18/05/2022
#خولي بد بوي (Halitosis) او لاملونه یی
د خولي بدي بوي تقريبا %50 فيصده د ژبي څخه پاته بر خه يي د خولي لوړ طرف , غاښونه , د غاښو التهاب , مصنوعي غاښونه , دستوني التهاب , دهضمي سيستم ناروغي د پښتورگی(کردو) ناروغی او د سږي ناروغي څخه سر چينه اخلي .
د ژبي څخه بوي په عمومي ډول د غذا خوړلو څخه وروسته د غذا کوم پاته شوني او پروتين چي پر ژبه پاته کيږي هغه د باکتري له طرفه پارچه او ټوټه کيږي د پارچه کيدو په صورت کي گاز او بوي تشکليوي بوي داسي بوي دي چي پر انسان ښه نه لګيږي
د خولي بوي څو ډولونه لري د بعضو څخه يي دلته بحث کوم
#اول ماډل بوي : دا بوي شخص خپله حس کولاسي چي خوله يي بوي لري مهم سببونه يي د شپي د خوب په وخت خوله وازه پاته کيدل د لاړو (ناړو) نشتوالي د خولي وچوالي خيرن يا چټل غاښونه د مصنوعي غاښو نه پاکول ...
#دوهم ماډل بوي : دا بوي شخص خپله نه حس کوي د مقابل شخص له طرف حس کيږي مهم سببونه يي د ستوني التهابونه , د پزي بنديدل او التهاب , د پزي مايع , الرژي ...
#دريم ماډل شکمن بوي : دا بوي شکمن بوي دي شخص اطميناني ندي چي دا بوي دده څخه دي که د مقابل شخص دي سببونه يي د داخلي هضمي سيستم څخه سر چينه اخلي تر خولي پوري را رسيږي لکه د معدي مشکلات , ترخي اوبه خولي ته راتلل , بد هضمي ,قبضيت , په زيات مقدار د لبنياتو(شيدي,مستي) استعمال ...
#څلرم ماډل بوي : د سږي(شش) څخه راوزي مهم سببونه يي لکه د شکري ناروغي حامله توب د دواګانو استعمال د سږي التهاب ...
#حل لاره او تداوي يي:
اول يي بايد سبب پيداسي وروسته د سبب مطابق تداوي وسي
مثلا د عاښو برس کول , مسواک وهل , دالتهابي غاښو تداوي کول , د مصنوعي غاښو ښه پاک ساتل د ژاولو ژول هغه ژاولي چي شيريني ونلري , د خولي او پر ژبه باندي پرتي باکتري سره مجادله کول, خوله پاکول, په بنده پزه بايد خوب ونکړي , شيريني مواد بايد لږ استفاده کړي , خواړه ښه ژول بيا تيرول , د غاښو د تار يا لرگي استعمال کول , د سګريټو پريښودل .
ادرس:کابل کارته نو سرک دوم