02/09/2023
راځئ چي د نبي (عليه السلام) دا سنت را ژوندى کړو .
الحجامه چي دعربی نوم دی ، په پښتوکي ورته ښکرلگول او په انګليسي کي ورته (Islamic Cupping therapy ) وايي ، يعني د ويني کښل هغه هم په سنت طريقه سره .
رسول الله (صلي الله عليه وسلم) فرمايي: په ټولو تداويو کي چي تاسو يي کوى بهترينه تداوي الحجامه (ويني کښل) دي. [ بخاري ]
سمره بن جندب رضي الله عنه فرمايي:
نبي (عليه السلام) ته دبني فزازه قبيلي يواطرافي (سړى) راغی يو چا نبي (عليه ا السلام) ته الحجامه (ويني کښل)کول هغه حجام په چاړه باندي جلد ورواهه اطرافي سړي (په تعجب) تري وپوښتل اي د الله رسول (صلي الله عليه وسلم) څه کوي نبي (عليه السلام) ورته وويل دا الحجامه ده دا ترټولوغوره تداوي ده چي خلگ يي کوي.
لکه څرنګه چي درګ څخه وينه ايستل هم په ځينومواردوکي تداوي ده ليکن الحجامه يوخاصه طريقه ده چي نبي (عليه السلام) ډيرتاکيد پر کړى او هم يي پخپله عملي کړى.
تر 2 کالو لوړ ماشومانو ته هم حجامت کول کيږي .
فايدې :
1. دمزمن ټوخي اوحساسيتونولپاره بهترينه تداوي الحجامه (دويني کښل) دي.
2. نبي عليه السلام فرمايي:ستاسوپه بدن کي يوه اندازه فاسده وينه شته که يي ونه کاږى تاسو به مړه کړي.
3. دامراضو لپاره دکال په هرموسم کي الحجامه کولاى سى .
4. د ملا دشمزيو (دستون فقرات) د دردونو لپاره موثره او عاجله تداوي الحجامه (دويني کښل ) دي.
5. دويني لوړ فشار ، د امراضوعلاج د نورو لارو هم کيدلاى سي خو اکثره تداوي يي موقتي وي ليکن د الحجامه په ذريعه تداوي کول تر ډيره دايمي وي .
6. دځينو جنسي کمزوريو او د اولاد نه درلودلو لپاره اسانه او موثره طريقه الحجامه (ويني کښل) دي.
7. البته په مجرب او مسلکي حجام باندي تداوي کول هم دشريعت دپا بندي څخه دي.
8. دزړه د امراضو بهترينه تداوي الحجامه (ويني کښل) دي.
9. دسرطاني امراضو وقايه او تداوي الحجامه ده.
10. د سر دردي او نيم سيري بهترينه تداوي الحجامه ده
11. د مفاصلو او بندونو د درد موثره تداوي الحجامه ده
12. (الحجامه) يوازي تداوي نه بلکه وقايه (داينده امراضو مخنيوي) هم دي.
13. د زنګون او د پښو د درد لپاره غوره علاج .
14. د غوږونو دالتهاب ، دردونو او د غوږونو د نورو امراضو لپاره .
15. دسينوس (دپوزی دخالی ګاوو) د التهاب لپاره .
16. دسر په لوړه حصه کي وينه کښل (الحجامه )دډيرو امراضو لکه: روحی فشار، ډيپرېشن ، جادو،