طبي معلومات

طبي معلومات Midecal services

د خولې زخمونه (mouth ulcers) یا سوري/زخمونه چې اکثره د شونډی ژبې، یا دننه د خولې پر غشا پیدا کېږي، ډېر عام دي. ✅ د خولې ...
26/04/2025

د خولې زخمونه (mouth ulcers) یا سوري/زخمونه چې اکثره د شونډی ژبې، یا دننه د خولې پر غشا پیدا کېږي، ډېر عام دي.
✅ د خولې د زخمونو لپاره سپارښتنې:
1.ګرمې او تېز خوړو څخه ډډه وکړئ
مرچ، تیز مصالحه، یا ګرم خواړه زخمونه زیات خرابوي.
2.مالګه‌ لرونکې او اسیدي مېوې مه خورئ
لیمو، نارنج، اناناس او داسې نور.
3.نرم برش او بې فلورایده کریم وکاروئ
د سختو کریمونو یا مسواکونو څخه ډډه وکړئ.
4. د زخم لپاره ځانګړي ژېل یا کریم وکاروئ
لکه: Bonjela، Kenalog، یا antiseptic gels.
5.زیاته اوبه، جوس او مایعات وڅښئ
خوله مو لمده وساتئ.
6. کافي خوب وکړئ او ذهنی فشار کم کړئ
ذهني فشار هم د زخمونو لامل کېدای شي.
7. که زخمونه ډېر دوام کوي، ډاکټر ته لاړ شئ
ځینې زخمونه د ویټامین کمښت یا د بدن بل ناروغي ښيي.
ترتیب زاهدالله زاهد

28/02/2025

زموږ او ستاسو د بدن له پنځوس سلنې څخه زياته برخه پر اوبو مشتمله ده. د وجود هره برخه د خپلې دندې د ترسره کولو لپاره اوبو ته اړتيا لري. کوښښ وکړئ چې دومره اوبه وڅښئ چې د تندي احساس و نکړئ او متيازې يا بولې مو رڼې يا مازي ژيړبخونه رنګ ولري.

07/12/2024

که څه هم د ژور خپګان (ډېپرشن) د درملو پر مغزو تاثير يو مغلقه پروسه ده خو داسي فکر کيږي چې په مغزو کې د هغو کېمياوي موادو کچه لوړه وي چې له ښو او مثبتو احساساتو سره تړاو لري. دغه درمل بايد په متوسط او شديد ژور خپګان کې استعمال شي. لږ يا کم ژور خپګان عموماً د خبرو له لاري تداوي کيږي.
ډاکټران ناروغ ته لومړی په کمه اندازه درمل ورکوي او که ناروغ په دوه اونيو کې فرق و نکړي کچه يې کرار کرار په تدريجي ډول ور زياتوي. هر هغه وخت چې ناروغ ښه شي ډاکټران د ژور خپګان درمل شپږ مياشتي نور هم جاري ساتي تر څو ناروغي بېرته را و نه ګرزي. د ژور خپګان د درملو شروع کول او بندول دواړه بايد له ډاکټر سره په مشوره وشي.

16/11/2024

څيړني ښيي د انسان ماغزه د فکر او درک کولو په وخت کې يو لړ نېمګړتياوي لري. يو له هغو نېمګړتياوو څخه دا ده چې د انسان ماغزه همېشه د دې کوښښ کوي چې موضوع يا پېښه ساده کړي او هغه اړخ ته يې توجه وکړي چې زموږ له مخکنې نظر او فکر سره برابره وي او د ګومان تصديق مو وکړي.

16/11/2024

د شپې په بستره کې د ماشومانو متيازي کول ډير عام دي او تر ډيره حده ارثي وي. که څه هم د ماشوم او والدينو د خپګان باعث ګرزي خو ډيری يې پخپله ښه کيږي او هيڅ درمل ته اړتيا نلري.

⬅️ د حل لاري چاري:
- ماشوم ته د ورځې په کافي اندازه اوبه ورکړئ ترڅو د شپې يې اوبو ته اړتيا کمه وي
- کوښښ وکړئ ماشومان مو د ورځي ۶-۷ ځله د بولو لپاره تشناب ته ولاړ شي
- مخکې له خوبه ماشوم و هڅوئ چې تشناب ته ولاړ شي خو په غيږ کې يې تشناب ته مه وړئ
- په کومه کوټه کې چې ماشوم بېده کيږي هغه بايد تشناب ته نېږدې وي
- هر هغه وخت چې ماشوم په بستره کې متيازي و نکړي و يې نازوئ او تشويق يې کړئ
- که ماشوم په بستره کې متيازي وکړي هيڅکله بد رد مه ورته واياست ځکه هغه نور هم خرابيږي
- ماشوم ته چای او ګازي مشروبات مه ورکوئ

12/10/2024

زموږ او ستاسو تر ټولو لويه سرمايه روغتيا ده. تاسو پخپله روغتيا د خيال ساتلو لپاره په ورځ کې څومره وخت خپل ځان ته ورکوئ؟

13/08/2024

“په مازي شي غوصه، بې صبري، وارخطايي او بې ځايه تشويش د روحي فشار يا سټريس علامې دي.
ډيری خلک لدغه لاندې لارو چارو کار اخلي چې له روحي فشار ځانونه وساتي:
- ورزش کوي (پياده تګ هم ورزش ده).
- ټولنيزې اړيکې ساتي (خپلې کورنۍ او دوستانو ته وخت ورکوي).
- پوره خوب کوي (له ۷ تر ۹ ساعته بېده کيږي).
- سالم خوراک کوي (ډيره سابه، مېوه او لږ نور شيان خوري).
تاسو له کومو لارو چارو کار اخلئ چې له روحي فشار څخه ځانونه خلاص کړئ؟”

C

13/08/2024

که غواړئ چې روحيه مو لوړه وي، روح مو تازه وي او په روزانه ژوند کې چست او چالاکه ياست نو د ورځې لږ تر لږه نېم ساعت تېز پياده تګ او يا ورزش وکړئ.

کله چې جنين له رحم څخه د باندې د تخمدان او رحم تر منځ په نل يا پايپ کې ځای پر ځای شي له هغه څخه ماشوم نه جوړيږي او بايد ...
26/07/2024

کله چې جنين له رحم څخه د باندې د تخمدان او رحم تر منځ په نل يا پايپ کې ځای پر ځای شي له هغه څخه ماشوم نه جوړيږي او بايد لېري شي. که لېري نشي له يو څه غټېدلو سره کېدی شي دغه نل يا پايپ وشلېږي او که په بېړه يې علاج و نشي کېدی شي د مور د مرګ باعث شي.
په هرو ۹۰ امېندوارو ښځو کې دغه حالت نېږدې يوې ښځې ته د حمل له ۴-۱۳ اونېو په منځ کې پېدا کېدلی شي او په طب کې ورته اِکټاپيک پرېګننسي يا حمل وايې.

نښې نښانې (که نل يا پايپ نه وي شلېدلی):
- د نس په کښتنۍ برخه يو طرف کې دوامداره درد.
- مياشتنی عادت د حمل له وجهې بند شوی وي خو د ناروغ يوڅه وينه او يا نسواري اوبه راځي.
- د اوږې کښتنۍ برخه يا د ولي هډ په څنډه کې درد.
- د تشو او ډکو متيازو کولو په وخت کې درد.

نښې نښانې (که نل يا پايپ و شلېږي):
- د نس يودم شديد درد.
- د ناروغ سر چرخېږي او ضعف کوي.
- کانګې وهي او استفراق کوي.
- رنګ يې الوتی وي او حامله ښځه خړه پړه ښکاريږي.
پدغه حالت کې امېندواره ښځه تر روغتونه په بېړه و رسوئ.

26/07/2024

هر کله چه ګولۍ کپسول،ټابليټ، یا نور هر رقم دوایي خورئ باید د یو ګیلاس اوبو سره یی وخورئ.
ځکه که چیرې په سمه توګه ستاسي معدې ته ونه رسیږي نو دا کپسول دستوني پایپ کې له منځه ځي چه بیا همدغه دوایي د ستونې التهاب یا زخم منځته راوړي.
چې زیات دردناکه او په خوړو تیرولو کې مشکلات رامنځته کوي.

17/05/2024

اته غوره صحي یاداشتونه

۱: خپل وزن باندې خیال وساتئ او همیشه د خپل وزن اندازه‌ګیري کوئ.
۲: خپل خوراکي رژیم څخه غیر صحي خوراکونه کم کړئ او سالمه غذا وخورئ.
۳: ملټي ویټامین واخلئ.
۴: اوبه څښئ او ګازداره مشروباتو څخه ځان وساتئ.
۵: ورزش وکړئ او فزیکي فعال اوسئ.
۶: ځای په ځای کیناستل کم کړئ.
۷: ښایسته کافي ویده شئ یعنې ځوان کس باید لږ تر لږه اووه ساعته استراحت وکړي.
۸: الکولي مشروباتو څخه بیخي لرې واوسئ.

ملګرو سره یې شریک کړئ.

د میرګي په ناروغ چې کله حمله راشي بايد څه ورسره وشي؟- که په خطر کې (مثلاً د سړک په غاړه يا په کور کې تنور ته نېږدې) نه و...
17/05/2024

د میرګي په ناروغ چې کله حمله راشي بايد څه ورسره وشي؟
- که په خطر کې (مثلاً د سړک په غاړه يا په کور کې تنور ته نېږدې) نه وي مه يي ښوروئ
- که په ځمکه يي سر اېښی وي تر سر يي يو نرم ښی لکه بالښت ور لاندې کړئ
- که یې سختې او تنګې جامې په تن وي هغه سستې کړئ او تڼۍ یې ورخلاصې کړئ
- د ناروغ په خوله کې هیڅ شی مه وراچوئ
- که حمله له پنځو دقیقو څخه زیاته شوه نو سمدلاسه یې روغتون ته ورسوئ
- څه وخت چې د ميرګي حمله و دريږي نو ناروغ په څنګ څملوئ تر څو ستونې ته يې څه لاړ نشي
- هملته ورسره پاتې شئ او په ډيره نرمۍ او ارامۍ ورسره خبري وکړئ
- د حملې د پيل او پای وخت په ياد وساتئ او يا يې ولېکئ
- که ناروغ ځان زخمي کړی وي او يا له حملې وروسته په تنفس کولو کې ورته مشکلات پېدا شي په بېړه يې تر روغتونه ورسوئ

ا

Address

Kabul
12345

Telephone

+93782805849

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when طبي معلومات posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category