31/10/2025
🎓 د کیور روغتون / بی ټیم انټرنشنل مؤسسې د ډاکټرانو د فراغت محفل په شانداره فضا کې ترسره شو!
په ویاړ سره اعلان کوو چې ۳۳ تنه افغان ډاکټران د کیور روغتون / بی ټیم انټرنشنل د تخصصي پروګرامونو څخه فارغ شوي، چې په برخو کې یې د فیملي مدیسن، عمومي او لاپراسکوپي جراحي او نسایي ولادي شاملې دي.
دا محفل په یوه علمي او الهام بخښونکي فضا کې د هېواد د لوړپوړو چارواکو په ګډون ترسره شو، چې پکې ډاکټر عبداللطیف نظري، د اقتصاد وزارت مرستیال، مولوی عبدالولی حقانی د عامې روغتیا وزارت مرستیال, ډاکټر نثار احمد نیازي د اکمال تخصص عمومي ریاست رئیس، د یو شمېر دولتي او خصوصي روغتونونو او پوهنتونونو مشران، او همدارنګه ډاکټر ریچارد میننګ، د بی ټیم انټرنشنل اجرایی رئیس، او ډاکټر یوسف خان کریمي، د بی ټیم انټرنشنل د طبي چارو رئیس او د کیور روغتون رئیس حضور درلود.
ویناوالو د تخصصي پروګرامونو د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ او د کیور روغتون رول یې د هېواد د طبي ظرفیتونو په پیاوړتیا کې وستایه. هغوی یادونه وکړه چې افغانستان د یو دوامدار روغتیايي سیستم د جوړولو لپاره متخصصو او ژمنو ډاکټرانو ته اړتیا لري — او کیور روغتون د دې هدف په لور یو له مخکښو بنسټونو څخه دی.
سربېره پر دې، ډاکتر کمال تنی د کیور روغتون د پخوانیو فارغانو په استازیتوب الهام بخښونکې وینا وکړه او خپل ارزښتناک تجربې او خوږې خاطرې یې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
کیور روغتون د لوړ کیفیت روغتیايي خدماتو تر څنګ، خپله اصلي دنده په دې کې ویني چې افغان ډاکټران وروزي، روزنه ورکړي او پیاوړي یې کړي. دا مرکز، د بی ټیم انټرنشنل په همکاري، ژمن دی چې خپل تخصصي پروګرامونه په بېلابېلو طبي برخو کې پراخ کړي، څو د افغانستان د عامې روغتیا لپاره روښانه او روغ راتلونکی جوړ کړي.
موږ په ګډه په افغانستان کې د عامی روغتیا د ښه کولو ځواک لرو
-----------------------------------------
🎓 محفل فراغت داکتران شفاخانه کیور / مؤسسه بی تیم بین المللی با شکوه برگزار شد!
با افتخار اعلام مینمایم که ۳۳ تن از داکتران کشور، از بخشهای فیملی مدیسن، جراحی عمومی و لاپراسکوپی و نسایی ولادی از برنامهٔ تخصص شفاخانه کیور / مؤسسه بی تیم بین المللی فارغ گردیدند.
این محفل در فضای علمی و انگیزه بخش با حضور مقامات عالیرتبه کشور از جمله داکتر عبداللطیف نظری، معین وزارت اقتصاد؛ مولوی عبدالولی حقانی، معین وزارت صحت عامه؛ داکتر نثاراحمد نیازی،رئیس عمومی ریاست اکمال تخصص، رؤسای شماری از شفاخانه ها و پوهنتون های دولتی و خصوصی؛ و همچنان داکتر ریچارد میننگ، رئیس اجرایی مؤسسه بی تیم بین المللی ، و داکتر یوسف خان کریمی، رئیس امور طبی مؤسسه بی تیم بین المللی و رئیس شفاخانه کیور برگزار گردید.
در این محفل، سخنرانان بر اهمیت تداوم برنامه های تخصصی تأکید نموده و نقش شفاخانه کیور را در رشد ظرفیت های صحی کشور ستودند. آنان یادآور شدند که افغانستان برای دست یافتن به نظام صحی پایدار، به داکتران متخصص و متعهد نیاز دارد — و شفاخانه کیور یکی از نهادهای پیشگام در این مسیر است.
همچنان، داکتر کمال تنی به نمایندگی از فارغان اسبق شفاخانه کیور سخنرانی الهام بخش انجام داد و تجارب ارزشمند و خاطرات کاری خود را با حاضرین شریک ساخت.
شفاخانه کیور، در کنار ارایه خدمات صحی باکیفیت، رسالت خود را در تعلیم، تربیه و توانمند سازی داکتران افغان میبیند. این مرکز متعهد است تا با همکاری مؤسسه بی تیم بین المللی، برنامه های تخصصی خویش را در رشته های مختلف طبی ادامه دهد تا آیندهای روشن تر برای صحت عامه در کشور بسازد.
ما باهم میتوانیم صحت عامه را در افغانستان بهبود ببخشیم
-----------------------------------------
🎓 The Graduation Ceremony of Doctors from Cure Hospital / Be Team International was held with great honor and enthusiasm!
We are proud to announce that 33 Afghan doctors have successfully graduated from the Specialty Training Program of Cure Hospital / Be Team International, specializing in Family Medicine, General and Laparoscopic Surgery and Obstetrics & Gynecology.
The event took place in an inspiring and academic atmosphere, attended by high ranking officials of the country, including Dr. Abdul Latif Nazari, Deputy Minister of Economy; Mawlavi Abdulwali Haqani, Deputy Minister of Public Health; Dr. Nesar Ahmad Niazi, the Director of the Post Graduate Specialization General Directorate; heads of several hospitals and universities (both public and private); as well as Dr. Richard Manning, CEO of Be Team International, and Dr. Yousuf Khan Karimi, Medical Director of Be Team International and Director of Cure Hospital.
During the ceremony, speakers emphasized the importance of continuing specialty training programs and praised Cure Hospital’s pivotal role in developing the nation’s medical capacity. They highlighted that Afghanistan’s path toward a sustainable healthcare system depends on qualified and dedicated specialists, and Cure Hospital remains one of the leading institutions in this mission.
In addition, Dr. Kamal Tani, representing the distinguished alumni of Cure Hospital, delivered an inspiring speech, sharing valuable experiences and heartfelt memories from his professional journey.
Cure Hospital, alongside providing quality healthcare services, considers it its mission to educate, train, and empower Afghan doctors. In partnership with Be Team International, it remains committed to expanding its specialty programs across multiple medical fields — to build a healthier and brighter future for Afghanistan.
Together We Have the Power to Improve Public Health in Afghanistan