Dr Abdul Majeed Sargand

Dr Abdul Majeed Sargand Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr Abdul Majeed Sargand, Medical and health, Karte sakhi, Kabul.

03/06/2026
02/06/2026

ځانونه او ماشومان د ګرمې څخه وږغورۍ!

01/06/2026

په افغانستان کې په هرو څلورو لویانو کې یو کس له تنباکو جوړ توکي لکه نسوار او سګرېټ کاروي.

له تنباکو جوړ توکي لکه سګرېټ، نسوار او پان د انسان روغتیا ته جدي زیانونه رسوي او تنباکو هر کال په نړۍ کې د شاوخوا اته میلیون کسانو د مړینې لامل کېږي.

له تنباکو جوړو توکو کارول د تنفسي ناروغیو، د سږو او زړه ناروغیو، د وینې لوړ فشار، د خولې سرطان او یو شمېر نورو سرطانونو لامل کېدای شي.

31/05/2026

د زړه خبرې!

خپل زړه د انتقام په اور کې مه سوځوئ. کله چې هم د چا څخه د بدل اخیستلو فکر درته پیدا شي، هغه وبښئ. په دې سره به ستاسو زړه ته سکون او ارامي ورپه برخه شي.

غوسه او د انتقام احساس په وینه کې د کورټیسول او نوراډرینالین کچه لوړه کوي. د دغو هورمونونو د زیاتوالي له امله د زړه درزا چټکېږي، د وینې رګونه تنګېږي او د وینې فشار لوړېږي. د زړه پر عضلې فشار زیاتېږي او د وینې د ټینګېدو (لخته جوړېدو) بهیر هم ګړندی کېږي. دا ټول عوامل په ګډه د سینې درد (انجاینا)، د زړه حمله، د زړه کمزوري او حتی فالج رامنځته کولی شي.

کله چې تاسو د بخښنې پرېکړه وکړئ، د کورټیسول او نوراډرینالین کچه راټیټېږي، او د اندورفین او سیروټونین په څېر اراموونکي مواد زیاتېږي. دا مواد زړه ته د سکون او هوساینې احساس ورکوي.

که تاسو له چا سره د انتقام یا خپګان احساس لرئ، نن ورسره اړیکه ونیسئ. په ښه اخلاق او نرمۍ سره هغه له زړه وبښئ. تاسو به احساس کړئ چې څنګه ستاسو ذهن او زړه ارامېږي او له فشار څخه خلاصېږي. بخښنه نه یوازې اړیکې ښې کوي، بلکې د زړه او ټول بدن روغتیا ته هم ګټه رسوي.

ډاکټر څرګند

د ګازي مشروباتو ېو بوتل @چېښل د انسان د سالم عمر 12 دقېقې عمر کموي.هره د نوشابې یوه قوطۍ ښايي په ظاهره یوازې یو ساده او ...
30/05/2026

د ګازي مشروباتو ېو بوتل @چېښل د انسان د سالم عمر 12 دقېقې عمر کموي.

هره د نوشابې یوه قوطۍ ښايي په ظاهره یوازې یو ساده او خوندور مشروب ښکاره شي، خو د هغې دوامداره او اوږدمهاله استعمال د بدن پر روغتیا جدي او منفي اغېزې لرلای شي.

د روغتیايي زیانونو او خطرونو (د څېړنو پر بنسټ)

د شکرو لرونکو مشروباتو استعمال له لاندې ناروغیو سره مستقیمه اړیکه لري:

• د چاغښت او زیات وزن خطر زیاتوي: په دې مشروباتو کې شته لوړه اندازه شکر او کالورۍ په چټکۍ سره د بدن په غوړو بدلېږي او زېرمه کېږي.

• د دوهم ډول شکرې (Type 2 Diabetes) خطر زیاتوي: د ډېرې شکرې دوامداره استعمال د انسولین پر وړاندې د حجرو مقاومت رامنځته کوي.

• د زړه ناروغۍ: زیاته شکره د وینې فشار او زیانمن کولېسټرول (LDL) لوړوي او د زړه روغتیا ته زیان رسوي.

• د ځیګر غوړوالی (Fatty Liver): ځیګر اضافي شکر، په ځانګړي ډول فرکتوز، په غوړو بدلوي چې د هغې راټولېدل د غیرالکولي غوړ ځیګر ناروغي رامنځته کوي.

• د وینې د شکرې نوسان: د وینې شکر ناڅاپه لوړوي او وروسته یې ژر راټیټوي، چې د انرژۍ د کمښت او ستړیا سبب کېږي.

 ځيني دوستان د ډوډي خوړلو وروسته کوک، پيسي او ځيني نور مشروبات د هضميت دپاره خوري چه خواړه ږر هضم سي دا بلکل غلط ذهنيت د...
28/05/2026



ځيني دوستان د ډوډي خوړلو وروسته کوک، پيسي او ځيني نور مشروبات د هضميت دپاره خوري چه خواړه ږر هضم سي دا بلکل غلط ذهنيت دي په کوک او پيپسي خواړه ږر نه هضميږى.
د خوړو د هضم دپاره ترکاري،مېوه او د خوراک وروسته قدم وهل يو شه فورمولا ده عملي يى کړي.

څرګند@top fans

27/05/2026

!
خصوصا د هغو دوستانو چي:
پر پاڼه یې د اختر مبارکي لیکلې ده.

 ګټور خواړه دي اوسپنه او B12 ويټامين په زياته اندازه لري. د زړه، شکري، لوړ ويني فشار او د يوريک اسيد په ناروغانو کښي يى ...
27/05/2026


ګټور خواړه دي اوسپنه او B12 ويټامين په زياته اندازه لري.
د زړه، شکري، لوړ ويني فشار او د يوريک اسيد په ناروغانو کښي يى خوراک شه نه دي. ځکه د غوايي يا پسه جګر په زياته اندازه داسي غوړ لري چه د انسان په رګونو کښي او بدن کښي ذخيره کيږي. Saturated fats

د جګر خوراک د ويني غوړ جګوي، د انسولين مقاومت پورته کوي او د پيورين د زيات مقدار درلودلو له وجهي د يوريک اسيد کچه پورته کوي. د ويني فشار هم پورته کوي.

د اول ټايپ شکري ناروغان چه وزن يى کم وي د اوسپني کمښت ولري او د شکري يى پنځه کاله کم کيږي فقط يوه يا دوې کوچني ټوټې خوړلاى سي. اما که چيري يى د شکري د پنځه کاله ډېر وخت کيږي بيا يى نسي خوړلاى.

او که د زړه، ويني لوړ فشار، شکري او د ويني د غوړ ناروغي نلرې نو بيا يي د شه پخېدو وروسته خوړلاى سې.

څرګند

 د لوړ فشار، شکري او د زړه د ناروغانو دپاره د قربانۍ د غوښو اړوند څو سپارښتني!1. د پورته ذکر سوو کسانو دپاره مناسبه ده چ...
26/05/2026


د لوړ فشار، شکري او د زړه د ناروغانو دپاره د قربانۍ د غوښو اړوند څو سپارښتني!

1. د پورته ذکر سوو کسانو دپاره مناسبه ده چه د سېرلۍ دلاس يا وزر غوښه وخوري ځکه پدې غوښه کښي دشحمو مقدار ډېر کم دي،
2. د غوښي ډېر خوراک د ويني غوړ لوړوي، يوريک اسيد پورته کوي او د انسولين کار متضرروي يعني د انسولين مقاومت جګوي چه په تعقيب يى شکره لوړيږي،
3. مذکور کسان بايد د اوښ، غوايى او پسه د غوښو د خوراک سره ډېر احتياط وکړي،
4. مذکور کسان بايد ينه، ګردې سږۍ او د قربانۍ تورۍ چه په زېاته اندازه غوړ او شحم لرى ونه خوري،
5. په اور کباب سوي غوښي د شکري، لوړ فشار او د زړه د ناروغانو دپاره صحيح خوراک ندى بايد غوښي پخې يا واېښول سي،
5. د غوښو د خوراک سره بايد ګازي مشروبات ونه چېښل سي او وروسته د چاي سره بايد خواږه ، چاکلېټ يا نور شيريني باب ونه خوړل سي،
6. د غوښو د خوراک سره سبزيجات او پروتيني شيان خوړلاى سي،
7. د اختر په ورځو کښي د ورځي تر پنځوس ګرامه زياته غوښه مه خورۍ او يو وخت به غوښه خورۍ،
8. د غوښي د پخېدو په وخت کښي کوښښ وکړي چه سپينه او توره غوښه سره جلا کړي او توره غوښه داسى پخه سي چه غوړ او مالګه يى ډېره کمه وي،
9. د اختر په ورځو کښى خپل فشار،شکرى او دزړه دوا منظم وخوري او فشار او شکره چکوۍ،
10. د غوښو د خوراک مخکي تازه مېوه وخوري او د غوښو د خوراک وروسته قدم وهل حتمي دي.

څرګند@top fans

کوم کس چه کور د زړه ناروغان لري هغوي دي د قربانۍ  دپاره د غوايى يا پسه پر ځاي څېرلۍ حلال کړ, په څېرلي کښي د لاس يا وزر غ...
26/05/2026

کوم کس چه کور د زړه ناروغان لري هغوي دي د قربانۍ دپاره د غوايى يا پسه پر ځاي څېرلۍ حلال کړ, په څېرلي کښي د لاس يا وزر غوښي چه ډېره سپينه يا غوړ نلري د زړه د ناروغانو دپاره مناسبه غوښه ده. fans

Address

Karte Sakhi
Kabul

Telephone

+93785133060

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Abdul Majeed Sargand posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share