویټامین ک او مګنیزیم ولری تر څو د ویټامین ډی خطر کم او فایده یی لا زیاته شی
مننه

د انسان په هضمی سستم کی د اوبو او غذایی موادو جذب!
15/10/2023

د انسان په هضمی سستم کی د اوبو او غذایی موادو جذب!

 #څنګه پوه شو چی ویټامین D مو کمه ده  لاندی نښی نښانی د ویټامین D په کموالی دلالت کوی ۱-ستړیا او ضعیفی۲- بی خوبی او یا د...
08/06/2023

#څنګه پوه شو چی ویټامین D مو کمه ده

لاندی نښی نښانی د ویټامین D په کموالی دلالت کوی

۱-ستړیا او ضعیفی
۲- بی خوبی او یا د خوب خرابوالی
۳-د هډوکو درد یا خوږیدل
۴-خپګان یا د خپګان احساس کول
۵-د ویښتو تویدل یاضعیفوالی
۶- د عضلاتو کمزوری او ملا دردونه
۷- د اشتها له لاسه ورکول
۸- په اسانۍ سره ناروغ کیدل
۹- پوستکی خسافت
د ویټامین D منابع

#هغه خواړه چې په طبیعي ډول ویټامین ډي لري
عبارت دی له:

۱-کبان یا ماهیان
۲- د هګۍ ژیړ
۳- د غوایی ځیګر
۴-د کب ځیګر

#هغه خواړه چې په طبیعي ډول ویټامین ډي ولری زیات شتون نلري، نو بناً په ډیری محصولاتو کی ویټامین ډي اضافه شوي دي. د محصولاتو تر استفادی وړاندی تغذیې لیبل وګورئ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې په مناسبه اندازه ویټامین ډي اضافه شوي.
عبارت دی له:

۱- شيدې
۲- سیریال cereal
۳-سویا
۴- نباتی غوړي
او نور

#روزانه څومره ویټامین D باید واخلو

۱- د یوکال نه کم ماشومان 400IU (international unit)
۲- د یوکلنی څخه تر ۷۰ کلنی پوری 600IU روزانه
۳- تر ۷۰ کلنی څخه وروسته 800IU روزانه

#په وینه کی د ویټامین D نورمال مقدار ng /ml(30-100) څومره ده

دوکتور امان الله حیات د عمومی جراحی ناروغیو متخصص

د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو او ننګرهار پوهنتونونو د اکمال تخصص پروګرام د ازموینې لپاره نوم لیکنهپه نوم لیکنه کې لان...
01/06/2023

د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو او ننګرهار پوهنتونونو د اکمال تخصص پروګرام د ازموینې لپاره نوم لیکنه
په نوم لیکنه کې لاندې ټکي په نظر کې ونیسئ:
• ټول هغه ډاکټر صاحبان چې غواړي د کابل طبي علومو پوهنتون اکمال تخصص ازموینې ته نوم لیکنه وکړي، که په ایکزیټ ازموینه کې یې ګډون کړی وي، نوم لیکنه دې په آنلاین ډول په ورکړل شوي لینک کې ترسره کړي، او هغه کسان چې د ایګزیټ (Exit Exam) پروسې څخه وړاندې فارغ شوي دي، د خپلو مشخصاتو په درج کولو سره دې د نوم لیکنې فورم، له ورکړل شوي لینک څخه ترلاسه او له بشپړولو وروسته دې کابل طبي علومو پوهنتون ته وسپاري.
• ټول هغه ډاکټر صاحبان چې غواړي ننګرهار طبي پوهنتون اکمال تخصص ازموینې لپاره نوم لیکنه وکړي، په ذکر شوي لینک کې باید خپل معلومات ثبت او فورم ډاونلوډ کړي او له بشپړولو وروسته دې ننګرهار پوهنتون ته وسپاري.

ثبت نام برای امتحان اکمال تخصص پوهنتون های علوم طبی کابل (ابو علی بن سینا) و ننگرهار!
برای ثبت نام نکات ذیل را در نظر بگیرید:
• داکتر صاحبان که می خواهد برای برنامه اکمال تخصص پوهنتون علوم طبی کابل ثبت نام نمایند، اگر امتحان ایکزیت را سپری کرده باشد، در لینک ذیل به شکل آنلاین ثبت نام نمایند. ولی اگر قبل از پروسۀ ایگزیت (Exit Exam) فارغ شده اند، معلومات خویش را در لینک ثبت نموده، فورم را داونلود و بعد از طی مراحل به پوهنتون علوم طبی ابو علی ابن سینا کابل تسلیم نمایند.
• داکتر صاحبان که می خواهد برای برنامه اکمال تخصص پوهنتون ننگرهار ثبت نام نماید، معلومات خویش را در لینک ذیل ثبت نموده، فورم را دانلود و بعد از خانه پری و طی مراحل به پوهنتون ننگرهار تسلیم نمایند.

کود رشته بست ها
https://drive.google.com/file/d/1ZL_I_1bZ2YTAuhsolDif6_qY38YPnb9W/view?usp=share_link

لینک ثبت نام و داونلود فورم ثبت نام
https://forms.gle/XEHetpPJB26D4nwk6

د سنتی یا circumcision صحی ګټی ۱- سنتی د STDs یا (هغه ناروغی او انتانات چی د جنسی عمل له لاری د یو انسان څخه بل انسان ته...
28/02/2023

د سنتی یا circumcision صحی ګټی
۱- سنتی د STDs یا (هغه ناروغی او انتانات چی د جنسی عمل له لاری د یو انسان څخه بل انسان ته انتقالیږی) د انتقال چانس کموی چی دا ناروغی عبارت دی
1- HIV ایډز
2- Hepatitis تور زیړی
3- Chlamydia
4-Gonorrhea
5- Herpes
6- HPV
7- Mycoplasma genitalia
8- PID due to STDs infection
9- Syphilis
10- Trichomoniasis
11- infertility due to STDs عقامت یا بی اولادی
۲- د پروستات د سرطان خطر کموی.
تازه مطالعات ښیی چی سنتی د پروستات په سرطان د اخته کیدو چانس کموی. مطالعات ښیی هغه کسان چی د 35 کلنی څخه مخکی سنت شوی نسبت هغه کسانو ته چی ندی سنت شوی. د پروستات په سرطان د اخته کیدو 45% کم چانس لری.
۳- سنتی د بولی تناسلی سستم (UTI) په انتاتو د اخته کیدو چانس کموی. مطالعات او څیړنی ښیی هغه نارینه چی ندی سنت شوی نسبت هغوی ته چی سنت شوی 88% په (UTI) بولی سستم په انتاناتو زیات اخته کیږی.
۴- سنتی د د نارینو د تناسلی الی په سرطان د اخته کیدو چانس کموی.
۵- سنتی د اضافه پوستکی کوم چی د سنتی په وخت کی لری کیږی د امراضولکه (phimosis, meatitis, Balanitis) , انتاناتو او سرطانونو څخه مخنیوی کوی. هغه کسان چی ندی سنت شوی نسبت هغوی ته چی سنت دی ددی ساحی په امراضو، مکروبونو او سرطانونو 100% زیات د اخته کیدو چانس لری.
۵- سنتی د تناسلی الی په سرطان د اخته کیدو چانس کموی
۶- هغه کسان چی سنت شوی د هغوی میرمنی نسبت د ناسنت شوی خاوندانو میرمنو ته د حوصلی په سرطان کمی اخته کیږی.
نوټ : د سنتی ځینی نوری ګټی هم شته چی طبابت واضیح کړی دی چی ذکر یی مناسب نه بولم. او باور لرم چی نوری هم زیات شمیر ګټی لری چی موږ ور باندی نه پوهیږو.
بل نوټ: د اسلام د مقدس دین حقانیت او تقدس ددی وړی خبری څخه انسان خورا واضیح او روښانه ده. موږ باید پوه شوه چی د اسلام هر امر او نهی د انسانو د ګټی، فایدی او ښه ژوند تیرول لپاری دی.
درنښت
دوکتور امان الله حیات د عمومی جراحی ناروغیو متخصص

18/04/2022

روزه او تأثیرات يې په معده باندې!

کوم غذايي رژیم او حالت د معدې اعراض تشدیدوي؟
څنګه يې مخنیوی کولای شو؟
کوم کسان روژه نیولای شي؟
کوم کسان روژه نشي نیولای؟

او داسې نورو ټولو پوښتنو ته ځواب په ویډیو کې:
وړاندې کوونکی: ډاکټر امان الله حیات، د عمومي جراحۍ متخصص
کامره، ایډیټ او ترتیب: امید کوچی

24/11/2021

Address

چهاراهی پل سرخ
Kabul
1006

Telephone

+93782086865

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Amanullah Hayat دوکتور امان الله حیات posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Amanullah Hayat دوکتور امان الله حیات:

Share

Category