medical informations معلومات طبی

medical informations  معلومات طبی follow this page for detailed information

Twin to twin transfusion syndrome
24/05/2023

Twin to twin transfusion syndrome

12/05/2023

د حاملگی په وخت کی کانگی hyperemesis gravidarum:
عمومی معلومات : زړه بدوالی او کانګی د حاملګی په جریان کی ډیری واقع کیدونکی دی چی معمولا د حاملګی په ٩-١٠ هفتو کی شروع کیږی بیا ١١-١٣ هفتو کی زیاتیږی خو د ١٤ هفتی څخه وروسته بیرته کمیږی

ګټه او تاوانونه یی : تاوانونه یی زیات دی هم مور ته تاوان کوی او هم ماشوم ته چی وروسته پری خبره کووو خو ګټه یی داده چی مور زړه بدوالی لری بی رقمه او خراب خواړه نه خوری او که یی وخوری نو بیرته یی ګرځوی نو ماشوم د بدو خوړو له زیان څخه ساتی

په لاندی ښځو کی د HEG د واقع کیدو چانس زیات دی
١: هغه ښځی چی مخکینیو حملونو کی یی HEG تیره کړی وی نو بیا په نوی حمل کی یی هم د واقع کیدو خطر زیات ده
٢: هغه ښځی چی چاغی وی ځکه په چاغو ښځو کی د هارمونونو لکه استروجن او پروجسترون اندازه زیاته وی
٣: هغه ښځی چی د یو څخه زیات ماشومان په نس ولری
٤: هغه ښځی چی د پلاسنتا ناروغی ولری د پلاسنتا په ناروغی کی زیات HCG جوړیږی چی دا هارمون هم زړه بدوالی منځته راوړی
٥ : په nuliparity ښځو کی دا هغه ښځی دی چی مخکی یی ماشوم نه وی راوړی

په لاندی ښځو کی ددی ناروغی د واقع کیدو خطر کم ده
١:هغه میندی چی عمرونه یی زیات وی او زیات ولادتونه یی کړی وی
٢: هغه میندی چی سګرت استفاده کوی

د ناروغی اسباب : په بعضی وختونو کی یی هیڅ سبب نه معلوم خو بیا هم لاندی حالات دا ناروغی رامنځته کوی
١ : هارمونونه : کله چه پلاسنتا جوړه شی نو پلاسنتا یو هارمون د HCG (human chorionic gonadotrophin) پنوم جوړوی چی دا هارمون د زړه بدوالی لامل ګرځی
٢: په مور کی دوه نور هارمونونه دی چی د تخمدان پواسطه جوړیږی چی د استروجن او پروجسترون پنوم یادیږی دا هارمونونه هم کانګی او زړه بدوالی منځته راوړی
٣: هغه میندی چی اولنی حمل یی وی
٤: د یو څخه د زیاتو ماشومانو په ګیډه کیدل
٥ : زهنی او روحی فکتورونه
٦: په موټر کی سفر او د یا د یو بوی حس کولی
٧: د H pylori مکروب
٨: د ځګر ناروغی
٩:د ویتامین بی ١ او ویتامین بی ٦ کموالی

د ناروغی اعراض:
١: کانګی یا استفراق چی د ورځی اکثره برخو کی وی
٢: ناروغې ته چی زړه بدوالی پیدا شی نو مخکی لدی چی کانګی وکړی اول یی خوله کی اوبه یا لاړی زیاتیږی چی دی ته ptyalism وایی
٣: سر چرخی
٤: د بوی په وړاندی حساس کیدل یعنی کم بوی به پری تیز لږیږی
٥: د توجه او تمرکز کموالی
٦: کیدای شی چی ویره او خفګان هم ولری

د ناروغی علایم:
١: د وزن کموالی
٢: د بدن د مایعاتو کموالی چی د ناروغی مور خوله وچه سترګی یی ننوتی فشار به یی کم وی او pulse به ضعیف او تیز جس کیږی
٣: کیدای شی د بدن حرارت یی لوړ شوی وی

دی ناروغی ته لاندی معاینات تر سره کیږی:
١: د وینی معاینات: په دی معاینه کی د وینی کلسیم پوتاشیم سودیم کم وی ځکه له کانګو سره ضایع کیږی او بدن ته نه جذبیږی که د ځګر ناروغی ورسره وی نو بیا د ځګر انزایمونه به وینه کی زیات وی
٢: التراسوند معاینه د دوهګانګی یا زیاتو ماشومانو لپاه یا هم د پلاسنتا د ناروغی لپاره او همدارنګه د بدن د نورو برخو لکه ځګر معدی پانکراس او نورو امراضولپاره کوم چه د زړه بدوالی سبب شوی دی

تاوانونه : دا ناروغی لاندی تاوانونه منځته راوړی
١ : د مور او ماشوم د وزن کموالی
٢: د بدن د مایعاتو کموالی
٣: کیدای شی کانګی تنفسی سیستم ته داخلی او د سینه بغل لامل شی
٣ : د مری څیری کیدل او زخمی کیدل
٤: ړوندوالی
٥: کوما او مړینه

تداوی
١: دا میندی باید په شفاخانه کی بستر شی
٢: کنول ورته تطبیق او normal saline یا ringer lactate مایعات باید ورته په 2-3 ساعتونو کی ورکړل شی د مایعاتو سره vitamin B1 هم ورکړل شی
٣: لاندی سپارښتنی باید ورته وشی
- په ارامه کوټه کی استراحت وکړی
- لږ لږ غذا په ډیرو وختونو کی داسی نشی چی په یو ځل غذا ډیره زیاته وخوری باید کمه وخوری یو یا دوه ساعته دی وروسته بیا لږ وخوری تر څو پری بوج نشینی
- د اوسپنی لپاره ګولی ونه خوری
- هغه غذا چی غوړ زیات وی ونه خوری
- هغه غذا چی پروتین زیات لری وخوړل شی لکه د هګی سپین ، لوبیا شیدی غوښه او داسی نور
- یخ او خواږه مایعات استعمال نکړی
٤: دی ناروغی لپاره لاندی درمل ورکولی شو
* ویټامین B6
* د کانګو لپاره Tab - ondansteron 8mg په ورځ کی دوه ځلی
*په ورځ کی دری ځلی Tab - metoclopramide 5mg
* هر شپږ ساعته بعد Tab - meclizine 25mg
دوکتورس جینا ناصری سیرت.

12/05/2023

Welcome to every one for medical information

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when medical informations معلومات طبی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram