
22/09/2025
رواني روغتیا — د ژوند ساتنه
په داسې نړۍ کې چې خلک یوازې فزیکي بدن او ښکلا ته پام کوي، راځئ چې خپل ذهن هیر نکړو.
ږوړ خپګان، افسردګي، اضطراب، وسواس، او رواني ستړیا ناروغۍ دي، نه د کمزورۍ نښې!
د اعصابو متخصص ته مراجعه د لیونتوب نښه نه، بلکې د پوهې او هوښیارۍ نښه ده.
راځئ یوځای دا منفي نظرونه (تابو) مات کړو،
درملنه شرم مه ګڼئ،
او خپل ذهن ته هغومره ارزښت ورکړئ لکه څنګه چې خپل بدن ته ورکوئ —
تر څو روغ، هوښیار او خوشحال پاتې شو!