Dr Shabnam zazai

Dr Shabnam zazai Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr Shabnam zazai, Doctor, kabul, Kabul.

25/02/2026
19/02/2026

غذاهایی که تیـزاب معده را افزایش می‌دهند و در رمضان سوزش سر دل ایجاد می‌کنند عبارت اند از:
غذاهای خیلی چرب و سرخ‌کرده مانند سمبوسه، بولانی سرخ‌شده، کباب چرب، چپس، غذاهای فسټ فودچربی زیاد باعث شل شدن سفنگتر معده و برگشت اسید از معده به مري می‌شود.
غذاهای تندومرچ زیاد، مثاله جات، آچار، چتنی يي تندمخاط معده را تحریک می‌کند.
غذاهای بسیار ترش
ترشیجات، لیمويى زیاد، نارنج، سرکه اسید معده را بیشتر می‌کند.
نوشابه‌های گازدار و انرژیزا
کوک، فانتا، نوشابه‌های انرژیزا
چون گاز باعث فشار معده و ریفلاکس يا برگشت اسيد از مرى به معده میشود.
چای پررنگ و قهوه زیاد
(خصوصاً در سحری)چون کافئین تولید اسید را بالا می‌برد.
شکلات و شیرینی‌های چرب
باعث شل شدن اسفنکتر مری می‌شود.
خوردن حجم زیاد غذا در افطار يعنى پرخوری یکی از مهمترین علل سوزش سر دل در رمضان است.
برای جلوگیری از سوزش در رمضان چه بايد کرد؟
افطار را با مقدار کم شروع کنید آب گرم همراه با يک عدد خرما
غذا را آهسته بخورید
بعد از غذا فوراً دراز نکشید (حداقل ۱–۲ ساعت)
سحری سبک و کم‌چرب بخورید
با نان سبوس‌دار، برنج ساده، سبزیجات پخته، ماست کم‌چرب راحت تر خواهى بود
آب کافی بین افطار تا سحر بنوشید
اگر سوزش زیاد باشدگاهی داکتران از دواهای مهارکننده اسید مثل امپرازول استفاده می‌کنند ولی باید با توجه به شرایط صحى يى شما به‌خصوص در امراض سيتم معافيتى تان با مشوره داکتربايد استفاده شوند
چون خودم ازامراض سيستم معافيتى دارم زود به ذهنم رسيد 😊شما هموطنان عزيز هر بيمارى يى که داشته باشيد دواهارا خودسرانه استفاده نکنيد با داکتر معالج تان مشورت کنيد

هغه خواړه چې د معدې تېزابيت زياتوي او د روژې په مياشت کې د سينې سوزش رامنځته کوي عبارت دي له:
ډېر غوړ او سره شوي خواړه لکه سمبوسه، پيرکي سره‌شوی خواړه، غوړ کباب، چپس، فسټ فوډونه
ډېر غوړ د معدې سفنکتر سستوى او د معدې اسيد مري ته راګرځوي
ډېر ترخه او مرچ لرونکي خواړه، مصالحه جات، آچار، ترخه چټني
د معدې مخاط تحريکوي.
ډېر تورشه خواړه لکه
ترشۍ، زيات ليموي، نارنج، سرکه د معدې اسيد زياتوي.
ګاز لرونکي مشروبات او انرژيزا څښاک لکه
کوک، فانتا، انرژيزا څښاک
ځکه ګاز د معدې فشار زياتوي او ريفلاکس يا د اسيد بېرته راتګ له معدې څخه مري ته رامنځته کوي.
ډېر تور چای او زياته قهوه په ځانګړي ډول په سحري کې ځکه کافئين د اسيد توليد زياتوي.
شکلات ،ډير خواګه او غوړ
د مري سفنکتر سستوى.
په روژه ماتى کې د خوراک ډېر حجم يعنې زيات خوراک کول
د روژې په مياشت کې د سينې سوخت له مهمو لاملونو څخه بلل کيږى
د روژې په مياشت کې د سوخت د مخنيوي لپاره څه بايد وشي؟
روژه ماتى لږو خواړو سره پيل کړئ
(ګرمى اوبه له يوى خرما سره)
خواړه ورو ورو وخورئ.
له خوړو وروسته سمدستي مه څملئ (لږ تر لږه ۱–۲ ساعته).
پيشمنې سپک او لږغوړ وخورئ داسى خواړه چى غوړ يى کم وى وکاوى .
له سبوس لرونکي ډوډۍ، ساده وريجو، پخو سبزيجاتو، مستوچى غوړ کم ولرى سره به راحت ياست.
ده روژه ماتى او پيشمنې ترمنځ کافي اوبه وڅښئ.
که سوخت زيات وي، ځينې وخت ډاکتران د اسيد مهاروونکي دواګانې لکه امپرازول توصيه کوي خو بايد ستاسو د صحي حالت په پام کې نيولو سره په ځانګړي ډول که د معافيتى سيستم ناروغۍ لرئ نو هر درمل چى مو استعمالول بايددمعالج ډاکتر په مشوره يى وکاروى.
زه خپله د معافيتى سيستم له ناروغيو څخه کړيږم نو ژر مې ذهن ته همدا ناروغى راغله😊
تاسو ګران هيواد وال که هره ناروغي لرئ دواګانې په خپله ده ډاکټر مشورى پرته مه استعمالوئ حتماً له خپل معالج ډاکتر سره مشوره کوى

19/02/2026

🌙 د روژې د سحري مهم ټکي
سحري يواځې د خوړو يوه وقت نه ده بلکې د روژې برکت دی.
څو مهم ټکي چې ښه ده پرې پوه شو او عمل پرې وکړو
۱. سحري مه پرېږدئ
په حديث کې راغلي چې په سحري کې برکت دی.
که لږ هم ويړحتماً يو څه وخورئ.
۲. سالم او متوازن خواړه وټاکئ 🥗
سبوس لرونکې ډوډۍ يا جو
هګۍ يا دال/حبوبات
مستې يا کم‌چرب لبنيات
تازه مېوې
دا خواړه انرژي ورو ورو ازادوي او تاسو ناوخته وږې کوي يعنى تر ډيروخته ماړه پاتى کيږى.
۳. کافي اوبه وڅښئ 💧
د افطار نه تر سحره پورې کافي اوبه وڅښئ خو په سحري کې يو ځل ډېرې اوبه مه څښئ.
۴. له ډېرومالګينو او خوږو خوړو ډډه وکړئ 🍬
مالګين خواړه تنده زياتوي.
۵. ډېر چای او قهوه مه څښى☕
ځکه چې د بدن اوبه کموي او د ورځې په اوږدو کې تنده زياتوي.
۶. سحري د سهار اذان ته نږدې وخورئ ⏰
ښه ده چې سحري د اذان نه لږ مخکې وخورئ تر څو د ورځې لپاره زياته انرژي ولرئ.
روژه د صبرروغتيا او برکت مياشت ده په سالمو خوړو سره
خپله روژه اسانه او ګټوره کړو🤲

نکات مهم درباره سحری در ماه مبارک رمضان 🌙
سحری فقط یک وعده غذا نیست بلکه برکت روزه‌داری است. چند نکته مهم که بهتر است بدانیم و عمل کنیم:
۱. سحری را ترک نکنید
در حدیث آمده است در سحری برکت است حتی اگر کم هم باشد حتماً چیزی میل کنید.
۲. غذای سالم و متعادل انتخاب کنید
نان سبوس‌دار یا جو
تخم‌مرغ یا حبوبات
ماست یا لبنیات کم‌چرب
میوه تازه🥗
این‌ها انرژی را آهسته آزاد می‌کنند وشما رادیرتر گرسنه می‌سازند.
۳. آب کافی بنوشید💧
بین افطار تا سحر به اندازه کافی آب بنوشیداما در سحری یکباره مقدار زیاد آب ننوشید.
۴. از غذاهای خیلی شور و شیرین پرهیز کنید🍬
غذاهای شور تشنگی را زیاد می‌کند .
۵. چای و قهوه زیاد ننوشید☕
چون باعث دفع آب بدن می‌شود و در طول روز تشنگی را بیشتر می‌کند.
۶. سحری را نزدیک اذان صبح بخورید⏰
بهتر است سحری را در وقت نزدیک به اذان صبح میل کنید تا انرژی بیشتری در طول روز داشته باشید.
رمضان ماه صبر، سلامتی و برکت است. با تغذیه سالم، روزه‌داری را برای خود آسان‌تر و مفیدتر بسازیم
🤲

18/02/2026

🌙 ماه رمضان و مراقبت از هاضمه
با آمدن ماه رمضان روزه گرفتن فرصتی برای آرامش بدن و روح ماست.
اما حفظ سلامت هاضمه بسیار مهم است تا روزه آسان و لذت‌بخش باشد
نکات ساده و مهم:
از خوردن غذاهای خیلی سنگین یا چرب در سحر و افطار پرهیز کنید.
نوشیدن آب کافی بین افطار و سحر فراموش تان نشود.
مصرف سبزیجات و میوه تازه برای هضم آسان و انرژی طول روز مفید است.
آرام غذا خوردن و خوب جویدن هاضمه را تقویت می‌کند.
روزه فرصتی برای تعادل در بدن و آرامش در ذهن است. با مراقبت از هاضمه نه تنها جسم بلکه روح هم آرام می‌گیرد.
رمضان مبارک ❤️

🌙 د روژې میاشت او د هاضمې ساتنه
د روژې میاشت د بدن او روح لپاره د آرامۍ فرصت دی.
خو د هاضمې روغتیا ساتل ډېره مهمه مسله ده تر څو روژه آرامه او ګټوره پاى ته ورسولاى شى
ځینې مهمې لارښوونې
په سحر او افطار کې د ډېرو غوړو یا درنو خوړو څخه ډډه وکړئ.
د افطار او سحر ترمنځ کافي اوبه وڅښئ.
تازه سبزیجات او مېوې د آسانه هضم او د ورځې انرژۍ درلودلو لپاره ګټورى دي.
خوراک په آرامۍ وکړى دى سره هاضمه قوي کیږي.
روژه د بدن توازن او ذهن آرامۍ لپاره فرصت دی. که د هاضمې خیال وساتئ نه یواځې بدن بلکې روح هم آرامیږي
روژه مبارک ❤️

16/01/2026

بیماری‌های شایع گوارشی که با علائمی چون درد شکم، نفخ، تهوع، تغییر در اجابت مزاج و سوزش سر دل خود را نشان می‌دهند و می‌توانند بر کیفیت زندگی تأثیر بگذارند.حال...

28/12/2025

درى
لیور سیروزس (Cirrhosis of the Liver)
لیور سیروزس یعنی تخریب تدریجی ودایمی جگر.
در این حالت نسج سالم جگر کم‌کم از بین می‌رودوبه‌جایش نسج زخمی و سخت ساخته می‌شود که دیگر وظیفه درست انجام داده نمی‌تواند.
جگر یکی از مهم‌ترین اعضای بدن است که
خون را تصفیه می‌کندموادزهری را ازبین می‌برد
به هضم غذاکمک می‌کند
وموادضروری بدن راذخیره می‌سازدوقتی سیروزس ایجاد شود
این وظایف به‌درستی انجام نمی‌شود
وبدن با مشکلات جدی روبرو می‌گردد.
علت‌های شایع لیور سیروزس:
هيپتایتس مزمن B و C
چربی پیشرفته جگر
استفاده طولانی مدت از الکول
بعضی بیماری‌های خودایمنی
انسداد مزمن مجاری صفراوی
⚠️ علایم سیروزس
در شروع ممکن است هیچ علامتی نداشته باشداما با پیشرفت بیماری
خستگی شدید
زردی چشم وپوست
پندیده‌گی شکم
پنديدن پاها
خون‌ریزی داخلى
گیجی و خواب‌آلودگی دیده می‌شود
نکته بسیار مهم:
لیور سیروزس قابل برگشت نیست
اما اگر زود تشخیص شود
می‌توان پیشرفت آن را کنترول و آهسته کرد
و از عوارض خطرناک جلوگیری نمود.
پیام پایانی:
مراقبت از جگر یعنی مراقبت از زندگی.
تشخیص به‌موقع، تداوی درست و تغییر در سبک زندگی
می‌تواند جان انسان را نجات دهد.

پشتو
لیور سیروزس (Cirrhosis of the Liver)
لیور سیروزس هغه حالت ته ویل کېږي چې ځیګر ورو ورو او په دایمي ډول تخریب کېږي.
په دې ناروغۍ کې دځیګرسالم نسج له منځه ځي اوپر ځای یې سخت او زخمي نسج جوړېږي چې نورخپل عادي کارنشي کولای.
ځیګردبدن له مهمو غړوڅخه دی
چى وینه پاکوي
زهري موادله بدن وباسي
د خوړوپه هضم کې مرسته کوياودبدن لپاره ضروري مواد زېرمه کوي.
کله چې سیروزس رامنځته شي
دا ټولې دندې په سمه توګه نه ترسره کېږي
او انسان له جدي ستونزو سره مخ کېږي.
دلیورسیروزس عام لاملونه:
مزمن هيپټایټس B او C
د ځیګر پرمختللې غوړوالى
د الکولو اوږدمهاله استعمال
ځینې ده معافيتى سيستم ناروغۍ
د صفرا د لارو مزمن بندښت
⚠️ دسیروزس نښې نښانې:
په لومړیو پړاوونو کې کېدای شي هېڅ نښه ونه لري خو دوخت په تېرېدو سره بيا
سخته ستړیا
د سترګو اوپوستکي ژېړوالی
د خېټې پړسوب
د پښو پړسوب
داخلى وینه بهېدنه
زیات خوب راتلل
لیدل کېږي.
ډېر مهم ټکی:
لیور سیروزس بېرته نه رغېږي
خو که پر وخت تشخیص شي
د ناروغۍ پرمختګ کنټرول او ورو کېدای شي
او له خطرناکو عوارضو مخنیوی کېدای شي.
وروستۍ پیغام:
د ځیګر ساتنه د ژوند ساتنه ده.
پر وخت تشخیص سمه درملنه
او د ژوند د طریقې بدلون
د انسان ژوند ژغورلی شي.

16/12/2025

🔹 پانکریتایتس چیست؟ (دَری)

پانکریاتايتس به معنی التهاب لوزالمعده (پانکراس) است. پانکراس عضوی مهم است که در هضم غذا و تنظیم قند خون نقش اساسی دارد.

🔸 انواع پانکریاتایتس:

1. پانکریاتايتس حاد:
ناگهانی شروع می‌شود و می‌تواند شدید و خطرناک باشد.

2. پانکریاتایتس مزمن:
به‌تدریج ایجاد می‌شود و باعث تخریب دائمی پانکراس می‌گردد.

🔸 علل شایع:

سنگ کیسه صفرا
مصرف الکل
چربی بلند خون
بعضی دواها
عفونت‌ها
ضربه به شکم

🔸 علایم:

درد شدید درقسمت بالای شکم که به پشت می‌زند

تهوع و استفراغ
تب
نفخ

در نوع مزمن: اسهال چرب و کاهش وزن موجود ميباشد

🔸 تشخیص:

آزمایش خون (آمیلاز و لیپاز)

سونوگرافی، CT Scan یا MRI

🔸 درمان:

بستر شدن در شفاخانه در موارد حاد
مایعات وریدی

قطع غذا در مرحله حاد

مسکن درد

درمان علت اصلی (مثلاً سنگ صفرا)

🔸 نکته مهم:

پانکریاتایتس می‌تواند خطرناک باشد؛ خوددرمانی نکنید و حتماً به داکتر مربوطه مراجعه نمایید.

🔹 پانکريتايتس څه شی دی؟ (پښتو)

پانکريتايتس د پانکراس التهاب ته ويل کېږي. پانکراس يو مهم غړی دی چې د خوړو په هضم او د وينې د شکر په تنظيم کې رول لري.

🔸 ډولونه:

1. حاد پانکريتايتس:
ناڅاپه پيل کېږي او ځينې وخت ډېر خطرناک وي.

2. مزمن پانکريتايتس:
ورو ورو رامنځته کېږي او د پانکراس دايمي زيان سبب ګرځي.

🔸 عام علتونه:

د صفرا تيږې

الکول چى زمونږ هيواد کى يى پيښى کمى دى

د وينې زيات غوړ

ځينې درمل

مکروبي ناروغۍ

د نس ټپ

🔸 نښې:

د نس د پاسه شديد درد چې شا ته خپرېږي

زړه بدوالی او کانګې
تبه

نفخ اوپړسوب

په مزمن ډول کې: غوړ اسهال او وزن کمېدل موجود وى

🔸 تشخيص:

د وينې معاينه (امايليز او لايپيز)

الټراساونډ، CT يا MRI

🔸 درملنه:

حاد حالت کې بستر کېدل

د رګ له لارې مايعات

دخوړو موقتى بندول

د درد کمونکي دواګانې

د اصلي علت درملنه

🔸 مهمه خبره:

پانکريټايټس جدي ناروغي ده، په خپل سر درمل مه کاروئ او حتماً د متخصص ډاکتر سره مشوره وکړى

15/12/2025

🔹توليد گاز در روده‌ها به کدام حالت ګفته ميشود؟

گاز در روده‌ها به معنی جمع شدن هوا یا گاز در دستگاه هاضمه است. این حالت معمولاً طبیعی می‌باشد، اما اگر مقدار آن زیاد شود، می‌تواند باعث مشکلات زیر گردد:

✔ احساس ناراحتی
✔ نفخ شکم
✔ درد شکمی
✔ آروغ زدن یا دفع مکرر گاز

گاز بیش از حد معمولاً به دلیل بلعیدن هوا، بعضی غذاها یا اختلال در هضم ایجاد می‌شود.

خبر خوب اين است که 🌿

برای کاهش گاز روده می‌توانید این نکات را رعایت کنید:

– غذا را آهسته بخورید
– از نوشابه‌های گازدار پرهیز کنید
– مصرف لوبیا، کلم و غذاهای سرخ‌شده را کم کنید
– از پروبیوتیک‌ها استفاده کنیدکه بطور طبيعى در ماست بيشتر است
– فعالیت فزیکی منظم داشته باشید

عادت‌های سالم = دستگاه هاضمه سالم‌تر

🔹 په کولمو کې ګاز کوم حالت ته ویل کېږي؟

په کولمو کې ګاز د هاضمې په جهاز کې د هوا یا ګاز جوړيدل دي. دا حالت اکثره عادي وي، خو که ډېر شي نو لاندې ستونزې رامنځته کولای شي:

✔ د نا آرامۍ احساس
✔ د خېټې پړسوب
✔ د خېټې درد
✔ده خيټى ډېر باد یا اروغ وهل

زیات ګاز اکثره د هوا تېرولو، ځینو خواړو یا د هاضمې د ګډوډۍ يا بدهضمى له امله وي .

ښه خبر دادى چى 🌱

د کولمو د ګازاتو د کمولو لپاره دا سپارښتنې عملي کړئ:

– ورو ورو خواړه وخورئ
– له ګاز لرونکو مشروباتو له څکلو ډډه وکړئ
– لوبیا، کلم او سره شوي خواړه کم کړئ
– پروبیوتیک استعمال کړئ چى طبيعى پروبايوټيک په مستو کى موندل کيږى
– منظم فزیکي فعالیت ولرئ

روغ عادتونه = سالمه هاضمه

15/12/2025

🩺 درمان کامل کبد چرب درمراحل ابتدايى که ميتوانيم ازسيروز کبد جلوګيرى کنيم (مرحله‌به‌مرحله)

اصلاح سبک زندگی (مهم‌ترین بخش تداوى)

🔹 کاهش وزن

هدف: ۵–۱۰٪ کاهش وزن طی ۶ ماه

کاهش وزن ناگهانی ممنوع ❌

🔹 فعالیت بدنى

حداقل ۵ روز در هفته

روزانه ۳۰–۴۵ دقیقه

پیاده‌روی تند
بایسکل ثابت
شنای سبک که در افغانستان براى طبقه اناث ممکن نيست

رژیم غذایی مناسب کبد چرب

✅ توصیه می‌شود

سبزیجات (کاهو، بروکلی، کدو، بامیه)

میوه به اندازه (سیب، انار، توت)

نان سبوس‌دار

برنج قهوه‌ای (کم)
يا برنج نارمل درصورتيکه صاف شود ميتواند بيمار استفاده کند

ماهی ۲ بار در هفته

روغن زیتون

ماست کم‌چرب

❌ ممنوع یا بسیار محدود

روغن جامد و سرخ‌کردنی

نوشابه، آبمیوه صنعتی

شیرینی، کیک، بوره، شکلات

نان سفید، برنج سفید زیاد

فست‌فود

چربی حیوانی
پیگیری

تکرار آزمایش‌ها: بعد از ۳ ماه

سونوگرافی کنترل که مقصد از همان معاينه تلويزيونى ميباشد: ۶ ماه بعد

⚠️ هشدارها

الکل (اگر مصرف می‌شود)الحمدلله درافغانستان بسيار کم داريم → کاملاً ممنوع

دواهای گیاهی ناشناخته → ممنوع

مصرف خودسرانه مسکن‌ها (NSAIDs) → با احتیاط

📌 جمع‌بندی

✔ کبد چرب گرید ۲ قابل برگشت است
✔ درمان اصلی = رژیم + ورزش + کاهش وزن
✔ دوا ها فقط کمک‌کننده هستند

11/12/2025

بد هضمي څه شی دی؟

بد هضمى دهاضمې یوه عامه علامه ده، نه پخپله یوه ناروغي. دا معمولا د معدې په پورتنۍ برخه يا اپى ګاسټريک ساحه کې د درد یا نارامتيا سره مل وي او لاندې نښې پکې شاملېدلاى شي:
د خوړلو وروسته په معدې کې د دروندوالي یا ډکوالي احساس
په پورتنۍ برخه کې سوزش یا درد
پړسوب یا ګاز
زړه بدوالى یا ځینې وختونه کانګې

د خوړلو پرمهال ژر مړيدل

د بد هضمي لاملونه

ډیر لاملونه کولی شي د بد هضمي لامل شي:

د ژوند طرز يى يو لامل دى : غوړ، درانه، مساله لرونکي خواړه، کافین، الکول چى شکر هيواد کى يى استعمال ډير کم دى، او سګرټ څکول.

درمل: ځینې درمل، لکه انټي بیوټیکونه، غیر سټرایډى دالتهاب ضد درمل (NSAIDs)، ایسټروجن، هورمونونه، آسپرين

انتانات: لکه H. pylori

د هاضمې ناروغۍ: د معدې یا ډیوډینال زخمونه، دمعدې ریفلکس ناروغي (GERD)، پانکریټایټس يا ده پانقرانس ده غدى التهاب ، او د معدې سرطان.

د بد هضمي ډولونه

فعالي بد هضمي: دا تر ټولو عام ډول دی او هیڅ پیژندل شوی جوړښتي لامل یا ناروغي نلري.

عضوي بد هضمي: دا د معدې یا هاضمې لارې سره د یوې روښانه ستونزې له امله رامینځته کیږي، لکه زخم یا التهاب.

تشخیص

د بد هضمي تشخیص معمولا د ډاکټر لخوا د طبي تاریخچى او معاینې پراساس کیږي. په هغه قضیو کې چې د خطر نښې شتون ولري، لکه:

غیر معمولي وزن کمیدل

تکرارى کانګى یا وینه لرونکی کانګې

ده غذايى موادو په تیرولو کى ستونزه

شدید یا اوږد مهاله درد

ډاکټر ممکن د اندوسکوپي، الټراساؤنډ، د وینې معاینه، یا د H. pylori ازموینهى سپارښتنه کړي.

درملنه

د ژوند طرز بدلونونه: کوچني خواړه وخورئ پدى معنا چى په يووقت ءيره غذا مه خورى ، د غوړو او مساله لرونکو خواړو څخه ډډه وکړئ، سګرټ څکول او الکول پریږدئ.

طبي تعقیب يى خاصو مواردو کى ضرورى دى لکه : په هغه قضیو کې چې د درملنې په وړاندې مقاومت ولري یا د خطرنښې چى مخکى يادى شوى لري.

مهمه یادونه

ډیسپپسیا عامه ده او ډیری وختونه جدي نه وي، مګر که تاسو شدید یا اوږدمهاله نښې ولرئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې ډاکټر ته مراجعه وکړئ. ژر ​​تشخیص کولی شي د ډیرو جدي ستونزو مخه ونیسي

11/12/2025

د مقعد د یوازینۍ زخم سنډرومsolitry re**al ulcer syndrome
د لویو کولمو په ځانګړى توګه ده مقعد ساحى یوه نادره ناروغي ده.
پدې حالت کې، د مقعد په دیوال کې زخم یا التهاب رامینځته کیږي، کوم چې کولی شي دغه نښې نښانې رامینځته کړي :

د مقعد څخه وینه بهیدل 🩸
د کولمو حرکتونو پرمهال درد یا فشار 💥
مزمن قبض یا د کولمو د نیمګړي حرکت احساس 💩
د کولمو څخه د مخاط خارجیدل 🧴

لاملونه:
دا حالت معمولا د کولمو حرکتونو پرمهال د فشار، د حوصلې د فرش د عضلاتو د خرابوالي، یا د مقعد دیوال ته د زیان له امله رامینځته کیږي. ځینې وختونه هغه خلک چې شدید قبض یا فشار لري ډیر حساس وي ورسره .
تشخیص:
دا معمولا د کولونسکوپي او بایوپسي له لارې تشخیص کیږي. د مقعد په برخه کې د زخم او د نسجونو بدلونونو څرګندیدل ښیي چې SRUS شتون لري.

درملنه:
د خوړو بدلونونه او د فایبر مصرف 🥦
د کولمو عادتونو او تخنیکونو ښه کول 🚽يعنى ده کمود صحيح استعمال (ناسته بايد صحيح و اوسى)
د سوزش کمولو لپاره اصلي درمل 💊
په نادرو مواردو کې، جراحي 🏥

🔹 مهه نکته : که تاسو د مقعد څخه وینه یا درد لرئ، نو غوره ده چې د هضمى داخلى متخصص سره مشوره وکړئ. ژر ​​تشخیص د ناروغۍ کنټرول او د پرمختګ مخنیوي کې مرسته کوي.
په ياد ولرى چى ده هرى مقعدى وينى بهيدنى علت بواسير نوى

Address

Kabul
Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Shabnam zazai posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Shabnam zazai:

Share

Category