
08/08/2025
🦷 ولې د غاښونو درد د شپې زیات وي؟
ډېری خلک وايي چې د ورځې درد لږ وي، خو د شپې له خوا ډېر زور واخلي. دا خبره تصادفي نه ده، بلکې څو اساسى دلیلونه لري:
1_د وینې زیات جریان د سر او غاښونو خواته
کله چې پر تخت پروت یاست، د جاذبې ځواک (Gravity) د وینې جریان بدلوي، وینه زیات د سر او غاښونو شاوخوا کې راټولېږي، چې پړسوب او درد ډېر احساسېږي.
2_ د حواسو تمرکز یوازې پر درد
د ورځې د کارونو، خبرو او خوځښتونو له امله مغز ډېر مصروف وي. خو د شپې چې ارام یاست، ټول تمرکز په درد راځي او احساس یې ډېرېږي.
3_ د هورمونونو بدلون
د شپې د بدن ځینې هورمونونه چې د درد ضد اثر لري کمېږي، نو درد شدید احساسېږي.
4_د غاښ کښته اعصابو فشار
که التهاب یا انتان موجود وي، د شاوخوا نسجونو فشار د شپې زیات احساسېږي ځکه چې بدن په ارام حالت کې وي.
څه وکړو؟
د شپې مخکې له خوبه غاښونه په نرمۍ برش او فلوس کړئ.
که درد شدید وي، تر د غاښونو ډاکټر لیدلو پورې د مالګې اوبو غرغره وکړئ(د لږې مالګې سره که روغتیایي ستونزه نه لرئ)
د یخو کمپرس کارولای شئ چې پړسوب او درد کم کړي.
یادونه: د شپې د زیاتېدونکي درد اصلي حل یوازې د غاښونو د ډاکټر درملنه ده، نه یوازې مسکن. د درد سرچینه باید له منځه یووړل شي.