Raufi Dental Clinic / رؤفي د غاښونو کلینیک

Raufi Dental Clinic / رؤفي د غاښونو کلینیک پاک زړه ولری
هیڅ کله به خپل ارزښت له لاس ورنکړی

د تـازه تـوتـانـو ګـټې 1 ویـنه پـاکـوي2ـ پښتورګي مـو پـاکـوي 3ـ  د زنانه وو په سینو کې شیدې زیاتوي البته د شیدو ورکوونکو...
24/05/2022

د تـازه تـوتـانـو ګـټې

1 ویـنه پـاکـوي
2ـ پښتورګي مـو پـاکـوي
3ـ د زنانه وو په سینو کې شیدې زیاتوي البته د شیدو ورکوونکو میندو لـپاره
4ـ د سرطان ضد دي
5 ـ د سوزاک لپاره مــفید دي
6ــ کـلسټرول مـو کـموي
7ـ د اوسپنې او کمخونی لپاره مفید دي
8ـ د ویټامین A درلودونکي دي چې د سترګو او نوکانو لپاره مفید دي
9ـ د قبض لرونکو لپاره مفـید دي
10 ـ د شکر لرونکو مریضانو لپاره بی ضرره دي ، یعنی د شکر مریضان یی هم خوړلای شي
11ـ ویښتان مو له سپینیدو څخه ساتي
12ـ د معدې لپاره هم مفید او ګټور دي
13ـ هغه ملګری او دوستان چی عصبي تکلیف او خفګان کوي نو د هغوﺉ لپاره هم مفید دي.

هغه عادتونه چې ګردې/ پښتورګی مو دردمن او زیانمنوی.① کمې او لږې اوبه څښل او لږ خـوب کول.② د تـشو مـتیازو زیات ایـسارول ③د...
05/04/2022

هغه عادتونه چې ګردې/ پښتورګی مو دردمن او زیانمنوی.

① کمې او لږې اوبه څښل او لږ خـوب کول.
② د تـشو مـتیازو زیات ایـسارول
③د مالـګې زیات استعـمال
④ د خوراک کمـول
⑤ د غوښو زیـات خـوراک
⑥ د استراحت کمـښت
⑦ د ګاز داره مشروباتو انرژیانو او کـوک او نور...شیانو استعمال
8 د حد نه زیات د خوږو (بوره، ګوړه، شیرني، چکلیټ..) شیانو استعمال.

⭕️ د نعناع ( ویلنی ) ۲۰  ګټي ! ۱ - د خېټې درد له منځه وړي۲ -  د هاضمې سیستم لپاره ګټوره ده  ۳ -  د سر درد کموي۴ -  د خول...
02/04/2022

⭕️ د نعناع ( ویلنی ) ۲۰ ګټي !
۱ - د خېټې درد له منځه وړي
۲ - د هاضمې سیستم لپاره ګټوره ده
۳ - د سر درد کموي
۴ - د خولې میکروبونه ختموي
۵ - بدن ته ځواک ورکوي
۶ - جنسي طاقت زیاتوي
۷ - د پزی د بندیدو مخنیوی کوی
۸ - د میکروبونو پر وړاندې مقابله کوي
۹ - د لوږې احساس کموي
۱۰ - د موسمي حساسیتونو مخنیوی کوي
۱۱ - حافظه قوي کوي
۱۲ - اشتها خلاصوي
۱۳ - وینه تازه کوي
۱۴ - د معدې تیزابیت سموي
۱۵ - د نقرص د بندونو ناروغیو ته فایده کوي
۱۶ - ټوخي اراموي
۱۷ - اعصاب اراموی همدارنګه عصبی دردونه ختموی
۱۸ - د زړه د خفګان مخنیوی کوي
۱۹ - د روماتیزم دردونه ختموي
۲۰ - معده په کار اچوي

 #دميرګي ناروغ سره مرسته!!!۱ دناروغ شا او خوا له تيرو او کلکو شيانو څخه پاکه کړي۲  دناروغ د حرکاتو مزاحمت مه کوئ او نارو...
31/03/2022

#دميرګي ناروغ سره مرسته!!!

۱ دناروغ شا او خوا له تيرو او کلکو شيانو څخه پاکه کړي

۲ دناروغ د حرکاتو مزاحمت مه کوئ او ناروغ کلک او ځوړند مه نيسئ

۳ ناروغ چى په مکمل ډول نورمال شوى نه وى خوراک او څښاک مه ورکوئ

۴ ناروغ په اړخ کړى تر څو نورماله ساه واخلى

۵ دناروغ تڼئ خلاصى کړئ

۶ دخولى له لارى د خولى پواسطه دساه ورکولو څخه ډډه
وکړئ
۷ ناروغ په ارامئ سره څملوي

۸ د ناروغ سر لاندى يو نرم چيز کيڔدۍ

*په پښتورګو کي دکاڼي(ډبري) دجوړیدو لس عوامل: ⚕*1-د کلسیم کمبود**2-دمالګې ‌‌‌‌‌‌ډیر کارول**3-دغوښو ډیر خوراک**4-ګاز لرونک...
26/03/2022

*په پښتورګو کي دکاڼي(ډبري) دجوړیدو لس عوامل: ⚕

*1-د کلسیم کمبود*
*2-دمالګې ‌‌‌‌‌‌ډیر کارول*
*3-دغوښو ډیر خوراک*
*4-ګاز لرونکي مشروبات*
*5-دسترو کولمو ناروغي*
*6-دقبضیت د درملو ‌‌‌‌‌‌ډیره کارونه*
*7-دتشو بولو لپاره دپایپ کارول*
*8-په اطراحیه سیسټم کي دوامداره مکروبونه*
*9-دنیم سري لپاره دوامداره درمل خوړل*
*10-د وزن ‌‌‌‌‌‌ډیروالی

دمعدی ناروغي او زخمونهدي ناروغي ته په انګليسي پيپتيک اولسر peptic ulcer disease اوپه اولسي ژبه دخلګو په اصطلاح دمعدي او ...
11/03/2022

دمعدی ناروغي او زخمونه
دي ناروغي ته په انګليسي پيپتيک اولسر peptic ulcer disease او
په اولسي ژبه دخلګو په اصطلاح دمعدي او اثنا عشرکلمي زخمونه ورته وايي .ددي ناروغي څخه په نړي کي ډير انسانان ځوريږي داناروغي تقريبآ دسن سال په ټولو عمرونو کي پيداکيږي .
دازخمونه په عمومي ډول دمعدي په اخيري برخه کي او کلمو دشروع په برخه کي پيداکيږي.
دا ناروغي ډير سببونه لري چي مهم يي په لاندي ډول دي.
* هليکوباکتر پلوري (ميکروب) HP Helicobacter pylori
* د NSAIDs ګروپ د درد دواګانو استعمالول لکه اسپرين, بروفين ,ډاي کلوفينک اوداسي نور.,
* ارثي
* دسګريټو څکول: سګريټ څکول دمعدي دداخلي طبقي مقاومت راکموي په اساني سره تيزاب يا اسيد تآثير پر کوي او د زخم سبب يي ګرځي.
* ځني ناروغي هم دمعدي دزخم سبب ګرځي لکه دتشويش ناروغي ,دسږو ناروغي, پښتورګو ناروغي …
* دالکولو خوړل , دزيات تيزابي مواد استعمالول هم د معدي دزخم سبب ګرځي.

د پورته سببو څخه تر ټولو مهم خطر ناکه او ډير ليدونکي سبب ()Helicobacter pylori ميکروب دی چي دمعدي دزخم سبب ګرځي او دوخت په تيريدوسره کلونه کلونه ورسته دا زخم په کنسر يا سرطا ن باندی دتبدیلو احتمال سته

دمعدي ناروغي نښي نښاني:

* درد : د ناروغي مهمه نښه ده چه دځيګر په لاندي برخه کي دپښتيو په منځ کي يي حس کوي او اکثره وخت ځني ناروغان داسي هم وايي چه زړه مي درد کوي يا زړه مي ايشي

دمعدي د زخم درد تر ډوډي خوړلو شل 20 دقيقي وروسته شروع کيږي او کلمو د زخم يا دنس درد تر ډوډي خوړلو دوه نيم يا دري ساعته وروسته شروع کيږي او د دوا په خوړلوسره يي درد کميږي.

* دزړه بدوالي : اکثره وخت دغوړين موادو دخوړولو وروسته دزړه بدوالي زيا تيږي.
* بي اشتها يي ورسره ملګري وي.
* دلږ ډوډي خوړلو څخه وروسته دموړتيا حس کوي.
* سرچرخي او خوگرځي ورسره وي.
* دمعدي تخريش ورسره وي.
* دغا يطه يا بولو رنګ يي په تور رنګ بدليږي.
* دنس پړسوب , غوسه او داسي نوري نښي هم ورسره ملګروي.

د ناروغي په تشخيص کي پر دغه نښو نښا نو سربيره داندوسکوپي(کوچني کيمره ) پواسطه هم بايد دمعدي اوکلمو په داخل کي څيړنه وشي .
اندوسکوپي داسي يواله ده چي په سرکي يي يو کوچني او پر مختللي کيمره ده چي ددي کيمري په واسطه دمعدي او کلمو داخلي ديوالونه په ډيري اساني سره د تلويژن پر پرده په واضح ډول ښودلاي سي چه هلته زخم يا غيري نورمال حالت شتون لري که يا.
همدارنګه داندوسکوپي پواسطه د داخلي برخو څخه کوچني ټوټه غوښه اخيستل او څيړل هم مهم دي.

دلاندي شيانو څخه بايد پرهيز وشي.

* هغه دواګاني چه پرمعدي ښه نه لګيږي لکه د درد دواګاني اسپرين بروفپن …بايد زياته تري استفاده ونه سي.
* دسګريټو دڅکولو څخه با يد ځان وساتي.
* دتشويش او ذهني فشارو څخه بايد ځا ن ليري وساتي.
* د زيات غوړ او تيزابي شيانو څخه بايد ځان وساتي.
* دمرچکو , اچارو, چکنيو داستعمال څخه بايد ځان ليري وساتي.
* په منا سب مقدار با يد هر وخت خواړه وخوري نه لږ نه ډير متوسط مقدار باندي بايد خواړه وخوري.
* رومي,مالټي ,نارنج, او زياته مالګه بايد استعمال نه کړي.

د زړه د حملې نښې نښانې:- د سينې په منځ کې سخت درد لکه سينه چې تر زور او فشار یا یوه درانه وزن لاندې وي. ډيری وخت دغه درد...
04/02/2022

د زړه د حملې نښې نښانې:
- د سينې په منځ کې سخت درد لکه سينه چې تر زور او فشار یا یوه درانه وزن لاندې وي. ډيری وخت دغه درد ژامې، اوږو، لاسونو او ګوتو ته هم خپريږي
- د مخ د رنګ الوتل يا خړ کېدل لکه څوک چې و ډار شي
- خولې، د زړه بدوالی، استفراق یا کانګې
- د سا ډوبي یا نفس تنګي احساس
- چټک، کمزوری او غير منظم نبض

هر هغه وخت که تاسو ته پورته اعراض پيداشي کوښښ وکړئ چې تاسو په ځمکه کښېنئ، دېوال ته تکيه و وهئ او حرکت و نه کړئ. که امبولانس ته لاسرسی لرئ زنګ ورته و وهئ او که يې نه لرئ نو له بل چا هيله وکړئ چې په موټر کې مو تر روغتونه په بېړه ورسوي. روغتون ته پر لارې د اسپرين ۳۰۰ ملي ګرامه ګولۍ لومړی وژدويئ او بيا يي وخورئ.

⭕ څو طبي نصیحتونه  !◀ لوستل یې ضروري دي ! ① ګازي مشروبات لکه : پیپسي ، کوکاکولا ، ډیو او داسې نور ... هډوکي او غاښونه کم...
27/01/2022

⭕ څو طبي نصیحتونه !

◀ لوستل یې ضروري دي !

① ګازي مشروبات لکه : پیپسي ، کوکاکولا ، ډیو او داسې نور ... هډوکي او غاښونه کمزوري کوي ، د زړه او ګُردو مرضونه پیدا کوي ، وزن زیاتوي ، د شکر مرض پیدا کوي ، له زیات استعمال څخه یې ډډه وکړئ .

② زخم بغیر له پټۍ څخه خلاص پریښودل یوه غلطي ده ، سمه خبر دا ده چې زخم صفا او بیا پټۍ شي چې ژر جوړ شي .

③ په پوزه چې کله وینه راماته شي نو سر په عادي حالت کې پریښودل پکار دي ، تر څو وینه په سالمه طریقه خارج شي .

④د ماشوم لپاره د طاقت دوایانې ضرر لري: ځکه دغه دوایانې د ماشوم په نبض کې سرعت پیدا کوي او دغه سرعت کله د ماشوم د ناڅاپي مرګ سبب شي .

⑤ د درد د کنټرول دوایانې ( پیناډول ، بروفین ) قوت سامعه ( د اورېدلو قوت ) کمزوری کوي ، په خاص ډول د ښځو .

⑥ ګلپي : د ګلپي خوارک په بدن کې یو ډول کیمیاوي ماده خوروي ( ضرري استروجین ) چې د سرطان سبب ګرځي .

⑦ شین چای : په شین چای کې داسې مواد دي چې ، د سرطان مخنوی کوي .

⑧ ماهی ، مڼه ، انګور ، الوچه ، توت بری ، پالک ، داسې خواراکونه دي چې ، دماغ او د یادښت قوت زیاتوي .

⑨ په غوږونو کې ډکي وهل اکثر د انسان د مرګ سبب ګرځي : ځکه دې سره د غوږونو پرده سورۍ کېږي او په دماغو کې التهابات ( سوزخ ) پیدا کېږي .

⑩ دا خبره غلطه ده چې د خوراک په منځ کې اوبه څښل خېټه غټوي او هضم نه راځي ؛ بلکي صحيح خبره دا ده چې اوبه هیڅ ډول تکلیف نه پیدا کوي .

⑪ هره ورځ دېرش۳۰ دقیقې پیاده مزل د زړه د مرض او د شکر مرض مخنيوی کوي او هم د وینې د فشار مخنوی کوي او کولیسټرول ختموي .

⑫ اوږه او پالک : قوت مدافع په بدن کې زیاتوي او د سرطان مخنوی کوي .

⑬ د ماشومانو لپاره د جاولې تېرول ، زیاتره وخت د کولمو د بندیدو سبب ګرځي چې د اپرېشن څخه بغیر یې بل علاج نه وي . هڅه وکړئ چې ماشومان له ژاولو څخه لرې وساتئ .

⑭ د خوب په وخت کې چې فعال ( چالان ) مبایل سر ته نژدې وي نو شل سلنه ۲۰٪ د مازغو د سرطان سبب جوړېږی .

⑮ د شپې لخوا چی ادرک په اوبو کې وجوشول شي او بیا وڅښل شي نو کولیسټرول ختموي او ضرري غوړي له بدن څخه خارجوي .

⑰ سهار په نهاره یو ګلاس اوبه څښل د هغو ویټامینونو د کمي ځای نیسي چې د خوب په دوران کې بدن ته نه دي رسېدلي او دغه شان د ضرري غوړو نه بدن صفا کوي.

په ژوند کې آرامتيا ته د رسېدو لپاره آسانه تګلارې: 1_ په خپل ځان باندې تمرکز وکړئ. 2_ لږ فکر او ډېر عمل وکړئ. 3_ خندېدل ز...
01/01/2022

په ژوند کې آرامتيا ته د رسېدو لپاره آسانه تګلارې:

1_ په خپل ځان باندې تمرکز وکړئ.
2_ لږ فکر او ډېر عمل وکړئ.
3_ خندېدل زده کړئ.
4_ تفريح ته په خپلو کاري لومړيتوبونو کې ځای ورکړئ.
5_ کوم څوک د خپلو خوښيو او خوشاليو مسؤول مه ګڼئ.
6_ د هرې موضوع په وړاندې غبرګون مه ښکاره کوئ.
7_ له هرې موضوع څخه مثبت تعريف ولرئ.
8_ تل هڅه وکړئ, چې له قضاوت کولو مخکې درک وکړئ.
9_ همغږي ولرئ.
10_ د نورو په وده او پرمختګ باندې خوښي څرګنده کړئ.
11_ خپل ځان تل د هغو کارونو لپاره, چې ترسره کوئ يې وهڅوئ.
12_ تل د خلاقو آيډياوو د رامنځته کولو په هڅه کې واوسئ.

Address

Kabul

Opening Hours

Monday 08:00 - 17:00
Tuesday 08:00 - 17:00
Wednesday 08:00 - 17:00
Thursday 08:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00

Website

https://www.facebook.com/profile.php?id=10003850412008

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Raufi Dental Clinic / رؤفي د غاښونو کلینیک posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category