Dr Mujahid Jebran ډاکټر مجاهد جبران

Dr Mujahid Jebran ډاکټر مجاهد جبران الله ج ښه طبیب دی او الله ج شفا ورکوي.

دوهم مکروریان دولتی مطبعې تر څنګ.
05/09/2024

دوهم مکروریان دولتی مطبعې تر څنګ.

دجون اتمه د ملګرو نړیواله ورځ ده ..په دغه ورځ دنړی خلک خپل ملګری ستایي او لا نور باورپرې زیاتوي. ډیر خلک د ملګری ټکی د ک...
09/06/2024

دجون اتمه د ملګرو نړیواله ورځ ده ..
په دغه ورځ دنړی خلک خپل ملګری ستایي او لا نور باورپرې زیاتوي.

ډیر خلک د ملګری ټکی د کاروبار شریکو ، خپلو خپلوانو چاپلوسانو ، مطلبیانو ...او یا اشنایانو ته کاروي ..
بیا وروسته فکر کوي چې دوی خپل ملګری پریښول اویا یې دوکه کړل.
ښه ملګری هغه دي چې تل دې تر څنګ ولاړ وي ..

په ملګرتیا کې زړه تنګون ، مننې ، تشریفات او خطرونه نشته ..
خو ګیلې او جګړې شته ..
او ملګرتیا یوازې د ښه وخت تیري نوم نه دی ..
زما ټولو ملګرو ته دې دا ورځ مبارک وي.

میرګي  ( Epilepsy )څه ډول ناروغي ده ( احتیاط او سپارښتنې)لېکنه:  ډاکټر مجاهد جبران(فیبروری دولسمه د اپیلیپسي نړیواله ورځ...
13/02/2024

میرګي ( Epilepsy )څه ډول ناروغي ده ( احتیاط او سپارښتنې)

لېکنه: ډاکټر مجاهد جبران
(فیبروری دولسمه د اپیلیپسي نړیواله ورځ )

میرګي یا اپیلیپسی (Epilepsy) یوه دماغي ستونزه ده چې برقي سیالې په کې د دماغ ځینې برخې متاثره کوي او جټکې منځ ته رواړي.

د میرګيو ناروغي نسبت ددې ډولونو چې د دماغ کومه برخه یې تر تاثیر لاندې راوستې ده مختلف اعراض ورکولای شي، چې ځینې کم او ځینې یې بیا سخت تېریدونکي حالاتونه وي.

میرګي په مازغو کې د عصبي حجرو تر منځ په زیګنالونو کې د ستونزو په نتېجه کې رامنځته کیږي. کله چې د جنټیکي او یا فزیکي تاوانونو له امله مازغه زیانمن شي دغه زیګنالونه مختله کیږي، په بله معنا دغه بريښنایي زیګنالونه د برېښنا په شان له یو بل سره شارټ کیږي په نتیجه کې ېې میرګي رامنځته کیږي. دا چې دغه ستونزه د مازغو په کومه برخه کې وي د مازغو همغه برخه اغیزمنوي او په نتیجه کې همغه دندې مختله کیږي چې همدغه برخه ېې ترسره کوي.
ډولونه
که په یوې وړې برخې کې زېګنالونه مختل شي موضعي یا فوکل حمله رامنځته کیږي که ټول مازغه اغیزمن کړي نو جنرل یا عمومی حمله رامنځته کوي.

په دې ناروغۍ کې په دماغو کې برقي سیالې درهم امیزه کیږي چې د دماغو د مربوطه برخې فعالیت په موقتي ډول متاثره کوي.

میرګي په هر عمر کې واقع کیدای شي، خو ماشومان او له شپیته کلنۍ وروسته عمر کې زیات منځ ته راځي.

که څه هم ددې ناروغۍ علت په واضح ډول مالوم نه دی خو جینیتیکي حالت په کې زیات رول لري او دماغي حملې (سټروک)، دماغي تومورونو، دسر دزخمونو، د ځینو درملو استعمال، الکول څښل، د دماغو د منتن کیدو ناروغیو او دزېږون په وخت دماغو ته دکم اکسیجن د رسیدو له امله پیدا کیدای شي.

دا ناروغان لیونیان یا بې سوره نه وي کولای شي د ژوند عادي فعالیتونه په ښه ډول سره تر سره کړي خو د ځینو فعالیتونو ودرول پرې د میرګیو په ډول پورې اړه لري چې یو مثال یې د ډریورۍ نه کول دي.

پوهیږئ چې ژوند هیڅکله بې خطره نه دی خو مثبت فکر، ځان ساتل او احتیاط د هر انسان مسولیت دی.

شاید په دې ناروغۍ ککړ کسان ولویږي، زخمي شي یا اوبو کې ډوب شي نو ددې تکلیف په اړه ځینې لازمې عامه سپارښتنې او پوهاوی د ناروغ ، د ناروغ د خپلوانو ملګرو او ټولو لپاره ضروری دی.

لکه مخکې مو چې ذکر کړل چې د ناروغۍ خطرونه د مرګیو په ډول او دناروغ کس د ژوند د تېرولو په طرز پورې اړه لري، که تاسو د جټکې په حالت کې دداسې یو چا سره مخامخ شوی مهرباني وکړئ لاندې سپارښتنې عملي کړئ.

۱: په ناروغ د حملې پر وخت کې شور مه جوړوئ ورخطایي مه کوئ او له ناروغ سره پاتې شئ.

۲: (که موجود و) یو نرم بالښت چې ډېر (پنډ) نه وي په ډېر احتیاط دناروغ سر ته کیږدئ، که جامې یې تنګې وي او یانیکټايي او په غاړه کې څادر ولري هغه سسته کړئ.

۳: د جټکې له تېریدو سره سم ناروغ په اړخ واړوئ( که احتمالا خواړه یا مایع یې په خوله کې وي یا له معدې راوتلي وي تر څو بهر ووځي. )

۴: ناروغ ته د پوره ښه کېدو تر وخت پورې ډاډ ورکړئ.

۵: متوجه اوسئ د جټکې وخت قید کړئ او وګورئ چې څو دقیقې یې دوام وکړ.

۶: هیڅکله د ناروغ په خوله کې کوم څه مه اچوئ (اوبه، بوره یا نور .)

۷ :تینګ یې مه نیسئ ، حرکت هم مه ورکوئ خو په هغه صورت کې چې په خطر کې وي.

۸: که ناروغ په ویلچیر یا چوکی کې وې د ویل چیر پښې بندې کړئ بیلټ یې وتړئ او دناروغ سر ونیسئ.

۹: که ناروغ په اوبو کې وي سر یې د اوبو څخه بهر وباسئ او کوشش وکړئ چې ناروغ په ډېر احتیاط چې اوبه یې تېرې نه شي له اوبو (ډنډ) څخه اوباسئ .

په هر صورت که د جټکو له تېرویدو وروسته د ناروغ تنفس سخت او تېز و یا یې تنفس نه شو کولای یا یې د پوزې سر او شونډې شنې شوې وې نو ( سی پي ار) چې یوه (طبی کړنه ده) اجرا کړئ خو پام کوئ چې (سي پي ار) کول په غټانو او ماشو مانو کې فرق کوي.

که نه پوهیدئ په ګاونډ کې له نیږدې روغتیاپال، درملتون، کلینک یا بل هر چا مرسته وغواړئ او د لاندې ذکر شویو حالاتو په موجودیت کې د ناروغ د انتقال (امبولانس) په اړه کړنه تر سره کړئ.

الف: که په (سي پي ار ) نه پوهیدئ.
ب : جټکو تر پنځو دقیقو زیات وخت نیولی وي .
ج : د جټکو تر تېریدو وروسته ناروغ خبرو ته جواب نه شي ورکولی.
د : که د جټکو وروسته یې تنفس تېز یا دریدلای وي.
ه : ناروغ د غورځیدو له امله زخمي شوی وي.
ز : که د ناروغ په روغتیا ډاډمن نه یاست.

د میرګیو د ډولونو له مخې ناروغ ته د فعالیتونو اجرا لکه په حوض یا روانو اوبو کې لمبل یا موټر چلول فرق کوي چې معالج ډاکټر یې ناروغ ته سپارښتنه کوي، ځکه چې ځینې ډولونه یې دومره پټ وي چې یواځې ناروغ پوهیږي چې حمله یې تېره کړه .

د احتیاطي تدابیرو لپاره د ناروغ د حمام (تشناب) دروازه باید ددواړو خواوو څخه د خلاصیدو وړ وي او د خوب کوټه یې له بیرونه کیلي ولري، دبخارۍ خوا کې خوب پر مهال، د اوسیدو په ځای کې د تېرو پنجرو او وسایلو شتون چې ناروغ ته ضرر پیښولای شي.

له داسې ناروغانو سره د درملو د اخستو الارم او بیدار د کورنۍ غړي ورسره د ژوند په ستړې لار کې زیاته مرسته کولای شي.
د میرګیو ناروغان اویا سلنه د درملو په واسطه کنټرول کیدای شي پاتې نور یې دوامدارې درملنې او یا ځینو خاصو عملیاتو ته ضرورت لري چې په اړه یې باید ددې برخې له متخصص ډاکټر سره مشوره وشي.

ستاسو ټولو د اوږد عمر او روغتیا په هیله.

https://taand.net/?p=235704

لېکنه: ډاکټر مجاهد جبران (فبرورۍ دوولسمه د اپیلیپسي نړیواله ورځ) میرګي یا اپیلیپسی (Epilepsy) یوه دماغي ستونزه ده چې برقي سیالي په کې د دماغ ځینې برخې متاثره کوي او جټکې من...

خبرتیاد عامې روغتیا وزارت اړوند او نظامي روغتونونو د طبي اکمال تخصص ازموینې نوماندانو د پام وړ!
17/01/2024

خبرتیا
د عامې روغتیا وزارت اړوند او نظامي روغتونونو د طبي اکمال تخصص ازموینې نوماندانو د پام وړ!

د عامې روغتیا وزارت د طبي اکمال تخصص ازموینې ورستۍ شارت لېست اعلان شو!ازموینه د راتلونکي اونۍ په منځ کې تنظیم شوې ده چې ...
14/01/2024

د عامې روغتیا وزارت د طبي اکمال تخصص ازموینې ورستۍ شارت لېست اعلان شو!
ازموینه د راتلونکي اونۍ په منځ کې تنظیم شوې ده چې تفصیلي اعلان به یې سبا نشر شي!
https://t.me/NExA_gov_afg/1408

شارت لیست نهایی امتحان اکمال تخصص طبی وزارت صحت عامه اعلان گردید!
امتحان در وسط هفته آینده تنظیم گردیده است و اعلان تفصیلی آن فردا نشر خواهد شد!
https://t.me/NExA_gov_afg/1408
Nexa

د عامې روغتیا وزارت د طبي اکمال تخصص ازموینې ورستۍ شارت لېست اعلان شو! ازموینه د راتلونکي اونۍ په منځ کې تنظیم شوې ده چې تفصیلي اعلان به یې سبا نشر شي! https://sites.google.com/view/...

ستاسو په خدمت کې..
06/01/2024

ستاسو په خدمت کې..

ګرانو هیواد والو !
داکتر مجاهدالله جبران
ماسپښین د 3:00 بجو څخه تر ماښام 6:00 پورې په سنان معالجوی روغتون کې ستاسو په چوپړ کې دي.

په ډیره خواشینی سره خبر شوم چې دکابل طبی پوهنتون استاد ، د قرآن کريم حافظ ،  د پوستکي نارړغیو متخصص، دکابل طبی پوهنتون د...
27/12/2023

په ډیره خواشینی سره خبر شوم چې دکابل طبی پوهنتون استاد ، د قرآن کريم حافظ ، د پوستکي نارړغیو متخصص، دکابل طبی پوهنتون د طبى زدکړو د انکشاف ریس پوهنوال دوکتور عبدالغفار همدرد کابل ښار کې د خپلې معاینه خانې مخې ته په دشهادت رسیدلی دی ..
انالله و انا الیه راجعون
الله پاک دې یې مغفرت او جنت الفردوس په نصیب کړي
اهل طب، کورنۍ او خپلوانو ته یې د جمیل صبر غوښتونکی یم ...

تخصص لپاره د شامیلیدو ازموینې (اینټرینس) کې د مطالعې لپاره د ریفرینسونو جدول..
19/12/2023

تخصص لپاره د شامیلیدو ازموینې (اینټرینس) کې د مطالعې لپاره د ریفرینسونو جدول..

د اکمال تخصص بستونه ..
15/12/2023

د اکمال تخصص بستونه ..

اکمال تخصص ازموینه کې د ګډون لپاره خبرتیا ..
15/12/2023

اکمال تخصص ازموینه کې د ګډون لپاره خبرتیا ..

07/12/2023




✅دیپارتمنت گوش، گلو و بینی
🩺ډاکټر مجاهد جبران
🩺دساینسونو التهاب ( Sinusitis )

دغمبورو شاته د دوو سترګو مینځ کې ، پر تندی او دپوزې پرشاتني برخه کې د هډوکو څخه جوړې شوې خالیګا وې موجودې دي چې د سږو لپاره د تنفس شوی هوا په مناسب ډول د ګرمیدو او د سر دوزن په سپکوالی کې مهم رول لری او دساینسونو په نوم سره یادیږي چې که التهابي شي د سینوزایټس په نوم مشکل مینځ ته راوړی.

کله هم که دغه خلیګاوې دهر علت له امله میکروبي شي یا یی د هوا دتیریدو لاره بنده شي انسان ته سردردي پیدا کیږي چې دا سردردی د د فتری کارونو د اجرا ، په ټیټ سر دکارکولو او په لمانځه کې سجدې ته دتللو او راپاڅیدلو په وخت کې زیاتیږي.

کله کله دا سردری د سر په شا برخه کې هم حس کیږي چې د فشار دناروغانو د سر دردی سره غلطیږي.

که ستاسو پوزه بنده وي یا زرزر زکام کیږی یا په ناپاکه هوا کې کار کوی اویا هم دستوني پرله پسې درد لری نو نسبتا نورو خلکو ته زیات به د سیانسونو میکروبي کیدو ته مساعد یاست.

*که سر مو درد کوی
*پوزه کې ستونزه ولری
*بلعوم ته مو چرکي بلغم راځي
* وچ ټوخی کوی
*یا غاړه زر زر تازه کوی نو ډیر امکان لری چې ستاسو ساینوسونه التهابي شوی وي.
د تداوی لپاره یې مناسبې حل لارې موجودې دی او تاسو کولای شي چې د غوږ ، پوزې اوستونی له متخصص سره له نږدې مشوره وکړئ.
Mujahid Jebran
-----------------------------------------------------------------------------
🏩آدرس:حصه اول خیر خانه مینه، مقابل کوچه افسوتر، سرای شمالی
☎️شماره تماس:0786758000 - 0796131455
📧ایمیل آدرس:info@arianasabethospital.af
🌎ویب سایت:www.arianasabethospital.af

Address

Kabul

Telephone

+93773352414

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Mujahid Jebran ډاکټر مجاهد جبران posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Mujahid Jebran ډاکټر مجاهد جبران:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category