09/08/2025
سمیع الله جان مشهور په ( کالکولیټر )
راځی چی په طبی ژبه یی دروپیژنم :
هایپرکالکولیا
(Hypercalculia)
دا یوه ځانګړې وړتیا ده چې یو ماشوم یا فرد د خپل عمر او تعلیمي کچې څخه ډېر لوړ ریاضي محاسبات کولی شي
ځانګړتیاوې:
۱) ژر ژر ذهني حسابونه کول
۲) د حساب یا عددونو ژور درک
۳) اکثره وخت پرته له رسمي زده کړې
اړوند حالتونه: دا وړتیا کله ناکله د آټیزم (Autism)
یا سوانت سنډروم
(SavantSyndrome)
سره لیدل کېږي
ممکن د هایپرلکسیا (ژر لوستل) یا هایپرمنیزیا (ښه حافظه) سره یو ځای وي
اړوند اصطلاحات
۱) ریاضي نابغه
یو ماشوم چې د ریاضي فوق العاده وړتیا لري
۲) ریاضي سوانت
یو فرد چې ژوره ریاضي پوهه لري، اکثره د عصبي ځانګړتیاوو سره
۳) استعداد لرونکی ماشوم
د هغو ماشومانو لپاره چې لوړ ذهني وړتیاوې لري، په ځانګړي ډول په ریاضي کې
#کالکولیتر